د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

د پولیسو په محاصره کې څلورو واړو خپل واسکټونه چولي

میرویس
21.10.2013

قدرمنو لوستونکو، السلام علیکم.
د کندهار په پنجوايي کې پولیسو څلورځان وژونکي محاصره کړي، خو هغوی د نیول کیدو نه مخکې پرځان پورې تړلې بمونه چولې ا وځانو نه یې وژلي دي.

که دخود کشانو مخه نه وای نیول شوي، خدای خبر چې د څومره ماشومانو، ښځو او نورو بې ګناه مسلمانانو د سر کوپړئ، لاسونه، پښې، ماغزه، زړونه، کولمې او د بدننورحیاتي غړي به په بمونو کې الوتې وای، او برسیره پردي چې ښځې به هم پدې چاودنو کې مړې شوې وې، بلکه څومره بې عزتي به هم ور اوښتې وه، او د بدن محرم اندامونه به یې په بمونو کې الوتي وو او بربنډ شوي به وو؟

ایا دغه ډول اعمال داسلامي ارشاداتو او پښتنو او پښتو د شان سره جوړیږي.
آیا که دهمدغو ځان وژونکو، او طالبانو د مشرانو د ناموس سره دغسې سلوک وشي دوی به څه وکړي؟ آیا طالبانو دا فکر کړئ، چې ددغسې حادثو د قربانیانو خپلوان به د طالبانو سره دوستې وکړي او که دښمني؟
آلله دې ددوی په نیکۍ مل شي.
دا لاندې خبر آشنا رادیو خپور کړیدئ:
====
په کندهار کې ۴ ځانمرګي وژل شوي
عزیزالله پوپل
28.07.1392
د کندهارد ولایت د پنجوایي په ولسوالۍ کې څلور تنه ځانمرګي برید کونکې پرته له دې چې بل چاته زیان ورسوی پخپله وژل وشوي دي.

د کندهار امنيه قومندان جنرال عبدالرازق وايي تیر ماښام څلورو ځانمرګو بریدکونکو غوښتل چي د کندهار ولایت د پنجوایي ولسوالۍ باندې برید وکړي خو د پولیسو له خوا د نیول کیدلو له ویری یې ځانونو پوري تړلي چاودیدونکي توکی چولی او څلور واڼه برید کونکې پرته له دې چې برید ترسره کړي او بل چاته زیان ورسوی پخپله وژل شوي دي.

جنرال عبدالرازق وویل دا ېښه تیر ماښام د پنجوايي ولسوالۍ دتلکان په سیمه کې کله چې پوليسو دغه ځانمرګي برید کونکې محاصره کړل اود هغوي د ژوندي نیولو هڅې یې پیل کړي برید کونکو په ځان پوري تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه او ټول پخپله وژل شول .

د کندهار امنيه قومندان وايي چي د لوی اختر په شپور ورځو کې د ممکنه بریدونو په اړه يې استخباراتي معلومات لرل او له همدې کبله پوليس و توانيدل چي د کندهار امنيت په بشپړه توګه خوندي کړي .

هاخوا د کندهار په څنګ لوري اروزګان کې نن سهار دوه تنه برید کونکي پوليسو نیولي دي .

د اروزګان د پوليسو ویاند فرید عایل وايي چي داوړو بریدکونکو د محلي پوليسو یونیفارم په تن کړی وو او غوښتل يې چې دولتي مقامات په نښه کړي .
________________________________________


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more