د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

تراویح که قیام اللیل ؟

حذيفه
13.07.2013

په اسلامي ټولنه کي د تراويح په نوم د روژې په مبارکه میاشت کي يو داسي عبادت دوود دئ چي هم يې نوم تبديل شوی او هم کميت و کيفيت.

دا عبادت د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کي هم شوی دئ او تر ده وروسته هم، البته د رسول الله صلی الله عليه وسلم د زمانې عبادت د نوم، کميت او کیفيت له مخې له اوسني عبادت څخه بېل وو.

د تراويح نوم خلکو له ځانه ورته ټاکلی دئ او هم يې څومره والی او څرنګوالی، نه خو يې په قران او سنت کي دا نوم څوک موندلای شي او نه يې څومره والی او څرنګوالی.

په دې اړه د حدیثو له کتابونو وروسته صحیح روایات راوړم او موضوع پوره روښانوم، البته لومړی د دې عبادت په اړه يو څو ټکي بیانوم:

د تراويح نوم په قران او سنت کي نه شته.
کميت او کیفيت يې له قران او سنت سره اړخ نه لګوي.
رسول الله صلی الله عليه وسلم يوازي په روژه کي دا عبادت نه کاوی، بلکي له روژې غیر يې هم کاوی لکه چي وروسته به روښانه شي.
د قران ختم په کي ثبوت نه لري، نه له رسول الله په دې اړه صحیح حدیث شته او نه له اصحابو.
د ماخستن تر لمانځه سمدستي وروسته يې نه کاوی، بلکي کله يې د شپې له درېيمې، کله له نيمايي او کله بیا په وروستۍ برخه کي کړی دئ.
رسول الله صلی الله عليه وسلم يوازي درې ورځې په جماعت کړې او وروسته يې امر کړی چي کور يې کوئ، ځکه له فرضي لمانځه پرته نور ټول لمنځونه کور ثواب لري.
له روژې پرته هم رسول الله صلی الله عليه وسلم قیام اللیل په جماعت کړی، خو هغه ته هيچا هم پاملرنه نه ده کړې او نه تر ننه چا یاد کړی.
اوس يې په اړه بېلابېل روایات راوړم څو حقيقت په ډاګه شي:

عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ، قَالَ: بِتُّ فِي بَيْتِ خَالَتِي مَيْمُونَةَ بِنْتِ الحَارِثِ زَوْجِ النَّبِيِّ صلّى الله عليه وسلم وَكَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عِنْدَهَا فِي لَيْلَتِهَا، فَصَلَّى النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ العِشَاءَ، ثُمَّ جَاءَ إِلَى مَنْزِلِهِ، فَصَلَّى أَرْبَعَ رَكَعَاتٍ، ثُمَّ نَامَ، ثُمَّ قَامَ، ثُمَّ قَالَ: «نَامَ الغُلَيِّمُ» أَوْ كَلِمَةً تُشْبِهُهَا، ثُمَّ قَامَ، فَقُمْتُ عَنْ يَسَارِهِ، فَجَعَلَنِي عَنْ يَمِينِهِ، فَصَلَّى خَمْسَ رَكَعَاتٍ، ثُمَّ صَلَّى رَكْعَتَيْنِ، ثُمَّ نَامَ، حَتَّى سَمِعْتُ غَطِيطَهُ أَوْ خَطِيطَهُ، ثُمَّ خَرَجَ إِلَى الصَّلاَةِ.(صحیح البخاري کتاب العلم باب السمر فی العلم ح:۱۱۷)

ژباړه: ابن عباس وايي: ما د خپلې خاله ميمونې په کور کي شپه تېره کړه چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم مېرمن وه، رسول الله صلی الله عليه وسلم په دې شپه له دې سره وو، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم د ماخستن لمونځ وکړ بیا خپل کور ته راغی، څلور رکعته لمونځ يې وکړ بیا ويده شو وروسته پورته شو ويې ويل: هلکی ويده شو او يا دې ته ورته کليمه يې وويله، بیا ولاړ شو او زه ولاړ شوم ګېڼ بغل ته يې ودرېدم، ده راسته بغل ته کړم، نو پنځه رکعته لمونځ يې وکړ بیا يې دوه رکعته(د سهار) لمونځ وکړ بیا ويده شو، ان چي ما يې خرهار واورېد بیا د سهار لمانځه ته ووتی.

په دې روايت کي په ډاګه شوه چي رسول الله لومړی څلور رکعته لمونځ کړی بیا يې پنځه له ابن عباس سره په جماعت کړي او دا د روژې میاشت نه وه، خو پنځه رکعته يې تر خوب وروسته کړي.

بل روايت دئ:

عَنِ ابْنِ عُمَرَ: أَنَّ رَجُلًا، جَاءَ إِلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَهُوَ يَخْطُبُ، فَقَالَ: كَيْفَ صَلاَةُ اللَّيْلِ؟ فَقَالَ: «مَثْنَى مَثْنَى، فَإِذَا خَشِيتَ الصُّبْحَ فَأَوْتِرْ بِوَاحِدَةٍ، تُوتِرُ لَكَ مَا قَدْ صَلَّيْتَ»(صحیح البخاري باب الحلق والجلوس فی المسجد ح: ۴۷۳)

ژباړه: له ابن عمره روایت دئ چي رسول الله ته يو کس راغی او ده وینا کوله، وې ويل: د شپې لمونځ څنګه دئ؟ ده وويل: دوه - دوه(رکعته دئ) کله چي پر سهار وډار شې نو يو رکعته وتر وکړه کړی لمونځ به دي درته وتر کړي.

له دې روايته معلومېږي چي د شپې د لمانځه هيڅ کميت نه دئ معلوم، خو هرو مرو به يې په پای کي طاق کوي، البته د اداينې طریقه يې دا ده چي دوه دوه رکعته به کېږي.

يو بل بیا داسي وايي:

عَنْ زَيْدِ بْنِ ثَابِتٍ: أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ اتَّخَذَ حُجْرَةً فِي المَسْجِدِ مِنْ حَصِيرٍ، فَصَلَّى رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِيهَا لَيَالِيَ حَتَّى اجْتَمَعَ إِلَيْهِ نَاسٌ، ثُمَّ فَقَدُوا صَوْتَهُ لَيْلَةً، فَظَنُّوا أَنَّهُ قَدْ نَامَ، فَجَعَلَ بَعْضُهُمْ يَتَنَحْنَحُ لِيَخْرُجَ إِلَيْهِمْ، فَقَالَ: «مَا زَالَ بِكُمُ الَّذِي رَأَيْتُ مِنْ صَنِيعِكُمْ، حَتَّى خَشِيتُ أَنْ يُكْتَبَ عَلَيْكُمْ، وَلَوْ كُتِبَ عَلَيْكُمْ مَا قُمْتُمْ بِهِ، فَصَلُّوا أَيُّهَا النَّاسُ فِي بُيُوتِكُمْ، فَإِنَّ أَفْضَلَ صَلاَةِ المَرْءِ فِي بَيْتِهِ إِلَّا الصَّلاَةَ المَكْتُوبَةَ»(صحیح البخاري باب ما یکره من کثرة السوال ح: ۷۲۹۰)

ژباړه: له زیده روايت دئ چي رسول الله صلی الله عليه وسلم په مسجد کي له پزي حجره جوړه کړه څو شپې يې په کي لمونځ وکړ ان چي خلک ورته راغونډ شول، بیا يې يوه شپه د ده اواز ونه موند، دوئ ګومان وکړ چي ويده شوی دئ، ځينو يې غاړې تازه کولې څو ورته راووزي، بیا رسول الله صلی الله عليه وسلم (سهار) ورته وويل: ما ستاسو حالت ليدی ان چي وډار شوم درباندي فرض به شي او که درباندي فرض شو نو ادا کولای به يې نه شئ، اې خلکو! په خپلو کورونو کي لمونځ کوئ، ځکه د يو شخص غوره لمونځ د ده په کور کي دئ نه فرض لمونځ.

