د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

دافغان طالبانو د برکت په وجه، پولیو د ملک نه کډه کوی، خود پاکستان د طالبانو له برکته.........

میرویس
28.10.2013

السلام علیکم
زموږ طالبانو صاحبانو په ملک کې د پولیو یا ماشومانو د فلج د مخنیوي په لاره کې د واکسیناسیون د ډلو سره د کافي مرستې په برکت، نن سبا په افغانستان کې د پولیو واقعات مخ په کمیدو دي، ولې د پاکستان د طالبانو د خیر نا اندیشه اعمالو په وجه چې د پولیو يه ډلو یې حملې کړې او وژلي یې دي، دغه مرض په ماشومانو کې مخ په زیاتیدو دي.
د پولیو د څارنې ډلې د کندهار د والي سره چې د ولایت د عامې روغتیا رئیس هم ؤ، وویل چې دا د نیکبختۍ ځای دي چې سږکال تر اوسه پورې په افغانستان کې د پولیو کومه مثبته پیښه ده لیدل شوي. دا رپوټ لراوبر خپور کړیدئ:
====
د پوليو په محوه کي د ولايتي ادارې هڅي وستايل سوې
اشنا - لراوبر کندهار
Larawbar.com 2013-10-28

د سولي اسيا د پوليو د همږغۍ د څار ډلي مشر راډ کورتيز ، چي د خپلو دوو ملګرو سره کندهار ته راغلی و، له کندهار والي سره په ليدنه کي يادونه وکړه چي دا ځل د کمپاين له پيله تر دې دمه د پوليو هيڅ پېښه نه ده ثبت سوې.
راْډ کورتيز د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا سره په ليدنه کي چي د کندهار د عامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا هم حاضر و، په کندهار کي د پوليو په وړاندي د مبازې د دې ښه زيري، چي په روان کال کي تر دې مياشتي مثبته پېښه نسته يو په زړه پوري خبر وباله.
نوموړي وويل: " موږ له دې پرمختګه خبر يو او د دې تائيد کوو. د پوليو د مخنيوي او محوي لپاره زياتي هلي ځلي او کوښښونه ترسره کېږي چي د ښارونو او کيلو تر څنګ په سرحدونو کي هم تر سره کېدونکي هلي ځلي د زياتي ستايني وړ دي".
کورتيز زياتوي چي نړيوال د دې پرمختګ په اړه هېښ دي او زياتوي چي په دې برخه کې کندهار د ناجيريا ، پاکستان او ټول افغانستان لپاره يو ښه مثال او تجريبه ده، چي بايد عملي يې کړي.
نوموړي وويل، چي تر دې وروسته به يې ټول تمرکز پر دوامداره کمپاين وي، تر څو هره ورځ د کورنۍ مشران وکولای سي، خپل اولادونه په روغتيايي مراکزو کي واکسين کړي.
په ليدنه کي کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا وويل، د پوليو په برخه کي ټولي بشري او مالي منابع په کار اچول سوي دي او زياتوي چي په کور، مسجد او مکتب کي د پوهاوي کړۍ يې هم بسته کړې او په دې ډول يې پيغام او روانو هڅو ښه نتيجه ورکړې او ټول د دې نتيجې شاهيدان دي.

والي يادونه وکړه چي د کندهار تر څنګ يې د پوليو د مخنيوي د کمپاين لړۍ زابل او اروزګان ولايتونو ته هم غځولې ده چي له کبله يې پر نړيوالو ږغ وکړ تر څو په دې برخه کي ورسره مرسته او همکاري وکړي.
دا په داسي حال کي ده چي څه موده وړاندي په کندهار کي ځيني پېښي ثبت سوي وې خو دا ځل د پوليو د کمپاين له پيلېدو راهيسي له ښه مرغه د پوليو هېڅ پېښه نه ده ليدل سوې


Re: دافغان طالبانو د برکت په وجه، پولیو د ملک نه کډه کوی، خود پاکستان د طالبانو له برکته.........

pattang
28.10.2013

داخبره دقدر وړده خو صليبي متجاوزين دغه انساني خيريه کار
هم د مخبري لپاذه استعمالوي ! نو ځکه داسې عکس الغمل کېږي!

