د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

د کابل د فاتح شهید ملا بورجان ژوند لیک!

pattang
28.09.2013

[img:cd7e6cc053]http://www.nunn.asia/images/taliban/mullah_borjan.jpg[/img:cd7e6cc053]

د کابل د فاتح شهید ملا بورجان ژوند لیک!

تفصيل بـــــرخه: مقـــــالی او تبصرې 28 Sep 2013 لیکوال: شاهد (غزنیوال) كـــتني: 74
شهيد ملابورجان چې اصلي نوم یې ملا امین الله دی دحاجي ملامحمد
صادق زوي اودملا موسی جان لمسی په ۱۳۷۹ هق ۱۹۵۸م کي
دکندهارولایت د پنجوايي ولسوالۍ دتلکان کلي په یوه دینداره
اومجاهده کورنۍ کي دې فاني نړۍ ته سترګي غړولي دي .

زده کړه اوتعلیم یې :
داچې دنوموړي تعلق په یوه علمي کورنۍ پوري ؤ نو دهغه والد
صاحب داکوښښ کاوه چي دده زوي هم دخپلي کورنۍ داسلافو په
څیر په علمي سلک کي داخل اوله هغې لاري څخه دخپل دین ،
عقیدې اووطن لپاره دخدمت مصدر وګرځي.خود الهي تقدیر له مخي
نوموړی دخپل ژوند په دوهمه لسیزه کي ؤ چي والد صاحب یې وفات
شو او ده خپل وروستی ژوند دهغه دشفقت اومهربانۍ له سیوري
لیري په یوازیتوب کي دخپلي مور ترسپرستۍ لاندي دعلم طلب
اوحصول ته وقف کړ.نوموړي دهغي بي ساري میني اوشوق له مخي
چي له دیني تعلیم سره یې درلود دژوند په ډیروستونزمنوشرائطوکي
دسیمي په مدارسو اومساجدوکي خپل ابتدايي اومنځني تعلیمات
سرته ورسول.

جهاد اومبارزه یې:
شهید ملا بورجان تازه ده خپل آرمان ( د اسلامي تعلیماتو )دحصول
منځنۍ مرحلې ته داخل شوی ؤ چي زمونږ په هیواد کې
کمونستانودیوې پوځي کودتا له لارې دقدرت واګي ترلاسه کړې
.دامهال شهید ملا بورجان نوی دځوانۍ په موسم ورګډشوی او په
زړه کي یې ددرس اوښووني ترڅنګ د جهاد اوجهادي سنګرونو مینه
هم په جوش راغلې وه .داهغه وخت ؤ چي دهیواد دجنوب لویدیځ
زون په شمول دافغانستان په ټولو ولایتونوکي دکمونستانوپه خلاف
داسلامي جهاد اومقابلې بیرغ اوچت شوی ؤ.کمونستانوپه ټول
افغانستان کي دمدارسو ښوونکي ،عالمان ،استاذان اود اسلامي
فکرلرونکي کسان ددولت اوکمونستي عقیدې ددښمنۍ په تور بندیانول
اوبیابه يې دنننیو صلیبیانو اودهغوی دغلامانوپه شان همداسي له
شواهدواواسنادوپرته په ګوندي کمونستي محاکمو کي په شهادت
رسول .شهید ملابورجان هم هغه وخت له درس اومدرسې سره خدای
پامانی وکړه اودجهادي جبهي په لوریې مخه کړه چي کمونستانو
دنوموړي ددیني ښوونو ډیر استاذان په افغانستان کي دسوسیالستي
ترقۍ دمخالفت په تور بنديان اوبیایي په مظلومانه توګه په شهادت
ورسول.که څه هم داوخت شهید ملابورجان دعمر په کم سن
خودغیرت ،شهامت اوسرښندني په ډګرکي بیاترټولوزړه ور،غیرتي
اوسرشاره مجاهد ؤ. جهادي بهیریې په ۲۵ کلنۍ کي د کندهارولایت
په پنجوایي ولسوالۍ کي دجنوب لویدیځي حوزې دمشهور جهادي
قومندان ملا حاجی محمد اخندله جبهې څخه پیل کړ .شهید ملابورجان
په ډیرلږوخت کي دخپلي بې کچي زړورتیاله مخي په دغې جبهې
کي ترټولودبهادراوغیرتي مجاهد لقب خپل کړ،چي له امله یې په
ټوله سیمه کي دیو شجاع،تکتیکي اوځیرک مجاهد په نوم مشهورشو.

