د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د فقهاوو تر منځ د اختلاف اسباب!

حمید هڅــاند
24.02.2013

که موږفکروکړونودنظرونواوفکرونوترمنځ اختلاف یومنطقي واقعیت اوفطري امردی ځکه دهرسړي غرض اوهدف بېل وي چي طبعاًیې نظرهم بېل وي،داشی دخلکوپه عاداتواودودونوکي ښه څرګنددی،په هرشي کي چي انسان مستقل وي په هغه کي اختلاف پیداکېږي خوداسلامي شریعت اصول له دې پاک دي .
اوس پوښتنه داده چي دفقهاووترمنځ ولي اختلافات پیداشوي،نظرونه یې ولي جلادي اوهریوه له بله بېله تګلاره غوره کړې ده؟ لاندي به ځيني هغه اسباب ذکرکړوچي ددوئ ترمنځ یې اختلافات پیداکړي :.
لومړی سبب : دقرأتونواختلاف :
له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ځیني وختونه ګڼ قرأتونه په متواتِرډول روایت شوي چي له همدې امله داحکاموپه استنباط کي داختلاف سبب ګرزي  مثال یې دادی :
وَإِن كُنتُم مَّرْضَى أَوْ عَلَى سَفَرٍ أَوْ جَاء أَحَدٌ مِّنكُم مِّن الْغَآئِطِ أَوْ لاَمَسْتُمُ النِّسَاء فَلَمْ تَجِدُواْ مَاء فَتَيَمَّمُواْ (النساء : ۴۳)
ژباړه : که تاسوناروغان ،یاپه سفرکي واست په تاسوکي یوڅاراګښت ته تللی وي اویا یې مېرمن لمس کړې وي اوبیامواوبه ونه موندلې نوتیمم ووهئ! .
حمزه اوکسائي (لَمَسْتُمْ )بې الفه ویلی اونوروبیاپه الف سره تلفظ کړی له همدې کبله دفقهاووترمنځ اختلاف پیداشوچي ایالمس جماع ته وايي اوکه لاس وروړلوته؟ امام ابن جریررحمه الله له یوې ډلې روایت کړی چي لمس دجماع په معنی اوله بلې ډلې یې روایت کړی چي لمس دلاس وروړلوپه معنی دی . چاچي لمستم په الف تلفظ کړی هغه ویلي چي جماع ترې مرادده اوچاچي بې الفه تلفظ کړی هغه ویلي چي لاس وروړل ترې مراددي .(مګردرسول الله صلی الله علیه وسلم فعل ته په کتودهغه چانظراراجح دی چي له لمستم څخه جماع اخلي) 
دویم سبب : په حدیث نه خبرتیا:
صحابه کرام رضی الله عنهم هم درسول الله صلی الله علیه وسلم دسنتوپه علم کي یوډول نه ووبلکي په حدیث پوهنه کي یې مختلفې درجې درلودې،دحدیثوپه علم کي دې تفاوت دفقهي اختلافاتوپه پیداکولوکي ډیرلوی رول درلود. مثال یې دهغې حاملې عده ده چي خاوندیې وفات شووي،علی،ابن عباس اونورورضی الله عنهم دافتوا ورکوله چي دداډول مېرمنې عده په ابعدداجلینوسره ده،ددوئ دلیل هغه عموم ووچي په دې دوو آیتونوکي راغلی  : وَالَّذِينَ يُتَوَفَّوْنَ مِنكُمْ وَيَذَرُونَ أَزْوَاجًا يَتَرَبَّصْنَ بِأَنفُسِهِنَّ أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍ وَعَشْرًا(البقرة : ۲۳۴)
ژباړه : په تاسوکي چي څوک وفات شي اومېرمنې پرېږدي نوهغوئ دي څلورمیاشتي اولس انتظاروکړي . یوبل آیت بیاداسي دی : وَأُوْلاَتُ الأَحْمَالِ أَجَلُهُنَّ أَن يَضَعْنَ حَمْلَهُنَّ .
(الطلاق : ۴)
ژباړه : دحمل درلودونکومېرمنو(دعدې) موده داده چي دوئ خپل حمل کښېږدي .
