د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه


ع کريم حليمي
09.10.2013

محترم ملتوال صاحب ، السلام علیکم

زه دا د ترمو ديناميك جبر درسره منم ، او تاسو هم ترمو ديناميك جبر او قانون منئ

پس نو دا به هم منو چه : ماده نه خلق کیږي او هيڅکله نه نیستي کیږي (conservation of mass بقاء المادة )

کله چه دا دوه فیزیکي اصول مو و منل

نو بیا دا لاندي جمله به څرنګه د منلو وي ،
(کاینات دا انرژی له لاسه ورکوی یعنی دا کاینات له منځه ځی)

دا سي ضد او نقیضي نه درته معلومیږي ؟؟؟

درنښت


Naeem sadat
09.10.2013

محترم حلیمی صاحب السلام علیکم

حلیمی صاحب زه داسی فکر کوم چی تاسی د تیرمادینامیک د دوهم قانون په مورد سم تصور نلری

د فیزیک د تیرما دینامیک دوهم قانون وایی چی کاینات انرژی له لاسه ورکوی یعنی هرڅه له منځه تلونکی دی چی دیته د کایناتو تدریجی سړیدل هم وایی یعنی ماده یا دا د هستی دنیا اخر له منځه تلونکی ده
نوموړی قانون داسی وایی چی دا کاینات یا د هستی دنیا د مغلق والی له لوری د ساده توب په لور ځی
حتی موږ دا کار پخپل ماحول کی هم وینو چی هرڅه د وخت په تیریدو له منځه ځی
چی نوموړی قانون زموږ لپاره جبر دی او دا چی ولی دا قانون زموږ لپاره جبر دی او ددی جبر په مقابل کی موږ کوم اختیار لرو دا به وروسته په همدی بحث کی راشی

j



ع کريم حليمي
11.10.2013

محترم او مکرم ملتوال صاحب وعلیکم السلام

خبره د ترمو ديناميك د جبر نده ، د حرارت او انرژۍ خبره نه ده

تاسو ویلي چه چی کاینات انرژی له لاسه ورکوی او د کاینات له منځه ځي
سمه ده انژي د لاسه ورکوي زه يې منم ، فیزک وايي چه ماده نه خلق کیږي ، او نېستي کېدونکې هم نه ده ، او انرژي هم له منځه نه ځي‌ يوه انرژي‌ نه ختمیږي تغیر خوري په بل ډول واوړي ،

تر کومه حده چه زه پوهېږم ، داسي راته معلومیږي چه رب العزت دا ماده له منځه نه وړي !!!

پوښتنه دا ده کله دا ممکن ده چه کاینات دي له منځه لاړ سي ؟؟؟، هو ! کاینات خپل شکل اړوي

درنښت


Naeem sadat
13.10.2013

محترم حلیمی صاحب زه فکر کوم چی تاسی ته سوی تفاهم پیدا شوی

یو د تیرمادینامیک قانون دی چی نوموړی قانون هغه جبر دی چی تاسی یی یادونه کړی یعنی د انرژی تغیر د شکل دی چی انرژی له یوه شکله بل شکل ته اوړی چی له همدی ځایه د مشرکینو د علت او معلول طرحه رامنځته کیږی

دلته په یوه شی کی غلط فهمی ونشی چی کله زه وایم چی د مشرکینو طرح دا دا معنا نلری چی نوموړی طرح وجود نلری خو په نوموړی طرحه عقیده کول شرک دی
یا که په بل عبارت ووایم کله زه وایم چی هندوان د طبیعیت مختلفو قواوو ته عبادت کوی دا په دمعنا نه ده چی د طبعیت قواوی وجود نلری او هسی هندوان ورته عبادت کوی بلکی د طبعیت دا قواوی چی هندوان عبادت ورته کوی دا ټولی زموږ د کایناتو مختلفی برخی دی خو عقیده پری کول یا عبادت ورته کول شرک دی
چی د تیرما دینمیک همدا قانون ښاغلی کانت پخپله فلسفه کی ډیر ښه تشریح او ثبوت کړی ، ښاغلی کانت وایی چی دا کاینات یا دا د هستی نړی اصل نه ده بلکی یو فعل ده ، ښاغلی کانت وایی چی موږ د فعل په منځکی اوسیږو
او همدا خبره زموږ په ژبه یا هم د نړی په ټولو ژبو کی فعل حسابیږی
په پښتو ژبه کی ( شتون ) په فارسی ژبه کی (هستی ) په انګلیسی ژبه کی ( to be) ټول فعلونه دی او همداسی د نړی په ټولو ژبو کی شتون فعل دی

