د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پښتون یون/افغان یون څوک دي؟

مینه پال
16.09.2012

ټولو درنو لوستونکو او محترمو چلونکو او لیکوالو ته تاوده ستړې مشې!

د پښتون یون ګډونوال څه غواړي؟
ایا دا یواځې د نیټ په جال یو ګروپ دی، که سیاسي حرکت؟

بېسارې مینه


محمود سعيد
29.09.2013

افغـــــــــان يون سراسري ولسي خوځښت
الف: پيژندنه:
افغان يون يو بې پلوه او خپلواک سراسري ولسي خوځښت دی چې د يووالي او پوهې له لارې، د هېواد او خلکو د سوکالۍ او پرمختګ لپاره په ناپييلي ډول او ماته نه منونکې ژمنتيا مبارزه کوي. افغان يون په ټول افغانستان کې د فکري ويښتابه، د پوهې او علم لور ته د بلنې او ملي يووالي لپاره هڅې کوي. افغان يون د بېلا بېلو ګوندونو او ډلو له اغيز او نوم پرته د هېواد ټولو وګړو ته غيږ پرانستې ده او د سپېڅلو او ملي موخو لپاره په ګډ کار باور لري. افغان يون د لومړي ځل لپاره د فېسبوک پر مخ خپل کار پيل کړ او د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ېې څه باندې دېرش زره افغانان په يوه ټغر کښېنول. اوس مهال له فېسبوک پرته افغان یون په زرګونه مينه وال او خواخوږي لري چې ښايي شمېر ېې سلګونه زره ته ورسيږي. هغه کسان چې د هېواد او خپلو خلکو په رښتينې چوپړ سره غواړي زموږ ملګري شي، د افغان يون ور ېې پر مخ خلاص دی او هرکلی ورته وايي.
ب: د کار ډول:
د هېواد د سياسي مخکښانو او ګوندونو شاليد او د هېواد او ټولنې ستونزو ته په کتو سره افغان ځوانانو پرېکړه وکړه، تر څو داسې يو نوی او پر ځوان ځواک ولاړ خوځښت رامنځته کړي چې په رښتينې توګه د هېواد او هېوادوالو ربړو او ستونزو ته د حل لارې چارې پيدا کړای شي. د ډېرو لويو او پخوانيو سياسي ګوندونو پر خلاف افغان يون د سراسري فکري ويښتابه لپاره هڅې کوي او غواړي خلکو ته داسې څه وړاندې کړي چې د هغوی لپاره د بنسټيز پرمختګ او ژغورنې لامل شي.
افغان يون بيرونۍ او غولوونکې غونډې او هڅې نه کوي، بلکې د ټولنې له جرړو څخه په پيل شوي پياوړي خوځښت باندې باور لري او دا څرکونه به د هېواد لپاره په يو لوی لمر بدلوي. د پرديو د کلتوري يرغل پر وړاندې هڅې د يون د غړو په لومړيتوبونو کې دي او دوی به تل د پرديو د کلتوري او فکري يرغلونو په مخنيوي کې مخکښ رول لوبوي. د هېواد د سياسي بحران د بنسټيز حل لپاره پر يوه غوره کړنلاره کار کوو اوله ټولو ملګرو سره په ګډه مشوره به ېې د نړيوالو تر غوږونو ورسوو...
افغان يون د هېواد د ټولو ښکېلو سياسي او نظامي کړيو په پراخ يووالي ټينګار کوي او د هيواد لوړتيا او خپلواکي تر ټولو لوړه بولي. ځکه نو له ټولو ښکېلو ډلو څخه په کلکه غوښتنه کوو چې نور دې پر خپلو خلکو او هېواد زړه وسوځوي او د خپلو ګوندي، شخصي، ټبريزو، ژبنيزو او نورو ګټو څخه دې تير شي او د يوې لوېې هر اړخيزې جرګې په جوړولو سره دې د تلپاتې سولې او سوکالۍ لپاره لاسونه سره ورکړي.
ج: لنډمهاله اهداف:
1. د افغانستان او نړۍ په کچه د افغانستان او افغانانو لپاره د کار کوونکو ډلو او مبارزينو همغږي کول او تر منظم کاري چوکاټ لاندې د هڅو منظم کول.
2. د پوهې، ملي يووالي او هر اړخيزه هڅو پر بنسټ د فکري ويښتابه لور ته د ولس او ځوانانو لارښوونه او په دې توګه د يوه منظم او لوی اغېزمن خوځښت رامنځته کول.
3. د سولې، ځمکنۍ بشپړتيا، خپلواکۍ او ملي ګټو د ساتنې لپاره د پراخو سياسي او ټولنيزو هڅو همغږي کول او له دې لارې د دولت په مقابل کې د يوې مثبتې فشار ډلې په توګه کار کول.
4. د بهرنيو کلتوري، سياسي، اقتصادي، فکري او پوځي يرغلونو پر وړاندې په کلکه درېدل او په دې اړوند د ګډ ملي دريځ ملاتړ کول.
5. په عام ولس کې د پوهې، سواد او کاري ظرفيتونو د لوړتيا لپاره د منظمو پلانونو جوړول او د نورو اړونده دولتي او غير دولتي بنسټونو په مرسته د دې پلانونو عملي کول.
6. د ادبي او کلتوري هڅو په لړ کې د هېواد په کچه د کتابونو د ليکوالۍ، ژباړي او چاپ چارو همغږي کول او د ليکوالانو تر منځ د اړيکو د پراخه نړيوال جال جوړول.
7. د پوهنتونونو او ښوونځيو د زده کوونکو تر منځ د اړيکو د جال رامنځته کول، د پوهنتونونو د کتابتونونو د غني کېدلو لپاره د کتابونو راټولولو کمپاين او د اغيزمن علمي نصاب د رامنځته کولو لپاره د شونتيا تر کچې هڅې.
او داسې نور...


