د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

طالبان: د انسنانو اخترئ

میرویس
11.10.2013

قدر منو وروڼو، اسلام علیکم راتلونکئ لوی اوبختوراختر مو مبارک شه
په عوض ددې چې طالبان د خپل اسلامي مکلفیت د ادا کولو دپاره ځاروي قرباني کړي، دوی د خپلې ناروا جا طلبۍ او خپلو خارجي بادارانو د رضامندۍ د پاره خپل مسلمان وروڼه قرباني کوي.
دا لاندې مضمون ګران افغنستان خپور کړیدئ:
====
په خوست کې ديو موټر بم بريد له امله ٤تنه ملکي وګړي زخميان شول.
خوست ښار:- پرون ورځ له غرمې وروسته د ٢بجو او ٤٥دقيقو پرمهال دخوست ولايت د اسماعيل خيلو او مندوزيو ولسوالۍ اړوند سيد اکبرپمپ ته څيرمه سيمه کې دلويې لارې په اوږدو کې دنړيوالو ځواکونو دموټرونو په کتارباندې دتروريستانو له لوري دموټر بم بريد وشو ددغه تروريستي بريد له امله ٤تنه ملکي بې ګناه وګړي سطحي زخميان شوي چې اوس دخوست ولايت په روغتون کې تر تداوى لاندې دي،بل چاته زيان نه دى رسيدلى ،دسولې اوثبات دښمنانو په دغه تروريستي بريد کې دسرپ ډول موټر څخه ګټه پورته کړې د ،دپوليسو څيړنې دوام لري .پايلې به يې ستاسې سره شريکې شي.
په عمومي کچه دخوست په مرکز او ولسواليو کې امنيت حالت ډاډمن دى اوټول امنيتي ،کشفي ،نظامي او سرحدي ځواکونه دولسي همکارۍ اوښې هماهنګۍ په اساس خپلې ورسپارل شوې دندې سرته رسوي او دتروريستي بريدونو او ننګونو مخه نيسي ،خو دسولې امن او ثبات دښمنان کله ناکله خپلو شومو هدفونوته درسيدو په خاطر ناوړه اوبشريت ضد کړنې سرته رسوي او زمونږ بې ګناه وګړي دغم په ټغر کينوي .
خوست ولايت مقام دغه ترويستي بريد په ټينګه غندي ،ټولو امنيتي ارګانونوته يې لارښوونه کړي چې هغه تروريستان ونيسي چې ددغه ډول تروريستي بريدونو په سازماندهي کې لاس لري.


Re: طالبان: د انسنانو اخترئ

pattang
11.10.2013

تاسو خو قرباني د Cia په حرامو پيسو کوۍ خو طالب بيچاره
دقرباني پيسې له کومه کړي ؟؟

نوش‌ جان په ظاهره مو دين او دنيا دواړه سم دي چړچې پکشې
کوۍ !!

[quote:e84eede867="میرویس"]قدر منو وروڼو، اسلام علیکم راتلونکئ لوی اوبختوراختر مو مبارک شه
په عوض ددې چې طالبان د خپل اسلامي مکلفیت د ادا کولو دپاره ځاروي قرباني کړي، دوی د خپلې ناروا جا طلبۍ او خپلو خارجي بادارانو د رضامندۍ د پاره خپل مسلمان وروڼه قرباني کوي.
دا لاندې مضمون ګران افغنستان خپور کړیدئ:
====
په خوست کې ديو موټر بم بريد له امله ٤تنه ملکي وګړي زخميان شول.
خوست ښار:- پرون ورځ له غرمې وروسته د ٢بجو او ٤٥دقيقو پرمهال دخوست ولايت د اسماعيل خيلو او مندوزيو ولسوالۍ اړوند سيد اکبرپمپ ته څيرمه سيمه کې دلويې لارې په اوږدو کې دنړيوالو ځواکونو دموټرونو په کتارباندې دتروريستانو له لوري دموټر بم بريد وشو ددغه تروريستي بريد له امله ٤تنه ملکي بې ګناه وګړي سطحي زخميان شوي چې اوس دخوست ولايت په روغتون کې تر تداوى لاندې دي،بل چاته زيان نه دى رسيدلى ،دسولې اوثبات دښمنانو په دغه تروريستي بريد کې دسرپ ډول موټر څخه ګټه پورته کړې د ،دپوليسو څيړنې دوام لري .پايلې به يې ستاسې سره شريکې شي.
په عمومي کچه دخوست په مرکز او ولسواليو کې امنيت حالت ډاډمن دى اوټول امنيتي ،کشفي ،نظامي او سرحدي ځواکونه دولسي همکارۍ اوښې هماهنګۍ په اساس خپلې ورسپارل شوې دندې سرته رسوي او دتروريستي بريدونو او ننګونو مخه نيسي ،خو دسولې امن او ثبات دښمنان کله ناکله خپلو شومو هدفونوته درسيدو په خاطر ناوړه اوبشريت ضد کړنې سرته رسوي او زمونږ بې ګناه وګړي دغم په ټغر کينوي .
خوست ولايت مقام دغه ترويستي بريد په ټينګه غندي ،ټولو امنيتي ارګانونوته يې لارښوونه کړي چې هغه تروريستان ونيسي چې ددغه ډول تروريستي بريدونو په سازماندهي کې لاس لري.[/quote:e84eede867]


میرویس
15.10.2013

د سلامونو او احترامونو نه پس، آفرین صد آفرین پتنګ صاحب!
ښه شوه چې پخپله دې اقرار وکړ او تصدیق دې کړه چې طالبان، د قربانۍ پیسې نلري، خود به عام مسلمانان قرباني کوي. اقرارون بالسان، تصدیقون بالقلب.

خو زه درسره مخالف یم، ځکه چې طالبانو ته یې بادارات په ټنونو پیسې ورکوي. طالبان د یوه موټر د لایسنس پلیټ په غلا کولو زر ډلر ورکوي. په زرګونو ډالر د مسلماناو په قتل عام لګوي، لوی او واړه موټرونه په پیسو اخلې چوي یې، او عام ولس پکې تباه کوي. اود اختر د قربانۍ پیسې نلري؟

دوی اصلاً اختر نه پیژني او نه یې مني. دوی په لوګر کې د اختر په ورځ د خدای په کور کې بمونه والوزول، عبادت کونکي یې ووژل او زخمي یې کړل.

پرون یې په نورستان کې په بازار راکټ ور خوشئ کړ، یو شمیر یې وژل او نور یې زحمي کړل. ورور جانه تاسې د بدعتیانو ننګه کوئ او د تاریخ په غلط لوری کې ولاړ یاستئ.
الله دې د مخمصې ددې ګرداب نه را بهر کړه.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more