د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

نوم یی مه اخله راباندی وایی چوه

طیب زابلی *
26.10.2013

وايي یو سړی په سخت ژمي کې د چا میلمه وه، د شپې يې له کوربه څخه د کوم اغوستوني غوښتنه وکړه، کوربه ورته وویل چې بل شی نه شته یوازې د خره کته شته. میلمه وویل: نوم یې مه اخله خو راباندې یې راواچوه.
زمونږ دښمنان پوه شوي چې مونږ د خپل دیني باور او اسلامي عقیدې له مخې د ځینو محرماتو سره ډیر سخت حساسیت لرو او دغه راز له ځینو فرائضو سره بې کچې مینه لرو، نو ځکه یې ډیر محرمات او فرائض په بدلو نومونو راوړاندې کړي ترڅو له مونږ څخه د مخالفت دلیل ورک شي.
کله چې هغوی پوه شول مسلمانان له جهاد څخه په هیڅ قیمت لاس نه اخلي نوم یې وربدل کړ او اوس ډیر مسلمانان له (تروریزم سره د مبارزې) تر نامه لاندې د جهاد او مجاهدینو ریښې باسي.
په ډمتوب، ګډا، نڅا او موسیقي چې زمونږ په دین او کلتور دواړو کې مردود دي، یې د (هنرمندۍ) نوم کیښود او نن ورځ د هیواد په پوهنتونو کې ډیر ځوانان د هنرمندۍ تر کتې لاندې ډمتوب زده کوي.
زنا یې (جنسي تیری) او یا (له واده مخکې اړیکي) کړې، ځکه چې له زنا څخه د مسلمانانو کرکه دومره زیاته ده چې آن نوم یې لا خوند نه ورکوي، او په نویو نومونو کې دغه کرکه په هغې اندازه نه محسوسیږي.
اشغال او استعمار چې آزاد ولسونه یې له نامه سره سخت حساسیت لري، د (د سولې د راوستلو او دیموکراسي د تطبیق) په نامه یاد کړل. د ښځو بربنډتوب، فحاشي او بې ستري ته یې د (ښځو د حقوقو) نوم ورکړ. د هیواد د ازادۍ او استقلال په لار کې يې وسله واله مبارزه (د بیا رغونې په دښمنۍ) یاده کړه. د دیني مدارسو او علمي مراکزو نوم یې د (ځانمرګو په ځالو) بدل کړ. د شرعي حدودو تطبیق او جاري کیدل یې (افراط او سخت دریځي) وبلله...
او په دې توګه یې ډیرې کتې په مونږ اچولي خو زمونږ ځینې ساده افغانان پرته له دې چې د اصلیت او حقیقت پوښتنه یې وکړي، ترې لاندې په خواږه خوب ویده دي.
نن اسیا فیسبوک


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more