له ۱۹۸۰ تر۱۹۸۹پوري دهیواد جنوب لویدیځه حوزه په تیره دکندهار
ولایت مرکز دمجاهدینو او روسانواودهغوی دغلامانو
خلقیانواوپرچمیانو دخونړيوعملیاتوساحه وه ، دکندهار ولایت مرکز
اودهغه په خواوشاسیموکي به هیڅ داسي ورځ نه تیریده چي په هغې
کي دي په لسګونوروسي زغره وال وسائط او بي شمیره روسي
پوځیان دمجاهدینو دمرګانیوعملیاتوپه ترڅ کي له منځه نه وي وړل
شوي. دکندهارولایت دخپل سوق الجیشي حیثیت له مخي روسانواو
په کابل کي دهغوی ګوډاګي رژیم ته لکه داوس په
څېرامریکایانواوپه کابل کي دهغوی لاسپوڅي ادارې ته ډیر د اهمیت
وړ ولایت بلل کیده، همدالامل ؤ چي دهغه دساتني اوپه هغه کي
دمجاهدینو دپوځي فعالیتونو مخنیوي ته یې ډیره پاملرنه کوله.

هغوی دکندهارښار دساتني لپاره دهغه خواوشا ډیرمستحکم امنیتي
کمربندونه جوړ کړي وو اودهغوی ساتونکي روسي اوافغان
پوځیان یې دوخت په ترټولو پرمختللیو پوځي وسائلو مجهزکړي
وو.مجاهدینوهم داوس په شاني کوښښ کاوه چي په دغه مهم
ښارباندي خپلي حملې زیاتي اوهغه ترخپلي محاصرې لاندي وساتي
.مجاهدینو ددې کار لپاره دکندهارښارچارچاپیره اوپه تیره بیادمحله
جات ،پاشمول خوشاب او .......... سیموکي دکندهارښار
دمحاصرې اوپه هغه باندې دترسره کوونکوعملیاتولپاره پوځي
کمربندونه تشکیل کړل اوپه هغوکي یې دسیمي ترټولو مجرب
اوباتدبیره مجاهدین له ښوپرمختللیو وسلوسره ځای پرځای کړي
وو.دغه مجاهدین چي شمیریې سلګونو تنوته رسیده دوخت په
بیلابیلوجهادي تنظیمونوپوري مربوط وو ،خودلته دجګړې په محاذکي
دهغوی ټولومشري دشهید ملابورجان په غاړه وه.نوموړی که څه هم
چې تنظیمي وابستګي یې دمرحوم مولوي محمد یونس (خالص) په
اسلامي حزب پوري وه خودخپل جهادي شهرت له امله یې دوخت
دټولوجهادي رهبرانوپه زړه کي خاص ځای درلود.ټولوجهادي
رهبرانود نوموړي په پوځي لیاقت ، زړه ورتیا اوعسکري پوهي
باندي پوره باور درلود اوله همدې امله يې نوموړی دکندهارپه
سطحه دکندهارښار دجنګ دلومړۍ کرښي دعمومي مسؤل په توګه
ټاکلی ؤ.دروسي یرغل په مهال دکندهارولایت دمشهورومجاهدینوپه
شاهدي شهیدملابورجان لومړنی شخص ؤ چي په رڼاورځ یې په دغه
سیمه کي دروسانواوخلقیانو(کمونستانو)په پوځي مرکزونو چریکي
حملې پیل کړې.

ملابورجان شهید دغیرت ،سرښندني،تدبیر اوزړه ورتیا یوه نمونه وه
، دهغه به پردښمن خاص رعب پروت ؤ ،په کوموپوځي عملیاتوکي
چي به نوموړی شریک ؤ دټولومجاهدینو به په هماغوعملیاتوکي دځان
په بریالیتوب باندې پوره باورؤ. د روسي يرغل په مهال یوه شپه
مجاهدینوپروګرام ترتیب کړچې دکندهارپه ښارکې دننه دروسانوپه
یوه مهم پوځي مرکز عملیات ترسره کړي ؛ ددغوعملیاتوقومانده د
ملابورجان په غاړه وه .