مسلم قلموال
29.09.2013

السلام علیکم ورحمة الله،
که اهداف مو دا وي نو بیا د اسماعیل یون او ژوندون تلویزیون د ادارې لاندې د ملي تحریک سره یوځاي شئ.
د ملي تحریک ویبپاڼه او ادرس:

www.facebook.com/melitahrik

http://melitahrik.com

خو زه ورسره نه یم، ستاسې د مفکورې سره سمون خوري ځکه یې درته وایم.
مننه.[/url]


مسلم قلموال
29.09.2013

او دا هم د هغوي د رسمي ویبپاڼې څخه یوه لیکنه یا وینا:

بسم الله الرحمن الرحيم

(په تراژيدۍ کې ژوندی قوم)

درنو او قدرمنو حاضرينو، د سيمينار قدرمنو ګډونوالو، د هېواد له بېلابېلو سيمو او له هېواده بهر راغلو مېلمنو، درنو پښتنو، ښاغلو او اغلو ټولو ته تر هر څه دمخه د افغانستان ملي تحريک په استازۍ سلامونه، درناوی او احترامونه وړاندې کوم.
هر کله راشئ، په خير راغلئ!
درنو مشرانو، ليکوالو، پوهانو او ددې پرتمين او فکري سيمينار ګډونوالو!
تاسو تر هر چا زیات پوهېږئ،پوره درې نيمې لسيزې کېږي، چې افغان ملت په تېره بيا پښتون ولس په يوه لويه تراژيدۍ کې راګير دی. دې غميزې کې د پښتون ولس ايسارېدل، څه تصادفي، او ناقصدي خبره نه ده. په دې تراژيدۍ کې په سيمه او نړۍ کې د پښتنو لرې او نږدې ټول دښمنان او رقيبان شامل دي. دا داسې لويه تراژيدي ده چې نه يوازې پښتون په کې د رقيبانو له خوا ټکول کېږي، بلکې خپله پښتون يې هم د خپل ځان دښمن کړی دی. قاتل او مقتول دواړه له يوه قوم څخه دي. د پښتنو هغه متل دی چې هم مړ يم هم پړ يم.
پر پښتنو دا راغلې غميزه دومره څو اړخيزه ده چې څوک په کې پښتنو ته د زګېروي او فرياد ايستلو مجال هم نه ورکوي. که هر شعوري، بادرده او با احساسه پښتون افغان له دې غميزې څخه د راوتلو فرياد پورته کوي، نو نه يوازې د پښتنو د شعوري دښمنانو او سيالانو له خوا ګواښل کېږي، د نشنلستانو او فاشيستانو ټاپې پرې لګول کېږي، بلکې په خپله د يو شمېر ځانپلورو، ورځچارو، ځانساتو، ځان خوښو او ځانګټو پښتنو له خوا هم پرې په دې پلمه تورونه پورې کېږي چې دا خلک حساسيتونه راپاروي او د دوی په اصطلاح ملي تفرقې ته لمن وهي. دا ډول پښتانه د بې غيرتۍ او مضر احتياط په وروستي حالت کې ژوند کوي او د پښتنو د ناپښتنو مخالفينو تبر ته لاستي جوړوي.
په هر حالت! همدغو نا انډوله کارونو پښتون قام دې غميزې ته ټېلوهلی او په دې تراژيدۍ کې يې دا دومره موده ساتلی دی.
د افغانستان ملي تحريک چې له ډېرو شعوري، هېوادپالو، ملتپالو، اسلامپالو او سمونپالو افغانانو څخه رغېدلی دی. پر پښتون ولس او ټول افغان ملت که لر دی او که بر، هېڅ ډول څرګند او نا څرګند ظلم که له خپل لوري وي که د بل، نه شي زغملای او تر دې زياته ورته ددې تراژيدۍ غځېدل په هېڅ ډول د زغم وړ نه دی. په همدې خاطر يې (پښتون په تراژيدۍ کې او د ژغورنې لار) دا علمي سيمينار جوړ کړ، ددې سيمينار هدف همدا دی چې په علمي ډول له دې اوږدې غميزې څخه د ژغورنې لارې چارې په ګوته او بيا يې د يوې تګلارې په توګه پښتنو سياستوالو او واکوالو ته په لاس کې ورکړي. که چېرې پښتانه سياستوال ددې تګلارې د پلي کېدو لپاره هڅې وکړي، نو کېدی شی له دې غميزې څخه ددې قوم د ژغورنې هيله پيدا شي.
د افغانستان ملي تحريک څو موده وړاندې ددې سيمينار د جوړونې وعده کړې وه، دا دی نن يې خپله دا وعده پوره کړه، ملي تحريک په ډېره کمه موده کې د هېواد په کچه ډېر مهم پاموړ کارونه ترسره کړي دي. په سروبي ولسوالۍ کې سېلابځپلو ته د مرستو رسول او نورو مرستو ته د خلکو هڅول، د پښتونستان واټ د نوم تازه کول، بېوزلو او اړمنو هېوادوالو ته د وينې ډالۍ، د زمري د (۲۸) جشن نمانځل او ځينې نور کارونه، چې نه غواړم د ټولو تفصيل دلته وړاندې کړم. د افغانستان ملي تحريک د يوه منظم سيستماتيک او شعوري حرکت په توګه خپل مياشتني، درې مياشتني، شپږ مياشتني او کلني پلانونه لري، چې د همغو په رڼا کې حرکت کوي. د افغانستان ملي تحريک په پام کې لري د سنبلې پر (۹) مه نېټه له پښتنو او بلوڅو سره د پيوستون ورځ يا د پښتونستان جشن هم په شاندارو مراسمو سره ونمانځي او یو ځل بيا لرې او نږدې رقيبانو او سيالانو ته دا په ډاګه کړي چې دا قوم په تراژيدۍ کې هم ژوندی دی او لا هم خپل ارزښتونه پالي او د مرګ له ګواښه نه وېرېږي.
نور مو ډېر وخت نه نيسم، د لوی، اباد او سوکاله افغانستان د
جوړېدو په هيله
په درناوي