د دې روايت په يوه بله طریقه کي ويل شوي چي دا د روژې میاشت وه:

وَذَلِكَ فِي رَمَضَانَ (بخاري ح: ۱۱۲۹)

ژباړه: دا(په جماعت لمونځ) په روژه کي وو.

رسول الله صلی الله عليه وسلم چي امر وکړ کور يې کوئ نو دا يې وروستی کار یا امر وو او دا مشهوره قاعده ده چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم وروستی امر مخکينی منسوخوي، په روايت کي دي:

فَتُوُفِّيَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَالأَمْرُ عَلَى ذَلِكَ(بخاری ح:۲۰۱۲)

ژباړه: نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وفات شو او امر پر همدې(په کور کي پر لمانځه) پاتې شو.

دا لمونځ يوازي درې شپې شوی دئ، لکه چي وايي:

فَلَمَّا كَانَتِ اللَّيْلَةُ الرَّابِعَةُ عَجَزَ المَسْجِدُ عَنْ أَهْلِهِ حَتَّى خَرَجَ لِصَلاَةِ الصُّبْحِ(بخاري ح: ۹۲۴)

ژباړه: نو چي کله څلورمه شپه شوه مسجد د خلکو له ځایولو عاجز وو ان چي رسول الله د سهار لمانځه ته راووتی.

اوس بايد پوه شو چي رسول الله صلی الله عليه وسلم له دې لمانځه منعه کړې ده، دا يې وروستی امر دئ او مخکينی عمل يې منسوخ شو، رسول الله صلی الله عليه وسلم يوازي درې ورځې کړې دي او څلورمه ورځ له دې سره چي خلک ورته راغلي ول دی نه راووتی.

ایا اوس خلګ دې ته چمتو دي چي له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه په صحیحو رواياتو ثابت عمل وکړي او له ځانه جوړ شوي اعمال ایله کړي؟.

له عمر رضی الله عنه څخه نقل روايت هم په دې ډول دئ چي د خلګو لپاره هيڅ دلیل پرې نه شي کېدای:

عَنْ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ عَبْدٍ الْقَارِيِّ أَنَّهُ قَالَ خَرَجْتُ مَعَ عُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ فِي رَمَضَانَ إِلَى الْمَسْجِدِ فَإِذَا النَّاسُ أَوْزَاعٌ مُتَفَرِّقُونَ يُصَلِّي الرَّجُلُ لِنَفْسِهِ وَيُصَلِّي الرَّجُلُ فَيُصَلِّي بِصَلَاتِهِ الرَّهْطُ فَقَالَ عُمَرُ وَاللَّهِ إِنِّي لَأَرَانِي لَوْ جَمَعْتُ هَؤُلَاءِ عَلَى قَارِئٍ وَاحِدٍ لَكَانَ أَمْثَلَ فَجَمَعَهُمْ عَلَى أُبَيِّ بْنِ كَعْبٍ قَالَ ثُمَّ خَرَجْتُ مَعَهُ لَيْلَةً أُخْرَى وَالنَّاسُ يُصَلُّونَ بِصَلَاةِ قَارِئِهِمْ فَقَالَ عُمَرُ نِعْمَتِ الْبِدْعَةُ هَذِهِ وَالَّتِي تَنَامُونَ عَنْهَا أَفْضَلُ مِنْ الَّتِي تَقُومُونَ يَعْنِي آخِرَ اللَّيْلِ وَكَانَ النَّاسُ يَقُومُونَ أَوَّلَهُ. (موطأ ، کتاب النداء ، باب ماجاء فی قيام رمضان ، ح : ۳۷۸ ، صحيح )

ژباړه : عبدالرحمن بن عبدالقاري روايت کوي چي له عمر رضی الله عنه سره په روژه کي مسجد ته ولاړم که ګورم چي خلک بېل-بېل لمنځونه کوي ، يو کس خپل ځان ته لمونځ کوي ، بل بيا خلکو ته لمونځ ورکوي ، نو عمر وويل : په الله قسم ! که دا خلک پر يوه امام راغونډ کړم نو غوره به وي، ابی بن کعب يې امام کړ او خلګ يې ورته راغونډ کړل ، راوي وايي: بله شپه بيا له عمر سره راووتم قاري خلګو ته لمونځ ورکاوی، نو عمر وويل: دا غوره بدعت دئ او هغه چي خلګ ترې بېدېږي تر هغه څه ښه دي چي خلګ يې مخکي کوي ، يعني قيام اللیل غوره دئ او خلګو به تر وېدېدلو وړاندي لمنځونه کول.

په دې روايت کي وويل شول چي د شپې قيام اللیل غوره دئ ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم عملي سنت هم دادي او په ديني چارو کي د هغه څه پيروي اړينه ده چي رسول الله کړی وي، په دې کي مسئله کي له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه عملي نور څه نه دي ثابت ځکه نو همدا طريقه غوره ده او په همدې عمل کول لازمي دي.

په روايت کي ويل شوي چي عمر فاروق راووتی، له دې جوتېږي چي دوئ هم د ماخستن له لمانځه سره متصلې نه کولې، بلکي يوځل کورته تلل او بیا يې وروسته دا عمل پيلاوی، په دويمه ورځ هم عمر فاروق لمونځ نه کوي بلکي ولاړ دئ او له خپل ملګري سره خبرې کوي، نو که ښه کار وای عمر خپله ولي نه کولې؟.

که دا د شپې د لومړۍ برخې لمونځ ښه وای نو عمر ولي وايي چي وروستی يې پرې افضل دئ؟.

له دې معلومېږي چي زموږ د زمانې خلګو د نه د رسول الله صلی الله عليه وسلم په حدیث عمل کړی دئ او نه يې د عمر فاروق په طریقه.

په دې کي د رکعتونو تعداد معلومول زما په فکر ښه نه دي ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم لمونځ کړی دئ لکن تعداد يې نه دئ معلوم ځکه نو اته رکعته او شل هيڅ معنا نه لري او په دې اړه د خلګو اندونه غلط اوبې ځایه دي.


حمید هڅــاند
14.07.2013

[color=darkblue:0d689e99b7]
همدا نن مې غوښتل چې د تراویحو په اړه پوښتنه مطرح کړم، البته د رکعتونو د شمېر په اړه. ستاسي مقاله مې کمپیوتر کې سیو کړه. زه به وروسته د ذاکر نایک نظر تاسي سره شریک کړم او د هغه نظر به هم وڅېړو.

درنښت
تربیا...
[/color:0d689e99b7]


وزیري
14.07.2013

مسلمانه! په دی دومره عمر کی ته لا اوس هم د تراویحو په رکعتو پوه نه شوي!؟
د مقلدینو ۲۰ دي او د غیرمقلدینو ۸ دي. د ټول عمر لپاره یی یاد لره.
دا چی ولي شل او اته دي نو له ډیر وخته جنجالي پاتي ده او حل کیدونکي هم راته نه ښکاري.
که بیا دي هم زړه صبر نه کوي نو وګوره چی اکثریت د امت په څه شی باندي اتفاق او عمل کوي.