نوموړي دمجاهدینوله منځه څوتکړه مجاهدین انتخاب کړل چي
دهغوی له جملې څخه یوهم دافغانستان داسلامي امارت زعیم
عالیقدرامیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد ؤ.هماغه پوځي مرکزته له
رسیدوسره یې نورمجاهدین دمرکزپه شاوخواکي ځاي پرځای اودی
خپله دمرکز همجواره دیوې ودانۍ بام ته ورپورته شو هلته یې
ولیدل چې ګڼ شمیر روسان اوساتونکي خلقیان یې دمرکزپه دننه کي
دپرو (قطعو)په لوبو بوخت دي .سمدستي یې له خپلو

ملګرومجاهدینوڅخه هغه توغندۍ چي مخکي یې لا دتوغولو لپاره
چمتوکړي وې دبام سرته ورپورته او له هغه څخه یې په غافل
ګیره توګه دروسانو په هماغه بنډاري مجلس باندي ورشارټ کړې
چي له امله یې په یادمرکزکي دیره روسانواودهغوی مزدورانوته
مرګونی تاوان ورواړاوه ،خو خپل ځان او ورسره ټول مجاهدین ی
په سالمه توګه بیرته خپل مرکزته راورسول .

همدارازکله چي په کال. (۱۹۸۸) کي دکندهار ولایت دارغنداب
ولسوالۍ ته چي هغه مهال دمجاهدینو ترټولومحکم اومضبوط
سنګرګڼل کیده دروسانویوه ډیره لویه پوځي قوه راغله چي دهغې
مشري په افغانستان کي دروسي قواوود مشرقومندان جنرال بوریس
ګروموف په غاړه وه.دغه قوه دروسي پوځي چارواکوپه وینا دهغوی
د۱۲۰۰۰۰ کسیزپوځ ترټولولویه قوه وه چي په ډیر شمیر روسي
پوځیانو دزیات شمیرالوتکو اوزغره والووسایطوپه ملتیا پکي برخه
درلوده .

جنرال بوریس ګروموف په خپل کتاب (سرې لښکري په افغانستان
کي )ددې لویې قوې اودهغې په مقابل کي دمجاهدینو دسخت مقاومت
په اړه تفصیلي بحث لیکلی دی .دارغنداب ولسوالۍد کندهار ښار
شمال لوېديځ ته په پنځه کيلومتري کي یوه ګڼ مېشته کرنيزه
ولسوالي ده چي شمال ته يې شاولي کوټ، شمال لوېديځ ته يې
خاکرېز ، لوېديځ ته يې ژېړۍ ولسوالي او جنوب ختيځ ته يې کندهار
ښار موقعیت لري . روسانوځکه ارغنداب ته په دومره لوی
شمیرقوه راولیږله چي دغي ولسوالۍ دخپل ستراتيژيک موقعيت له
کبله دکندهارولایت د مرکز په ساتلو اوبایللو کي ډير مهم رول در
لود.

په دغه جګړه کي روسي ځواکونو په جنوب غربي حوزه کي یوبل
مشهورجهادي قومندان او دارغنداب دمجاهدینو عمومي مشر ملانقیب
الله دهغه له ټولو مجاهدینوسره ۳۳ ورځي محاصره کړی ؤ. شهید
ملابورجان چي دامهال دپاشمول اومحله جات په سیمه کي دروسي
ځواکونوله خوا د ور ته محاصرې ترتهدید هم لاندې ؤ دایې و نشوای
زغملای چي په ارغنداب کي دي دده نور مجاهدین وروڼه دروسانو
تروژونکو بمباریو لاندې محاصره پاتي شي .

