د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

تر ۸۰ کلنې مینې وروسته د ۱۰۳ کلن بوډا واده د خپلې معشوقې سره واده وکړ.

اتل
18.10.2013

تر ۸۰ کلنې مینې وروسته د ۱۰۳ کلن بوډا واده
د خپريدو وخت: 10:48 گرینویچ - چارشنبه 16 اکتوبر 2013 - 24 تله 1392

بوډا زوم ۱۰۳ کلن او بوډۍ ناوې ۹۹ کلنه ده.
پاراګوای کې یوه بوډا سړي له خپلې معشوقې سره تر ۸۰ کلنې مینې وروسته بالاخره واده کړ.
دغه ۱۰۳ کلن بوډا مین خوسېه مانوېل اریل نومېږي.
ورته مطالب
• هند کې د دوو وژل شویو مینانو انځوریزه کیسه
• افغان شهزادګۍ او د هغې کورنۍ
• یمن کې د کم عمره نجونو ودولو د مخنیوي غوښتنه
تړلي موضوعات
• د امريکا متحده ايالات،
• هنر او ادب
د هغه د ژوند اوسنۍ شریکه او مخکنۍ ملګرې مارتینا لوپیز ۹۹ کلنه ده.
خوسېه، چې پر ګرځېدونکې څوکۍ ناست و، له خپلې مېرمنې ژمنه وکړه، چې ټیک ۸۰ کاله یې سخته ډېره مینه ورسره لرله، چې دا مینه به د دواړو د ژوند تر پایه دوام ومومي.
د دواړو د واده دیني مراسم د هغوی د کور په باغچه کې ترسره شول.
هغه پادري چې د دواړو د واده مراسم یې مخته بېول، وویل چې په ژوند کې یې دا لومړی ځل دی، چې د دوو ډېرو زیاتو بوډاګانو د واده مراسم ترسره کوي.
دغو مراسمو ته د میړه او ښځې دواړو اته سره اولاده، ۵۰ لمسیان، ۳۵ کړوسیان او ۲۰ کودیان هم حاضر وو.
دواړو تر دې ۴۹ کاله وړاندې هم په نارسمي توګه د راتلونکي په اړه په نارسمي توګه د واده کولو هوډ کړی و.


tandar
18.10.2013

اتل صيب سلامونه
زيري دي په ځوي شه
داکاغذي ودونه په دغو ممالکوکي دومره ارزشت نه لري مقصد پخوايې سره کيجاوي بارکړي وي اوبارولي په زړه يې داغ نه و پاتي :oops:
په غرب کي په ١٠٠٠ هاو کورني دي بچيان لري کوم رسمي کاغذ نه لري
دايوه عادي خبره ده
په احترام


اتل
18.10.2013

تندر صاحب، السام علیکم
وروګله، ماته دا عجیبه ښکاره شوه، چې ستاسې په خبره: پخوايې سره کيجاوي بارکړي وي اوبارولي په زړه يې داغ نه وي پاتي.

سره دې چې پدې ملکونو کې خلک په زړه داغ نه پریږدي، بیا ولې اتیا کاله ددغو دوو تنو په زړه داغ پاتې ؤ، او دیته لیوال شول چې واده سره وکړي، دا یوه خبره. بله داچې، په ۱۰۳ کلنۍ او ۹۹ کلنۍ کې یې واده وکړ؟
په درنښت.


tandar
25.10.2013

سلامونه
يوجانب حتمي ډيره سرمايه داره وه دبلي خوا دلمسيانو دتشويق په صورت سره واده ته تشويق شوي چه دهغه ميراث راخپل کړي :roll:
مننه


اتل
25.10.2013

تاسې ته هم ډیر سلامونه او احترامونه.
یعنې پدې خلکو کې دې هیڅ کوم ښه کار نه لوریږي، ولو که د هغوی په برخه کې ستاسې قضاوت په اتکلونو هم بناوي؟
خوښ خو مې پدې یاستئ چې کراړ پښتون یاستئ، او خپل ضد په هر صورت پوره کوئ.
د چا سره چې یو وارې چپ شئ، بیا تر مرګ پورې په دښمنۍ کې ورسره ولار یاستئ او هیڅ کریدیټ نه ورکوي.

