ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې
المان ولي په کابل کې خپل سفارت وتاړه؟
طیب زابلی *
20.10.2013
نن ټکی آسیا - سرمقاله:
د جمعې په ورځ الماني چارواکو په کابل کې د امنیتي وجوهاتو له مخې د خپل سفارت د تړلو حکم صادر کړ .
اوس المان د بهرنیو ځواکونو په جمله کې تر امریکا او انګلستان وروسته دریم هیواد دی چې په افغانستان کې ۴۴۰۰ پوځیان لري او د تیرو ۱۲ کلونو په جریان کې یې تر اوسه ۵۳ تنه پوځیان وژل شوی دي.
دالماني ځواکونو زیاته برخه دهیواد په شمال کې ځای پرځای ده اوداسې ویل کیږي چې د هغوئ یو محدود شمیر پوځیان به دبهرنیو ځواکونو تروتلو وروسته هم په افغانستان کې پاتي کیږي ، خو په کابل کې د هغوئ د سفارت تړل کیدل ښایي په افغانستان کې د هغوئ د ځواکونو د پاتي کیدلو احتمال هم کمزوری کړي .
جرمني هیواد هم له پوځي او هم له سیاسي پلوه په افغانستان کې ځانګړی رول لري ، د بن لومړی کانفرانس په جرمني کې منعقد شوی او همدا راز هغوئ په راتلونکي کې غواړي د افغانستان لپاره راتلونکي پوځ او امنیتي ځواک وروزي .
په کابل کې د امنیتي دلائلو له امله د المان د سفارت تړل کیدل په مجموع کې د ټولو بهرنیو سفارتونو او ديپلو ماتیکو مرکزونو لپاره د خطر زنګ بلل کیږي ؛ ځکه دغه سفارت د کابل په ترټولو خوندي سیمه کې موقعیت لري او په دې سربیره دهغه د حفاظت او مراقبت لپاره خپله الماني امنیتي ځواکونه هم ګمارل شوي تر څو داحتمالي بریدونو په مهال دسفارت د دیپلو ماتانو اونورو کار کوونکو محافظت وکړي .
خو د دې با وجود چې د ارګ په څوکیلومتري کې د المان سفارت بیاهم د امنیتي لاملونو له مخې تړل کیږي دا په حقیقت کې په ټول کابل ،بلکې په ټول هیواد کې د امنیتي ګډ وډې فضا په خرابوالي دلالت کوي چې هلته ورکې نه دولتي منسوبین ځان محفوظ ګڼي او نه هم بهرني دیپلوماتان .
د المان د بهرنیوچارو وزارت چارواکو (دای ولت) نومي الماني ورځپاڼې ته ویلي چې دوئ وروسته تر دي د سفارت د تړلو پریکړه وکړه چې په یاد سفارت باندې دبرید کولو یو پیغام ترلاسه کړ .
داچې الماني چارواکوبه دغه ډاروونکی پیغام له کومه او دچا لخوا تر لاسه کړی وي ځانته خپل توجیهات لري ، خو په بهرنیو سفارتونو او ټولو دیپلوماتیکو مؤسسوباندې د حملو کولو امر ۶ میاشتې ترمخه دطالبانو په هغې اعلامیې کې ورکړل شوی وه کومه چې هغوئ د خالد ابن ولید (رضی الله عنه ) تر نامه لاندې دخپلو پسرلنیو عملیاتو دپیلولو په مناسبت نشر کړې وه .
په یاده اعلامیه کې طالبانو ځکه د بهرنیو سفارتونو او دیپلوماتیکو مرکزونو د په نښه کولو امرصادر کړی وه چې د دوئ په اند دغه سفارتونه د ديپلوماتیکو فعالیتونو تر نامه لاندې جاسوسي چارې ترسره کوي .
که الماني چارواکو خپل سفارت د همدغې اعلامیې په اساس تړلی وي نو د هغې خطاب یواځې الماني سفارت ته نه، بلکې ټولو هغو سفارتونوته متوجه دی کوم چې ځواکونو یې د امریکایانو ترقیادت لاندې په افغانستان کې میشت او د افغانانو په ځورولو لګیادي .
همدغو سفارتونوته که نوي ګواښونکی پیغام ورسیږي که نه ورسیږي هغوئ مخکې ترمخکي مستدف او دکابل شړیدلې اداره یې د هغوئ د تحفظ او خوندیتوب هیڅ وړتیا نه لري .
د نن ټکی آسیا سرمقاله
تبصره الحاج استاذ بیانز ی
مسلمانو ورونو السلام علیکم : قران عظیم الشان کی فرمایی ، چه مه خوف کوی او نه حزن ، خوف هغه د اصلی ویره اول کی وی لکه څوک چاته پیغام لیږی چه زه تاسی دغه مشخصه وخت کی وژنم ، نو هغه کس د هغه اصلی حملی مخکی ویره لری . بل حزن ، هغه ویره چه برید پیل شی ، د المان د سفارت تړل هماغه د ( خوف ویره او ډار دی ) که چیره حزن ته خبره ورسیږی یعنی طالبان ورباندی په برید کولو لاسبری تر لاسه کړی ، هغه ویره به یی په کومه کچه وی ؟
دوهمه ، د دوی دا د سفارت تړنی څخه به یی نظامی قطعات نه خبریږی ، او دا فکر به نه کوی چه زمونږ سیاسیون دومره په ویره او ډار کی دی سره ددی چه خبر هم دی چه برید ورباندی راتلونکی دی د برید د مخی نیونی پرځای دروازی د ځان پسی کلکوی نو د عسکرو مورال به تری دایمی رحلت نه کوی ؟ هغه عساکر چه د مورال په بایللو د خپلو سیاسینو څخه دفاع نه شی کولی نو دلاسپوڅی اداری به څرنګه دفاع وکړی ؟
پورتنی لیکنی او څیړنو څخه دی نتیچی ته رسیږم ، چه دوی نه یواځی وحشیان بلکه د حماقت اخری کچه کی قرار لری ، تر دی کچی چه څوک د ویری او ډار سره مخامخ وی نو څه ته منتظر دی د بریالیتوب نښی خو په صفر کی ضرب دی لږ تر لږه له شرمیدلی او بی غیرته مرګه خو ځان وژغوری