د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

امریکایانو-یو-ځلې-بیا-بیوزله-کونړیان-دځان-په-وینو-ولمبول!

pattang
08.09.2013

وروڼو !

[img:8a5ea0b5ac]http://nunn.s3.amazonaws.com/Foreign_troops/crimes/afghan_locals_carrying_deid_bodies.jpg[/img:8a5ea0b5ac]

تیره ورځ یو ځلې بیا امریکايي یرغلګرو په کونړ ولایت کې (۱۶) تنه ولسي وګړي په ډیرې بیرحمۍ سره شهیدان کړل.

دغه پیښه دکونړ ولایت دوټه پور ولسوالۍ د قرو او ګنبير سيمو تر منځ ساحه کې هغه وخت رامنځته شوه کله چي دامریکايي ځواکونو اړوند بی پلوټه الوتکې دملکې خلګو یو موټر په نښه او دهغه ټول ۱۶ کسه سپرلۍ چې په هغو کې ښځې اوماشومان هم شامل ول له منځه یوړل .

په تیر یوه کال کې په کونړ ولایت کې دامریکايي یرغلګرو لخوا د بی دفاع ولسي وګړو د بیرحمانه وژلو دغه دوهمه پیښه ده چې په ډیرې بیدردي او بیرحمې سره دهغوئ لخوا ترسره کیږي .

د روان کال داپریل دمیاشتې په ۷ نیټه هم دکونړ ولایت د ښیګل ولسوالۍ په شلتن دره کې دامریکايي ځواکونو په بمباري کې ۱۱ تنه تنکي ماشومان د دریو ښځو په شمول په بیرحمانه ډول سره په شهادت ورسول شول چې دهغوئ زړه بوږنوونکي انځورونه په زیاتره نړیوالو او محلي رسنیو کې هم خپاره شول .

دکونړ دتیرې ورځې په خونړۍ پیښه کې دامریکایانو دجنایت ترڅنګ زړه دردوونکی خبره داده چې امریکايي یرغلګر دانه مني چې ددوئ په وحشیانه برید کې دي بیوزله ولسي وګړي شهیدان شوي ، بلکې ددوئ په هغه خبر پاڼه کې چې رسنیو ته يي لیږلې ددوئ د ځواکونو ویندویې لومړۍ بریدمنې ان ماري انیسیلي ددې برید په اړه داسې ویلي:

(( دا ډېره دقیقه حمله وه چې په نتیجه کې یې لس دښمنان ووژل شول او موږ د ملکیانو د وژل کېدو په اړه هیڅ راپور نه لرو))

امریکايي یرغلګر په داسې حال کې ددغې خونړۍ پیښې قربانیان وسله وال مخالفین بولي چې په کونړ کې خپله ددوئ پلوي والي او دسیمې ولسوال هم وژل شوي کسان بی دفاع ملکي کسان بولي اوهغوئ په ښکاره وايي چې دوژل شویو له جملې څخه څلور ښځې ،څلور ماشومان او څلور لوي کسان دي.

دکونړ ولایت تش په نوم والی ددې په ځای چې دخپلو مظلومو کونړیانو دفاع وکړي دامریکايي یرغلګرو دفاع کوي او دهغوئ دبرائت لپاره دا خبره کوي چې کوم موټر چې دامریکایي الوتکې لخوا په نښه شوی هغه ته په لاره کې څلور وسله وال کسان ورختلي .

که چیرې واقعا له امریکايي یرغلګرو څخه دکونړ د والي دغه دفاع ریښتیاوي چې په لاره کې دغه په نښه شوي موټر ته وسله وال کسان ورختلي وي، نو ولي امریکایانو همدغه وسله وال مخکې تردي چې موټرته وخیږي ونه ویشتلو؟

امریکایان خو دا ادعا لري چې دهغوئ دغه بي پلوټه الوتکې دڅارنې اوتعقیب په ډیرو پرمختللیو وسائلو مجهزې دي او کولای شي له ډیره لیري واټن څخه وسله وال کسان له عادي کسانو څخه تشخیص کړي نو بیا ولي امریکایانو همدغه کسان چې والي صیب يي وسله وال مخالفین بولي دسرک په غاړه دتللو په مهال په نښه نه کړل؟

که په فرض محال داخبره هم ومنل شي چې دغه موټر ته په لاره کې وسله وال کسان ورختلي نو امریکایانو د کوم قانون له مخې دڅلورو وسله والو دوژلو لپاره دموټر دټولو سپرلیو ژوند له خطر سره مخ کوي او په داسې لا پروايي سره دموټر ټول سپرلي دخپل وژونکي برید هدف ګرځوي؟

اصلا جنایت کاره امریکایانو او دهغوئ بي مروته داخلي پلویانو ته دولسي خلګو ژوند اهمیت نه لري، هغوئ یواځې دکونړ په دغې خونړۍ پیښه کې نه بلکې په تیرو ۱۲ کلونو کې دهیواد په ګوټ ګوټ کې په سلګونه ځله په عمدي توګه دغسي جنایات ترسره کړي او په ډیر وحشت اوبربریت سره یې په زرګونه ملکي کسان چې په هغوئ کې ښځې ،ماشومان او بی دفاع سپین ږیري کسان هم موجود ول دخپلو وژونکو بمونو هدف ګرځولي او شهیدان کړي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more