د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

ولې یوازې پښتانه مري؟

میرویس
01.10.2013

محترمو لوستونکو، اسلام علیکم
د پيشوردغم ځپلې قصه خوانۍ د بازار دیوه دوکاندار محمد عامر ساپی دې پوښتنې چې د مشال رادیو سره یې په مرکه کې کړیده، ځه ځواب لرئ؟
======
دا ټول جنګ زموږ د پښتنو په منطقو کې دی او د پښتنو په ځایونو کې دا ټول جنګونه دي او د نورو خلکو په ځایونو کې دا نشته، له نننه شپږ کاله وړاندې په پنجاب کې یو معمولي غوندې چاودنه شوې وه نو شهباز شریف ویلي وو چې دا د فرنټیئر کارونه دي، ایا د چاودنو د پیداوار واله هم موږ یو او مړه کېږو به هم موږ او د اسلام ټېکه به یواځې زموږ وي؟


tandar
01.10.2013

..


tandar
02.10.2013

نړيوال استعمارچيان غواړي دلراوبر پښتون قوم نه د کوردانو قوم جوړ کړي اوپه نورو دولتونو يې تقسيم کړي
لکه بلوچستان،وزيرستان ، وړوکي پښتونستان ،تخارستان، پخواني جديداسلام ،،نورستان،، به مينځ ته راشي اوپښتانه به لکه پنجابيان دخرما دونو په پاڼو ورته کوڅي اوسرکونه پاکوي
علت اودلائيل يې ډير زيات اووخت غواړي
خپله افغانستان په ډيره حساسه مرحله کي قرار لري
دافغانستان راتلونکي سرنوشت دجهاني اشغالګرو له خوا مخکي له مخکي پلان ګذاري شوي
٤٧ دولتونه دمخاليفونو مخه نشي نيولي پس له ٢٠١٤ کال څخه به يې څوک مخه
ونيسي ؟
دادومره هرج ومرج اشغالګرو خپله جوړ کړي
چاداافغان ولس په خپل مينځ کي سره دشمن کړي ؟
يو نفر له بغلانه بهرته راغلي وايې شمالټلوال حتي خپل عام خلک مکمل مسلح کړي يعني خانه جنګي ته اماده شوي ولي ؟
پښتون قوم يې په خپلو مينځو کي سره خوري اوله نورونه يې هم په سرخوري
دپښتون قوم دورکيدلو لکه دميږي وزرونه شوي
مونږ خو داورلګيد کارخانه هم نه لرو
مخاليفينو ته دجنګ سلاح څوک اوپه کوم هدف يې ورکوي؟
اشغالګر اوجهاني خونخواران چه په بيلياردو مصارف کوي حتي ځان قرضداره کوي اوپه زرهاو دخپلو ځوانانو ويني تويوي په څه هدف اودپردي تر شاه څه پراته دي؟
.......زما دپلار نيکه ټبرپښتنو
......دبل دلاسه درپه در پښتنو.. [color=red:2bfa3358fb] دخپله لاسه درپه درپښتنو[/color:2bfa3358fb]
ستاسو کيږدونه قصرونه جارشه
..........................ستاسوشړيو نه شالونه جارشه
..............ماته له هرچابهتر پښتنو
.............دبل دلاسه درپه در پښتنو
............[color=red:2bfa3358fb] دخپله لاسه درپه درپښتنو[/color:2bfa3358fb]
دقوم په غم کي سوزيدلي ښه يم
.........................زه ملنګ جان ګريوان شکيدلي ښه يم
.............سرورکوم ستاسي په سرپښتنو
......................دبل دلاسه درپه در پښتنو
................[color=red:2bfa3358fb] دخپله لاسه درپه درپښتنو[/color:2bfa3358fb]
پښتنو ته ٦٠ کاله مخکي حتي خپلو شاعرانو،ليکوالو په مغزو کي سبق ور کړي و
نن يې دخپلي بي پروايې اوبي اتفاقي نتيجه ويني
ديوه لوي اوازاد افغانستان په هيله


میرویس
17.10.2013

تندر وروره، ستاسې دې زموږ احترامونه، سلامونه، او د ټول پښونخوا ګلان، او د افغانستان سرسپالې غلیمان د هسکې شملې قربان شي!

وروره، دا بالکل درسره منم چې: خپله لاسه، ګله لاسه. ازماست، که بر ماست.
څه چې پر موږ راغلي، اوهمدا اوس راباندې قابض دي، او راځي به، راځي به او راځي به، دا ټول پخپله د پښتون د لاسه دي.

خو پدې کې موافق نه یم چې بین المللي، یعنې لکه تاسې چې وویل دا ۴۷ ملکونه چې قواوې یې افغانستان ته راغلې دي، دا ټول زموږ پر ملک د قبضې لګولو دپاره راغلي دي. بیله شکه چې ګاونډي ملکونه دغه اراده لري، خو ټوله بین المللی ټولنه یې نلري.

لږخو ورته ځیر شه او زموږ ملک ته ددغو قواوو د راتګ حقیفي علت راته بیان کړه.
مننه.


pattang
17.10.2013

خوته صليبي اشغالګروته پرو پاګننده کوې !

[quote:0db48cc7db="میرویس"]تندر وروره، ستاسې دې زموږ احترامونه، سلامونه، او د ټول پښونخوا ګلان، او د افغانستان سرسپالې غلیمان د هسکې شملې قربان شي!

