د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

چوپړا لوده دله ته ګورۍ دمور لوڼډه قبلوي !

pattang
12.10.2013

چوپړا لوده دله ته ګورۍ دمور لوڼډه قبلوي !

[img:590619ef7a]http://www.rohi.af/images/gallery/0544df3543e5f2aaaf15b79a5a3f6d84.jpg[/img:590619ef7a]


Re: چوپړا لوده دله ته ګورۍ دمور لوڼډه قبلوي !

tandar
12.10.2013

روان شناسان ددوستم جلاد په هکله دده دمرداري اوخونخواري څيري له رويه ښه ارزيابي کولاي شي
پلن تندي اوزبکان يې تري تاو دي خرڅ شوي پښتون اتمر خوهم ورسره ولاړ دي افغانستان به په رسمي توګه اوزبکيستان شي
کرزي ته په ارګ کي زندان جوړيږي
د وي به دجنګسالارانو اودملت دقاتلانو په زور بيا څوورځي حوکمت کوي بله چاره نه لري
ددوي ټولو محاکمه ډيره نژدي ده انشالله
صياده زه دي پيژنم انسان يمه پوهيږم
...............زهر نه څکم په شربت کي په دوستي دي نه غوليږم
پردي شاته دې بل څوک دي کښينولي مخ کي ته يې
...................حيران زه ملنګ جان يم په مطلب دي نه پوهيږم
داخاوره يوملي تصفيوي قيام غواړي اوبس
لعنت په وطنفروشو قاتلانو

[quote:b788318bc8="pattang"]چوپړا لوده دله ته ګورۍ دمور لوڼډه قبلوي !

[img:b788318bc8]http://www.rohi.af/images/gallery/0544df3543e5f2aaaf15b79a5a3f6d84.jpg[/img:b788318bc8][/quote:b788318bc8]


monir
17.10.2013

د غني یوه منښته، یوولس ارزښته– مجيد قرار

ډاکټر اشرف غني ولې له دوستم سره یو ځای شو؟
د دې خبرې لنډ، ساده ځواب دی. انتخابات په رأیه ګټل کېږي، او دوستم رأیه لري. له دوستم پرته، هغه رأیه، چې ډاکټر غني کامیاب کړي، بل ځای نشته، او دلیلونه یې ټولو ته واضح دي.
که ټاکنې ګټل نه غواړئ، بیا نو اشرف غني مه ملامتوئ، ټاکنې تحریم کړئ. دا خلک اصلا دوه ډوله پیغامه لري. یا وایي چې اشرف غني دې نه کاندیدېږي. نه دې یې ګټي. پرې دې ږدي چې نظام خراب شي، ځکه، نه کاندیدېدل، او بې رأیې کاندیدتوب یې یوه خبره ده. او یا بیا دغه خلک د نورو کاندیدانو کمپاینران دي، او له دې موضوع د غښتلي اشرف غني پر ضد د منفي کمپاین کار اخلي. په دې قضیه کې درېیمه نه را جوړېږي.

اصلي ستونزه دا نه ده چې خلکو د اشرف غني سیاست نه دی درک کړی. اصلي ستونزه دا ده چې خلکو مطلقاٌ سیاست نه دی درک کړی.
سیاست د ګټې او تاوان لوبه ده. د اسلامي شریعت له لحاظه چې په سیاست کې کومه فقه کارېږي، هغې ته د موازنې فقهه وایي. د موازنې د فقهې معنا دا ده چې، هرڅه موازنه شي، او ډېر ګټور ته په لږ ګټور، یا لږ ګټور ته په مضر، یا لږ مضر ته په ډېر مضر ترجیح ورکړل شي.

د افغانانو سیاست بیا د موازنې د فقهې پر اساس نه، بلکې د مجادلې د اصل پر اساس دی.

دلته خلک د ډاکټر غني یوه منښته ویني، خو نور یو درځن ارزښته یې نه ګوري.

په سیاست کې آرمانيتوب د مطلقیت په معنا نه دی. په سیاست کې ارمانونه هم مطلق نه، بلکې نسبي ترلاسه کېږي.

