د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

لنګوټه (بګړۍ) تړل سنت نبوي اونوی ساينس

طیب زابلی *
11.10.2013

لنګوټه تړل دفخرالموجودات، دامام الانبیاء حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم سنت ده، اودایوکوټلی حقیقت دی چې دخیرالبشرصلی الله علیه وسلم په هرسنت، عمل اوطریقه کي بې شماره ځلانده ګټې نغښتې دې، زه دلنګوټې ومکمل تاریخ ته نه راځم او لنګوټه هغه لوی نعمت، ویاړ اودفخرتاج دی چې په مکمل ډول سره لیکنه ورباندی ناشونې اوتروس وتلی کاردی۔

لنګوټه تړل دنبی کریم صلی الله علیه وسلم مبارک سنت دی اونبی کریم صلی الله علیه وسلم وایی:

عن انس رضی الله عنه قال لی رسول الله صلی الله علیه وسلم یابنی من احیاسنتی فقداحبنی ومن احبنی کان معی فی الجنة.

(رواه ترمذی ومشکوة)

ژباړه: دحضرت انس رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم وماته وفرمایل زویه کوم کس چې زمادسنت سره مینه وکړی نویقیناهغه زماسره مینه وکړه اوچاچې زماسره مینه وکړه هغه په جنت کی زماسره وي.

پرلنګوټې باندی په احادیثوکي ډېرټینګارشویدی، خوزه په یوڅواحادیث لیکم ترڅوداموضوع ښه روښانه شی۔

لنګوټه(بګړۍ) په احاديثوکي:

یوصحابی رضی الله تعالی عنه وایی:

۱: رایت النبی صلی الله علیه وسلم علی المنبروعلیه عمامة سوداء قدارخی طرفیهابین کتفیه۔ (مسلم، ابوداؤد، نسائی)

ژباړه: مانبی کریم صلی الله علیه وسلم پرمنبرباندی ولیدی چې توره لنګوټه ئې تړلې وه اودواړې شملې ئې دوږوپه مابین کي ځړېدلې۔

۲: دحضرت جابررضی الله عنه څخه روایت دی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

رکعتان بعمامة خیرمن سبعین رکعة بلاعمامة ۔(جامع صغیر)

ژباړه: په لنګوټه کي دوه رکعته لمونځ کول غوره دی تراویارکعته لمانځه چې بې لنګوټې وی۔

تاسی ورته وګورئ چې لنګوټه دلمانځه دثواب اندازه په څومره ښه ډول سره لوړوی، چې دلنګوټی یورکعت لمونځ دنورو لمانځودڅلویښتورکعتوڅخه لاغوره اوښه دی، چې په دې حدیث مبارک کي دلنګوټې فضیلت ډېرروښانه اوځلانده دی۔

۳: دحضرت عباده بن صامت رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

علیکم باالعمائم فانهاسیماء الملئکه وارخوالهاخلف ظهورکم۔ (مشکوة شریف: ۳۷۷)

ژباړه: پرتاسوباندی دلنګوټې تړل لازم دی، داځکه چې داد ملائیکو علامه ده اوتاسی دلنګوټې شمله وشاته اړوی۔

۴: دترمذی په حواله چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم میانه لنګوټه تړله، نه ډېره غټه لنګوټه اونه هم ډېره کوچنی لنګوټه۔

۵: عن الحسن قال کان رسول الله صلی الله علیه وسلم یعتم ویرخی عمامة بین کتفیه. (طبقات ابن سعد۴۵۵-۴۵۶)

ژباړه: دحضرت حسن رضی الله عنه څخه روایت دی اوفرمایی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به همیشه لنګوټه تړله، اونبی کریم صلی الله علیه وسلم به دخپلې لنګوټې شمله ددواړووږوترمنځ کښته کړی وه.

۶: عن رکانه رضی الله عنه عن النبی صلی الله علیه وسلم قال فرق مابینناوبین المشرکین العمائم علی القلانس.