وروره، دا بالکل درسره منم چې: خپله لاسه، ګله لاسه. ازماست، که بر ماست.
څه چې پر موږ راغلي، اوهمدا اوس راباندې قابض دي، او راځي به، راځي به او راځي به، دا ټول پخپله د پښتون د لاسه دي.

خو پدې کې موافق نه یم چې بین المللي، یعنې لکه تاسې چې وویل دا ۴۷ ملکونه چې قواوې یې افغانستان ته راغلې دي، دا ټول زموږ پر ملک د قبضې لګولو دپاره راغلي دي. بیله شکه چې ګاونډي ملکونه دغه اراده لري، خو ټوله بین المللی ټولنه یې نلري.

لږخو ورته ځیر شه او زموږ ملک ته ددغو قواوو د راتګ حقیفي علت راته بیان کړه.
مننه.[/quote:0db48cc7db]


tandar
18.10.2013

ميرويس خانه سلامونه ،احترامونه ډير ه ډيره مننه
ستاسوپه پوښتنه کي دومره سوالونه پراته دي چه ددغو سوالونو ځوابونه به په ژوندي مثالونو سره کم از کم دليکلو لپاره ډير وخت وغواړي
دلته دښه خبر اويابد خبر چه نسبتا ډير ليکل او اوريدل کيږ ي ا ودبعضو ليکوالو طرف يامخالف لنډ عکسلعملونه اوليکني يعني دزړه دبړس ايستنه ددي سبب نه شي ګرځيدلي چه مشکل له کوم ځايه پيدا ؟
ولي پيدا ؟
دڅه لپاره پيدا ؟
ا وچا دچا په مقابل کي پلان ګذاري کړي چه دسر اومال په بيه يې تطبيقول غواړي ؟
مثال، نن امريکا په تريليونو ډالر له نړي نه قرضداره ده علاوه په جاني تلفاتو
زمونږ له غمه څوک ځان نه وژني دافغانستان دنفوس په اند ازه امريکا کي خلک سرپناه نه لري هغه انسانان نه دي چه د نورو غم خوري اوو لي ؟
زيرکاسه نيم کاسه نيست ؟
ټول امريکايان صحي بيمه نه لري اوداسي نور
[color=red:6d91c4ac4a]داموضوع نړيواله ده په دي هکله په نړي کي داسي غټي غټي ککري شپه اوورځ دراتلونکو ١٠٠ کلنو خپل راتلونکي دخپلو ګټو په خاطر سنجوي بله وظيفه نه لري [/color:6d91c4ac4a]
مونږ بايد دو تورو سرکو ته او يا tv اومبايل ته ډيره خوښي ونکړو ځکه داخپله غوښتنه دځمان ده بدون داشغال نه دغه تحول وخت مينځ ته راوړي او نورهم ډير تحولات به راشي خو يوڅه به له مينځه ځي اوورکوو چه په بعضو به يې خوښيږو وړوکي مثال په خور اولور ولور اخيستنه اوپه بعضو نور و شيانو خفه څه چه په نه منلو يې له سره تيريږو
ددغسو سياسي موضوعاتو دڅيړنو لپاره دانش، سالم اعصابو ته ضرورت پيداکيږي يوه جامعه چه ٨٥ فيصده بي سواد ولري او ٥٠ فيصده يې په خيټه وږي په تن لوڅ اوپه سرکونو او کوڅو کي خيرات وغواړي يوڅو فيصده يې دبهرنيانو دشومومرامونو نوکران وګرځي نودغسي ملت چه هره ورځ دسرو وينو ويالي په کي بهيږي اونيميايې وطن هديره شونو دغسي ملت ديوه پوه واقعي سرفرست په نه لرلو سره به دحل لاره څنګه پيدا کړي ؟
چه دازدي بيرغ پورته استقلال حاصل کړي
نوي اوزوړ نسل دانش ته وهڅوي
ملي شتمني دخپل ملت دژوند دښه کولو لپاره نه دبهرنيانو لپاره
فسادورک عدالت مينځ ته راشي
يوافغان وي سمت فرستي نه وي
قاتل جنايتکار محاکمه شي ،،جنګسالاران،،
کار اهل کار ته وسپارل شي
وزير خارجه خپل اقارب اودوستان سفيران نه کړي
دملت وکيلان په پيسو اودوريجو په پخو ديګيو انتخاب نه شي
په ډير عذت تربيا
ديوه لوي اوازاد افغانستان په هيله

[quote:6d91c4ac4a="میرویس"]تندر وروره، ستاسې دې زموږ احترامونه، سلامونه، او د ټول پښونخوا ګلان، او د افغانستان سرسپالې غلیمان د هسکې شملې قربان شي!

وروره، دا بالکل درسره منم چې: خپله لاسه، ګله لاسه. ازماست، که بر ماست.
څه چې پر موږ راغلي، اوهمدا اوس راباندې قابض دي، او راځي به، راځي به او راځي به، دا ټول پخپله د پښتون د لاسه دي.

خو پدې کې موافق نه یم چې بین المللي، یعنې لکه تاسې چې وویل دا ۴۷ ملکونه چې قواوې یې افغانستان ته راغلې دي، دا ټول زموږ پر ملک د قبضې لګولو دپاره راغلي دي. بیله شکه چې ګاونډي ملکونه دغه اراده لري، خو ټوله بین المللی ټولنه یې نلري.

لږخو ورته ځیر شه او زموږ ملک ته ددغو قواوو د راتګ حقیفي علت راته بیان کړه.
مننه.[/quote:6d91c4ac4a]
ملي يوالي مينځ ته ر اوړي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more