دوهم د تیرمادینامیک دوهم قانون دی چی هغه داسی وایی چی انرژی د هر بدلون سره(یعنی چی کله خپل شکل بدلوی) خپل کمیت یا مقدار له لاسه ورکوی ددی خبری معنا داده لکه ښاغلی دیکارت چی وایی چی معلول همیشه نسبت علت ته کوچنی وی یا علت همیشه نسبت معلول ته لوی وی
چی ددی دوو قوانینو څخه موږ داسی برداشت کولای شو چی ماده یا انرژی دوه ډوله حرکت لری چی یو یی تغیر او دوهم یی له منځه تلل دی یعنی دا زموږ کاینات په مرور د زمان له منځه تلونکی دی چی همدی ته تدریجی سوړوالی هم وایی

او محترم حلیمی صاحب ماده له منځه تلونکی ده یعنی الله ج دا ماده له منځه وړی او موږ ته وعده راکوی چی الله ج به د قیامت په ورځ همدا ماده بیرته په همدی شکل بیرته لکه یوه معجزه را پیدا کوی

د


Naeem sadat
22.10.2013

۷۸۶
ګرانو ورڼو السلام علیکم

په تیر پسی

ددی لپاره چی موږ د ټولنی د جوړیدو په اساساتو پوه شو موږ باید اول دا وڅیړو چی جبر او اختیار څه شی دی
هغه داسی ده چی مشرکین اصلاً په اراده باندی باور نلری چی له همدی عقیدی ماټریالیزم جوړیږی یعنی له همدی ځایه مادیت پرستی سرچینه اخلی
ددوی په نظر هیڅ کومه اراده وجود نلری
نه انسان کومه اراده لری او کومه بله مافوقه اراده شتون لری ، ددوی په نظر د طبیعت جبر یا قوانین مطلق دی او پخپل مقابل کی کوم مقاومت نلری یا موانع نلری نو کله چی د کوم جبر په مقابل کی کوم مقاومت وجود ونلری همدا پخپله اختیار مطلق دی یا مختار قهار ده
چی له همدی ځایه دوی زروان په خدای منلی او همدا د مشرکیت مرکزی فلسفه ده او وړاندی ټول مشرکیت له همدی ځایه سرچینه اخلی
ددوی په نظر انسان هم کومه اراده نلری او انسان چی هرڅه کوی د جبر د فشار لاندی یی کوی او له ځانه کومه اراده نلری

خو موږ مسلمانان بیا په اراده عقیده لرو

لومړی د الله ج اراده ده چی هغه مطلقه ده یعنی د الله ج د ارادی په وړاندی کوم مقاومت وجود نلری او هرڅه د الله ج په اراده ترسره کیږی

دوهم د انسان او د ابلیس ارادی دی چی دا دوه ارادی بیا مطلقی نه دی بلکی نسبی دی بل داچی د انسان او ابلیس ارادی موقعتی دی یعنی قید زمان او د مکان دی
چی انسان او ابلیس ته دا ارادی د الله ج په اراده ورکړل شوی ، انسان او ابلیس له ځانه کومه ذاتی اراده نلری