(ابواؤد، والترمذی، کنزالعمال)

ژباړه: حضرت رکانه رضی الله عنه فرمایی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې زموږاومشرکانوترمنځ فرق پرخولۍ باندی دلنګوټې تړل دي.

ددې حدیث شریف څخه مطلب دادی چې مشرکانوبه بیله خولۍ لنګوټه تړله اومسلمانان دی لنګوټه پرخولۍ باندی وتړي.

۷:حضرت جابررضی الله عنه وایی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم دمکې دفتح په ورځ لنګوټه تړلې وه.

(ترمذی، ابوداؤد، نسایی، ابن ماجه، مصنف ابن ابی شیبه، شمائل ترمذی)

۸: حضرت علی کرم الله وجهه فرمایی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم دغدیرخم په ورځ باندی وماته لنګوټه وتړله اودهغې یوطرف یی زمادملاڅخه کښته کړاوويې فرمایل الله تعالی دبدراوحنین په ورځ باندی دفرښتوپه وسیله باندی زمامرسته وکړه اوهغوفرښتولنګوټې تړلې وي.

(ابوداؤد، سنن الکبری، بیهقی، جامع کبیر، جمع الجوامع)

۹: لنګوټه تړی ستاسوصبربه ډیرشی.

(بیهقی)

۱۰: دحضرت عمررضی الله عنه څخه روایت دی چې دمکې دفتح په ورځ نبی کریم صلی الله علیه وسلم توره لنګوټه تړلې وه.

(ابن ماجه، ابن ابی شیبه)

انشاء الله دالس احادیث مبارک کافی دی اودلنګوټې په هکله ډیرحدیثونه راغلی دی همداکفایت کوي.

لنګوټه اونوي سايسني څېړنې

دانسان ټول جسم ارزښت لری اوالله جل جلاله وانسان ته داسی خطاب کړیدی:

ولقدکرمنا بنی ادم

په تحقیق سره ماوانسان ته شرف ورکړیدی۔

یعنی مطلب داچې انسان اشرف المخلوقات دی۔

بل ځای الله جل جلاله وایی:

لقدخلقنا الانسان فی احسن تقويم۔

په تحقیق سره ماانسان په ډېرښکلی بڼه سره پیداکړیدی۔

ددې ایاتوڅخه زمامطلب دادی چې الله جل جلاله په ټولو مخلوقاتو کي انسان ترټولومشرفه اوترټولوښایسته اوښکلی پیداکړیدی، خودانسان په ټول بدن کي سرترټولوارزښت لری داځکه چې دبدن ټول نظام دهمدغه ځای څخه اداره کيږی؛ په ځانګړی ډول سره دسردشابرخه۔

کله چې ډېره ګرمي اویاهم یخني شی نوپه دواړوحالتوکي سرتراغیزې لاندی راځی، چې دسردردورسره جوخت پیداکيږی، اوکه ګرمي ډېره زیاته شی نوبیالومړی دانسان دمرګ سبب ګرځی اوپه دوهمه درجه کي انسان دمرګ وکندی ته غورځوی۔

دنړۍ په هغوځایوکي چې دسرطان دکرښې سره نژدې دی، اویاهم په مجموع کي په دوبی کي ګرمې زیاته وی، لومړی خوپه داسی ډېره ګرمۍ کي وتل، کاراووظیفه اجراء کول مطلق منع دی اوکه بالفرض داړتیاپه صورت کي یوڅوک وځې نوسرپوټول ورته اړین اوضروری دی، اوددې ټولوناخوالودله مینځه وړولولپاره فخرنسل ادم صلی الله علیه وسلم داسی درملنه راښودلې ده چې ډېره اسانه، ډېره ښکلې اوهرڅوک ئې کولای سی، چې یوبه ددې ناورین څخه وژغورل شی اوبل داچې یوسنت نبوی صلی الله علیه وسلم به پرځای شی۔

هغه خلک چې په زیاته ګرمۍ کي سخت کارونه کوی هغه اکثره وخت دتبی (Fever) سره لاس اوګرېوان وی، اواکثره وخت داتبه دومره سخته وی چې دناڅاپي مرګ سبب ګرځی، داولی؟