هماغه ؤ چي له خپلو ګڼ شمیرتکړه مجاهدينو سره سیمي ته ورغی د
روسي ځواکونو په حلقه وي کرښویې دشاله لوري ناڅاپه تکتیکي
حملې وکړې چي په پایله کي یې دښمن تیت وپرک کړاومجاهدین یې
دهغوی دمحاصرې څخه راخلاص کړل .دشهید ملابورجان په مشرۍ
دارغنداب له ولسوالۍ څخه دروسي ځواکونود دغه سترې حملې په
شاتمبول ددې لامل شو چي نوربیا روسي ځواکونوترهغوچې په ۱۵
ـ۱ ـ ۱۹۸۹م کي له افغانستان څخه وتل ددې جرئت تر لاسه نکړ
چي بیادي په کندهار ولایت کي دمجاهدینوکوم مرکز محاصره اویادي
په هغه برید وکړي .دملابورجان دغي تاریخي کارنامې دنوموړی
شهرت اومحبوبیت نورهم پسي زیات کړ.دشهید ملابورجان ټول
جهادي دور دایو خارق العاده امتیازدرلود چي دښمن هیڅ کله په ده
باندي دبرید کولو جرئت په ځان کي نشوای پیداکولای ،برعکس
زیاتره وخت به دده (ملابورجان )له خواروسي او مزدورافغان
ځواکونه یې تربرید لاندي نیول کیدل.نوموړي دجهادټول وخت
دجنوب لویدیځي حوزې دمجاهدینودیو تکړه اومشهورپوځي قومندان په
توګه له روسي ځواکونوسره په مخامخ جګړوکي تیرکړی او دوه
ځلي په دغو جګړوکي سخت زخمي شوی هم دی .لومړی ځل په کال
۱۹۸۶ کي کله چي مجاهدین دکندهارښارته څیرمه دباغ پل په سیمه
کي دروسي ځواکونوله لوري محاصره شول اودی یې دخلاصون په
نیت ورغی هلته دمجاهدینودمحاصرې ترماتولو وروسته دیومځکني
ماین دانفجار په وسیله ټپي شو .دوهم ځل بيا په کال۱۹۸۷ م کي
دمحله جات په سیمه کي له روسي ځواکونوسره په هغه خونړۍ
جګړه کي زخمي شو کومه چي روسانوپه دغه سیمه کي دمجاهدینو
دلومړیو جنګي کمربندونودله منځه وړلوپه غرض پیل کړې وه
اودحاجي معاون صاحب (ملا محمدرباني ) په شمول دمجاهدینو
یوشیرنورمهم مشران هم پکې زخمیان شول. خوپه دغو دواړو
وارونوکي یې زخمي کیدل ددې لامل نشول چي دده په جهادي عزم
کي دي کمزورتیا راولي ،بلکي له هغوزخمونوبه لا مکمل نه ؤ روغ
شوی چي بیا به دعملیاتو محاذ ته ولاړ . په افغانستان کې دنجیب په
مشرۍ دکمونستي نظام ترړنګیدو وروسته ملا بورجان هم
دنورومخلصو مجاهدینوپه څیر پرکورارام کښیناست اودتنظیمي
اختلافاتوپه مهال یې دهيڅ کوم حزبي جهت په ګټه دهغوی په داخلي
غورځوپرځوکي ګډون ونکړ.