نسبی اراده یعنی څه ؟؟؟؟؟
انشټین پخپله د نسبیت په تیوری کی د کایناتو نسبیت تعریفوی
انشټین وایی چی زموږ نړی له حرکت څخه جوړه ده ، چی همدا د هندویزم علت او معلول یا تیرمادینامیک ښییی چی انرژی خپل شکل تغیروی چی له همدی ځایه حرکت منځته راځی یعنی زموږ کاینات د حرکت کاینات دی او حرکت بیا داسی تعریفوی چی حرکت نسبی دی یعنی یو شکل نسبت بل شکل ته حرکت کوی
د هندویزم له نظره دا نړی دوه اړخه لری چی یو یی اصل دی او بل یی شکل دی چی دوی یی اصل په شکل مقدم ګڼی خو عبادت دواړو ته کوی
بودا بعد له هغه چی څو کاله یی په ځنګله کی تیر کړه نو دا دعوه یی لرله چی زه د نړی اصل بغیر له شکله لیدای شم
د انشټین د نسبیت تیوری هم دا شکلونه داسی تعریفوی چی دا شکلونه د اصل چی انرژی ده د حرکت په صورت کی رامنځته کیږی شکلونه همیشه تغیر خوری خو اصل هیڅکله تغیر نه خوری
چون ټول شکلونه له یو اصله پیدا شوی او دوی بخپل منځکی کوم ذاتی تفاوت نلری نو په همدی خاطر ددوی حرکت نسبت یو او بل ته دی
یعنی د انشټین له نظره د یوه شکل حرکت نسبت بل شکل ته معنا پیدا کوی او که چیری د یوه شکل حرکت نسبت بل شکل ته نه وی نو دا حرکت بی معنا کیږی او کومه معنا نلری او دیته موږ حرکت نشو ویلی
چی زه به یی یو مثال درکړم
که چیری موږ یو موټر فرض کړوچی نوموړی موټر پر سرک حرکت کوی نو دا موټر نسبت نورو شکلونو ته حرکت کوی یعنی نسبت هغه غرونو ته هغه کورونو ته او هر هغه څه چی په نوموړی سیمه شتون لری حرکت کوی او که چیری پرته له نوموړی موټره کوم بل شکل شتون ونلری نو ددی موټر حرکت بی معنا کیږی او دیته موږ حرکت نشو ویلی
دوهم مثال داچی کله چی موږ وایو چی دا موټر غټ یا کوچنی دی دلته هم غټوالی یا کوچنیوالی نسبت نورو شکلونو ته معنا پیدا کوی او د نورو شکلونو په نه موجودیت کی غټ والی او کوچنی والی بی معنا کیږی
او داچی انشټین وایی چی د نور حرکت مطلق دی یعنی نسبی نه ده دا هم د همعغه هندویزم څخه سرچینه اخلی ددوی په نظر نور د نړی د اصل څخه د شکلونو دنیا ته را ننوځی خو پخپله شکل نلری چی له همدی ځایه نور ددوی لپاره مقدس دی
که زموږ په افغانستان کی تلویزیونه وګوری د اکثرو نومونه یی د نور پوری تړاوو لری
نور ، طلوع ، لمر ، خورشید ، نورین ، ستاره او داسی نور او د کومو چی نومونه یی د نور پوری تړاوو نلری نو هغوی بیا ټول سیمبولنه له نور پوری تړاوو لری لکه سترګه او داسی نور چی دا کار بیا پخپله هم تجربه کولای شی
د انشټین فیزیکی ماټریالیزم دا معنا ورکوی چی ددی نړی شکلونه یو او بل ته معنا پیدا کوی یعنی د غره شتون ډبری ته معنا پید ا کوی او د ډبری شتون غره ته معنا پیدا کوی
چی دا مطلقه غلطه خبره ده
انشټین د انسان اراده مطلقه له خپلی تیوری باسلی چی دا کار یی د هندویزم په اشاره کړی ده ، دده په نظر د انسان اراده د نړی په شکلونو کوم تاثیر نلری او ددی نړی شکلونه د انسان له ارادی پرته مستقلانه یو بل ته معنا لری او خپل شتون ثابتوی
دا خبره سمه ده چی دا نړی نسبی ده خو دا خبره غلطه ده چی ددی نړی شکلونه مستقلانه یو بل ته نسبی دی
دا نړی نسبی ده یا دا شکلونه نسبی دی خو دا شکلونه نسبت د انسان ارادی ته نسبیت لری یعنی خپل موجودیت ثابتوی
په اصل کی خو دا نړی پخپل داخل کی شکلونه نلری دا شکلونه خو زموږ په سترګو کی دی یا موږ دا شکلونه سره بیل کړی او نومونه مو پری ایښی
د غره لپاره د ډبری شتون بی معنا ده او د ډبری لپاره د غره شتون بی معنا ده ځکه چی دواړه په اصل کی سره یو دی او هر یو یو له بله ناخبره خپل فعل اجرا کوی هم غر او هم ډبره نسبت د انسان ارادی ته خپل شتون ثابتوی یا معنا پیدا کوی
دا موږ یو چی دا شکلونه سره تفریق کوو دا زموږ د ارادی لپاره دا غر دی ، دا سیند دی ، دا هواده او دا اسمان دی یعنی ددی نړی شکلونه نسبت زموږ ارادی ته معنا پیدا کوی او بغیر زموږ له ارادی ددی نړی ټول شکلونه بی معنا دی
ددی خبری د ښه تفصیل لپاره د کوانتوم فیزیک ته مراجعه وشی کوانتوم دا خبره ډیره ښه څیړی او د انشټین تیوری ردوی
اوس به راشو د انسان او دابلیس ارادی ته
الله ج د انسان وجود له خاوری او له خټی جوړ کړی چی دا ددی کایناتو جز دی او ددی کایناتو قوانین پکی چلیږی
خو ستونزه دلته ده چی انسان د همدی قوانینو په مخالف جهت حرکت کوی یعنی انسان ددی قوانینو په مخالفت کی روان دی