یوه پښتون شکنه [پیاوه] خوړله، چې ناڅاپه یې مچ په کاسه کې ولوید.
مچ یې را واخیست، خولې ته یې واچوه، ښه وزبیښه، او بیا یې تف کړ، او ویې ویل چې: [ولله که خو غوړه کونه ران لاړشې].
په الله دې سپارم.


tandar
25.10.2013

ډیر سلامونه او احترامونه. اوعذتونه
دنښي مينځ دي ويشتلي چاچه راسره دروغ ، چل اوبي لفظي وکړه زړه مي ورسره دقيامت په ورځ هم ليدل نه غواړي دغه بد خواص له عمره راسره ملګري دي
تاته دښه صحت اويوباعذته ژوند اودوطن ازادي له لوي خدايه ،ج، تل غوتونکي يم
ټوکه دي ډيره عالي ماته يې دهغه کوچي ټوکه راياده کړه چه مستي پيغلي سره په شمار کي وران شوي وو نوکوچي ټولي کرښي په شګه کي ړنګي کړي اوپيغلي ته وويل چه نه دتا ٨ اونه زما ٧ له سره يې کوو :roll: :roll:
مننه

[quote:37dd96d93d="اتل"]تاسې ته هم ډیر سلامونه او احترامونه.
یعنې پدې خلکو کې دې هیڅ کوم ښه کار نه لوریږي، ولو که د هغوی په برخه کې ستاسې قضاوت په اتکلونو هم بناوي؟
خوښ خو مې پدې یاستئ چې کراړ پښتون یاستئ، او خپل ضد په هر صورت پوره کوئ.
[color=red:37dd96d93d] د چا سره چې یو وارې چپ شئ، بیا تر مرګ پورې په دښمنۍ کې ورسره ولار یاستئ او هیڅ کریدیټ نه ورکوي. [/color:37dd96d93d]

یوه پښتون شکنه [پیاوه] خوړله، چې ناڅاپه یې مچ په کاسه کې ولوید.
مچ یې را واخیست، خولې ته یې واچوه، ښه وزبیښه، او بیا یې تف کړ، او ویې ویل چې: [ولله که خو غوړه کونه ران لاړشې].
په الله دې سپارم.[/quote:37dd96d93d]


اکرم
26.10.2013

[quote:8082cfe525] ماته يې دهغه کوچي ټوکه راياده کړه چه مستي پيغلي سره په شمار کي وران شوي وو نوکوچي ټولي کرښي په شګه کي ړنګي کړي اوپيغلي ته وويل چه نه دتا ٨ اونه زما ٧ له سره يې کوو .
مننه[/quote:8082cfe525]

تندرصاحب! هغه ټوکه داسې ده:

[color=darkblue:8082cfe525]ماته مه وایه چې زوړ ښکارې له سِرّه (۱)
نیم لاندې یم دپاسه هم له بره
زوړ هغه وي چې لاندې وي نه پاس
یم هغه چې شمیر راپیل کړي بیا له سره[/color:8082cfe525]

په درنښت

(۱)که معنی په کار وه وبه لیکل شي.


tandar
26.10.2013

ګرانو ورونو سلامونه
دوطن اوملت حالاتو خو په رنج اوغم کي زاړه کړو
چه کله کله په کي ګپ اوشپ هم نه وي نوپه مړو ځان حسابوم
ښه به داوي چه دټوکو خونه کي خپل بنډار وکړو چه دلته موڅوک ډانډس نکړي :oops: :oops: :oops: :oops: :oops:
په ډير عذت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more