د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

د وطن په جدایی کې یو شعر

Abdullah Danishyar
07.09.2013

افغانستان وطنه !

له تانه لرې په پردی وطن کې ګــران وطنه

زه چـــی راغلی یمه دلته یم پــښیمان وطنه

دا اول ځل دی چی جدا ګــرځم له تا وطنه

تل په سوچونو او فکرونو شوم ستومان وطنه

په غیږ کې دې له قدره بی خبره ګــــرځیدمه

ستا جدایی کې راته اوس راځــی ارمان وطنه

مونږ ته معلومه شوه رښتیا وطن د مور په شان وي.

ته می ژوندون یی ته می روح یی ته می ځان وطنه

دانـــشیار ستا خدمت لپاره لاس په نام ولاړ دی

هم دی شــعرونو کـــی ډیر ستایی ای افغان وطنه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more