ژوند څه شی دی ؟؟؟؟

کله چی موږ په لاره روان یو او په لاره کی یوه ډبره ووینو نو موږ ته هیڅکله هم دا شک نه را پیدا کیږی چی دا ډبره ژوندی ده
او کله چی دا ډبره حرکت کوی یعنی د غره له سره رارغړی بیا هم موږ نه وایو چی دا ډبره ژوندی ده ځکه چی نوموړی ډبره د دی طبیعت د قوانینو سره مطابق حرکت کوی
خو که چیری دا ډبره د طبعیت یا د فیزیک د قوانینو په مخالفت حرکت وکړی نو موږ دفعتاً وایو دا ډبره ژوندی ده یعنی خپله اراده لری او پخپله اراده روانه ده
کله چب په یوه خوړ کی اوبه له پاسه کوزی خواته رارونی وی او ډبری را رغړوی نو موږ ته کوم سوال نه پیدا کیږی خو که یوه ډبره په همدی خوړ کی سر پورته روانه وی موږ نوموړی ډبری ته د ژوندی خطاب کوو
له همدی ځایه موږ ژوند داسی تعریفولای شو چی ژوند هغه اراده ده چی د فیزیک د قوانینو په مخاف جهت حرکت کوی
چی همدا کار موږ او تاسی هره ورځ کوو کله چی موږ کرځو ، کله چی موږ غږیږو ، کله چی موږ ډوډی خورو او بل هر یو فعل که اجرا کوو حتی چی ژوند کوو دا هم فعل ده دا ټول موږ د فیزیک د قوانینو سره په مخالفت کی کوو چی همدا زموږ د ارادی د شتون لوی ثبوت دی او موږ چی هرڅه جوړوو هغه هم د فیزیک د قوانینو په مخالفت کی جوړو