دطالبانود تحریک په تأسیس کي دشهید ملابورجان مهم رول:
په افغانستان کي دطالبانو اسلامي ـ ملي تحریک په داسي حالت کي
رامنځته شو چي دشهید ملابورجان په څیر زیات شمیر مخلص
مجاهدین دڅوارلس کلن مقدس جهاددسپیڅلو ارمانونوله ترلاسه
کولوڅخه مایوسه شوي وو.ټول هیواد دورور وژونکي نارواجګړې
سوځوونکولمبوپه سراخیستی ؤ اوپه کابل کي دیونیم ملیون
ارمانجنوشهیدانودتوقع خلاف دنړیوالوکفري دسیسو په ترڅ کي منځته
راغلې بیواکه اوفاسده اداره حاکمه وه.هغومجاهدینوچي په هیوادکي
يې دیو سوچه اسلامي نظام دپلي کیدوپه غرض بیدریغه قربانۍ
ورکړي وې ،تکلیفونه یې ګاللي وو ،ډيرشمیر خپلوان اودسنګرخواږه
ملګري یې له لاسه ورکړي وو ،هغوی ته تربل هرچا دغه ناوړه
حالت دزغملو وړنه ؤ ،هغوی که تربل هرچا داسلامي حکومت
دقائمولوپه لار کي ډیرکړاونه لیدلي هم وو، خودخپلوقوي عزائمو
اوپخو ارادو له مخي د دغو ناخوالو اودهیواددنامناسبوحالاتوپه
مقابل کي تسلیمي اوآرام کیناستل ورته له خپلو شهیدانو
وروڼوسره جفا معلومیدله .ددغو راسخ العقیده ،قوي عزمه اونه
ستړي کیدونکوجهادي لارویانوله جملې څخه یوهم شهید ملابورجان ؤ
چي دخپل پیل کړي منزل دسرته رسولوپه غرض یې
دطالبانوداسلامي ملي تحریک دمؤسس ملامحمدعمر مجاهد ننګه وکړه
اوپه ډیر اخلاص اومیړانه سره دتحریک دتأسیس له هماغه لومړي
سر څخه دهغه ترڅنګ ودرید.د۱۹۹۴ م دجولای دمیاشتي له پیل نه
بیا د۱۹۹۶ دسپتمبر تر۲۷ مي ، دکابل ترتصفيې پوري چي
دطالبانواسلامي تحریک په پوځي اوسیاسي ډګر کي کومي لاسته
رواړني درلودلې په هغوکي بي له شکه دشهید ملابورجان
دمخلصانه قربانیو ،ستومانیو اوصادقانه هلوځلوستررول ؤ .په
۵ـ۱۱ـ۱۹۹۴ کي چي طالبانو دکندهارولایت مرکز ترخپلي سلطې
لاندي راوست اوهلته یې دطالبانو داسلامي تحریک په نوم عالي
شوری تأسیس کړه شهید ملابورجان ددغي شورادیو مهم غړي
دعضویت ترڅنګ په اسلامي تحریک کي دځینو پوځي امورو تنظیم
اوترتیب هم په غاړه درلود.

هغه په لومړي سرکي دکندهار امنیه قومندان وټاکل شو ترهغه
وروسته چي کله طالبانو دهیواد دنورو ولایاتو دتصفیې اقدامات
وکړل نودهغه لپاره دپوځي سوقیاتوپه انسجام او ترتیب کي هم شهید
ملابورجان دحاجي معاون صاحب ملا محمدرباني اودتحریک د
عمومي نظامي قومندان شهیدحاجي ملامحمد اخندپه ملګرتیامخکښ
رول ولوباوه.طالبانو وکولای شول چې دهغه دعسکري
موفقوتکتیکونوپه مرسته په ډیر ه کمه موده کي له کندهارنه دکابل
ترڅنډو چاراسیاب اومیدان ښارپوري ځان ورسوي .په ۱۴ـ ۲ ـ
۱۹۹۵ دکابل په جنوب دچار اسیاب په سیمه کي شهید
ملابورجان شدید زخمي شو اودمعالجې لپاره کندهارته راغي
دلته ترلږ وخت استراحت او علاج وروسته بیرته دکابل جنوب
چاراسیاب ته دجګړې دلومړیوکرښو دتنظیمولو لپاره ولاړ
.د۱۹۹۵ دفروري دمیاشتي له دوهمي نیټې بیا د۱۹۹۶ کال داګست
ترمیاشتي پوري طالبانو څوځله دکابل دنیولو کوښښ وکړ خو
موفق نشول .وروسته شهیدملابورجان صاحب دطالبانو دقیادت په
مشوره له ختیځ لوري دکابل دنیولو په یوه بدیل عسکري پلان کار
پیل کړ . هماغه ؤ چي په ۱ـ ۸ ـ ۱۹۹۶ م کال یې ددغه نوي
پوځي پلان دعملي کولو نقشه دکابل په ختیځ کي دسپیني شګي له
استقامت څخه پیل کړه اودسپیني شګي ، حصارک
،ازري،ننګرهارولایت ،کونړ،لغمان اوسروبي له تصفیه کولو
وروسته یې په یوه میاشت او۲۶ ورځوکي دجګړې لومړۍ کرښه
دکابل ختیځي دروازي دماهي پر سیمي ته ورسوله .