داځکه چې دسرپه شاتنۍ برخه کي دبدن تودوخې دکنترول نظام خپل فعالیت پرېږدی، اونورنشی کولای چې دبدن تودوخه کانترول کي ، نوځکه داټول کړاوونه له همدغه ځای څخه پیداکيږی۔

په ګرمۍ کي ددې پټول یولازمی کاردی، چې لنګوټه ئې ترټولوښه اوغوره لاره ده۔

لنګوټه(بګړۍ) اواوسنی طب

لنګوټه تړل یوسنت نبوی صلی الله علیه وسلم دی، چې په دې مبارک سُنت کي زښته ډېرې ګټې نغښتې دی اوداسترې ګټې ترشماروتلي دي زه به ئې یوڅووتاسوته وړاندی کړم انشاء الله، اودادنبی کریم صلی الله علیه وسلم معمول ووچې لنګوټه ئې پررخچینه(خولۍ) تړله اوپاته دی نه وی چې په لنګوټه کي داخرت دثواب څخه علاوه په دې نړۍ کي هم ډېرې نورانی ګټې پرتې دی۔

۱: دفزیالوجی دعلم اوڅېړنومطابق کله چې دسرماغزه اوحرام مغزمحفوظ وی نودانسان دبدن اعصابی جهازاوعضلاتی جهازډېرمنظم وی، اوانسان دهرخطرڅخه خلاصون مومی۔

۲: ددماغ دهرډول خارجی صدمې لپاره لنګوټه یواځنی اسانه دژغورولوطریقه دی، اوداهغه وخت ښکلې سی چې کله شمله هم داوږوپه مابین کي پرېښودل شی، یوبه سنت پرځای شی اوبل به حرام مغزوساتل شی۔

۳: دلنګوټې دپرسرکولواودلنګوټې دشملې وشاته کولوسره انسان دفلج دناروغۍ څخه ژغورل کيږی، داځکه چې لنګوټه سراودملاتیردټولوستونزوڅخه ساتی۔

۴: دلنګوټې په تړولوسره دسردردډېرکمیږی، داځکه چې که سر پخپل عادی حالت کي وی نه ډېرګرم وی اونه هم ډېریخ وی؛ چې داعادی حالت دانسان لپاره غوره دی۔

۵: دلنګوټې په تړولوسره دماغ قوي کيږی اوحافظه ورسره زیاتیږی۔ چې دادروسي ډاکترانوتجربه ده.

۶: دلنګوټې په تړولوسره دایمی نزله له مینځه ځی اوکه وی نواغیزې به ئې کمی وی۔

۷: لنګوټه دپوښتیودهډوکودسوخت لپاره یواځنی علاج دی۔

۸: لنګوټه انسان دګوډتوب څخه ساتی، داځکه چې لنګوټه ټول اعصابی سیستم ساتی۔

۹: لنګوټه یودویاړتاج دی، ښکلاده چې انسان باوقاره، باحیثیته اوعزتمندښکاره کوی۔

۱۰: په زلزلو، طوفانو، تیرزباد اویابل ناورین کي لنګوټه غوږونه دهرډول تکان اونقصان څخه ساتی۔

۱۱: لنګوټه دسروېښتیان ډېرښه ساتی، نه ئې پرېږدې چې مات ، رنګ ئې ولاړشی اویاهم بې ځایه اویاهم ورژېږی۔

۱۲: روغتیاپالانوداثابته کړېده چې دنه خولۍ اویاهم دنه لنګوټې په صورت کي دسروېښتیان ماتیږی، سپینیږی اورژیږی، داځکه چې پروېښتیانوبادونه، سړه هوا اوګرمه هوااغیزې کوی چې داغیزوپه صورت کي په وېښتیانوکي تغیرراولی۔