دوهم دفیزیک د تیرما دینامیک دوهم قانون دی چی زموږ کاینات ورځ له بلی سړیږی او تدریجی خپله انرژی له لاسه ورکوی که چیری دا قانون شتون نلرلای نو انسان کولای شول چی دایمی ماشین جوړ کړی چی بغیر به له کوم مصرفه دایمی چلیده
او بل ددی کایناتو شکلونه د مغلقتوب لخوا د ساده توب خواته روان دی ، ټول مغلق شکلونه تجزیه کیږی او له منځه تلونکی دی ددی خبری معنا داده چی الله ج ددی کایناتو د جوړولو په سرکی یوه اندازه انرژی ایښی چی ددی انرژی په له منځه تللو سره دا کاینات هم له منځه ځی چی له همدی ځایه په محاسبه کی اذل ډیر مهم دی
خو انسان برعکس ددی قانون هم په مخالفت کی روان دی ، انسان او انسانی ټولنه د ساده توب له پلوه د مغلقتوب په لوری روان دی
اوس پوښتنه دا را پیدا کیږی چی کله انسان الله ج له خاوری څخه پیدا کړی او خاوره خو د همدی کایناتو جز یا یو شکل دی او د همدی کایناتو قوانین پکی چلیږی نو بیا ولی انسان ددی نړی د قوانینو په خلاف روان ده او ددی نړی قوانین ردوی

هغه داسی ده چی کله الله ج انسان له خوری جوړ کړ نو الله ج پدی خاورینه ناوکی کی د انسان روح ځای پر ځای کړ چی نوموړی روح ددی کایناتو جز ندی او ددی کایناتو د قوانینو تابع ندی او برعکس ددی کایناتو د قوانینو مخالفت کی دی
او داچی نوموړی روح ددی کایناتو جز ندی په همدی خاطر نوموړی روح ددی کایناتو په قوانینو نشی پیژندل کیدای
زموږ روح ددی لایتناهی کایناتو سره په مخالفت کی دی او زموږ اختیار له همدی ځایه سرچینه اخلی یعنی کله چی ددی نړی قوانین چی زموږ بدن هم له همدی قوانینو جوړ شوی زموږ روح تحریکوی نو زموږ روح عکس العمل ښییی چی په همدی تضاد کی زموږ د روح همدا عکس العمل زموږ اختیار ده
او زموږ روح یواځی د همدی قوانینو په مقابل کی عکس العمل ښودای شی او بس او بل څه نشی کولای چی له همدی ځایه زموږ اراده نسبی ده او نسبت همدی قوانینو ته ده
دوهم د ابلیس اراده

هغه داسی ده کله چی ابلیس له الله ج د چانس غوښتنه وکړه نو الله ج ابلیس ته چانس ورکړ او د انسان په وینه کی ی ځای ورکړ او ابلیس وویل چی زه به پر انسان حمله کوم له پاسه له کوزه له یوی خوا او له بلی خواه
الله ج ابلیس ته زموږ په بدن کی ځای ورکړ کوم چی ددی نړی جز دی او ددی نړی قوانین پکښی چلیږی یعنی ابلیس د همدی نړی د قوانینو په واسطه پرموږ حمله کوی چی همدا د ابلیس اختیار ده او زموږ پر روح کوم تاثیر نلری خو دهمدی قوانینو یا د جبر په واسطه غواړی چی زموږ روح قبضه کړی
د ابلیس اراده هم مطلقه نه ده د ابلیس اراده هم نسبی ده نسبت زموږ ارادی ته یعنی د ابلیس اراده هم یواځی دا صلاحیت لری چی زموږ روح تحریک کړی او بس یعنی د اختار نسبی دی نسبت زموږ اختیار ته
یعنی زموږ اراده د ابلیس ارادی ته موانع ده او د ابلیس اراده زموږ ارادی ته تحریک کونکی یعنی جبر دی او زموږ او د ابلیس ارادی یواځی په همدی تضاد کی شتون لرلای شی او بس
مثلاً که د یوی خواه اختیار له منځه ځی نو د بلی خواه اختیار هم له منځه ځی او نه انسان او نه ابلیس د کوم دریم انتخاب حق نلری
دا تضاد هغ وخت له منځه ځی چی موږ د مر ملایکی په سترګو ووینو په هغه وخت کی موږ نور دا اختیار نلرو او نور زموږ عبادت یا توبه کول به هم معنا ونلری چی دا د همدی تضاد اخر دی یعنی اخرت دی
دا زموږ انفرادی اخرت یا اخر دی خو موږ یو عمومی اخر ختم یا اخرت هم لرو چی هغه قیامت ده چی هغه د قیامته مخکی د ټول دنیا له منځه تلل دی او په همدی ځای د انسان او دابلیس عمومی تاریخ ختمیږی نور به بعد له هغه یو انسان هم اختیار نور ونلری او جبر به هم ختم شی چی دا عمومی اخرت دی او بعد له قیامته یعنی دوباره ژوندی کیدو څخه به د حساب او کتاب ورځ وی

