د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

دپاکستاني طالبانو د تحریک ریاست ته د مولانا فضل الله د رسیو عواقب

اتل
08.11.2013

قدرمنو لوستونکو، السلام علیکم
د سوات ددرې متعصب ملا چې په رادیو ملا هم مشهور دئ، په ملاله یوسفزئ یې دقتل په نیت حمله کړې، جنرال ثناؤالله یې وژلئ، او سوات په دره او نورو علاقو کې يې ښونځي وران کړي او ګڼ شمیرقتلونه یې کړی، او ویل کیږي چې د ټي ټي پي تر پخواني مشر حکیم الله محسود نه څو چنده زیات آتشي افراطي دئ. دده بې حده زیات افراطي عقاید، نیت، اراده او آجنډا به په پاکستاني طالبانو څه اثر وکړي او په ټول پاکستان او سیمه کې به یې عواقب څه وي؟

ددې سوالونو او اندیښنو په ارتباط، په ميدیا کې د مولانا فضل الله د قیادت په حصه کې منفي نظریات خپاره شویدي. دډیوې د رادیو: د ملا فضل الله ـ پاکستان کې د طالبانو اینده؟ تر عنوان لاندې ،په یوه نسبتاُ مفصل رپوټ کې دا لاندې ټکي ذکر کړیدي:
===
07.11.2013
واشنګټن ډي سي — ډیوه څیړنه:
د پاکستاني طالبانو مشري په لومړي ځل د قبایلي سیمو نه د پاکستان بندوبستي علاقو ته اوښتې ده. نوی مشر ملا فضل الله د سوات او د هغه ناېب خالد حقاني د صوابۍ دی.دا دواړه ځایونه د پاکستان پایه تخت اسلام آباد ته د وزیرستان نه زیات نزدې دي. سوات د پاکستان پایه تخت اسلام اباد نه نزدې سل کلومیټره او صوابۍ ۵۰ کلومیټره لرې ده.
طالبان دا وخت تر ټولو لوي دښمن یواځې ډرون ګڼي. د طالبانو نوي مشران د سوات او صوابۍ نه کیدل دا پیغام هم ورکولې شي. چې د هغوي اثر به اوس د قبایلي سیمو نه بندوبستي صوبو ته په اسانه رسیږي.
په پوځي اصطلاح کې د طالبانو په نوم جوړ شوي ( Smoke Screen) تته پرده اوس د قبایلي سیمو سره سره په عملي توګه د مارګلې لمنو ته رسیدلي.
د عوامي نیشنل پارټۍ مشر اسفندیار ولي خان د پاکستان یو شخصي ټیلي ویژن ته ویلي وو چې فضل الله د هغه نه پنجاب ته لاره غوښته. خو هغه ورته لار ور نه کړه. طالبانو د اسفندیار ولي خان دغې وینا نه تايد او نه تردید کړی. خو په فضل الله دا تورونه هم لګیدلي وو چې په ۲۰۰۹م کې په سوات او بونیر کې ېي د هغه ځایې پوځي او حکومتي چارواکو سره نزدی اړیکې لرلې. د سوات ځاېي سپین روبي او عوامي نیشنل پارټۍ مشر افضل خان لالا یو ځل په دغو اړیکو مخامخ د پوځ مشر جنرل اشفاق پرویز کیاني ته ویلي وو چې په سوات کې خلک واېي د شپې د طالبانو او د ورځې د پوځیانو حکومت وي.
ملا فضل الله او د طالبانو ایجنډا.
طالبان په ظاهره تر اوسه په پاکستان کې شریعت نافذ کول غواړي. خو دغه ځاېي ته د رسیدو لپاره په تیرو څو کلونو کې د پاکستاني طالبانو تحریک د فکري او سیاسي هلو ځلو نه زیات په جګړو او بغاوت کې اوښتی دی. ملا فضل الله په سوات کې او حکیم الله مسید یا نورو مشرانو په قبایلي سیمو کې تل د ډیمو کریسۍ ، د پاکستان د آېین مخالفت او فکري مخالفین وژلي. پوځیانو سره ېي نښتې کړي. د جینکو او هلکانو سکولونو ورانولو تورونه پری لګیدلي. او په هیواد کې د خپلې خوښې نظام لپاره ېي ټوپک په لاس کې اخستې.
په دغه جګړه کې تر اوسه تر ټولو زیاته وینه د پښتون او تر ټولو زیات مال هم د پښتون توی شوی. اوس به دا کتې شي چې د سوات نه د طالبانو د زغلول شوي نوي مشر ملا فضل الله راتلونکې تګلاره به څه وي. دا پښتنه به هم کیږي چې آیا هغه به روانه جګړه په اوسني جغرافیاېي حدودو کې ساتي او که نه د جګړې سټیج به په پاکستان کې د لویو فیصلو اصلي خاوندانو پوری غزوي ؟ تر اوسه د طالبانو ظاهري ویناوې ښاېي چې د خپل مشر حکیم الله مسید په وژنه کې د پاکستان حکومت ذمه وار ګڼي نو ځکه خو د طالبانو د شورا مشر عصمت الله شاهین میډیا ته ویلي چې د سولی خبری هسې پروپیګنډه ده او د حکومت لخوا خبرو نه په شا شوي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more