فکر کوم دا د اسماعیل یون صیب وینا ده، تاسې پدې اړه څه نظر لرئ؟ مثبت که منفي؟ او دلیل؟


pattang
29.09.2013

قلموال صيب او نورو مسلمانو پښتنو !
پښتانه عموما ساده ډوله دماغ لري ، ډېر يې په خپلو اقتصادي ګټو
کې تړلي او ډېر يې ‌کيفې روان وي ، دليک او قلم خلک يې ژر خپله
پښتني کړنې او پښتو ژبه له لاسه ورکوي او پردی کلتور اخلي !

دپښتنو ډېره کمه او وړه هسته پښتني کلچر، ژبه او نور حقوق
دمبارزې او حق غوښتنې ميدان ته اچوي او دپښتو دساتنې له
پاره مور ګڼل کېږي !

دد غې هستې دجوړشت اتومي عناصر ځينې ، شاعران ، ليکوالان
موسقي وال او امي کليواله وګړي دي چې تر نن ورځې پورې یې
پښتوژوندی ساتي اود پښتو په طبعي evaluation کې يې ژوندۍ
برخه اخلي او اخ‍يستې یې ده !

دساري په تووګه :
له خلقيانو سره خلقيان ، له پرچميانو سره پرچميان ، له مجااهد ينو
سره مجاهدين او کلک پرې ولاړ ووخوکله چې داخلک دسياست اولوټ
له صحني نه لرې شول/شي نو بيا هر يو وايې چې دی ورسره نه
وو او کنځلې ورته کوي !

همداسې دسترګو ليدلی حال دی هغه وخت چې طالبان په قدرت کې
وو نو هرچا به غوړې ډوډۍ ورته کولې او دافغانستان ديووالي
ساتونکي به یې بلل خو کله چې طالبان لاړل او له قدرته لري شول
نو هغه کړۍ او انسانان دي چې اوس په طالبانو پسې بد اورد وایې !

داهم دځينو پښتنو مېړانه او اخلاق !!

اوس راځم اصلي خبرې او هدف ته :

وروڼو په هر کلتور او هم قام کې د اشغالګرو سره يو ځای کار کول
دهغوی نه پيسې او معاش اخيستل ملي خيانت بلل کېږي چې عاملينو
یې خپله سزا ليدلې ده !
له دغه فاسد افغان دولت او د هغه دبنسټ کېښودونکو صليبي
اشغالګرو سره هر کار او دهغوی معاش او پيسې حرامې او هېواد
خرڅونه ده او کار کونکي ملي خائنان دي دا نه يواځې زما په اند
بلکې د ټولو تېر شويو اواوسنويو ازادي غوښتونک په نظر او عمل !