چی لدینه داسی نتیجه ګیری کولای شو

۱ : د الله ج اراده ده چی مطلقه ده هغه قید د زمان او مکان نه ده او د الله ج د ارادی په مقابل کی کوم مقاومت نشته الله ج قادر دی او هرڅه د الله په اراده رامنځته کیږی

۲: د انسان او ابلیس ارادی دی چی دا دوه ارادی مطلقی ندی بلکی نسبی دی نسبت یو بل ته او د یو او بل په مقابل کی موانع دی یعنی یو د بل په مقابل کی متضادی دی او بله دا خبره چی دا دوه ارادی یوځی په همدی تضاد کی شتون لرلای شی او بس


پتوال
23.10.2013

نعیم سادات (ملتوال) صاحب ډیره پخه او ژوره دې رانیولې ده !، د هندوانو او بودايانو مذهبي ناسیونالیزم دچا په خیال کې هم نه ګرزي او نه يې د همدغه (بودايي) دین له پلویانو پرته بل څوک مني. لا هم مطرح خو زوړ شوی ناسیونالیزم همغه له ۱۹ بیړۍ څخه راپیل ناسیونالیزم دی چې ښاغلي محمود سعید پرې بشپړ تفصیلات وړاندې کړي دي.
البته حب الوطن من الایمان یعنې د وطن مینه د ایمان جز ګڼل شوی او هر وطن یو مشخص جغرافیوي موقعیت او مشخص ولس هم لري، کوم چې یواځې په خلافت پورې محدود نه پاتې کیږي او په دې توګه د ملتپالنې مهمې برخې په کې لیدل کیږي، خو د ملتپالنه نور منفي اړخونه هم لري چې د اسلام سره اړخ نه لګوي.
اسلامي امت پالنه د ابراهیمي ملتپالنې په نامه یواځینۍ ملتپالنه ده چې منفي اړخونه نه لري، ولې دا ملتپالنه یو واحد نړیوال اسلامي خلافت دخپل ځای او اساس په توګه ایجابوي، څو وده وکړي او په زړه پورې نتیجې ورکړي. خو دا نړیوال اسلامي خلافت ښايي د مهدي او عیسی علیهم السلام له راتګ مخکې کوم عملي امکان بیدا نکړي، بلکې برعکس د امریکا په مشرۍ یونړیوال دَجّالي ناسیونالیزم یا شیطاني امت واکي مخ په خپرېدو ده چې هر اسلامي خوځښت په بم او راکټ ولي. د اسلامي عربی هیوادونو دملي اقتصاد ګټې وټې ( توره ‌طلا)
د اسلامي خلافت په وړاندې لا بله سخته ستونزه ده چې په هیڅ قیمت به دغه ګټې له نورو اسلامي هیوادونو سره د شریکولو له پاره له لاسه ورنکړي.
نو د خلافت یا نړیوالې اسلامي امت واکۍ پلي کولو ته هیڅ ډول عملي چانس او شونتیا نه ده پاتې . البته که لومړی د هرهیواد د مسلطې ملتپالنې په چوکاټ کې ملي امت واکي رامنځته کړي او بیا یو خلافتي کنفدراسیون سره جوړ کاندي او په اوږود مهاله توګه د یو واحد نړیوال اسلامي خلافت د رامنځته کولو له پاره هڅې سره شریکي کړي نو ښايي چې انشا الله بري ته ورسیږي!
والسلام