[quote:2d1f243a20="میرویس"]السلام علیکم
زموږ طالبانو صاحبانو په ملک کې د پولیو یا ماشومانو د فلج د مخنیوي په لاره کې د واکسیناسیون د ډلو سره د کافي مرستې په برکت، نن سبا په افغانستان کې د پولیو واقعات مخ په کمیدو دي، ولې د پاکستان د طالبانو د خیر نا اندیشه اعمالو په وجه چې د پولیو يه ډلو یې حملې کړې او وژلي یې دي، دغه مرض په ماشومانو کې مخ په زیاتیدو دي.
د پولیو د څارنې ډلې د کندهار د والي سره چې د ولایت د عامې روغتیا رئیس هم ؤ، وویل چې دا د نیکبختۍ ځای دي چې سږکال تر اوسه پورې په افغانستان کې د پولیو کومه مثبته پیښه ده لیدل شوي. دا رپوټ لراوبر خپور کړیدئ:
====
د پوليو په محوه کي د ولايتي ادارې هڅي وستايل سوې
اشنا - لراوبر کندهار
Larawbar.com 2013-10-28

د سولي اسيا د پوليو د همږغۍ د څار ډلي مشر راډ کورتيز ، چي د خپلو دوو ملګرو سره کندهار ته راغلی و، له کندهار والي سره په ليدنه کي يادونه وکړه چي دا ځل د کمپاين له پيله تر دې دمه د پوليو هيڅ پېښه نه ده ثبت سوې.
راْډ کورتيز د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا سره په ليدنه کي چي د کندهار د عامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا هم حاضر و، په کندهار کي د پوليو په وړاندي د مبازې د دې ښه زيري، چي په روان کال کي تر دې مياشتي مثبته پېښه نسته يو په زړه پوري خبر وباله.
نوموړي وويل: " موږ له دې پرمختګه خبر يو او د دې تائيد کوو. د پوليو د مخنيوي او محوي لپاره زياتي هلي ځلي او کوښښونه ترسره کېږي چي د ښارونو او کيلو تر څنګ په سرحدونو کي هم تر سره کېدونکي هلي ځلي د زياتي ستايني وړ دي".
کورتيز زياتوي چي نړيوال د دې پرمختګ په اړه هېښ دي او زياتوي چي په دې برخه کې کندهار د ناجيريا ، پاکستان او ټول افغانستان لپاره يو ښه مثال او تجريبه ده، چي بايد عملي يې کړي.
نوموړي وويل، چي تر دې وروسته به يې ټول تمرکز پر دوامداره کمپاين وي، تر څو هره ورځ د کورنۍ مشران وکولای سي، خپل اولادونه په روغتيايي مراکزو کي واکسين کړي.
په ليدنه کي کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا وويل، د پوليو په برخه کي ټولي بشري او مالي منابع په کار اچول سوي دي او زياتوي چي په کور، مسجد او مکتب کي د پوهاوي کړۍ يې هم بسته کړې او په دې ډول يې پيغام او روانو هڅو ښه نتيجه ورکړې او ټول د دې نتيجې شاهيدان دي.

والي يادونه وکړه چي د کندهار تر څنګ يې د پوليو د مخنيوي د کمپاين لړۍ زابل او اروزګان ولايتونو ته هم غځولې ده چي له کبله يې پر نړيوالو ږغ وکړ تر څو په دې برخه کي ورسره مرسته او همکاري وکړي.
دا په داسي حال کي ده چي څه موده وړاندي په کندهار کي ځيني پېښي ثبت سوي وې خو دا ځل د پوليو د کمپاين له پيلېدو راهيسي له ښه مرغه د پوليو هېڅ پېښه نه ده ليدل سوې[/quote:2d1f243a20]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more