له بده مرغه، موږ سیاسي استدلال په دماغ نه، بلکې په شاعرانه زړه کوو، او د یوه یاقربان ناره، تر سلو معقولو دلیلونو ډېر اغېز راباندې کوي، په داسې حال کې چې سیاست، او طبابت، له آره د نه عاطفیتوب په یوه اصل شریک دي. سیاسي رهبر مجبور دی، د ستونزو د تداوي لپاره په سخت زړه جراحي وکړي، خو که شاعر سړی جراح شي، نو دی به اوښکي تویوي، او ناروغ به سا ورکوي.

هغه ورځ یوه را ته لیکلي چې، قرارصیب تر محض ولاړ، په خرپ نړېدلې ښه ده.
په سیاست او جګړه کې دا ډول پرېکړه وېروونکې او مدهشه ده.
دا ځوان نو څه خبر دی، چې د ملتونو نړېدل څه معنا لري. هغوی چې جنګ غواړي، د جنګ له زوره نه دي خبر…
دا متلونو ستاسې په شخصي تصامیمو کې په خپل مسؤولیت استعمال کړئ، پروا نه لري، خو د ملت برخلیک په متلونو نه ټاکل کېږي.
زموږ سیاسي تبصرې منثورو شعرونو ته ورته دي چې له مبالغو، استعارو، کنایو، او رنګینو الفاظو ډکې دي، په سترګو کې اوښکي ژر راولي، خو سر ته عقل نه شي را وستلای.

په سیاست کې د عربانو د پېړیو بصیرت ښه کار ورکوي چې وایي: طلب الکل، فوت الکل… هر څه غوښتل، هرڅه له لاسه ورکول دي.

که دا څو ورځې پرلپسې رسنۍ وکتل شي، له افغانانو، په تېره پښتنو افغانانو پر ټولنیزو، او نورو رسنیو دښمن ورک دی. د تېر دېرش کاله د جګړې مجرمان، اختطافچیان، د ځمکو غاصبان، اسلامکاري، قاتلان، انتحاریان، بدموره ګاونډي، یهود، اسرائیل، مصر، سوریه، کفر او اسلام ټول پاتې دي، او په دین او وطن مین شازلمي د خپل هېواد د تر ټولو لویې هستۍ په غندنه داسې را توش دي لکه نه چې کوم بل مضریت پاتې وي، او نه کوم ګټور کار.

موږ چې غني ستایو، شخصیت نه پالو، بلکې د شخصیت تر شا پراته ارزښتونه پالو.

زموږ په نزد، اشرف غني فرد نه دی، لاره ده. که هغه، د فرد په حیث، له لارې منصرف هم شي، د هغه لاره خپل مالکان لري. د هغه شخصیت نن ورځ ځکه یادېږي، چې تر شا یې څو شمېرلي خو حیاتي ارزښتونه پراته دي.

لومړی، او تر ټولو لوی ارزښت د هغه دریابي علم دی. علم، په مشر کې له دوو عمده شرعي شرطونو څخه یو دی، چې دوهم یې امانتداري یاده شوې ده.

دوهم ارزښت، د اشرف غني د قاطعیت، پوهې، او شخصیت او اوسني حالت تناسب دی.

دریېم ارزښت د ده معنادار او احساسېدونکي شعارونه، طرحې، او پلانونه دي. مثلا، د دوام، او تحول د موازنې د شعار معقولیت او وزن تر دې دمه د هیڅ کاندید په شعار کې هم نشته.

څلورم ارزښت د ده تر شا د ولاړو انسانانو کیفیت دی. دا شپې ورځې یو څو نورو څېرو ته هم په تمه یو. که هغه هم د ډاکټر غني ملې شي، نو تر شا به یې د تېرو یوولسو کلونو آزمویلي سپېڅلي، وړ، او زړور کدرونه را ټول شوي وي.