Naeem sadat
24.10.2013

ګراڼو وروڼو السلام علیکم

محترم پتوال صاحب په خیر راغلی بعد له ډیره وخته ، ما فکر کاوه چی تاسی نور له سیاسته لاس اخیستی ځکه چی ستاسی ټوله سیاسی فلسفه ماته شوی او له کاره لویدلی خو دا چی تاسی لاهم له سیاسته لاس ندی اخستی دا ډیر د خوښی ځای دی

او ستاسی د پاس لیکنی په باره کی باید ووایم چی پتوال صاحب بحث یا دا لړی لا پاته ده چی وړاندی پری راځم د کیپلینګ نشنلیزم به هم وړاندی په بحث کی راشی او له ټولو مهمه خبره داده چی په د راتلونکی لیکنه کی به نشنلیزم په پوره ډول تعریف شی ، استعمار او استشمار به تعریف شی
خلاصه پتوال صاحب اندیښنه مکوه انشاالله یو د ریا رنګ به هم خطا نشی او دا ټول رنګونه به پخپله اصلی څیره کی لوستونکو ته وړاندی شی

مننه


پتوال
25.10.2013

ملتوال صاحب ته سلامونه !
[quote:1196a7c314]تاسی نور له سیاسته لاس اخیستی ځکه چی ستاسی ټوله سیاسی فلسفه ماته شوی او له کاره لویدلی[/quote:1196a7c314]

که ما له سیاسته لاس اخیستی هم وي، علت به يې هغه څه نه وي چې تاسې انګیرنه کړې، بلکې علت به يې داوي چې سیاست نور جالب نه دی، ځکه چې هیڅ سیاسی فلسفه نه لري. افغاني سیاستوال دواړو خواو ته خپله کومه سیاسی فلسفه نه لري او دا طبیعي هم ده، ځکه چې دوی د ګوډاګیتوب له شیطاني کړیو څخه نشی راوتلای او د ګوډاګیتوب په کړیو کې ښکیل افغانان خپل فکر نه لري نو سیاسی فلسفه خو لا ډیره لرې خبره ده !
کومې سیاسی فلسفې چې ماتې شوي هغه دوه دي: یوه افراطي وه چې د تاریخ پنځمه مرحله يې له خيټې څخه اختراع کړې وه او بله تفریطي یا له تاریخ څخه د انکار فلسفه ده، نو دتاریخ پړاوونه هم نه مني او یا صرف دتاریخ بدرګه کونکي افکار مني او د تاریخ پر ځای د هغه اړونده افکاروته واقعیت وايي!

نو دسیاسي فلسفې دغه دواړو شکلونو ته پهپله دتاریخ واقعیت ماته ورکړې ده او دې ته ضرورت نه دی پاتې شوی چې افکار دې هم ماته ورکړي.

خو سادات صاحب ستاسې لیکنه په غور لولم او توفیق درته غواړم چې داسې يې وغځوې چې ډیرلوستونکي ترې ګټه پورته کړي.
په درنښت.


paylituzu
16.06.2017

ګراڼو وروڼو السلام علیکم
[url=https://www.golden-slot.com][color=#CBB58C:7d1c6b5c58]Goldenslot Casino Online[/color:7d1c6b5c58][/url]
[url=http://www.ymt8282.com][color=#CBB58C:7d1c6b5c58]Gclub Casino[/color:7d1c6b5c58][/url]
[url=http://www.ymt3355.com][color=#CBB58C:7d1c6b5c58]Gclub จีคลับ[/color:7d1c6b5c58][/url] :lol: :lol: :lol:


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more