دشهید ملابورجان پوځي عبقریت.
سره له دې چي شهید ملابورجان په تعلیمي لحاظ نه په کوم حربي
ښونځي کي جنګي تعلیمات ترلاسه کړي وو اونه هم دکوم حربي
پوهنتون فارغ التحصیل ؤ ،خو په موهوبوي لحاظ ورته الله تعالی
یوځانګړ ی حربي مهارت ورکړی ؤ .

دجنوب لویدیځي حوزې دمجاهدینو دشاهدۍ په استناد، چي کله به
دپخواني جهاد په مهال شهید ملابورجان په کندهارښارباندي دعملیاتو
پروګرام درلود په هغه ورځ به په ټول ښارکي دکمونستانو حرکت
،تګ راتګ تقریبا له بشپړ توقف سره مخامخ ؤ ځکه هغوی په دې پوه
وو، چي ملابورجان ددښمن داهدافو دله منځه وړلو اودهغوی
داستهداف ډیر دقیق اوتکتیکي پروګرامونه طرحه کوي له همدې
ویري به هغوی هیڅ یوه هم له خپل مرکز اوځای څخه دبهر راوتلو
هڅه نشوای کولای .دطالبانو دتحریک په دور کي هم په کوم
استقامت کي چي به شهید ملا بورجان شتون درلود هلته به دطالبانو
پوځي پرمختګ ډیر ګړندی ؤاو مجاهدین به له جنګي تلفاتوڅخه ډیر
خوندي پاتي کیدل.هغه به دهرپوځي اقدام ترعملي کیدود مخه په
هغه کي دخپل ځان دبریالیتوب اوناکامۍ په اړه یوه دقیقه
وړاندوینه کوله.

دبیلګې په توګه ارواښادملابورجان به ویل چي : زما د پوځي تجربي
له مخي مونږکابل دچار آسیاب اومیدان ښار له لوري نشو نیولای ،
خوکه مونږ همدغه پوځي اقدامات دکابل له ختیځ استقامت نه
عملي کړو نوکولای شو چي په لنډوخت کي کابل ترخپلي ولکې
لاندي راولو.

ریښتیا هم کله چي دده دمشورې له مخي دکابل دنیولو لپاره له
ختیځ لوري کارپیل شو هماغه ؤ چي څومره وخت نوموړي تعين
كړی ؤ په هغومره وخت کي کابل ښارپه مکمله توګه طالبانو
ترخپل کنترول لاندي رواست .

دشهید ملابورجان ترحم اوخواخوږي.
سره له دې چي شهید ملابورجان خپل ټول عمر په پوځي چاروکي
تېرکړی ؤ اوټول سر وکار یې له جنګي اموروسره ؤ، خو له
اخلاقي لحاظه بیا ډیر حلیم ،نرم مزاجه اوخوش طبیعته انسان ؤ
.دجهادي ژوندپه صحنه کي له خپلو ملګروسره دهغه تعامل دقران
کریم ددې مبارک ارشاد (اشداء علی الکفار رحماء بینهم ) یوښکاره
مصداق ؤ.