يون صيب تر پرونه پورې له دولت سره دملي امنيت په رياست کې
يې ديوو کلتوري رئيس په دود کار کاوو او له cia یې پيسې اخيستې
او ۱۱ کاله پردې فاسد رژيم کې کار وکه او ان د BND ( دجرمني
د باندېنۍ خبرونې او جاسوسي رياست لکه CIA) چې د جرمني د
ښارګوټي 82049 Pullach د Heilmannstraße 30 کوڅه
کې موقعت لري ورسيده چې را بلل شوی او ميلمه شوی وو !

يون صيب دکرزي څخه دفاع کوله خو يون صيب پردې پوه شوی دی
چې کرزی له منځه خي ، اشغالګر وزي او دولت په ګوډه پښه ولاړ
دی نو يون صيب به څه کو ي؟

يون صيب په ۲۰۱۳ کال کې له دولتي کار څخه استعفاوکړه يو
تلوېزيون (ژوندون) يې هم جوړ که ! دچا لپاره ولې دچا په پيسو ؟
يون صيب پوه شوی دی چې صليبيان او ملګرې يې ستړې شوي او
دولت په چټلي کې ډوب دی نو څکه ددوهمې سيناريو لپاره تياري
نيسي خو اولس پو هيږي چې څوک څه کوي او چاڅه کړي دي !

خو ماته يو سوال پيدا کېږي چې ولې يون صيب ۱۱ کاله په فاسد
رژيم او په فاسد دفتر کې چې مستقيما له سي ای اې څخه کنترولېده
اوکنتروليږي کار وکه او اوسې خاصه هيواد پالنه ، ديموکراتي او
پښتون پالنه په خپل بيرغ ليکلې د ي!


مسلم قلموال
30.09.2013

ډېره مننه مشر پتنګ صیب له ژور او مدلل تحلیل او ارزونې څخه مو!

زه خپله د دا رنګه خلکو همپله او همخوا نه یم،ځکه په دې فاسد او ګوډاګي دولت کې برخه اخیستل او په رسمیت یې پیژندل او یایې بې اساسه قانون ته غاړه کېښودل د شمالیانو او امریکایانو سره مرسته ده.
که ټول پښتانه له دغه دولت څخه راوځي نو دا به ټولې نړۍ ته ثابته شي چې دا یو نامشروع او جبري دولت دی او د ټول پښتون قام سره ظلم روان دی، همدارنګه ددغې فاسد او ستمي دولت پرځول د پښتنو مسلم او قانوني حق دی.

کچېرې دغې دولت ته د تسلیمیدو او غاړه ایښودو او ددې دولت په چوکاټ کې په قانوني توګه د پښتنو لپاره د کار کولو پرځاي یوه سیاسي مبارزه په کار واچول شي ترڅو د یو موفق پاڅون لپاره لاره هواره شي او سیاسي انقلابیون د موجود دولت ځایناستي شي نو دا کار به ډېر مؤثر او مفید وي، نسبت وسلوالې مبارزې او د دولت په چوکاټ کې کار کولو ته!
پدې مونږ ټول پوهیږو چې د امریکایانو د زور او استکبار ځواب یوازې زور او بالمثل عمل کیداي شي خو که چېرې مونږ پدې وتوانیدو چې د امریکایانو په وجود کې د هغوي لاسپوڅی دولت راوپرځوو او انقلاب کامیاب کړو نو دا به په ټوله نړۍ کې د امریکایانو په مخ یوه بې سارې زوروره څپیړه وي چې د امریکایانو استکبار به د خاورو سره خاورې کړي، بیا که د مصر پشان دوي د ظلم او جبر د لارې انقلاب راپرځوي، نو د دوي منحوسه او درواغجنه څېره به لا رسوا او د دیموکراسۍ غولونکي شعارونه به ورته یو بل شرم او عار شي، همدارنګه د مسلح جهاد مشروعیت به په نړیواله کچه تثبیت شي او د موفقیت لپاره به یې پراخ او هراړخیز حمایت او تعاون حاصل شي.

ددې خبرو دا معنی نه شوه چې د امریکایانو او لاسپوڅي دولت خلاف اوسنۍ وسلواله مبارزه جواز او مشروعیت نه لري بلکه معنی داده چې د سیاسي انقلاب د مؤثریت او موفقیت امکان ډېر زیات دی نو باید چې کار پرې وشي، ترڅو زر تر زره خپلو اهدافو ته چې خپلواکي حاصلول او د اسلامی حکومت قایمول دي ورسیږو.

والله هوالموفق والمستعان.

م . ق


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more