د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

د بلوچستان کوم ډول زلزله وه

اتل
26.09.2013

محترمو لوستونکو، اسلام علیکم
د بلوچستان په زلزله کې تلف شوو انسانانو ته د الله ج نه بهشت برین او بازمانده ګانو ته یې صبر جمیل استدعاکوم.
زلزلې متعدد ډولونه لري، او البته عاملین یې هم متعدد دي.
د پاکستان د بلوچستان لزله د تیټانیک د پلیټونو یا د مځکې د قشر د عظیمو ټوټو د جنګیدو نه را ولاړیږي.
د مڅکې ډیرعظیم پلیټونه تل د نامرئي حرکت په حال کې دي، خو د زمانې په تیریدو دغه پلیټونه یو د بل سره مخامخ کیږي او په درئ ډوله یو د بل سره ټکر کوي.
یاخو مخامخ سره ورځې او یو د بل سره سولیږي او د زلزلې سبب کیږي، یا خو یو تر بل لاندې باندې خي او بیا سره ټکر کیږي، چې زلزله یې هم بیل ډول ټکانونه لري، او یا خو دغه پلیټونه یو دبل سره په شدت لګیږي، او د ضربې د عظیم قوت په نتیجه کې دواړه لوري بیرته په شا خي.
بحر احمر یا سره بحیره د همدغه ډول ټکر په نتیجه کې خلق شویده.
بل دغه ډول پلیټونه چې فالټ لاین هم ورته وايي د امریکادکلیفورنیا په ایلت کې د سان انډریاس فاټ دئ چې کله ناکله زلزلې زیږوي.

د پاکستان د بلو چستان فالټ د هند په سمندر کې دئ، چې په تیره زمانه کې ددې فاټ د ټکر په نتیجه کې دزلزلې په وجه کوټه ورانه شوی وه، او خلکو ویل چې کوټه غرقه شوه.
خلکو به ویل: توبه توبه د خدای د زوره، کوټه یېګړه په بل مخ نسکوره.

د هند دسمندر د فالټ د زلزلې کرښه د کوټې نه د زابل او غزنې نه تیریږي، پغمان، کابل او بیا لغمان ته ځي او د هندوکش په غرونو غیب کیږي.
يو وخت د هند دسمندر د فالټ زلزلې پغمان په بل مخ اړولئ ؤ، چې په بارنامه کی یې هم ذکر شویدئ.
الله دې د دوړمې ورځې زلزله وهلو ته اجرونه ورکړي آمین.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more