د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

د پاکستان له خپلواکۍ سرغړوونکي، ډرون که اورپکي؟

اتل
20.09.2013

محترمو لوستونکو، اسلام علیکم
دا لاندې مضمون چې مشال رلدیو خپور کړي دئ، د پام وړ ټکې لري:
=====
د پاکستان له خپلواکۍ سرغړوونکي، ډرون که اورپکي؟
شنونکی غزیزالله خان وايي، پښتانه قبایل د بې پیلوټه الوتکو بریدونه د ځان لپاره د نجات یوه وسیله بولي او له ترهګرۍ د خلاصون یوه ذریعه ده.
بوریوال کاکړ
20.09.2013
پراګ : پاکستان د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د افغانستان په اړه په یوه بحث کې غوښتنه کړېده چې امریکا دې په قبایلي سیمو کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ودروي او د دې مسلې هوارولو لپاره دې ژر تر ژره خبرې وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر مسعود خان ویلي چې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه د پاکستان له خپلواکۍ سرغړونه کوي، نړیوال قوانین تر پښو لاندې کوي، عامو خلکو ته په کې مرګ ژوبله اوړي او د ترهګرۍ پر ضد د ګډې مبارزې پر هڅو منفي اغېز کوي.
په امنیت شورا کې د ډرون بریدونو مسله راپورته کول بیا به هرومرو د پاکستان او امریکا اړیکي خرابېږي او د کامیابۍ امکانات یې هم ډېر لږ دي
حسن عسکري
مسعود خان دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د افغانستان په اړه په یوه بحث کې کړې دي.

ایا په ملګرو ملتونو کې د دې مسلې د راپورته کولو له لارې به پاکستان په دې کې بریالی شي او که نه چې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو مخه ونیسي؟

د سیاسي او نړیوالو اړیکو کارپوه حسن عسکري وايي ، پاکستان اوس مهال د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په مخنیوي کې سفارتي ملاتړ نه لري.

( پاکستان که د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د نواز شریف د وینا پر مهال دا مسله راپورته کوي نو سمه ده لېکن که دوی غواړي چې په دې اړه امنیتي شورا ته وړلاړ شي نو زما په خیال به دوی ته به لومړی دا کتل په کار وي چې په دې مسله کې هلته دوی څومره سفارتي ملاتړ لري. خو اوس مهال داسې ښکاري چې پاکستان په سفارتي کچه داسې ملاتړ نه لري)

قبایلي ولس د بې پیلوټه الوتکو بریدونه د نجات یوه وسیله بولي او له ترهګرۍ د خلاصون یوه ذریعه ده.
عزیزالله خان
پر قبایلي سیمو نظر لرونکی د سیاسي چارو کارپوه عزیزالله خان مشال وايي، که د پاکستان واکداران د ملک خپلواکي ساتي نو په کار ده چې د بهرنیو وسله والو پر ضد هم ږغ پورته کړي. د ده په خبره د بې پیلوټه الوتکو تر بریدونو مخکې خو لومړی بهرنيو وسله وال قبایلي سیمو ته په راتګ د پاکستان خپلواکي تر پښو لاندې کړېده.

(په پاکستان کې ډرون بریدونه یوازې هغه خلک د ملک د خپلواکۍ پر ضد ګڼي، چې د ً سکیورټي ایسټېبلیشېمنټ ً او د پوځ د دریځ خیال ساتي. نور ولس او په خاصه توګه د قبایلي سیمو اوسېدونکي، هغوی دا نه وايي. هغوی وايي چې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه د دوی لپاره د نجات یوه وسیله ده او له ترهګرۍ د خلاصون یوه ذریعه ده. نو زه وایم اسلام اباد ته په کار ده چې د قبایلي سیمو د خلکو او په خاصه توګه د پښتنو رایه هم لږ رامخ ته کړي)
د القاعده مشر ایمن الظوهیري
پوښتنه دا ده چې که چېرې پاکستان په رسمي توګه د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو پر ضد ملګرو ملتونو ته ولاړ شي نو د دې به د پاکستان او امریکا پر وار له مخه نازکو اړیکو څه اغېز وي او که نه؟

د سیاسي او نړیوالو اړیکو کارپوه حسن عسکري په دې اړه وايي:

(د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ که به د دې مسلې د راپورته کولو ډېر زیات اثر نه وي هغه ځکه چې هلته خو به نواز شریف یوازې په خپله وینا کې په دې اړه یو څو جملې ووايي خو که دوی چېري غواړي چې د امنیت په شورا کې دا مسله راپورته کړي نو بیا به خامخا د پاکستان او امریکا اړیکي خرابېږي او هلته د کامیابۍ امکانات هم ډېر لږ دي)

که څه هم پاکستان په قبایلي سیمو کې د بې پیلوټه الوتکو دا بریدونه پر خپله خپلواکي برید او امریکايي چارواکي یې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې یوه ډېره ګټوره وسیله بولي خو په تېرو څو کلونو کې د حقاني شبکې او پاکستانیو طالبانو د ځینو غړو په ګډون د القاعده یو شمېر مهم مشران د بې پیلوټه الوتکو په دې بریدونو کې په نښه شوي او وژل شوي دي.

قبایلي پښتانه چې بیا بیا یې پر خاورې جنګونو ژوند ورتباه کړی دی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more