د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

افغانان-او-مجهول-راتلونکی

pattang
09.09.2013

[img:086c874395]http://www.nunn.asia/images/articles/us_troops_afghan_kadwal.jpg[/img:086c874395]

انتخابات د يو بل ۵ کلن جنګ تضمين کوي، او کيدای شي چې جنګ يوه بله لسيزه هم دوام وکړي، انتخابات د افغانستان د کشالې د حل لاره نه ده، ښه داده چې لومړی امريکا او طالب د افغانستان د راتلونکې په اړه يوې موافقې ته ورسيږي، او له هغه وروسته بين الافغاني تفاهم د طالب او شکيلو ډلو ترمنځ ؤشي، چې د هغه په نتيجه کې موقت حکومت او بيا وروسته انتخابات يوه لاره کيدای شي.

د طالبانو د نظام د سقوط باعث شمال ټلواله او ښاغلی کرزی نه دی، د طالبانو نظام امريکا را وپورځاوو، ښه داده چې طالب ته حق ورکول شي چې له امريکا سره خبري وکړي او ستونزه ورسره حل کړي، وروسته بيا له د انتخاباتو پرځای د جوړ شوي موقت حکومت سره خبره وکړی، همدا کار د روسانو سره د جګړي پرمهال ؤشو، مجاهدينو له روسانو سره مخامخ خبرې په روسيه کې وکړي.

د سولي عالي شورا او اوسني افغان حکومت څيري ولس، او طالبانو ته دمنلو وړ نه دي، ځکه په دوی کې داسي کسان غړي دي چې د طالب او حزب له نوم څخه يې بد راځي، او وايې چې طالب مجرم دی، حزب مجرم دی، بايد چې خبري ورسره ؤنه شي، دغه ډول څرګندوني او تعامل ستونزه نوره هم زياتوي

د امريکا او افغانستان تر منځ د امنيتې تړون لاسليکول د جنګ د دوام په معنی ده، په قطر کې د طالبانو دفتر تړل د سولي او امن اړوند نااميدي او نا هيلې پیداکړي دي

جنګ او زور دحل لاره نه ده، د افغانانو ترمنځ قناعت او توافق د ستونزو د حل لاره ده

ډيرجهتونه د سولې له پاره هڅې کوي، که موږ په دي حساس او نازک وخت کې فرصت له لاسه ورکړو، د نورو لسګونو کلونو جنګ مسؤليت به زموږ افغانانو پر غاړه وي

د سولي په اړه د مايوسي خبره سمه نه ده، ځکه معادل يې جنګ دی، مشکله به وي، خو ضروري ده چې د سولي دغه درکود حالت مات کړو

د سولي د خبرو دکاميابيدو له پاره چې ترڅو طالبان دريمګړي او وسیط ګروپ ته تياری ونه ښئې، مشکل ده چې دريمګړي او وسيط ګروپ نتيجه ورکړي، لومړی بايد طالبان، بيا امريکا او وروسته افغان دولت دا ومني چې دريمګړي او وسیط ته اړتيا شته، پدې صورت کې ممکن د سولې خبرې نتيجه ورکړي

هغه څوک چې د سولي هڅې کوي، او د ډلو تر منځ اختلاف له منځه وړي، ځواکمن خلک بايد وي، چې دريمګړيتوب وکړي، کمزوي خلک داکار نه شي کولای، او دوی بايد په په روانه جګړه کې برخه نه وي.

د جهاد پرمهال چې مجاهدين کامياب شول، ټول امتيازات او واکونه شمال ټلوالې ته ورکول شول، د طالبانو دنظام له سقوط څخه وروسته ټول امتيازات او واک شمال ټلوالې ته ورکول شو، شمال ټلوالې انتقام پېل کړ، د طالب په نوم يې هرڅوک وځورول، انتقام اخستلو طالبان بيرته فعال کړل، او طالبانو ځينې بهرنې ملګري او مرستندويان هم پيداکړل

د بهرنيانو ناوړه چلند ، دحکومت فشار او يو اړخيز نظام په هیواد کې نورو بهرنيو مداخلو ته هم لاره هواره کړه.

جګړه، اشغال، فساد او اختلاس، د املاکو غصب، دمخدره موادو کښت، قاچاق او سوداګري، بهرنۍ لاسوهني دا ټولې غميزې او ستونزې دې.

د ستونزو د حل لاره داده چې ملي بنسټ او ملي وحدت جوړ شي، ، قوي محور جوړ شي، ځکه چې ملي زعامت جوړيدل مشکل دی.

بين الافغاني تفاهم ته لاره هواره شي

دسولي په نشتوالي کې د انتخاباتو کول مشکل دی، په اوس وخت کې د انتخاباتو کول د وخت ضايع کول دی

داسي موقت حکومت جوړ شي چې ټولو جهتونو ته د منلو وړ وي

نړيوال بايد چې د افغانانو پريکړو ته احترام وکړي، او ملاتړ ورڅخه وښئې، : غربي تجربې د افغانستان په سياق کې کار نه ورکوي.افغانستان خپل سياق لري، خپلې ستونزې او خپلې حل لارې. انتخابات له لويه سره کله هم په افغانستان کې د شخړې د حل په توګه نه دی کارول شوی، او نه کامياب شوی.

