د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

د حکيم شجاعي لخوا د ولسي خلکو د وژنې لړۍ لا هم پای ته نه ده رسيدلې.

pattang
18.08.2013

د حکيم شجاعي لخوا د ولسي خلکو د وژنې لړۍ لا هم پای ته نه ده رسيدلې.

[img:39fd6c9a49]http://rohi.af/cp/FCKeditor/userfiles/shujaai2.jpg[/img:39fd6c9a49]

[img:39fd6c9a49]http://rohi.af/cp/FCKeditor/userfiles/shujaai_newsnengarhar.jpg[/img:39fd6c9a49]

وړمه ورځ د حکيم شجاعي په نامه د کريم خليلي د يوه قومندان پلويانو د خاص ارزګان ولسولۍ په (کوچک) کلي کې دخلکو پر کورونو بريدونه کړي دي، کليوال يې ډېر وهلي ډبولي او يو شمېر کورونو ته يې اور اچولی دی. يوه درې کلنه نجلۍ په اور کې سوځېدلې او يوازې اېرې او سکاره يې پاتې شوي. ۱۴۵ تنه ټپيان شوي، چې د ۴۸ تنو حالت يې ناوړه دی. کله چې کليوالو هڅه کوله ټپيان په ترينکوټ کې روغتون ته ورسوي د شجاعي ملاتړو يې مخه ونيوله او يوازې ۲۵ تنه روغتون ته په رسېدو بريالي شول. پرون په زرګونو کسانو په ارزګان کې د شجاعي د وحشت پر وړاندې لاريون وکړ چې له امله يې بازارونه تړلی وو.

شجاعي د ولسمشر د دويم مرستيال کريم خليلي له قومندانانو څخه دی چې پخوا يې هم په ارزګان کې په لسګونو کسان وژلي، خو د خليلي د ملاتړ له امله يې څوک نه شي نيولای. دې ته ورته په بغلان او کندز کې هم يو شمېر توپکوال د ولسشمر د لومړي مرستيال تر حمايې لاندې بېګناه خلک وژني او حتی د ملي اردو منسوبين يې ووژل، خو لاهم آزاد ګرځي.

د روان کال د مارچ په يولسمه نېټه يوه امريکايي پوځي (رابرټ بېلز) د کندهار په پنجوايي کې تر هغه وروسته چې له خپلو ملګرو سره يې يو له غچه ډک فلم وکوت، په احساساتو راغی او خپل پوځي کمپ ته په څېرمه دوو کليو (بلندي او الکوزي) کې ۱۶ تنه بې ګناه کليوال ووژل. بېلز ونيول شو او بيا امريکې ته يوړل شو. تېره اونۍ د امريکې په واشنګټن ايالت کې د ده محکمه روانه وه او د څارنوالانو په وينا نوموړي په بشپړو حواسو بېګناه کلیوال وژلي دي او له همدې امله ښايي نوموړي ته د اعدام سزا ورکړل شي.

موده وروسته د کندهار په ګاونډ ارزګان کې د سيمه ييزو پوليسو يوه قومندان (حکيم شجاعي) هم د خپلو ملګرو په غچ کې چې طالبانو وژلي وو، ۱۷ تنه بېګناه کليوال ووژل. دا لومړی ځل نه و چې شجاعي بېګناه خلک وژل، بلکې د ده د قربانيانو تومار تر ۱۲۱ تنو رسېږي چې يوازې پنځلس تنه يې سنګسار کړي دي. نوموړي په خاص ارزګان او مالستان ولسواليو کې د لارې پر سر امنيتي پوستې جوړې کړي چې دا پوستې له عامو خلکو باج اخلي او د خلکو پر ناموس تېری کوي. نوموړی تر عام وژنې وروسته له خپلو وسله والو سره په سرو سترګو له سيمې ووت او وروسته په ډېرې سپينې سترګۍ تر کابله هم راورسېد. يو ځل نوموړی د ارزګان د وکيلانو له شکايت او ريپوټ سره د پوليسو له خوا ونيول شو، خو ډېر زر د ولسمشر د دويم مرستيال کريم خليلي په امر خوشې شو. د محقق او خليلي ډلو د دې پرځای چې د ده جنايتونو وغندي، له ده څخه ملي قهرمان جوړ کړ او په کلکه يې ملاتړ ترې وکړ. د يادونې وړ ده چې شجاعي په ارزګان کې د ګلم جم په نامه هم مشهور دی.

د شجاعي پر ضد د خلکو لاريونونه

د روان کال د سپټمبر په دويمه نېټه د قومندان مېر علم او قومندان قديرک تر قوماندې لاندې اربکيو د کندز پر کنم کلي بريد وکړ او د ښځو او ماشومانو په ګډون يې ۱۶ تنه بېګناه کليوال ووژل. کليوالو خپل مړي د امنيې قومندانۍ مخې ته راوړل او د عدالت استغاثه يې وکړه. د پېښې عاملين نه يوازې ونه نيول شول، بلکې د سپټمبر په ۹ نېټه يوځل بيا وسله والو اربکيانو د ارچي ولسوالۍ پر خلکو ګولۍ وچلولې. حکومت د معمول په څېر د څېړنې لپاره يو پلاوی وټاکه، چې تر اوسه يې بيا چا پايلې وانه ورېدې. قومندان مېرعلم هغه قومندان دی چې په نېغه توګه له مارشال فهيم او بسم الله خان څخه اوامر ترلاسه کوي او د دوی په ملاتړ سرې سترګې ازاد ګرځي.

