د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

ننګرهار: د سیمي خلکو له طالبانوسره نښته کړې

اتل
26.08.2013

قدر منو لوستونکو، سلامونه او احترامونه مو ومنئ
د آزادۍ رادیو رپوټ ورکړي چې د ننکرهار د ولایت د اچین د ولسولئ خلکو د خپلې ولسوالۍ د اجرائیوي مدیر د تښتولو نه وروسته دطالبانو سره جګړه وکړه.

پدې وروستیو وختو کې چې طالبان د جنګ د میدان د سړیو د قلت سره مخامخ شویدي، دوی پنجابي او نو ر خارجي ترورستان د خپل ولک کلیو او ولسونو ته ورسره بیایي چې خپل وطنداران پرې ووزني، سپک یې کړي او د هغوی د ناموس بې عزتي وکړي.
ولسونه دا شرائط نشي زغملئ یو پر بل پسې را پاڅیږي او د طالبانو نه خپلې سیمئ پاکوي.

دا ځلې د اچين په ولسوالۍ کې خلکو ته دمدیرنورګل تښتول بهانه شولل او طالبان یې د خپلې علاقې نه پسې واخیستل:
===
ننګرهار: د سیمي خلکو له طالبانوسره نښته کړې
04.06.1392
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي ډاکټر عصمت الله شينواري ازادۍ راډیو ته په ټلیفوني اړیکه کې وویل، چې دغه نښته د یکشنبې په ورځ هغه مهال رامنځته شوه،چې د اچين ولسوالۍ اجرايوي مدير نورګل خان وسله والو طالبانو له موټره ښکته کړ او له ځانه سره یې بوته.

عصمت شينواری وايي،دا چې نورګل خان د هماغې سیمې اوسیدونکی و،نو د خپل قوم کسان راپورته شو او له وسله والو طالبانو سره يې په نښته لاس پورې کړ،چې په نتجه کې خپل مدیر،د هغه زوی درې تنه نور ولسي خلک او دوه تنه طالبان ووژل شو او دارنګه یو تن طالب اوس د سيمې خلکو ژوندۍ نيولی:

وسله والو طالبانو هم تر اوسه رسنيو ته د اچين ولسوالۍ د وسله والې نښتې په اړه څه نه دي ویلي.

ننګرهارـ شاه محمود شینواری


pattang
26.08.2013

شينواري خو تل راشنخواره وو لکه چې cia يې جيبونه شه ور ډک
کړي وي.


اتل
26.08.2013

پتنګه وروره، اسلام علیکم
ځواب چې نلرې، نو یو لوی قوم ته هم سپکاوئ مه کوه.
افغانستان د قومونو نه جوړ دئ، که ته شینوارو ته سپکاوئ کوي، دا د ټول افغانستان سپکا وئ دئ. ټه پخپله پښتون يې او که څه بلا.
که دپښتنو یوې کتلې ته سپاوئ کوې ، په حقیقت کې ځان سپکوي.
آلله دې د نیکو هدایت درته ومړي


pattang
26.08.2013

خبرې به ښکاره کوو په شينواريو کې نر مجاهد هم شته او پښتانه
هم پکشې شتته بېله شکه او بې غيرته هم ! خو په دواړو د شينواري
نوم يادېږي !
انشاالله چې لوستونکې زما په مقصد پوهېږي ته نواوس وروره
مالګې مه پکشې دو ړوه !

[quote:a1d33f336a="اتل"]پتنګه وروره، اسلام علیکم
ځواب چې نلرې، نو یو لوی قوم ته هم سپکاوئ مه کوه.
افغانستان د قومونو نه جوړ دئ، که ته شینوارو ته سپکاوئ کوي، دا د ټول افغانستان سپکا وئ دئ. ټه پخپله پښتون يې او که څه بلا.
که دپښتنو یوې کتلې ته سپاوئ کوې ، په حقیقت کې ځان سپکوي.
آلله دې د نیکو هدایت درته ومړي[/quote:a1d33f336a]


Takal Afghan
27.08.2013

زه دازادۍ په راډیو اعتبار اوباور نلرم او نه دغه راډیو بیطرفه ده
ازادۍ راډیو ته دامریکا کانګریس لګښت ورکوی
نن ورځ بی پری رسنۍ نه شته
د بي سي سي او ازادۍ راډیو خبري داسي بی معنی او بی اعتباره دي لکه د سنټکام دحشمت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more