د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

پاکستاني طالبان: ۲۰۱۴ نه وروسته هم افغانستان کې جنګ کوو

اتل
10.10.2013

سلامونه، دوستانو
د آزادۍ رادیو رپوټ وايي چې دپاکستاني طالبانو مشرحکیم للله محسود ویلي دي، چې طالبان به په کال ۲۰۱۴ کې د خارجي قواوو د وتلو نه وروسته هم، په افغانستان کې جنګ ته دوام ورکړي، څکه چې ددوی جنګ د خارجي قواوو په وتلو پورې ندئ محدود، بلکه هدف یې د یوه شرعي نظام جوړول دي.

هغه دغه راز ویلي چې که د پاکستان حکومت سوله ورسره کوي، نو اول دې په وزیرستان کې د بې پیلوټه الوتو بمبارئ بندې کړي.

د سياسي او روانو چارو څارونکي نظيف خان ازادي راډيو ته په دې اړه وايي:

" طالبان چې کومه خبره کوي، چې ډرون دې بند شي، نو مذاکرات خو دوى پاکستان سره کوي، امريکا سره يې نه کوي چې دا غوښتنه کوي، دوى دې له پاکستانه غوښتنې وکړي. بله په قبايلو کې د بهرنيو ترهګرو پر ضد تر ټولو ښه وسله ډرون ده.
د نوموړي په خبره، که د پاکستان حکومت پر قبايلي سيمو د امريکا د بې پيلوټه الوتکو بريدونه بندول غواړي، نو په دغه سيمه کې دې د نړېوالو ترهګرو مرکزونه له منځه يوسي، چې د افغانستان و پاکستان دواړه لپاره ګواښ دى.

دويمه خبره دا ده، چې طالبان وايي، چې تر ٢٠١٤ نه وروسته بۀ هم موږ خپل جنګي عمليات جاري ساتو. نو ددې مطلب دا دى، چې دوى به بيا تر ٢٠١٤م کال وروسته په افغانستان کې بدنيتۍ او جګړې ته تقويت رسوي، چې ګنې بيا په افغانستان کې بدنظمي او بدامني رامنځته کړي."

راپور: ذبيح الله شفق، پېښور


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more