د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

د قرآنکریم ۴۰ نسخې یې هم پکې سیزلې دي.

میرویس
08.10.2013

ګرانو وطنوالو، السلام علیکم
طالبان خو وایي چې موږ دتعلیم سره مخالفت نلرو. خو دوردګو ددایمیردادو په ولسوالۍ کې د معارف مدیریت ته که طالبانو اور نه ورته کړئ او د قرآنکریم ۴۰ نسخې دوی نه وي پکې سیزلې، نو دا کار چا وکړ؟

دا خبرلراوبر خپورکړیدي:
=====
ناپېژاندو وسله والو د پوهني يو مدريت سوځلى
لراوبر - وردګ
Larawbar.com 2013-10-07

تېره شپه د میدان وردګو ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ د پوهنې مدیریت سوځول شوی دی.
دغه مدیریت چې د شپې پر دوه بجو ورته د وسله والو له لورې اور اچول شوی،له امله یې د دغه مدیریت د ټولو اسنادونو،قرطاسیې او کتابونو سربیره،د ودانۍ دروازې،کړکۍ هم سوزول شوي دي.
په دې اړه لراوبر ته د وردګو ولايت د مطبوعاتي دفتر څخه يوه خبرپاڼه رالېږل سوې چي پکښي د يادي پېښي د پخلي ترڅنګ ويل سوي چي په دې مديريت کي ٤٠ قران شريفونه هم موجود ول.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي چي آيا دا مديريت د دوى له لوري سوځول سوى او کومه بله سياسي موخه لري.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more