وزیري
14.07.2013

حذیفه صاحب تا د تراویح د لفظ په باره کی هم یو څو ټکي لیکلي دي. ستا د معلوماتو په خاطر:
حافظ ابن حجر عسقلانی رحمة الله علیه لیکي: والتراویح جمع ترویحة وهی المرة الواحدة من الراحة کتسلیمة من السلام. (فتح الباري، څلورم جلد، صفحه ۷۷۸). حافظ صاحب د وجه تسمیه بیان یی هم داسی لیکی: سمیت الصلوة فی الجماعة فی لیالی رمضان التراویح لانهم اول ما اجتمعوا علیها کانوا تریحون بین کل تسلیمتین.

نو تراویح ځکه ورته وایی چی صحابه کرامو به د دوه سلامو نه بعد لږ استراحت به کی کاوه.

والسلام


وزیري
15.07.2013

او ریښتیا حذیفه صاحب خفه نشی، تراویح بیل شی دی او قیام الیل بیل شی ده.
تراویحو ته قیام رمضان وایی او تهجدو ته قیام الیل وایی. لږ مطالعه پسی وکړه درته واضحه به شی.
که په واضحولو کی یی ماته ضرورت وه نو زه په خدمت کی یم

والسلام


حذيفه
16.07.2013

حميد هڅاند او وزيري صیب السلام علیکم!
هیله ده چي روژه به مو خوندوره وي!
هڅانده وروره! زما په اند له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه بيلابېلي شمېرې ثابتې دي، نه خو یوازي شل دي او نه اته، دواړه شمېرې خلکو ټاکلې دي او که څه هم له رسول الله څخه اته رکعته ثابت دي خو تل يې دا عادت نه وو.
وزيري صیب! په روژه کي فضايل زیات وي له دې امله يې قيام رمضان بللی که نه تراويح همغه تهجد دئ چي په عامو وختونو کي په قیام اللیل یا تهجد یاد شوی، د نوم په تبديلي يې ذات نه بدلېږي.
خو بیا هم که تاسو نور وضاحت کوئ بده نه ده!
تر بیا


وزیري
16.07.2013

د تراویحو او تهجدو په منځ کی فرق:

تراویحو ته قیام رمضان او تهجدو ته قیام الیل ویل کیږی. ددی لپاره لاندي دلایل وګورئ:

اول: مشهور غیرمقلد علامه وحیدالزمان چی لیکی: واما قیام الیل فهو غیرقیام رمضان. یعنی قیام الیل له قیام رمضان نه جدا ده. (نزل الابرار، صفحه ۳۰۴)

دوهم: د تراویحو او تهجدو وخت جدا جدا ده. فتاوی علماء حدیث لیکی چی د تراویحو وخت د عشاء له لمانځه بعد په اوله حصه د شپی کی ده او تهجد په اخیره حصه د شپی کی دي. (فتاوی علماء حدیث، شپږم جلد، صفحه ۲۵۱)
مولانا ثناء الله امرتسری غیر مقلد لیکی: د تهجدو وخت د سحر له ختو نه لږ مخکی ده او تهجد په اوله حصه د شپه کی نه کیږی. (فتاوی ثنائیه، اول جلد، صفحه ۴۳۱)
بل غیرمقلد مولوی، مولانا صلاح الدین یوسف لیکی: د تهجد مفهوم د شپی په اخیره حصه کی نفل کول دي. (تفسیر حواشی قرآن مجید، صفحه ۷۸۹، مطبوعه شاه فهد قرآن مجید پنټنګ پریس سعودی عرب)

دریم: په تراویحو او تهجدو کی بل فرق دا ده چی تراویح بالاتفاق سنت مؤکده دی او تهجد د هیچا په نزد هم سنت مؤکده ندي بلکی غیرمؤکد یا مستحب دي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم لپاره تهجد واجب وه. (جامع الرموز، اول جلد، صفحه ۹۵) (المغنی، ابن قدامه، اول جلد، صفحه ۸۰۲)

څلورم: بل فرق یی دا ده چی تهجد به قرآن ثابت دی (ومن الیل فتهجد به نافلة لک) او تراویح په حدیث ثابت دی (ان الله تبارک وتعالی فرض صیام رمضان و سنة لکم قیامه) (سنن نسائی، اول جلد، صفحه ۳۳۹)

پنځم: بل فرق یی داده چی کتابونه لیکی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم تراویح دری شپی په مدینه منوره کی اداء کړی او بیا یی ددي به خاطر پریښودلي چی په امت باندي یی فرض نشی لیکن د تهجدو فرضیت له دینه مخکي به مکه معظمه کی منسوخ شوای دي. له بی بی عائشه رضی الله عنه روایت ده چی: ان الله عزوجل افترض قیام الیل فی اول هذه السورة فقام نبی الله صلی الله علیه وسلم و اصحابه حولا و امسک الله تعالی خاتمها اثنی عشر شهر فی السماء حتی انزل الله فی آخر هذه السورة التخفیف فصار قیام الیل تطوعا بعد الفریضة. (صحیح مسلم، کتاب القراءة).
نو که تهجد او تراویح یو وای نو د تهجدو فرضیت خو مخکی په مکه کی منسوخ شوای وه نو رسول الله صلی الله علیه وسلم بیا ولي به مدینه کی د تراویحو په څلورم شپه د فرضیت نه د ویري به خاطر را ونه وته؟؟؟ نو معلومه شوه چی تراویح او تهجد جدا جدا لمونځونه دي.

شپږم: رسول الله صلی الله علیه وسلم پخپله له تراویحو نه بعد تهجد کړید. وګورئ: عن انس رضی الله عنه قال کان رسول الله صلی الله علیه وسلم یصلی فی رمضان، فجئت فقمت الی جنبه و جاء رجل فقام ایضا حتی کنارهطا، فلما احس النبی صلی الله علیه وسلم انا خلفه جعله یتجوز فی الصلاة ثم دخل رحله فصلی صلوة لا یصلیها عندنا. (مسلم شریف)
نو له دینه معلومه شوه چی هغه لمونځ چی رسول الله صلی الله علیه وسلم په رمضان کی له انس او یو بل صحابی سره وکه تروایح وی او هغه لمونځ چی بیا یی په خپله حجره کی وکه تهجد وه. ځکه چی بی بی عائشه رضی الله عنه وایی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم به تهجد په خپله حجره کی کول. کان رسول الله صلی الله علیه وسلم یصلی من الیل فی حجرته (بخاری).
علاوه له دینه، د حضرت انس رضی الله عنه له دی الفاظو نه (یصلی صلوة لا یصلیها عندنا) په صراحت معلومیږی چی د حجري لمونځ د باندي لمانځه نه جدا وه.
خبره به نوره ډیره نه اوږدوم او یواځی په نومو به اکتفاء وکړو چی لاندي کسانو د تراویحو نه بعد تهجد هم کړیدي. که حوالي په کار وی نو شته.
حضرت عمر فاروق، حضرت طلق بن علی صحابی، امام مالک، امام ابومحمد، شیخ ابوالحسن زیات، امام بخاري، امام ابومحمد اصفهانی، د غیرمقلدینو اکثره شیخان،

اووم: بل فرق یی دا ده چی ټول د حدیثو آئمه کرام د تراویحو او تهجدو په مغایرت باندي قائل وه. دا له دینه معلومیږی چی مشهورو محدثینو په خپلو کتابونو کی د تراویحو لپاره بیل باب قائم کړی او د تهجدو لپاره یی بیل باب قائم کړیده. وګورئ بخاری، مسلم، ابوداؤد، ترمذی، نسائی، ابن ماجه، موطا، مصنف ابن ابی شیبه، بیهقی، سنن الکبری، دارقطنی، امام بغوی په المصابیح، مشکوة، کتاب الاثار، مسند امام اعظم، بلوغ المرام او داسی نور ډیر.