د بهرنيانو د وتلو مهالوېښ وټاکل شي او په عزت سره بهرنيان خپلو ملکونو ته ولاړشي،

بهرنيان که کوم خاص هدف نه لري، د پوځي شتون پرځای دي اقتصادي او رغنيزي مرستې وکړي، او په دغه برخه کې دي دوی زيات فعاليت وکړي.

په لومړی بن کنفرانس کې خليل زاد ته ويل شوي وو چې د طالبانو او حزب اسلامي شتون اړين دی، خليل زاد ويلې وو چې دا دواړه (طالب او حزب) په صورت قطع سره له منځه تللي او بيا په هیڅ صورت نه شي راتللای، چې دا يو لويه تيروتنه وه.

داسمه ده چې امریکا او نړيوال له دولس کلونو جنګ جګړې وروسته غواړې چې خپلو ولسونو او نړيوالو ته د انتخاباتو په کولو سره ووايې چې په افغانستان کې ډيموکراسي ده، ولي دا په خپل ذات کې لويه تيروتنه ده، موقت حکومت که څه هم انتخاباتو ته ضربه ده او انتخابات نامشروع کوي، ولي دا د نړيوالي ټولني داسي مجبوريت دی، لکه د طالبانو سره د خبرو کولو، او دهغوی د ځينو مشرانو له تور لسټ څخه دنومونو ايستل.

افغان ولس د تحول انتظار کوي، ستونزه د بهرنيانو شتون دی، ازاد او خپلواک افغانانا په دي هيواد کې ترهرنامه لاندي چې وي بهرنيان نه غواړی

امريکا او پاکستان دوه مهم لوبغاړي دی. امريکا اسلام نه غواړي او پاکستان بيا ازاد، خپلواک او متسحکم افغانستان نه غواړي، او موږ افغانان هم داچې د نړۍ يو کلي يو، اوسمهال له دواړو څخه چاره نه لرو، ښه داده چې له دواړو هيوادونو سره د تفاهم لاره غوره شي.

د ولسواکۍ مفهوم بايد په افغانستان کې له سره مطالعه شي، او د جنګ عوامل هم، نړيوال دې يوازې د هغو حل لارو مالي او اخلاقي ملاتړ وکړي چې يوه بين الافغاني پروسه د خبرو او ډيالوګ په نتيجه کې پرې توافق کوي. د ميکانيزم په برخه کې بايد د افغانستان د ټولنې او ستونزې سره اړوند ميکانيزم څخه کار واخيستل شي. بيا هم تاکيد کوم چې غربي ميکانيزمونه د افغاني شخړو لپاره کار نه ورکوي.

نظرمحمد مطمئن


مسلم قلموال
09.09.2013

بسم الله الرحمن الرحیم،

پداسې حال کې چې ټول شمالیان او اقلیتونه د پښتنو په ضد سره یوځاي شوي چې ترشا یې بې پناه ډالرې کارول کیږی، دا د امریکې یوه ستره لوبه ده، ترڅو پښتانه د بدامنۍ په پلمه د انتخاباتو محروم کړي، او ټول نظام تردې هم په بده توګه د اقلیتونو لاسو ته ولویږې،،،نو په داسې یو حالت کې پښتانه بله چاره نه لري مګر داچې د طالبانو او حزب اسلامي څخه حمایت وکړي او انتخابات مکمل تحریم کړي خو که داسې وشي په افغانستان کې به دوه مخالف قطبونه جوړ شي چې انجام به یې د دوه بیلو هیوادونو په جوړیدو تمام شي، او دا هغه څه دي چې امریکا انګلیس، پاکستان او شمالیان یې غواړي.
نو د دغسې یو کار د سدباب لپاره د مطمئن صیب نظر ډیر معقول دی خو امریکا او پاکستان چیرته دغسې یوکار ته غاړه ږدي،ځکه هغوي د افغانانو د غمه مړه نه دي، نو پکار داده چې افغانان خپل مینځ کې سره سلا شي، او پردو ته غوڅ او کوټلی ځواب ورکړي، داسې دریمګړی هم نشته چې جانبدار نه وي نو زما په اند د حل لاره داده چې طالبان او حزب اسلامي د پښتنو لویو قومي مشرانو او مخورو ته مراجعه وکړي او په یو پلیټ فارم یې راغونډ کړي، او بیا ددوي په ذریعه د نورو قومونو مشران دې ته مجبور کړي چې یوه لویه بین الافغاني جرګه وکړي، مؤقت دولت رامینځته کړي، او بیا د حکومت جوړولو لپاره افغاني او اسلامي لارې چارې ولټوي.

والسلام علیکم.

م . ق


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more