خودوئ ته دسبعیې اسلمې په اړه درسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث نه ورسېدلی  . رسول الله صلی الله علیه وسلم هغې ته فتواورکړې وه چي عده یې دحمل په اېښودلو پای ته رسېږي . په روایاتوکي راغلي چي سبعیې اسلمیې دخپل خاوندترمړینې څوشپې وروسته ماشوم وزیږاوی نورسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغله دنکاح اجازه یې ترې وغوښته رسول الله صلی الله علیه وسلم اجازه ورکړه اوهغې نکاح وکړه دلته موږوینو چي په حدیث نه خبرتیادعلماووترمنځ داختلاف سبب شوه . 
دریم سبب : دحدیث په ثبوت کي شک :
دحدیث په ثبوت کي شک یوله هغواسبابودی چي په ډېرومسائوکي یې اختلافات پیدا کړي دي مثال یې په شفعه کي دګاونډي حق دی . فقهاوودګاونډیتوب په وجه دشفعې په حق کي اختلاف کړی شافعي،مالک اواحمدرحمهم الله ویلي چي له شریک پرته بل څوک شفعه نه لري،خوابوحنیفه،دده شاګران اوابن ابی لیلی رحمهم الله په ګاونډیتوب سره دشفعې حق مني ددې اختلاف سبب دادی چي په کوم حدیث احنافواودهغوئ همفکره ملګرواستدلال کړی دشوافعواوددوئ دهمنظره ملګروپه اندهغه ثبوت نه لري . خوپه کوم حدیث چي شوافعواوملګرویې استدلال کړی هغه داحنافواودهغوئ دملګرو په نزدثبوت نه لري . نودحدیث په ثبوت کي شک دفقهاووترمنځ داختلاف یوسبب شو.
(په داسي حال کي لازمه ده چي عالم له خپل وس سره سمه پلټنه وکړي که کوم حدیث ورته ثابت شوهغه عملي کړي که څه هم دده دامام دمذهب مخالف وي خوکه بیاهم مشکوک وونودقرینوپه رڼاکي دي په هغه اجتهادعمل وکړي چي راجح ورته برېښي تعصب نه دی په کار)
څلورم سبب :لفظي اشتراک :
داهم یوداسي سبب دی چي په ډېرومسائلوکي یې دفقهاووترمنځ اختلافات پېښ کړي، ځکه عربي لفظ پرمعنی ددلالت له مخي څواقسام لري چي یویې مشترک دی : داهغه لفظ دی چي په مختلفواوضاعوددوویاډېرومعناوولپاره وضعه شوی وي،لکه عین، ظهراونور،لکه څرنګه چي اشتراک په اسماووکي واقع کېږي همداسي په افعالوکي هم واقع کېږي لکه عَسْعَسَ،ځکه دافعل داَقْبَلَ په معنی هم استعمالېږي اوداَدْبَرَپه معنی هم اوبل لکه قضی چي دفیصلې په معنی هم کارېږي اودلازمي حکم په معنی هم په حروفوکي هم اشتراک واقع کېږي په قرآن کریم اونبوي سنتوکي مشترک الفاظ استعمال شوي چي دفقهاووترمنځ داختلاف سبب ګرزېدلي لکه دطلاقې شوې مېرمنې په عده کي اختلاف چي ایاپه حیض دی که په طهر؟ داله دې امله چي په قرآن کـــریم کي د« القرء » په لفظ تعبیرشوی اوهغه دحیض اوطهرترمنځ مشترک دی . الله جل جلاله ویلي دي : ﴿ وَالْمُطَلَّقَاتُ يَتَرَبَّصْنَ بِأَنفُسِهِنَّ ثَلاَثَةَ قُرُوَءٍ )سورة البقرة الآية : 228 )
ژباړه : طلاقې شوې ښځې دي درې قروء انتظاروکړي . کله چي په دې آیت کي دقروء مشترک لفظ وکارول شونوپه فهم کي یې دفقهاووترمنځ اختلاف پیداشو. ځينوپه حیض اوځینوپه طهرتعبیرکړ.(په دې ځای کي نورودلائلواوپه خپله دامام ابوحنیفه رحمه الله ددلیل ذات په کتودده رایه راجحه ښکاري)
 شپږم سبب :ددلائلوترمنځ تعارض :