اتم: د محدثینو نه علاوه ټولو فقهاؤ هم ورته بیل بیل باب ایښی ده. وګورئ هر کتاب چی ګورئ ویی ګورئ.

والسلام


حمید هڅــاند
17.07.2013

سلامونه....
۱) ښه بحث دی، هیله ده چې تېرې روژې غوندې مناظره ترې جوړه نه شي او سالم بحث پاتي شي.

۲) راځم د وزیري صیب مالوماتو ته:

[quote:5e0b06e62a]اول: مشهور غیرمقلد علامه وحیدالزمان چی لیکی: واما قیام الیل فهو غیرقیام رمضان. یعنی قیام الیل له قیام رمضان نه جدا ده. (نزل الابرار، صفحه ۳۰۴) [/quote:5e0b06e62a]
دا خو د وحیدالزمان شخصي نظر دی، دلته یې بې له کوم دلیل نه وړاندي کړی ځکه خو هیڅ اعتبار نه لري.

[quote:5e0b06e62a]دوهم: د تراویحو او تهجدو وخت جدا جدا ده. فتاوی علماء حدیث لیکی چی د تراویحو وخت د عشاء له لمانځه بعد په اوله حصه د شپی کی ده او تهجد په اخیره حصه د شپی کی دي. (فتاوی علماء حدیث، شپږم جلد، صفحه ۲۵۱)
مولانا ثناء الله امرتسری غیر مقلد لیکی: د تهجدو وخت د سحر له ختو نه لږ مخکی ده او تهجد په اوله حصه د شپه کی نه کیږی. (فتاوی ثنائیه، اول جلد، صفحه ۴۳۱) [/quote:5e0b06e62a]
اول) هغه حدیث متن څه دی؟ که هسي فتوا وي، بیا خو هوایي خبره شوه.
دویم) د امرتسري خبره هم بې له کوم دلیل نه نقل شوې ده چې اعتبار یې صفر دی.

[/quote]بل غیرمقلد مولوی، مولانا صلاح الدین یوسف لیکی: د تهجد مفهوم د شپی په اخیره حصه کی نفل کول دي. (تفسیر حواشی قرآن مجید، صفحه ۷۸۹، مطبوعه شاه فهد قرآن مجید پنټنګ پریس سعودی عرب) [quote:5e0b06e62a]
دا خو هم هسي خېټوي خبره شوه.

[/quote:5e0b06e62a]دریم: په تراویحو او تهجدو کی بل فرق دا ده چی تراویح بالاتفاق سنت مؤکده دی او تهجد د هیچا په نزد هم سنت مؤکده ندي بلکی غیرمؤکد یا مستحب دي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم لپاره تهجد واجب وه. (جامع الرموز، اول جلد، صفحه ۹۵) (المغنی، ابن قدامه، اول جلد، صفحه ۸۰۲) [quote:5e0b06e62a]

دلته د سنت اوسنت موکده فرق چا او څنکه وکړ؟؟؟

[/quote:5e0b06e62a]څلورم: بل فرق یی دا ده چی تهجد به قرآن ثابت دی (ومن الیل فتهجد به نافلة لک) او تراویح په حدیث ثابت دی (ان الله تبارک وتعالی فرض صیام رمضان و سنة لکم قیامه) (سنن نسائی، اول جلد، صفحه ۳۳۹) [quote:5e0b06e62a]

وبښئ! خو تر اوسه تراویح او قیام الیل جدا شیونه نه شول ثابت!. بله خبره داده جې کوم حدیث کې تراویح راغلي دي چې تاسي دعوه وکړه چې تراویح په حدیث ثابت دي؟؟؟

د مسلم حدیث په اړه څېړنه په کار ده. له حذیفه نه هیله ده چې پر دې حدیث باندې خپل مالومات شریک کړي او دا هم واضحه شي چې ولي محدثینو پر تراویحو ځانته او پر قیام الیل ځانته بابتونه تړلي دي.

درنښت[/quote:5e0b06e62a]


وزیري
17.07.2013

هڅاند صیب، د غیرمقلدینو د علماؤ نظرونه خو می صرف ددی په خاطر راوړیدي چی دا روښانه کړم چی حریف هم په دي اقرار کوي چی تراویح بیل او قیام الیل بیل لمونځونه دي.

او تاسو د پنځم پواینټ په باره کی کوم چی په ټولو کي یو قوي دلیل ده خالي په یوه اشاره کولو تیر شوي یاست. ستا د توجه لپاره یی بیا راوړم.

پنځم: بل فرق یی داده چی کتابونه لیکي چی رسول الله صلی الله علیه وسلم تراویح دری شپی په مدینه منوره کی په جمعه اداء کړي او بیا یی ددي په خاطر پریښودلي چی په امت باندي یی فرض نشی لیکن د تهجدو فرضیت له دینه مخکي په مکه معظمه کی منسوخ شوای دي. له بی بی عائشه رضی الله عنه روایت ده چی: ان الله عزوجل افترض قیام الیل فی اول هذه السورة فقام نبی الله صلی الله علیه وسلم و اصحابه حولا و امسک الله تعالی خاتمها اثنی عشر شهر فی السماء حتی انزل الله فی آخر هذه السورة التخفیف فصار قیام الیل تطوعا بعد الفریضة. (صحیح مسلم، کتاب القراءة).
نو که تهجد او تراویح یو وای نو د تهجدو فرضیت خو مخکی په مکه کی منسوخ شوای وه نو رسول الله صلی الله علیه وسلم بیا ولي به مدینه کی د تراویحو په څلورم شپه د فرضیت نه د ویري به خاطر را ونه وته؟؟؟ نو معلومه شوه چی تراویح او تهجد جدا جدا لمونځونه دي.

والسلام


وزیري
17.07.2013

وبښئ دا بله خبره می هیره شوه چی په پورتنۍ لیکنه کی می لیکلې وای. تاسو پوښتنه کړیده چی: بله خبره داده جې کوم حدیث کې تراویح راغلي دي چې تاسي دعوه وکړه چې تراویح په حدیث ثابت دي؟؟؟

هڅاند صاحب محترم مونږه په پورتنیو لیکنو کی په دي باندي سره اتفاق کړیده چی د تراویح لفظ په حدیث کی نشته او د تراویح د لفظ معنی او شروع مو هم ذکر کړیده. خو دا په دي معنی نده چی کومي ۸ یا ۲۰ رکعته تراویح چی مونږه یی په رمضان کی کوو نو دا په حدیث کی نشته، بلکی شته ده. په هر حال اوس راځم دیته چی په کوم حدیث کی تراویحو ته اشاره شویده.

ما حدیث ذکر کړیده دومره باریکي هم نه غواړي خو نه پوهیږم چی تاسو ولي پری نه یاستی پوه شوی. خو راځه زه به یی لږ تشریح هم کړمه. حدیث شریف ده چی: ان الله تبارک وتعالی فرض صیام رمضان و سنة لکم قیامه) (سنن نسائی، اول جلد، صفحه ۳۳۹)
یعنی الله تبارک و تعالی د رمضان د میاشتي روژه فرض ګرځولي ده او سنت یی ګرځولی ده قیام (تراویح) ددي رمضان د میاشتي په تاسو باندي.