۱۳: Medical of Sociology دسوشیالوجی دعلم له نظره لنګوټه ډېرې ګټې لری۔

۱۴: لنګوټه دسر، غاړې، ستونی اوغوږوپه ساتلوکي ځانګړې ارزښت اوځای لری۔

۱۵: Nervous Temperament (اعصابی مزاج) ډېرژردګرمۍ اویخنۍ تراغیزولاندی راځی چې لنګوټه ئې یوطبعي، قدرتي اواسانه درملنه ده۔

۱۶: لنګوټه سردټولوخارجی ټکرونوڅخه ژغورئ، مطلب داچې که چیری یوټکرپېښیږی نولنګوټه داعصابوپه ساتولوکي مهم رول لری۔

۱۷: لنګوټه حرام مغز(Spinal Cord) دلمروهلو(Sun Stroke) اوتودې لمبې (Heat Stroke) څخه په پوره ډول سره ژغورئ۔

۱۸: لنګوټه انسان دلیونتوب، اعصابی حملې، ناڅاپی مرګ اوډېروناروغیوڅخه ساتی۔

۱۹: که یومسلمان چیری مړشی اوکفن ئې نه وی نولنګوټه ئې کفن دی۔

۲۰:که چیری په یوه ټکرکي دیوچالاس اویاهم پښه ماته شی نولنګوټه ئې پلاسترده، ترڅوچې وروغتون ته یووړل کيږی۔

۲۱:لنګوټه داعصابی مزودښې دندې دترسره کولولپاره یواځنی لاره ده۔

۲۲: لنګوټه ومخته رعب اوښکلاوربخښي.

۲۳: دجنګ اوزلزلو،دطوفانواوباداوباران، تیزاوازونوڅخه دغوږونو دژغورلولپاره لنګوټه یواځنی درمل ده.

۲۴: دهوایی حملوڅخه دژغورلولپاره لنګوټه سړي دګرځو نو او ږغونوڅخه ژغورئ.

۲۵: دکوم ټکرپرمهال لنګوټه دپټۍ پرځای باندی هم استعمالیدلای شی.

۲۶: لنګوټه دپټو(څادر) پرځای باندی هم استعمالیدلای شي.

۲۷: دبې هوښۍ (Shock) په حالت کی د(Presure Bandage) پرځای باندی دیوه انسان ژوندژغورلای شي.

دپټکی مسائل اوفضائل

(حدیث نبوی اورجدیدساینس)، (نبوی سُنتونه اونوی څېړنې)،

Islam and Medical Science, The Philosophy of Islam

دلنګوټې په ليدولوسره مااسلام قبول کړ!!!