دفقهاووترمنځ داختلاف بل مهم سبب په ظاهري ډول ددلائلوترمنځ تعارض دی حقیقي تعارض ځکه نه ورته ویل کېږي چي دلائل خوټول له یوې مرجع راغلي چي هغه الله جل جلاله دی،مګردځینوعواملوله کبله دنصوترمنځ تعارض واقع کېږي همداتعارض مجتهدمجبوروي چي ځینودلائلوته پرځينوترجیح ورکړي خوترجیح هم دنورودلائلوپه رڼاکي وي نه له ځانه . ددلائلوترمنځ تعارض دفقهي مسائلوداختلاف یولوی عامل دی په فقهي ابوابوکي به لږداسي پېښ شي چي هلته دي په مسائلوکي اختلاف نه وي چي یومهم سبب یې ددلائلوترمنځ تعارض دی لکه دحج اوعمرې لپاره داحرام تړلي نکاح شافعي،مالك وأحمدرحمهم الله په دې نظردي چي دمحرم نکاح نه صحیح کېږي دلیل یې داحدیث دی : ( لاَ يَنْكِحُ المحرِمُ ولا يُنْكَحُ ولا يَخْطُب ) یعني محرم دي نه نکاح کوي نه دي نکاح ورسره کېږي اونه دي مرکه کوي . خوامام ابوحنیفه رحمه الله په دې نظردی چي دمحرم نکاح صحیح ده دلیل یې دعباس رضي الله عنه داحدیث دی :
 أن النبي صلى اله عليه وسلم تزوج ميمونة وهو محرم .یعني رسول الله صلی الله علیه وسلم له میمونې رضی الله عنهاسره په داسي حال کي نکاح وکړه چي په احرام کي وو.
دلته موږوینوچي دلومړۍ اودویمې ډلې ددلائلوترمنځ تعارض دی .هره خواخپل دلیل ته پرهغه بل ترجیح ورکوي . لومړۍ ډله خپل دلیل ته په دې ترجیح ورکوي چي په دې کیسه کي ښکېله میمونه په خپله خوله وايي  : رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې سره په داسي حال کي نکاح وکړه چي په احرام کي نه وو. دویمه ډله بیاوايي چي دابن عباس حدیث دمیمونې ترروایت راجح دی،ځکه هغه فقاهت لري .(یادونه ددوومتعارضو دلائلوترمنځ توافق اویاترجیح ته هغه وخت اړتیاپېښېږي چي دنقل په اعتباریوځل دلائل په خپل ذات کي ثبوت ولري اوکه یودلیل کمزوری وي،سندیې ثبوت نه لري بل دلیل قوي وي په کره سندروایت شوی وي نوپه داسي صورت کي ضعیف دلیل په خپله ختم دی،ځکه دتعارض یوشرط دادی چي دواړه دلائل به سره مساوي وي کله چي یوضعیف اوبل قوي شي نوپه دې صورت کي دشرط په انتفاء مشروط یعني تعارض هم ختم شو)
نوپه داسي صورت کي مجتهدپه دوومتعارضودلائلوکي مقبولې اواصولي ترجیح ته مجبوردی . پرهمدې بناپه دې ځای کي اول قول راجح دی ځکه دهغه چاروایت ډېر دمنلووړوي چي په خپله دهغې کیسې غړی وي .
اووم سبب :په پېښه مسئله کي دصریح نص نه وجود:
دفقهاووترمنځ داختلاف په اسبابوکي داهم یوډېرلوی سبب دی اودفقهي مسائلوپه اختلاف کي ډېرلوی رول لري . مثال : دخورپه شتون کي دانامیراث اودیوه سړي په مرګ له شریکې ډلې څخه قصاص اخیستل،ځکه په دې دواړومسائلوکي صریح نص نه شته هرمجتهدله خپل فهم سره سم اجتهادکړی اوطبعاًیې په فهم کي داختلاف له کبله اراء هم مختلف شوي چي هیڅ بدي پکي نه شته خوبدي هله پیداکېږي چي دیوې غاړې په ګټه ړوندتقلیدوشي پرته له دې چي دمجتهدینوداستنباط مأخذوکتل شي دیوې غاړې دلوړولوپه خاطرمخالف لوري ته اته سوه جوابونه ورکړل شي داانصاف نه دی انصاف دادی چي پراصولوبرابرعالم ددواړوخواووداستنباط مأخذونه وګوري دهرمجتهدله نطرسره یې مطالعه کړي اوبیاله څه تعصب پرته پرېکړه وکړي چي په دې ځای کي ددې مجتهداجتهادحق ته ډېرنژدې اودایې دلائل دي . داسي نه دي په کارچي الابلابه ګردن ملا.
داووځیني هغه معقول اومنطقي اسباب چي له کبله یې دفقهاووترمنځ په مسائلوکي اختلاف پېښ شوی،ځیني نوراسباب هم شته خوله دې کبله نه دي ذکرشوي چي یوخو یې رول کم اوبل په هغوکي ځیني منطقي اواصولي نه دي اوخبره هم درازېږي .
سرچینه:
http://www.saonline.com/index.php/category-8/713-07-15-50