دلته لږ ښه ځیر شه! دا واضحه مسئله ده چی تراویح یا قیام د رمضان همدغه ۸ یا ۲۰ رکعتو ته وایی. نو حدیث شریف ورته اشاره کوي چی الله جل جلاله دا قیام د رمضان/تراویح په تاسو سنت ګرځولي دي. په قیامه کی دا (ه) د رمضان میاشتي ته اشاره ده یعنی دا قیام د رمضان په تاسو باندي صرف په رمضان کی سنت ده بل وخت کی سنت دي.

نو دا خو به اوس مني چی دي حدیث داسی یو شي ته اشاره وکړه چی خاص په رمضان پوري تعلق لري او نوم یی هم ورته قیام رمضان کیښود. او په څنګ کی یی دا هم ورته وویل چی دا سنت دي.
نو اوس که مونږه له دي قیام نه د تهجدو معنی واخلو نو دا بیا په دي معنی راځی چی دا تهجد یواځی په رمضان کی سنت دي او فقط په همدي رمضان کی باید وشی، نه نور وختو کی. آیا دا به د تهجدو صحیح تعریف وی؟ نه! هیکله هم نه!

هیله ده چی په فرق به یی پوه شوي یاست.

والسلام


محمود سعيد
20.07.2013

تراویح؛ چلینج سوم برای همۀ غیرمقلدین و سلفییان و وهابییان:

الحمد لله والصلاة علی رسول الله و علی آله و اصحابه اجمعین. اما بعد!

در جهان اسلام دو جایگاه است که بر همه فضیلت دارد و مسلمانان همیشه با دیدۀ عظمت به آن می نگرند. یکی مسجد الحرام شریف در مكۀ معظمه هست و دیگری مسجد نبوی شریف در مدينۀ منوره می باشد.
از سال 14 هجری قمری که حضرت عمر فاروق رضی الله عنه بیست رکعت نماز تراویح را در مسجد نبوی شریف اقامه نمود، این دو جایگاه مقدس اسلام تا امروز بر این سنت دین استوار بوده اند و تراویح را همیشه حد اقل بیست رکعت خوانده اند.

شیخ عطیه سالم سابق قاضی مدينۀ منوره و مدرس در حرم نبوی (متوفی 1999 عیسوی)، رساله ای به نام «التراویح اکثر من ألف عام می المسجد النبوی» نوشته است و در آن با حواله های معتبر حدیثی و تاریخی - قرن وار- ثابت گردانیده است که نماز تراویح از سال 14 هجری قمری تا امروزه در مسجد نبوی شریف، همیشه حد اقل بیست رکعت خوانده شده است و ثابت کرده است که بیست رکعت نماز تراویح، تعامل متواتر و متوارث اُمت اسلامی می باشد و خواندن نماز تراویح کمتر از بیست رکعت ثابت نیست.

همچنین شیخ محمد علی صابونی رَحْمَةُ اللهِ عَلَیْهِ استاذ «کلية الشريعة والدراسات الاسلامية» در «جامعةُ الْقُرٰی» مکۀ مکرَّمه، رساله ای به نام «الهدی النبوی الصحيح فی صلوة التراويح»تالیف و نشر نموده و در آن رساله اثبات کرده است که از عهد خلافت راشده تا زمان حکومت سعودیه در مکه مکرَّمه و مسجد الحرام شریف، نماز تراویح همیشه بیست رکعت خوانده شده است .

اکنون ما همۀ غیرمقلدین و سلفییان و وهابییان را چلینج می دهیم که اگر مذهب شان باطل نیست و همه ادعاهای شان کذب و مکر نیست پس فقط از یک روی کتاب معتبر حدیثی یا تاریخی با سند صحیحش ثابت بسازند که در طول 1400 سال اسلام، مردم در مسجد الحرام شریف در مکۀ معظمه و یا در مسجد نبوی شریف در مدينۀ منوره فقط یک ماه رمضان را هشت رکعت تراویح خوانده و سپس همه از مسجد گریخته باشند. فقط و فقط در یک رمضان از بین یک هزار و چهار صد رمضان.

د رغیر آن بلاشک و شبهه ای دانسته می شود که مذهب نو اختراع شدۀ غیرمقلدین، سلفییان و وهابییان، فقط بر کذب و مکر بناء شده است و غوغاهای آنها بر اینکه آنها بر قرآن و حدیث عمل می کنند، کذب محض است و مکر خالص.

پس اکنون آیا هست شیر مردی در میان غیرمقلدین وسلفییان و وهابییان که از روی حواله های معتبر تاریخی بتواند ثابت بگرداند که در طول 1400 سال و 1400 رمضان، مردم فقط یک رمضان را در مسجد الحرام شریف یا در مسجد نبوی شریف، هشت رکعت تراویخ خوانده و سپس از مسجد گریخته باشند.

و اگر اینكار را ثابت نتوانستند (و هرگز نیز نمی توانند)، پس از مذهب باطل خود برگردند که هنوزهم وقت توبه و هدایت باقیست. و گرنه غیرمقلدین و وسلفییان ووهابییان بدانند که حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم دربارۀ آنها فرموده اند که:

عَنْ أَبِي ذَرٍّ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «مَنْ فَارَقَ الْجَمَاعَةَ شِبْرًا فَقَدْ خَلَعَ رِبْقَةَ الْإِسْلَامِ مِنْ عُنُقِهِ». سنن ابی داود: حدیث 4758
ترجمه: هر کسی از سواد اعظم مسلمانان به اندازۀ حتی یک بِلِست خارج شد، او حلقۀ اسلام را از گردن خود بیرون انداخته است.
و آنحضرت صلی الله علیه وسلم فرموده اند: من شذ شذ فی النار. (مستدرک حاکم: حدیث 397)
ترجمه: هرکسی از سواد اعظم مسلمانان برآمد، یقیناً در آتش دوزخ درآمد.
د نورالقرآن له پاڼې.


وزیري
21.07.2013

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:
ګرانو لوستونکو! د پورته موضوع په لوستلو به پوه شوي یاستئ چی محترم حذیفه یا حمید هڅاند ورور باید د ذکر شوي موضوع په باره کی د رد یا قبول ځواب ویلای وای خو بدبختانه تر اوسه دوي سر راښکاره نه که. نو لکه څنګه چی روژه میاشت مخ په خلاصیدو ده نو زه باید د یو څه معلوماتو په اضافه کولو د موضوع نچوړ تاسو ته وړاندي کړم ترڅو خداینخواسته د غیرمقلدینو یا نورو فرقو د غلطو او خودساخته مفکورو په اساس د رمضان المبارک پُراهمیته عبادات درنه پاتي نشي.

اوس خو حق خبره دا ده چي حذیفه، حمید هڅاند او نور ددوی همعقیده ورونه دا ومني چی تراویح بیل او قیام الیل یا تهجد بیل لمونځونه دي. (تفصیل یی پورته وګورئ)

دوهم دا هم باید ومني چی هغه تراویح چی حضرت عمر رضی الله عنه په وخت کی په جماعت سره شوې وي ۲۰ رکعته وي نه ۸. دلایل یی په لاندي ډول دي:
امام شافعی رحمة الله علیه وایی: فاما قیام شهر رمضان احب الی عشرون لانه روی عن عمر رضی الله عنه. (کتاب الام، اول جلد، صفحه ۱۴۵).