که د راتلونکي وړاندوینه نشئ کولای، د تېر ارزونه خو کولای شئ. وګورئ، چې د ډاکټر غني شالید څنګه دی، اتمر وزارت د کلیو پراختیا وزارت څنګه اداره کړی و، او د کلیو پراختیا وزارت یې کوم ځای ته رسولی و؟ په معارف کې یې په لنډه موده کې څه وکړل، او د کورنیو چارو د وزارت پر مهال یې په اختطافچیانو څه حال راووست؟ او بیا چې د کلیو پراختیا وزارت جمعیت ګوند ته په لاس ورغی، له کلیو پراختیا وزارته څه جوړ شول؟ جلالي د څه پر سر استعفاء ورکړې وه؟ بشردوست ولې له پارلمانه ایستل شوی و؟

موږ ولې له هغو خلکو، چې په ماضي کې یې خرابیاني کړي، په آینده کې د ښو تمه لرو، او له هغو چې تېر کردار یې له لاسته راوړنو، قاطعیته، شفافیته او زحمت کشۍ ډک دی، په آینده کې د خرابي وېره لرو.

پنځم ارزښت د افغانستان پر ماضي، یعنې سپین ږیرو د ده کم، او د افغانستان په نن او راتلونکي، یعنې ځوانانو ډېر حساب دی. دا چې هغه به د درځنونو سلاکارانو پر ځای ۵۰۰ ځوانان ارګ ته ننباسي، او څلور اقلیته به په څلورو سیاسي اکثریتونو بدلوي.

زه له دریو لومړیو کاندیدانو څخه د یوه کاندید دفتر ته ورغلی وم، ما وېل د ځوانانو د را ښکېلولو لپاره څه پروګرام، طرحه، ژمنه، شعار؟؟؟ وېلې ځوانان خو څه له اسمانه نه دي را ښکته شوي، خو د پلاني حاجي صاحب دوه ورېرونه دي، د پلاني حاجي صېب څلور ورېرونه دي، د پلاني حاجي صېب څو زامن دي. چې هغه ورته ووایي، ځوانان هماغسې کوي. که بل څه نشئ کولای، همدغسې یوه ساده پرتله خو کولای شئ چې یو ځلې د اشرف غني تر دفتره هم زحمت وباسئ، او بیا د یو دوو نورو کاندیدانو لور ته هم سر ور ښکاره کړئ.

شپږم ارزښت یې د ده په اړه موجود نړیوال احترام، او په نړیوالو صحنو کې د ده بدلتیا او زړورتوب دی. هغه چې د ملګرو ملتونو سرمشرۍ ته کاندیدېدای شي، د ګڼو هېوادونو اعتماد ته ضرورت لري، او نوموړي دا اعتماد درلود.

اووم ارزښت یې د ده خپله کاري سابقه ده. دا چې نوموړی د نړۍ په کچه د خپل وخت تر ټولو بریالی مالیه وزیر شو. دا چې ده افغانۍ افغانۍ او سرداره کړه. دا چې ده ملي پیوستون طرح، او اتمر تطبیق کړ. دا چې ده کابل پوهنتون پوهنتون کړ. دا چې د ملګرو ملتونو مشرۍ ته د کاندیدۍ پر مهال یې له لویو قدرتونو د ملګرو ملتونو د خلاصوالي ژمنه کوله. دا چې ګمرکات او عواید یې مرکزي کړل. دا چې په کابل کانفرانس کې یې د افغانستان آبرو ور په ځای کړه، او نړۍ یې قانع کړه چې افغانان خپل پلان خپله جوړولای شي. دا چې د انتقال، په تېره د باګرام د انتقال جنجالي کار د کلونو ځنډېدلی کار یې په شپږو اونیو کې خلاص کړ. دا چې د ستراتیجیک تړون جنجالونه یې یوطرفه کړل، او سل دغسې نورې کارنامې یې په داسې حال کې ثابتې دي، چې سیاسي قوت عملاً له ده سره نه و. داسې فکر وکړئ چې منابع، سیاسي قوت، او صلاحیت د ده شي، پایله به یې څه وي.

