د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

د الله ددساتیرو سره مقابله

میرویس
15.10.2013

آسلام علیکم ورحمت الله وبرکته
ګرانو مستضعفو وطنوالو، الله تعالا موږ ته آسماني کتاب قرآنکریم د خپل اولین او آخرین پیغمبر محمد صلی الله علیه وصلم له لارې رالیږلئ چې د دساتیرو اطاعت یې وکړو او د سړیتوب او انسانست په لاره روا شو.
خو زموږ ګران طالبان نه یوارې د الله تعالا د اوامرو نه سر پیچي کوي، بلکه مقابله هم ورسره کوي، او په خود ساخته او خود بافته نا روا او ناحقه دلایلو یې ردوي او خپل اعمال روا او اسلامي هم ګڼي، یعنې په حرامو د حلال فتوی کوي.

الله ج وایي چې بې موجبه او عبث قتل ناروا دئ، خودکشي ناروا ده، مګر طالبان وایي چې یه، موږ بهتره پوهیږو. دوی د الله جل جلاله اوامر مسخ کوي، او خپل ناروا هدف ته د رسیدو دپاره د اسلام نه د حربې په توګه کار اخلي.

پرون د سعودي عرب مفتي اعظم شيخ عبدالعزيز د حج په خطبه کې وئيلي چې اسلام امن خوښى مذهب دى ،دامن خبره کوي اؤ په ټوله نړۍ کې د کيدونکې ترهگرۍ غندنه کوي.
په مسجد نمره کې د حج هغه وويل اسلام خپلو منونکو ته د هرقسمه ورانکاريو څخه په ډډه د اوسيدو تلقين کوي ځکه چې د ورانو کارونو سره انسان دالله تعالي د در څخه لرې کيږي.
مفتي اعظم زياته کړه مونږ ته دالله تعالي د گرفت څخه ويريدل پکار دي اؤ مسلمانان بايد د خپلې امن خوښۍ څرگندونه وکړي
مفتي اعظم وويل په ناحقه دقتل کولو والا ځايې دوزخ دى.
هغه وويل نن په ټوله نړۍ کې دکيدونکې ترهه ګرۍ اسلام په کلکه غندنه کوي
هغه وويل دانسانيت مستقبل اسلام سره تړلى دى اؤ داسلام سره دپيوست کيدو سره دټولو ستونزو هوارى راوتلى شي

کرانو وطنوالو:
ددې ټولو مسئلو سره سره نن د لوی نیکمرغه اختر په ورځ چې مسلمانان د الله تعالا د اوامرو د پرځای کولو دپاره د عبادت په مقصد د خدای په کور یعنې جومات کې را غونډ شوي وو، د الله د فرامینو نه سر کشانو په جومات ک چاودنه وکړه او د لوګر والي چې خلکو ته یې د حج ارزښتونه بیانول وواژه او پنځلس تنه ولسي عبادت کونکي یې زخمي کړل.
الله پر ټولو شیانو آګاه دئ. دا لاندې خبر مشال خپور کړیدئ:
========
د لوګر والي ارسلا جمال د اختر لمانځه کې ووژل شو
د لوګر والي ویاند زیاتوي، چې بارود په هغه مایک یا مایک ته نږدې ځای پر ځای شوي وو، چې ارسلا جمال پرې د اختر د لمانځه ګډونوالو ته وینا کوله.
نجیب الله الوخېل
15.10.2013
نن سهار نږدې نهه بجې د لوګر والي ارسلا جمال د لوګر ولایت په مرکزي جومات کې په یوه چاودنه کې ووژل شو او پنځلس نور ملکي وګړي ټپیان شول، چې د پنځو تنو ټپیانو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ بلل شوی دی.

د لوګر والي ویاند دین محمد درویش مشال راډیو ته وویل، چې پیښه د سهار په اتو بجو او پنځه څلویښتو دقیقو د پل عالم په مرکزي جومات کې د لوی اختر تر لمانځه مخکې رامنځته شوه.

د نوموړي په وینا په دې پيښه کې یوازې د لوګر والي وژل شوی او پنځلس نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي، چې په ټپیانو کې د پنځو تنو روغتیايي حالت نازک دی.

د لوګر والي ویاند زیاتوي، چې بارود په هغه مایک یا مایک ته نږدې ځای پر ځای شوي وو، چې ارسلا جمال پرې د اختر د لمانځه ګډونوالو ته وینا کوله.

دین محمد درویش دا هم وویل، چې بارود ډېر زورور نه ول ، خو ځینې بڅرکي د لوګر والي پر سر ولګېدل چې نوموړي پکې ژوند له لاسه ورکړ.

د پيښې په اړه وروستي جزئیات دا دي، چې د لوګر د وژل شوي والي مړی کابل ته لېږدول شوی او د چارواکو په وینا د نوموړي جنازه به د یو شمېر ځانګړو پوځي مراسمو په ترڅ کې د ماسپښین په دوو بجو د کابل په عیدګاه جومات کې ترسره شي.

ارسلا جمال له اوو میاشو راهیسې د لوګر د والي په توګه دنده تر سره کوله او له دې مخکې يې د خوست د والي او د قومونو او سرحدونو چارو د سرپرست وزیر په توګه دندې ترسره کړي دي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more