حکیم الامت
03.11.2013

حقانیت مذهب حنفی او داهل حدیثو یا غیر مقلدینو دبیځایه نیوکو پر وړاندی بعضی دلایل:
حضور علیه السلام فرمایی الاتخذ الناس رؤساَ جهالا فاسئلو ا فتو ا بغیر علم فضلوا واضلوا (مشکوة شریف ص ۳۳ کتاب العلم)
حضور ص فرمایی چه داسی یوه ورخ به راسی چه خلک به جاهلان خپل مخکښان یا علماء وټاکی نو دوی به له هغوی نه دمسئلو دحل غوښتنه کوی نو هغوی به بغیر له علم یا پوهی څخه فتوا ورکړی ترڅو دوی خپله او نور هم بیلاری یا ګمراه کړی.
په داسی حالاتو کی تقلید یا مذاهب حقه (حنفی، مالکی، شافعی او حنبلی) پریښودل او غیر مقلید یا لامذهبه جوړیدل او دخپلو غوښتنو یا خواهشاتو تابع ګرځیدل او مجتهدین او تقلید ته باطل او شرک یا بدعت ویل او مذاهب حق ته باطل یا ناحق ویل او ائمه ددین دقرآن او حدیث په وړاندی دخپلې رآیی باندی دعمل کولو والا پشان خبری حرام او دګمراهی یا بیلاری سبب او موجب ګرځی. داسی خلکو ته اهل حدیث یا سلفیان ویل سم کار نده ځکه هیڅ مسلمان داسی الفاظ یو بل مسلمان ته نسی کارولی کوم چه دغه غیر مقلدین یی کاروی.
داهل حدیثو مجدد مولانا نواب صدیق حسن خان دخپل جماعت یعنی اهل حدیثو باره کی فرمایی فقد نبت فی هذه الزمان فرقة ذات سمعة وریاء تدعی انفسها علم الحدیث والقرآن والعمل والعرفان (الحطه فی ذکر صحاح السته ص ۶۷ او ۶۸)
هغه وایی چه اوس وخت کی داسی یوه فرقه یا ډله چه ځان غوښتونکې، ریاکاره ډله ظهور یا پیداسوی ده سره دټولو خامیو چه دوی یی لری دعوه دپوهی په قرآن او حدیث باندی لری حالانکه ددوی علم او عمل او معرفت یوه ذره هم تعلق ورسره نلری. دی زیاتوی فیا للعجب این یسمون انفسهم الموحدین المخلصین وغیرهم با لمشرکین وهم اشد الناس تعصبآّ وغلوآّ فی الدین. د ډیر تعجب خبره خو داده چه غیر مقلدین ځان ته موحدین وایی او مقلدینو ته (دائمه وو دتقلید له وجی) مشرک او بدعتی وایی حالانکه غیر مقلدین په ټولو خلکو کی سخت متعصب غلو یا زیاده روی والا دی. ددغه مضمون په آخر کی لیکی چه فما هذا دین الا فتنة فی الارض وفساد کبیر نو لدی کبله دغیر مقلدینو یا کړنی هیڅ دین نده بلکه یوه لویه فتنه ده په ځمکه او او ستر فساد ده (بحواله تقلید ائمه ص ۱۷ او ۱۸)


حمید هڅــاند
03.11.2013

حکیم الامت ته هرکلی کوم، هیله ده دلته زیات څه یو بل نه له تعصب پرته زده کړو. د رب له دربار نه درته نیکې لارې ته د هدایت دوعا کوم.

درنښت
ورور دې
حمید هڅاند


حکیم الامت
03.11.2013

مننه،

ګران حمیدي صاحب دما موښه هم داده چه داسلام ددین خدمت او هغه چه پرې نیوکه کوي دهغو ځواب هم وسي. زه اصل کې دتفرقي مخالف یم او وایم چه له نږدی ددولس سوه کالو امت لکه فقهاوو، مجتهدینو، محدثینو، خیر القرون ټول پوهانو او امت پدې اجماع کړي چه داهل سنت والجماعت همدا څلور ډلې دي دوي کې پنځمه یا شپږمه ډله نسته نو دما موښه داختلاف ختمول دي او تاسو هم باید مونږ سره په دغه نیک کار کې ونډه واخلي. مننه.


حمید هڅــاند
03.11.2013

[quote:593eadb513]
ګران حمیدي صاحب دما موښه هم داده چه داسلام ددین خدمت او هغه چه پرې نیوکه کوي دهغو ځواب هم وسي. زه اصل کې دتفرقي مخالف یم او وایم چه له نږدی ددولس سوه کالو امت لکه فقهاوو، مجتهدینو، محدثینو، خیر القرون ټول پوهانو او امت پدې اجماع کړي چه داهل سنت والجماعت همدا څلور ډلې دي دوي کې پنځمه یا شپږمه ډله نسته نو دما موښه داختلاف ختمول دي او تاسو هم باید مونږ سره په دغه نیک کار کې ونډه واخلي. مننه.
[/quote:593eadb513]

ښاغلی حکیم الامت! ستاسې د احساس قدرداني کوم. ممکن نظریاتي اختلاف سره ولرو، خو دا چې ستا احساس نیک دی، ما ته مې ورور یې. هیله ده له خپلو لیکنو مو بې برخې نه کړې. البته که کوم مهال زما له منفي ځواب سره مخ کېدې، حوصله یې ساته

په دین او دونیا کې مو بریالی غواړم.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more