هغه به دجګړې په سختوشیبوکي ددې ډیرکوښښ کاوه چي په ناحقه
دچا وینه توي نه شي

دطالبانو په ټولو پوځي عملیاتوکي ده دا هیله درلوده چي دطالبانو
مخالفین ونه وژل شي ،هغوی ته باید داسي زمینه مساعده شي چې
یاتسلیم اویاهم دطالبانوله مقابلې څخه دعقب نشیني لاره غوره
کړي.په ۱۹۹۵ م \۲\۱۰مه کله چي طالبانو دمیدان ښار اولوګر
ولایتونه ترخپلي ولکې لاندي راوستل دبي بي سي راډيودپښتوڅانګې
خبریال له ملابورجان سره دطالبانو دپوځي پرمختګونوپه هکله
مرکه درلوده .دمرکې په ترڅ کي خبریال له ملابورجان څخه په دې
اړه هم وپوښتل چي تاسو ولي خپل ټول پوځي عملیات په ورځ کي
ترسره کوئ اودشپې مهال هیڅ چيري ستاسوکوم پوځي تحرک نه
وي؟.نوموړي په ځواب کې ورته وویل چي :«مونږنه غواړوچي په
غافلګیرانه توګه خپل مخالفین تر برید لاندي ونیسو ځکه په دې
طریقه دهغوی په منځ کي مرګ ژوبله زیاته راځي اومونږ نه
غواړوچي هغوی ووژل شي ، بلکي غواړو چي دهغوی دوژلوڅخه
پرته سیمي ترخپل کنترول لاندي راولو». دتعجب خبره داده چي په
وریښمین تنګي کي دده دشهید کیدلوپه ځای چیرته چي طالبانو له هغه
سره نژدې یومسجد جوړ کړی دی ، اوس هلته دکرزي ادارې
محافظینو یوه امنیتي پوسته جوړه کړې ده ،هغوئ دخپل ځان
دحفاظت په غرض دپوستې په دیوال په لوی خط لیکلي دي :دشهید
ملابورجان امنیتي پوسته !!.

یوه ورځ شهید ملا بور جان په چار اسیاب کي دجګړې په لومړۍ
کرښه کي یوشمېرطالبانوته په کومه خبره باندي په قهر شو اوڅه تر
خې خبري یې ورته وکړې کله چي خپل ځای ته راغی په خپل دغه
کار باندي ډیرخفه ؤ، بیر ته هغو مجاهدینو ته دعذرغوښتلو لپاره
ورغی ،هغوی یې ټول راضي کړل ،له هر یوه څخه یې ځانته -
ځانته بښنه وغوښته اوله ټولوسره دغیږي ترروغبړ( معانقې )
وروسته بیرته په خوشالۍ سره خپل مرکزته راغی.

دشهید ملابورجان تقوى اودیانت.
ملابورجان لکه څرنګه چي په شهامت ،زړه ورتوب، اوبهادرۍ
مشهورؤ، همداسي د دیانت ،حسنه اخلاقو او پرهیزګارۍ یوه نمونه
ؤ.دبیت المال له پیسوڅخه یې دشخصي کارونولپاره په هیڅ ډول
استفاده نه کوله نوروته به یې هم داخبره کوله چي :مجاهدین په
بیت المال کي خیانت وکړي نو ستونزي یې ډیریږي یعني بشري
اومالي تلفات یې ډیریږی .سره له دې چي ملابورجان ټول وخت په
لویومسؤلیتونوکي تېرکړی ؤ ، خو کورنۍاقتصادي وضعه یې ډیره
کمزورې وه .

.په داسي حال کي چي ده خپل ټول عمر په جهادکي تېر کړی ؤ او
دخپل شخصي ژوند لپاره یې په اقتصادی لحاظ هيڅ كار نه ؤ
كړی اونه یې هم له بیت المال څخه ناوړه استفاده کړې وه.نو
دورځني ژوند ګذاره یې تر دې اندازې خرابه وه چي دکور
دورځنیو اساسي اړتیاوو درفع کولو لپاره به یې له ملګرو څخه
پیسې قرض اخیستې اوبیابه یې هغه مشکل باندي حل کاوه.

دشهید ملابورجان شهادت :
دجهاد اوشهادت دسنګرونودغه اسطوره یي شهکار، دغیرت ،شجاعت
اوفداکارۍنمونه،دتقوی،صداقت اواخلاص سمبول ،قهرمان بي ریا
مجاهد محترم ملاامین الله صاحب ( شهیدملابورجان )د۱۹۹۶ کال
دسپتمبردمیاشتې په ۲۷ مه ،دچهارشنبې په ورځ مازدیګرمهال په
۴بجې دوریښمین تنګي په سیمه کي د مخالفینودزریدارټانګ د
مرمۍ دلګیدوله امله په شهادت ورسید ،په دي سره دخدای بخښلی
د( ۳۸ ) کلن اسلامي – جهادي اوملي ویاړمن ژوند
دعمربلیدونکې ډیوه خاموشه شوه .انالله واناالیه راجعون .

روح دي ښاد ،یاد دي تل وي .

هرګزنمیرد آنکه دلش زنده شد بعشق

ثبت است بر جریده عالم دوام ما

حافظ شیرازي

=============


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more