امام ابوعیسی ترمذی رحمة الله علیه وایی: واکثر اهل العلم علی ما روی عن علی و عمر رضی الله عنهما وغیرهما من اصحاب النبی صلی الله علیه وسلم عشرین رکعة. (جامع الترمذی، صفحه ۹۹).

علامه ابن قدامه حنبلی هم لیکی چی شل دی: ان عمر لما جمع الناس علی ابی بن کعب کان یصلی لهم عشرین رکعة. (المغنی، اول جلد، صفحه ۷۹۹).

شیخ الاسلام حافظ ابن تیمیه رحمة الله علیه هم په خپله فتاوی کی لیکی چی شل دی: ولما جمع عمر علی ابن ابی کعب کان یصلی بهم عشرین رکعة ثم یؤتر بثلاث. (مجموعة الفتاوی، یوولسم جلد، صفحه ۵۲۰ مطبوعه ریاض)

امام تقی الدین ابوبکر الجصنی رحمة الله علیه هم وایی چی شل دي. فجمعنهم علی ابی بن کعب وواظب لهم عشرین رکعة واجمع الصحابة معه علی ذالک. (کتاب الاخیار، اول جلد، صفحه ۱۷۲).

امام زین الدین عراقی استاد ابن حجر عسقلانی هم وایی چی شل دی. طرح التغریب فی شرح التقرییب، دریم جلد، صفحه ۸۸)

د غیرمقلدینو شیخ الاسلام، محمد بن عبدالوهاب نجدی هم وایی شل دی: ان عمر رضی الله عنه جمع الناس علی ابی بن کعب یصلی بهم عشرین رکعة. (مجموعة مؤلفات الشیخ محمد بن عبدالوهاب، څلورم جلد، صفحه ۱۱۷)

مولانا میا غلام رسول غیر مقلد هم تسلیمی ورکړی او وایی شل دي وګورئ رساله تراویح مع ترجمه ینابیع، صفحه ۱۰)

دا هم په یاد ولري چی د خلفاء راشدین جاری کرده طریقو ته هم سنت وایی. په دی باره کی حافظ ابن تیمیه د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه حدیث راخلی چی د خلفاء راشدینو سنت هم سنت دی. دی لیکی: فلما کان عمر رضی الله عنه جمعهم علی امام واحد وهو ابی بن کعب الذی جمع الناس علیه بامر عمر بن الخطاب و عمر هو من خلفاء الراشدین حیث یقول صلی الله علیه وسلم علیکم بسنتی و سنة الخلفاء الراشدین المهدیین من بعدی عضوا علیها بالنواجذ یعنی اضراس لانها اعظم فی القوة وهذا الذی فعله هو السنة (فتاوی ابن تیمیه ۲۲/۲۳۴ بحواله نماز پیمبر صفحه ۲۵۴)

دا هم د یادولو وړ ده چی دا سنت مؤکده دی: حجة الاسلام امام محمد الغزالی رحمة الله علیه وایی: التراویح وهی عشرون رکعة و کیفیتها مشهور وهی سنة مؤکده. (احیاء العلوم، اول جلد، صفحه ۱۶۷)

ابن قدامه حنبلی، علامه ابن عابدین شامی، علامه عبدالحی لکهنوی، علامه ډاکټر وهبة الزحیلی او محمد بن عبدالوهاب نجدی هم همدا نظر لری. که حوالو ته ضرورت وه نو پیش به یی کړو.

دریمه خبره دا هم باید ومني چی د صحابه کرامو رضی الله عنهم اجمعین په دي باندي اجماع شوې وه چی تراویح شل رکعته دي. په دي باره کی لاندي دلایل وګورئ.
علامه ابن حجر مکی شافعی رحمة الله علیه وایی: ولکن اجمعت الصحابة علی ان التراویح عشرون رکعة. (مرقاة المفاتیح، دریم جلد، صفحه ۱۹۴)

امام تقی الدین ابوبکر الجصنی هم لیکي: فجمعم علی ابی بن کعب وواظب لهم عشرین رکعة واجمع الصحابة معه علی ذالک. (کتاب الاخیار، اول جلد، صفحه ۱۷۲)

فقیه کبیر علامه علاء الدین کاسانی رحمة الله علیه هم وایی: ان عمر رضی الله عنه جمع اصحاب رسول الله صلی الله علیه وسلم فی شهر رمضان علی ابی بن کعب فصلی بهم کل لیلة عشرین رکعة ولم ینکر علیه احد فیکون اجماعا منهم علی ذلک. (بدایع الصنایع، اول جلد، صفحه ۲۸۸)

مشهور غیرمقلد عالم نواب صدیق حسن خان هم دیته تسلیم شویده چی د حضرت عمر رضی الله عنه امر کرده تراویح اجماع ده. دی وایی: وقد عدوا ما وقع فی عهد عمر رضی الله عنه کالاجماع. (عون الباري، شرح بخاری، څلورم جلد، صفحه ۳۰۷.
د لیکني د اوږدوالي په خاطر نوري حوالي پریږدم.

نو:
فان کنت لا تدری فتلک مصیبة - و ان کنت تدری فالمصیبة اعظم

والسلام


حمید هڅــاند
21.07.2013

[color=darkblue:c9269ec46d]
سلامونه....

ــ سعید صیب! غیر مقلدین ځان ته جلا مذهب نه لري.
ــ ضرور هم نه ده چې تېروتنه دې شتون ونه لري.
ــ زه پخپله هره شپه په شل رکعتي تراویحو کې کدون کوم.
ــ د روژې په اړه زه لا په څېړنه بوخت یم، او د وزیری صیب حدیث هم راسره دی، لټه مې خاص نه ده پسې کړې، خو پرېږدم یې نه.
ــ وزیری صیب! موږ ورک نه یو، هره ورځ ټول افغان ته راځم.
ــ ستا راوړي حدیث په اړه به زه له څېړنې وروسته راشم، یا به دې خبره ومنم او نړۍ نړۍ مننه به هم څرکنده کړم، او یا به خپله توضیح وړاندې کړم.
ــ په لومړي صورت کې به درته د استاد په نظر هرو-مرو قایلېږم :).
ــ یو له بل نه به یې زده کوو، دلته خبره یو دبل پړ کول نه، یو بل ته ور زده کول دي.

درنښت
تربیا...

[/color:c9269ec46d]


وزیري
21.07.2013

مننه هڅاند صاحب، ډیر خوښ شوم چی ۲۰ رکعته تراویح کوی. الله جل جلاله دی
پوره پوره اجرونه درکړي. بلي، حدیث وګوره او نتیجه به یی حتما له مونږه سره
شریکوي. مننه.

والسلام



Mazharee
23.07.2013

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ټوله ملګرو ستړی مشی وایم الله پاک ‏موروژی اوتراویح اوټول عبادتونه په خپل ‏دربارکی قبول کړه.‏

وروسته وزیری صیب!‏
ډیر ښه مختصر اولنډ ګټور معلومات ‏مولیکلی دی، زه خو پکی دنورو شیانو ‏دلیکلو اړتیا نه ویم فقط دغونه وایم : چی ‏لیکنه مو په تمامه معنی ماته دتأیید اومنلو ‏وړده. الله پاک مو بریالی اوسرلوړی لره.‏


وزیري
23.07.2013

مظهري صاحب ته ستړی مشي، چیرته یی چی دا ډیر وخت غیرحاضر وي؟
هغه د عادل صاحب خبره کله کله خو خوشکه حاضري هم امضاء کوه کنه.

