د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

د طالبانو لخوا د مزدورانو قتلولو، ولس اندیښمن کړيدئ

اتل
27.08.2013

محترمو لوستونکو، سلامونه وړاندې کوم
د طالبانو لخوا د مزدورانو اوغریبکارانو وژلو اوقتلولو په ولس کې اندېښنې را پارولي دي. طالبانو د پکتیا په ولایت کې شپږ تنه مزدوران د موټر نه ښکته کړې او څو ورځې وروسته یې وژلي دي. کیدای شي چې طالبان هر بې ګناه انسان چیرې ونیسي او د غریب کارۍ په ګناه یې ووژني. په ټولنه کې دغسې ویره او ترهه د ولس روزمره ژوند په ټپه دروي او ټولنه د تباهۍ لور ته راکاږي. طالبانو په لوګر، هرات او داځل په پکتیا کې عادي ولسي کارګران وژلي دي.
دا رپوټه آزادۍ رادیو حپور کړيدئ:
=====
په پکتيا کې وسلوالو طالبانو شپږ تنه ووژل

05.06.1392
تېره شپه وسلوالو طالبانو په پکتيا کې شپږ تنه مزدوران وژلي چې څلور يې د لوګر، يو تن يې د کابل او بل هم د ګردېز اوسېدونکي وو، نور حال له سيمې زموږ د همکار داود تپان په راپور کې چې د يوتن وژل شوي د پلار په فرياد پيليږي.

بېګاه شپه د پکتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له خوا شپږ تنه مزدورکاران وژل شوي، چې جسدونه يې د سرې مياشتې ولايتي ادارې له لوري زرمت روغتون او له هغه ځايه مرکز ګردېز ته راوړل شوي دي.

په وژل شويو کې يې څلور تنه د لوګر، يو د مرکز کابل او بل هم د پکتيا مرکز ګردېزڅپړۍ سيمې سره تړاو لري،د دغو وژل شويو کسانو په اړه د پکتيا د سرې مياشتې رييس ډاکتر بهادرخان منګل وايي، دوی د دغو وژل شويو کسانو جسدونه د هغوی خپلوانو ته سپارلي .

بهادر خان او د هغوی د کورنيو غړي د وايي چې دوی ۱۱ ورځې پخوا د پکتيکا او پکتيا ولايت ترمنځ غځېدلې لويې لارې پر سر د پکتيکا ولايت مټاخان ولسوالۍ ساحه کې د سورلۍ له موټر کوز کړل شوي وو چې تر دې مهاله له وسلوالو طالبانو سره برمته وو او بېګاه شپه يې وژلي دي.

د شپږ تنو وژل شويو خپلوان وايي، وسله والو طالبانو له تېرو لسو ورځو راهيسې ورسره خبرې کولې او ورته ويل يې چې له دوی سره برمته شوي کسان به يې ورخوشې کړي، خو د دوی په خبره بېګاه شپه د وسلوالو له خوا ورته ټليفوني احوال ورکړل شوی چې کسان يې ورته وژلي او جسدونه يې زرمت ولسوالۍ کوتي خېلو ګوډلو سيمه کې پراته دي.
"نوم مې مېرويس دی، يو مې ورور، دوه مې د تره زامن طالبانو راووژل، يوازې زما ورور څلور مياشتې وړاندې د ملي اردو دنده پرې اېښې وه، نور ټول عادي مزدوران وو"

د دې پېښې په اړه تر اوسه پورې د وسلوالو طالبانو وياندويانو رسنيو ته څه نه دي ويليږ

د ملکي وګړو دا ډول مرګ ژوبلو ولس اندېښمن کړی، که څه هم امنيتي چارواکي د ځينو شر خوښو د نيول کېدو خبرونه ورکوي، خو بيا هم د ولس اندېښنې بې ځايه نه دي.

راپور – داود تپان – پکتيا


Takal Afghan
27.08.2013

هیڅ ثبوت نه شته البته په داسی پیښوکی دامریکایانو دلاسلرنی شواهدشته
ولي په افغانستان اوعراق کي دامریکایانو تریرغل اوحملی وروسته په عاموخلکو چاودني اووژني زیاتی شوي؟
رسنۍ اومیډیا ستاسو په لاس کي ده هرڅنګه چي یي وغواړي دخلکو اذهان سوق کولای شۍ
رسنۍ دطالبانو دویاندویانو دږغ (!) دنشرولواجازه نلري
ولي؟
ځکه چی بیاحقایق روښانه کیږي اواصلي څیري بربنډیږي


اتل
07.10.2013

تکل افغان وروره، اسلام علیکم
پر یخ یې لیکې، لمر ته یې ږدې.
ستاسې په تبصره، یو انپړ سړئ څه چې، موږک په ګودام کې تمسخر کوي.
تاسې داسې څه وایاست، لکه دې دنیا ته چې د مریخ نه راغلي یاست.
ستاسې خبره په تبصره هم نه ارزي او نه د تبصرې حاجت ورته شته، پخپله ځان ګویا او رسوا ده.
الله مو مل شه.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more