د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

دملا محمد عمر آخند د اختر د پیغام د دویم تکي ځواب

میرویس
24.10.2013

اسلام علیکم
ملا صاحب محمد عمر آخند د مبارک لوی اختر د حلول په مناسبت د خپل پیغام په دویم ټکې کې داسې ویلی دي:
د حج مبارکه او با عظمته اجتماع موږته درس راکوي چې ددښمنانو تبلیغات، شیطاني افکار، بې اساسه شکونه، قومي، لساني، سمتي، نژادي، مذهبي او نور تعصبونه له ذهن نه وباسو، د خود خواهۍ، بدبینۍ، او تفرق ذهنیت لیرې کړو، او یوازې د اسلام تر مبارک شعار لاندې یو له بل سره خپله همدردي او خواخوږي وښیو او د امت ټولې ناخوالې له همدې لارې حل کړو.
راځئ پر اسلام منګلې ټینګې ولګوو او د اسلام د لار ښونو پراساس د نجات واقعې لاره ولټوو.

ځواب:
محترم او ویاړلئ، ملا صاحب محمد عمر آخند، وعلیکم اسلام.
تاسې هماغه نصایح تکرار کړي، چې د مکې معظمې سعودي مفتي د همدې مبارک اختر د حلول په مناسبت کړیدي.
خو تفاوت يې دادئ چې هغه محترم ټول قتلونه چې په هر نامه وي په اسلام کې حرام بللی دي، خو ستا پیروان چې ته پخپله په رډو رډو ورته ګورې، هره ورځ، بیګاه او سبا بې ګناه خلک وژني، مقدس اماکن ړنګوي او بدعت کوي.

تاسې چې د عدالت، انصاف، مذهبي او نورو تعصباتو په باب خبرې کوئ، ستاسې تر مشرۍ لاندې حکومت په افغانستان کې د چا سره عدل او انصاف وکړ، نژادي، سمتي، مذهبي، ژبنی او نور تعصبات مو نه دا چې له منځه یونه وړل، بلکه ددغو غیر انساني اعمالو په اورکې مو مذهبي او ژبني اقلیتونه وسیزل او دهغوی کرکه او د کساد اخیستو احساسات مو د پښتنو په مقابل کې راوپارول.

تاسې چې په اسلام د منګلو لګولو نصایح کوئ . تاسې چیرې هم د اسلام لمن نده نیولې، بلکه د اسلام نه د نالوستي او انپړ ولس پر خلاف د حربې په توګه کار اخلئ. تاسې اسلامي ارشادات د مکمل عبارت نه تجرید کوئ او بیایې د تجرد په حال کې لفظې ترجمه د خپل ځان په ګټه کاروئ.
محترم ملا صاحب، که شپه تیاره ده مڼې، یا ستا سی په لهجه [سبان هم په شمار].
ترهغې چې د الله جل جلاله د اوامرو اطاعت ونکړئ، او د ولس غوښتنې ته غاړه کینږدئ، نه به الله ستاسې ملاتړ وکړي او نه هم ولس.
د الله تعلی نه تاسې ته د رحم التجا کوم.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more