خیر کله کله بحث جنجالي کیږي او سړی دلسرده کوي خو ددین په رسولو کی خو باید دا وګالو. هیله ده چی راسره پاتي به شي.

والسلام



Mazharee
23.07.2013

[quote:cebd13ad7b="وزیري"]مظهري صاحب ته ستړی مشي، چیرته یی چی دا ډیر وخت غیرحاضر وي؟
هغه د عادل صاحب خبره کله کله خو خوشکه حاضري هم امضاء کوه کنه.

خیر کله کله بحث جنجالي کیږي او سړی دلسرده کوي خو ددین په رسولو کی خو باید دا وګالو. هیله ده چی راسره پاتي به شي.

والسلام[/quote:cebd13ad7b]
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته
وزیری صاحب! الله پاک دی دملګروسره راته ژوندئ ‏اوسرلوړئ لره، دونه ډیر مصروفیتونه می ترغاړه دی ‏، چی هغه دچاخبره: دسر ګرولو ته نه خلاصیږم.‏
ددنیا داسی حالات جوړشویدی چی قدم پرقدم فتنه ‏اوشیبه پرشیبه مصیب دئ، دهری خواڅخه ‏پرمسلمانانوباندی ظلمونه، خپله دمسلمانانو ترمینځ ‏جنګجالونه اواختلافونه، دځینی ناپوهو انسانانو له خوا ‏په دین کی دشبهاتو ایجاد، دنورو مسلمانانو بدنام کول، ‏بی حیایی اوفحشا خپل اوج ته رسیدل، په نړۍ کی ‏داهل نفس اوهوی حاکم کیدل، په دین کی دهرچاله خوا ‏خبری کول اوداسی نورمنفی توکی...........‏
داټوله هغه شیان دی چی هررښتنئ مسلمان ډیر پری ‏زوریږی اوپه مقابله کی یی ډیر ستومانه وی.‏
خودا به وایو: ربنا ظلمنا انفسنا وإن لم تغفرلنا وترحمنا ‏لنکونن من الخاسرین.‏
ربنا اغفرلنا ذبوبنا وإسرافنا فی امرنا وثبت اقدامنا ‏وانصرنا علی القوم الکافرین.‏


حمید هڅــاند
24.07.2013

[color=darkblue:da8ef26e1d]
مظهري صیب پخیر پخیر...
دا څه تصادف دی چې روژې کې سره پیدا کوو؟
خیر، ښه خو به یاست، روژه څنکه ده؟
نورې خبرې به بس کړم چې هسې نه بنډار ترې جوړ کړو :)

درنشت

[/color:da8ef26e1d]



Mazharee
24.07.2013

[quote:d8d4962aae="حمید هڅــاند"][color=darkblue:d8d4962aae]
مظهري صیب پخیر پخیر...
دا څه تصادف دی چې روژې کې سره پیدا کوو؟
خیر، ښه خو به یاست، روژه څنکه ده؟
نورې خبرې به بس کړم چې هسې نه بنډار ترې جوړ کړو :)

درنشت

[/color:d8d4962aae][/quote:d8d4962aae]
هڅاند صیب خیرموپه نصیب شه!‏
هسی تصادفی اواتفاقی خبره ده کوم ارتباطی مناسبت ‏یی ماته نه ښکاری.‏
الحمدلله. روژه هم ډیره ښه اونیکمرغه روژه ده.‏
والسلام علیکم.‏


محمود سعيد
26.07.2013

د ستر څښتن په سپېڅلي نامه.
ښاغلی هڅاند!
د مکې د ۱۴۰۰ کلونو پر شلو رکعتو ترواېحو مو هغه د چا خبره خاشه اچولې ده او موضوع مو بل لور ته بېولې ده. د دې سکالو وړاندي کوونکي هم پرې نظر نه ورکوي؟

همدا شان:
لمونځ خو ټول يو لمونځ دی؛ بيا موږ ولې پکې توپير کوو؟ د روژې په شپو کې د تراوېح شل رکعته لمونځ په ډېرې تېزۍ او يو ډول جبر سره تر سره کوو او په فرض او واجبو کې بېرته خپلې خشوع او خضوع ته ستنيږو.
الله جله جلاله فرمايي: قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ * الَّذِینَ هُمْ فِی صَلَاتِهِمْ خَاشِعُونَ (مؤمنون / ۱-۲ )
په رښتيا چې خلاصون ئې وموند، هغه چا چې په لمانځه کې خشوع (سرټيټي، خاکساري) درلوده.
همدا شان رسول الله صل الله عليه وسلم فرمايي:
مَن قامَ رمضانَ ایماناً و احتساباً غُفرلَهُ ما تقدَّم مِن ذَنبه .
ژباړه: هر څوک چې د روژې شپې په اخلاص سره په لمانځه او عبادت تېرې کړي؛ د هغه ټول تېر ګناهونه بښل کيږي. بخاري او مسلم.
آيا الله پاک ته د لمانځه کميت (څومره والی) مهم دی او که کیفيت (څرنګوالی)؟

[quote:dc4cdbad8e="حمید هڅــاند"][color=darkblue:dc4cdbad8e]
سلامونه....

ــ سعید صیب! غیر مقلدین ځان ته جلا مذهب نه لري.
ــ ضرور هم نه ده چې تېروتنه دې شتون ونه لري.
ــ زه پخپله هره شپه په شل رکعتي تراویحو کې کدون کوم.
ــ د روژې په اړه زه لا په څېړنه بوخت یم، او د وزیری صیب حدیث هم راسره دی، لټه مې خاص نه ده پسې کړې، خو پرېږدم یې نه.
ــ وزیری صیب! موږ ورک نه یو، هره ورځ ټول افغان ته راځم.
ــ ستا راوړي حدیث په اړه به زه له څېړنې وروسته راشم، یا به دې خبره ومنم او نړۍ نړۍ مننه به هم څرکنده کړم، او یا به خپله توضیح وړاندې کړم.
ــ په لومړي صورت کې به درته د استاد په نظر هرو-مرو قایلېږم :).
ــ یو له بل نه به یې زده کوو، دلته خبره یو دبل پړ کول نه، یو بل ته ور زده کول دي.

درنښت
تربیا...

[/color:dc4cdbad8e][/quote:dc4cdbad8e]


السلام عليکم.

عبدالحميد/افغ
29.07.2013

غيرمقلد ورونو بې مغزه خبري پريږدئ : دسعودي دعلماوو اومفتيانو دغه لاندي دانصاف څخه ډکه فتوا وګورئ اوانصاف وکړئ اوله دې وروسته په داسي شيانو کي اختلاف مه کوئ :

دوئ فرمايي :
وقد غلا في هذه المسألة طائفتان ، الأولى أنكرت على من زاد على إحدى عشر ركعة وبدَّعت فعله ، والثانية أنكروا على من اقتصر على إحدى عشر ركعة وقالوا : إنهم خالفوا الإجماع .

يعني په دې مسئله دوو ډلو ترحدتيرئ کړئ دئ ځينو پريوولس رکعتوزيادت ناروابللي دي ، اوځيني بيارد کړئ دئ پرهغه چاچي پريوولس رکعته يې اقتصارکړئ دئ .

