د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

بچه-بازان-دی-خدای-لری-تالاربه-جوړشی-سرکاری

pattang
31.10.2013

بچه-بازان-دی-خدای-لری-تالاربه-جوړشی-سرکاری

[img:5931f96bf6]http://www.nunn.asia/images/afghanistan/ana/liwatat_in_anp.jpg[/img:5931f96bf6]

تیره ورځ په افغانستان کی دبشر دحقوقو دمستقل کمیسیون رییسه
سیما ثمر په یوه مطبوعاتی کنفرانس کی له تنکیو ځوانانوڅخه دناوړه
ګټی اخستنی په باب خبرداری ورکړ اغلی ثمر وویل چی دبشر دحقوق
کمیسون به ډیر ژر په هیواد کی دبچه بازی په باب تحقیقات وکړی ،
دبشر دحقوق مسوولی له مدنی ټولنی او مطبوعات څخه غوښتی تر
څو له دوی سره ددی ناوړه پدیدی دتحقیقاتو په برخه کی مرسته
وکړی .

سیما زیاته کړه چی په هیواد کی تنګی ځواناندمریانو په توګه پلورل
کیږی په محفلونه کی درقصولو تر څنګ جنسی تیری هم پری کیږی
دبشر دحقوقو دمستقل ریاست مسولی داهم وویل چی په هیواد کی په
تیرو دولسو کلونو کی نه یوازی داچی دبجه بازی پدیده کمه شوی نه
ده بلکی خپل اوج ته رسیدلی دا وایی پخوا به چی چا په دی ناوړه
عمل لاس پوری کاوو خلکو به دنفرت په سترګه ورته کتل خو اوس
داسی معلومیږی چی دبچه بازی پدیده به په یو عادی کار بدله شی
دبشر دحقوقو مسوولی زور واکانو اویو شیمر دولتی چارواکو ته هم
ګوته ونیوله چی په ډیر افتخار تنکی ځوانان ساتی او په ښځینه لباس
کی یی په شخصی محفلونو کی رقصوی سیما ثمر له امنیتی
چارواکوهم ناراضیتی وښود چی بچه بازان نیسی اوبیرته یی ډیر ژر
ایله کوی .

دافغانستان دبشر دحقوقو دمستقل ریاست مسوولی داڅرګندونی په
داسی حال کی و کړی چی څو ورځی وړاندی یو تن افغان( نعمت
سادات ) خپل ځان رسما دیوه هم جنس باز په توګه اعلان کړ سادات
غوښتی چی دافغانستان په اساسی قانون کی دی هم جنس بازی ته
ځای ور کړل شی داځکه چی دافغانستان دولت یو دیموکراتیک دولت
ده او هم جنس بازی هم ددیموکراسی یو جز کڼل کیږی . .

دبچه بازی حکم په احادیثو کی:

داسلام ستر پیغامبرصلی الله علیه وسلم ویره څرګنده کړی او
فرمایلی یی دی چی زه له دینه ویره لرم چی زما امت دلوط دقوم په
عمل.. ګرفتار نشی . ابن ماجه ُوتر میذی
همدا راز داسلام ستر لاښود ددی عظیم جرم په باب فرمایی : عن ابن
عباس رضي الله عنهما قال قال رسول الله من وجدتموه يعمل عمل
قوم لوط فاقتلوا الفاعل و المفعول به. (سنن ترمذي) کله چی تاسو
داسی یو کس ولید چی دلوط دقوم په عمل لګیا وو نو فاعل او مفعول
دواړه ووژنی .
له حضرت ابوهریره (رض) څخه روایت شوی چی رسول الله صلی
الله علیه وسلم فرمایلی : څلور کس دی چی سهار او ماښام دخدای
په غضب کی تیره وی له منجی بشریت څخه وپوښتل شول چی هغه
څوک دی؟ وی فرمایل : هغه نارینه چی دښڅو په شان خپل ځان
سنګاره وی او هغه ښځی چی ځانونه له نارینوو سره مشابه کوی
هغه کسان چی په حیواناتو تجاوز کوی او هغه کسان چی دلواطت
مرتکب ګرزی .

له حضرت ابن عباس څخه روایت ده چی دلوطی په باب دحضرت
علی کرم الله وجهه فیصل داده چی با ید وسوزول شی او حضرت
ابوبکرصدیق بیا په دی اند ده چی باید په لوطی دیوال ونړول شی .

دبچه بازپه باب دفقهاو نظر :

دبچه بازی یا لواطت لپاره په حنفی فقه کی له دریو دورو نیولی تر
۳۹ دورو پور دزندان په ګډون حد ټاکل شوی خو دامام صیب
شاګردان امام ابو یوسف او امام محمد رحمهما الله بیا وایی چی
لواطت هم دزنا په حد کی شاملیږی په دی معنی که لوطی محصن
یعنی واده یی کړی وو دسنګسار حد پری جاری کیږی اوکه غیر
محصن یعنی واده یی نه در لود بیا د۱۰۰ دورو حد پری تطبیقیږی

الهدایه ج ۲ ص ۵۰۷

دلواطت په باب دطالبانو قوانین:

طالبانو دخپل حکومت پرمهال داسلامی قوانینو په رڼا کی په هغه
کسانو چی دزنا او یا لواطت په جرم نیول کیدل ددریو ګونو محکمو
له فیصله وروسته به دسنګ سار ، اود دورو حدود پری جاری کیدل
او همداراز هغه کسان چی دلواطت مرتکب ګرزیدل تر دیوال به
لاندی کیدل ددغو اسلامی قوانینو له برکته تر ډیره حده د بد اخلاقیو
لمن ټوله شوی وه او ټولنه له بی بندو باره اشخاصو پاکه وه
همدازار طالبانو درقص او اواز خوانی پر محفلونو چی د بد اخلاقی
له اسبابو څخه ګڼل کیږی هم سخت بندیز لګولی وو خو ددطالبان
دداډول سختو قوانینو اجرا دبشر دحقوقو دټولنو لخوا تر سختو
نیوکو لاندی ونیول شول او داسلامی قوانینو اجرا یی دبشر له
حقوقو په ښکاره سر غړاوی وباله .
په اوس مهال کی داسلامی قوانینو عدم تطبیق داستونزه را ولاړه کړه
چی یو شمیر بی بندبارو دزر او زور خاوندانو دی شنع عمل ته مخه
کړی چی نن خبره دومره څیره شوه چی دبچه بازی تر ټول بد نام
داغ دافغانانو په لمن کیښودل شو او په مخنیوی کی یی دافغانستان
دولت او د بشر دحقوقو اداره عاجز راغلی ..

رحمت الله فيضان


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more