البته، د امنیتي کمیسیون د مشر په توګه، د امنیتي سکتور په برخه کې د هغه بریاوو، او درک په دغه سکتور کې د ده خارق العاده مهارت ثابت کړی دی.

اتم ارزښت یې د نوموړي د تر کمپاین مخکې، او کمپاین وروسته کارونو تړاو او د ده د کردار پروسه یي توب، او فکري اساس دی. نوموړی خپل کمپاین د خپلې واکمنۍ برخه بولي. ځکه خو یې تر واکمنۍ مخکې دوستم د ټوپکسالارانو د بښنې غوښتلو د لړۍ پیلوونکی کړ. تر واکمنۍ مخکې یې د داخلي بې ځایه شویو د پر ځای کولو پلان جوړ کړ. تر واکمنۍ مخکې یې خپل چوکاټ، او طرحې ترتیب او چاپ کړې. تر واکمنۍ مخکې یې چارې ځوانانو ته محولې کړې. تر واکمنۍ مخکې یې پر ملي مسایلو چنې پیل کړې. تر واکمنۍ مخکې یې د شمال او جنوب د عنوانونو طلسم مات کړ. تر واکمنۍ مخکې یې د ترکتبارو عقدې پرانیستې. تر واکمنۍ مخکې یې د لوستو، او روښانه ناقومي ځوانانو قشر رامنځته او رسمي کړ. وګورو، چې وروسته لا څه څه کوي.

نهم ارزښت یې د سولې د پروسې پر مقدماتو د کار پیل دی. د زندان له بندانه د ۵۰۰۰ بې ګناه یا لږ تر لږه، هغو کسانو خوشي کول چې رسمي اتهام یې نه درلود، یا یې کافي اندازه بند تېر کړی و، د سولې په وړاندې ستر عملي ګام دی. دغه راز، د مخالفینو په لیکو کې د شمال د بې ځایه شویو لوی شمېر وګړیو ته خپلو سیمو ته د بیا ستنېدلو فرصت برابرول او په دې اړه بحثونه د سولې پر وړاندې دوهم عملي ګام دی.

لسم ارزښت یې د بهرنیو اړیکو لپاره د یوه منظم او قناعت ورکوونکي چوکاټ درلودل دي. نوموړی له اسلامي نړۍ سره د ښو اړیکو پر شتون باور لري، په داسې حال کې چې دغه اړیکې په تېره دوره کې د ایران او ځینو نورو هېوادونو د ګټو او نفوذ قرباني وې. له سني، په تېره عربي اسلامي هېوادونو سره زموږ اړیکې زموږ مذهبي هویت تقویه کوي، او افغانستان په وړاندې د پراخو علمي او نورو سرچینو دروازه پرانیزي.

یوولسم ارزښت یې د ملت جوړونې او دولت جوړونې د مسایلو په وړاندې د ډاکټر صاحب حساسیت، ستراتیجیک لرلید، او په دې اړه د نړۍ په کچه د هغه مرجعیت دی. د یادونې وړ ده چې پر همدې موضوع د نوموړي علمي آثار اوس هم د نړۍ په معتبرو پوهنتونونو کې تدریسېږي.

له بده مرغه، زموږ د لیکوالو د پوهولو تر هنر، د هغوی د ژړولو هنر ډېر غښتلی دی، خو موږ وایو، خدای ته وګورئ، موږ ته داسې څه مه لیکئ چې په سترګو کې مو اوښکي بلکې، داسې څه ولیکئ، چې سر ته مو عقل، هوښ، او تدبر راولي. خپل غم ما ته مه انتقالوئ، خپله پوهه، او بصیرت ما ته انتقال کړئ.
درناوی

مجيد قرار
http://www.taand.com/archives/11639?fb_action_ids=533368766754636&fb_action_types=og.likes&fb_source=aggregation&fb_aggregation_id=288381481237582[color=red:b7485c81aa][/color:b7485c81aa][color=black:b7485c81aa][/color:b7485c81aa]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more