د اکټوبر په ۲۵ نېټه د محمد کمين په نامه د سيمه ييز پوليسو يوه بل قومندان په بغلان کې د ملي اردو پر يوې قطعې بريد وکړ او درې تنه افسران يې ووژل، خو د دې پر ځای چې نوموړی ونيول شي او په سزا ورسول شي ، تر يوې مياشتې وروسته يې يوازې د برطرفۍ امر وشو چې دهغې په غبرګون کې هم نوموړي خپل افراد د مرکزي بغلان پر ولسوالۍ ورمارش کړل او له پوليسو سره په نښته کې يې دوه تنه نور پوليسان هم ووژل. اوس د کورنيو چارو وزارت وايي چې د کمين په اړه به تحقيات پيل کړي!؟

د طالبانو د رژيم له نسکورېدو سره په بن کې د نورو پرېکړو تر څنګ دا پرېکړه هم وشوه، چې جنګي جنايتکاران به محاکمه کېږي او انتقالي عدالت به پلی کېږي. له همدې امله د مؤقت او انتقالي حکومت پر مهال پخواني جنګسالاران لکه جنرال دوستم، محمد محقق، کريم خليلي، قومندان فهيم، قومندان عطا او نور سخت په وېره کې او د خپل سر خير يې غوښت، خو کله چې قومندان فهيم مارشال شو، قومندان عطا د بلخ والي، تورن اسماعيل خان د هرات والي او دوستم د جوزجان والي شو، د دوی په رګونو کې بېرته ساه چلېده. ياد کسان او ورسره تړلې ډلې په تېرو يولسو کلو کې نه يوازې محاکمه نه شول او نه يوازې د دوی په اړه د بشري حقونو د کمېسون د رېپوټ مخنيوی وشو، بلکې په اقتصادي، سياسي او مافيايي ځواکونو هم بدل شول. اوس چې يو ځل بيا په افغانستان کې د سولې په اړه خبرې کېږي، يادو جنګسالارانو په براعلی توګه د افغانستان په شمال، مرکز او لوېديز کې خپلو افرادو ته د وسلو وېشل پيل کړي دي او خپلو وسله والو ډلو ته يې د شوکې، وژنې او جنسي تېريو پوره واک ورکړی دی. دمارشال فهیم وينا چې په تخار کې يې د خپل قومندان په اړه د ملي امنيت شورا رييس (سپنتا) ته کړې وه:«پدر کسې هم اونا را ګرفته نمې تانه»، په رښتيا چې څوک برګ هم نه شي ورکتلای.

کله چې روسان له افغانستان څخه ووتل، نو د ډاکتر نجيب رژيم شاوخوا څلور لکه وسله وال ځواکونه لرل. جهادي تنظيمونو په ټول ځواک او د پاکستان په بشپړ ملاتړ سره هڅه وکړه چې جلال آباد ونيسي، خو زور يې ونه رسېد. مګر وروسته هغو ډلو او ملېشو چې ډاکتر نجيب په خپل لاس راپورته کړې او جوړې کړې وې، دی له پښو وغورځاوه.

اوس هم د افغانستان د وسله والو ځواکونو شمېر شاوخوا ۳۵۰ زرو تنو ته رسېږي او امکان نه لري چې د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته، چې د جهاد انګېزه هم ختمېږي، طالبان په دې بريالي شي چې د افغانستان حکومت له پښو وغورځوي. خو د کرزي د کارنامو له برکته همدا مارشال، خليلي، بسم الله خان، قومندان عطا، دوستم او تورن اسماعيل خان به دی له پښو غورځوي او د دار ستنې ته به يې خېژوي. او ورسره به زموږ جګړه ځپلی هېواد يو ځل بيا د ګاونډيانو د وزلوبې او کورنۍ جګړې په سره تبۍ اوړي.

د جنګسالارانو او جنګي جنايتکارانو نه خلع کېدل د افغانستان لپاره تر ټولو لوی ګواښ او د کرزي نه بښل کېدونکی ملي خيانت دی.

ستاسې تبصرې
دیدار
حکیم شجاعی خو د کرزی او خلیلی خاص سړی دی او دا یی پښتنو ته ساتلی دی چی پښتانه و وژنی ، او کله چی پښتانه دداسی یو بی دینه او ظالم انسان په ضد ودریږی نو کرزی خان بیا ملی اردو(ارودوی پنچشیر و هزرا) ته امر کوی چی ورشی او دا پښتانه له دی ځای څخه ورک کړی ، بس ګیله به د چا څخه وکړی الله دی ظالم تباه کړی

زموږ خبــــره


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more