زه وترکيې ته دسیاحت لپاره ولاړم چې هلته ښکلی مسجدونه، ښکلی ځایونه اواسلامي تاریخی اثارووېنم، چې دلومړی ځل لپاره دسلطان فاتح محمدومسجدچې ډېرلوی، ښه ښکلی اویوډېرښه چمنی ئې ومخته درلودی ولاړم، ودې مسجدته ئې ډېره ساحه ورکړېده، زه په چوکۍ باندی ناسته یم چې ودې ډول ډول خلکوته ګورم، یوڅوک په یوه ژبه خبرې کوی، اوبل څوک په بله ژبه؛ یوچایوډول کالی اغوستی وی اوبل چابل ډول، چې هرڅه دتوپیرپه څپوکي وینم، یوښکلی غټ سړی می ولیدی چې ددې مسجدامام وو، توره غټه چپنه ئې په تن وه، اوښکلی سپینه لنګوټه پرسروه ومسجدته داخل شو، اذان وشو، اوعبادت پرځای شو، امام صاحب بیرته راووتی اوولاړی، له ځانه سره می فکروکي چې داڅومره ښکلی دین دی چې دالنګوټه ئې پرسرده، داراته معلومه وه چې یووخت داسی راځی چې دلمرزهرجنی شعاوې به ومځکي ته راځی، چې هرورځ به په لسهاووخلک لیونیان، اعصابیان اوفلجیږی به؛داځکه چې دلمرزهرجني شعاوي به داوزون (O3) څخه راوځی اودابدحالت به ضرورراځي داځکه چې همدااوس لاپه اوزون کی بدلون راغلی دی ، سوري پکښې پیداشوی دی اودمځکې دکُرې تودوخه ترپخواډیره شویده، چې همداناورین له شین کوریزوغازونوڅخه راټوکیدلی دي اوپه تدریجي ډول سره به داسوري غټیږي اوبیابه پردې مځکه باندی ژوندګران وي ؛خوپه دې دین (اسلام) کي ددغه بدلون اوناورین لپاره هم بندوبس شویدی ۱۴ پیړۍ مخکی، نودادین دبشرڅخه سرچېنه نه اخلی بلکي دادین الهی دین دی؛ په راتلونکي ورځ کي می دهغه امام سره ملاقات وشو، هغه ډېرداسلام دحقانیت په اړه معلومات راکړل مادلنګوټې په هکله ورڅخه وپوښتل هغه د لنګوټی په هکله نورډېرفضایل اوساینسي معلومات راکړل زه ورڅخه اغیزمنه شوم اودده هرې خبرې زماپه زړۀ کی ځای پیداکړ،داسلام نورانیت می وزړۀ ته داخل شو، په ځان کی می دبدلون څپې په ولولوشوې، یونه لیدونکی انقلاب می په تن کی په خوځښت شو، زه ددې انقلاب قربانې شوم اوخوښه اوراضي هم شوم چې همدازمادخوښۍ انقلاب ؤاوزمادژوندارزواوتمنا وه، ده د هرشی په هکله چې ماپوښتنه کوله قناعت بخش ځوابونه یی راکړل وماته یی دلنګوټې پرځای دپورڼې توصیه وکړه اوداسلام بلنه یی هم په ورین تندي راکړه اوماداسلام راوړولوورسره موافقه وکړل اوچې کله وخپل وطن (برطانیه) ته راغلم نوپه اسلام مشرفه شوم۔ چې زه اوس په پورڼې کی ډیره خوښه یم، دپورڼې لپاره می تورپنډ رخت انتخاب کړ زه اوس په دې پورڼي کی ډیره ښکلې ښکارم لله الحمد ، یومسلمان نرمی په لنګوټه کي ډیر ښه ښکاری اویوه مسلمانه خورمی په پورڼي کی ښه ښکاري، اوزه تل وخپلو مسلمانووروڼواوخویندوته داتوصیه کوم؛

(The Power of Faith: my tour, I was in Turkey)

دلنګوټې ارزښت وموږته ښه معلوم دی!!!

دادیوه افریقایی مسلمان ویناده، یوه ډله خارجان چې وافرېقې ته دمعلومات دراټولولپاره تللی وه، اوغوښتل ئې چې دافریقې دخلکوعنعنات وڅېړئ، اوبیایونړېوال خبرورڅخه جوړکړی؛ په دې ترڅ کي دجیمزبراون په نامه یوسړی چې یوډله نورملګري هم ورسره وه، دیوه افریقایی مسلمان څخه وپوښتل چې دادی څه شی پرسر ده؟

دې افریقایی مسلمان ورته په خنداوویل چې دالنګوټه ده۔

جیمزبراون: دادڅه لپاره استعمالوی؟

افریقایی مسلمان: داددې لپاره چې ځانونه دګرمۍ څخه وساتو، اودلته هغه خلک چې لنګوټې نه پرسرکوی هرورځ ئې حالت بدوی، مری، اویاهم خپل اعصاب له لاسه ورکوی؛ نوځکه دامادځان ژغورولپاره تړلې ده۔

جیمزبراون: چادرته وویل چې داوتړه؟

دازموږدګران اوخوږپېغمبرصلی الله علیه وسلم مبارک سُنت دی، اوداطریقه د۱۴۰۰کالوراهیسی راروانه ده، اوترهرچاوماته ددې لنګوټې ارزښت ښه معلوم دی۔

(The History of Africa)

په اسلامی پاکه مینه

ستاسوورور

عبدالغفارجُبیر


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more