بيافرمايي :
قال الشيخ ابن عثيمين رحمه الله عند الكلام على مسألة من يصلي مع الإمام عشر ركعات ثم يجلس وينتظر صلاة الوتر ولا يكمل صلاة التراويح مع الإمام :

ويؤسفنا كثيراً أن نجد في الأمة الإسلامية المتفتحة فئة تختلف في أمور يسوغ فيها الخلاف ، فتجعل الخلاف فيها سبباً لاختلاف القلوب ، فالخلاف في الأمة موجود في عهد الصحابة ، ومع ذلك بقيت قلوبهم متفقة .

فالواجب على الشباب خاصة ، وعلى كل الملتزمين أن يكونوا يداً واحدةً ومظهراً واحداً ؛ لأن لهم أعداءً يتربصون بهم الدوائر .

" الشرح الممتع " ( 4 / 225 ) .

شيخ عثيمين رحمه الله تعالی وايي : چي که په هغه امام پسي تااقتداوکړه چي شل رکعته تراويح يې کولې نوته به تروايح خامخاورسره پوره کوې ،داسي به نه کوې چي کښېني چي له تراويحو خلګ فارغه سي بياپه وتروکي وردريږې.

اودارنګه دي فرمايي :

نووروڼو دغه ليکنه وګورئ اونفع ورڅخه واخلي الله جل جلاله دئ پرموږ اوپرتاسي رحم وکړي . آمين.

بيافرمايي :
على كلٍّ ينبغي للإنسان أن لا يشدد على الناس في أمر واسع ، حتى إنا رأينا من الإخوة الذين يشددون في هذا مَن يبدِّعون الأئمة الذين يزيدون على إحدى عشرة ، ويخرجون من المسجد فيفوتهم الأجر الذي قال فيه الرسول صلى الله عليه وسلم " من قام مع الإمام حتى ينصرف كُتب له قيام ليلة " رواه الترمذي ( 806 ) وصححه الألباني في صحيح الترمذي ( 646 ) ، وقد يجلسون إذا صلوا عشر ركعات فتنقطع الصفوف بجلوسهم ، وربما يتحدثون أحياناً فيشوشون على المصلين .

بيافرمايي :
چي په هرحال انسان لره پکاردئ چي په داسي کارکي چي په فراخي په کي راغلي وي سختي رانه ولي ، ترداسی حده چي موږ ځيني وروڼه ليدلي چي بدعتیان بولی هغه امامان چي له يوولسو رکعتوزيات تراويح کوي.

http://www.islamqa.com/ar/ref/9036


عبدالحميد/افغ
29.07.2013

داوګوری :
شيخ عبدالله بن عبدالرحمن الجبرين:
السؤال: ما هي السنة في عدد ركعات التراويح؟ هل هي إحدى عشرة ركعة، أم ثلاث عشرة ركعة؟ وهل يلزم الاكتفاء بصورة واحدة طوال الشهر أم الأفضل التنويع؟ وما رأيكم فيمن يزيد على ذلك بحيث يصلي ثلاثاً وعشرين أو أكثر؟
الإجابة: اختلف السلف الصالح في عدد الركعات في صلاة التراويح، والوتر معها، فقيل: إحدى وأربعون ركعة. وقيل: تسع وثلاثون. وقيل: ثلاثة عشرة. وقيل: إحدى عشرة. وقيل: غير ذلك، وقال أبو محمد ابن قدامة في المغني: (فصل) والمختار عند أبي عبدالله -رحمه الله- فيها عشرون ركعة، وبهذا قال الثوري، وأبو حنيفة، والشافعي، وقال مالك: ستة وثلاثون، وزعم أنه الأمر القديم، وتعلق بفعل أهل المدينة، فإن صالحاً مولى التوأمة قال: "أدركت الناس يقومون بإحدى وأربعين ركعة، يُوترون منها بخمس".
ولنا أن عمر -رضي الله عنه- لما جمع الناس على أُبي بن كعب كان يُصلي بهم عشرين ركعة، وقد روى الحسن أن عمر جمع الناس على أُبي بن كعب، فكان يصلي لهم عشرين ليلة، ولا يقنت بهم إلا في النصف الثاني، فإذا كانت العشر الأواخر تخلف أُبي فصلى في بيته...
وروى مالك عن يزيد بن رومان قال: كان الناس يقومون في زمن عمر في رمضان بثلاث وعشرين ركعة. (وعن علي): "أنه أمر رجلاً يصلي بهم في رمضان عشرين ركعة". وهذا كالإجماع.
قال بعض أهل العلم إنما فعل هذا أهل المدينة، لأنهم أرادوا مساواة أهل مكة، فإن أهل مكة يطوفون سبعاً بين كل ترويحتين، فجعل أهل المدينة مكان كل سبع أربع ركعات... إلخ.
وقال شيخ الإسلام ابن تيمية -يرحمه الله تعالى-: له أن يُصليها عشرين ركعة، كما هو المشهور في مذهب أحمد والشافعي، وله أن يُصليها ستاً وثلاثين ركعة، كما هو مذهب مالك، وله أن يُصلي إحدى عشرة، وثلاث عشرة، وكله حسن، فيكون تكثير الركعات أو تقليلها بحسب طول القيام وقصره، وقال: الأفضل يختلف باختلاف المصلين، فإن كان فيهم احتمال بعشر ركعات، وثلاث بعدها، كما كان النبي صلى الله عليه وسلم يصلي لنفسه في رمضان وغيره فهو الأفضل، وإن كانوا لا يحتملونه فالقيام بعشرين هو الأفضل، وهو الذي يعمل به أكثر المسلمين، فإنه وسط بين العشر والأربعين، وإن قام بأربعين أو غيرها جاز، ولا يكره شيء من ذلك، ومن ظن أن قيام رمضان فيه عدد مؤقَّت لا يزاد فيه ولا ينقص منه، فقد أخطأ.. إلخ.
ومن كلام شيخ الإسلام المذكور وغيره من الآثار يُعلم أن قيام الليل يحدد بالزمان، لا بعدد الركعات، وأن النبي صلى الله عليه وسلم "كان يُصلي إحدى عشرة ركعة "، في نحو خمس ساعات، وأحياناً في الليل كله، حتى يخشوا أن يفوتهم الفلاح يعني السحور، وذلك يستدعي طول القيام، بحيث تكون الرّكعة في نحو أربعين دقيقة، وكان الصحابة يفعلون ذلك، بحيث يعتمدون على العصي من طول القيام، فإذا شق عليهم طول القيام والأركان خففوا من الطول، وزادوا في عدد الركعات، حتى يستغرق صلاتهم جميع الليل، أو أغلبه، فهذا سنة الصحابة في تكثير الركعات، مع تخفيف الأركان، أو تقليل الركعات مع إطالة الأركان، ولم ينكر بعضهم على بعض، فالكل على حقّ، والجميع عبادة يُرجى قبولها ومضاعفتها.
http://ar.islamway.net/fatwa/6305


حذيفه
31.07.2013

وزيري، هڅاند او نورو ښه راغلی در ته وايو!
وزيري صیب بوخت وم، هیله ده خپه نه سې!
د مسلم حدیث دي په دې سند راغلی:
حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ الْمُثَنَّى الْعَنَزِيُّ، حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ أَبِي عَدِيٍّ، عَنْ سَعِيدٍ، عَنْ قَتَادَةَ، عَنْ زُرَارَةَ، أَنَّ سَعْدَ بْنَ هِشَامِ بْنِ عَامِرٍ
په سند کي قتاده بن دعامه دئ، مدلس دئ او حاکم يې په اړه وايي:
قَتَادَةَ عَلَى عُلُوِّ قَدْرِهِ يُدَلِّسُ، وَيَأْخُذُ عَنْ كُلِّ أَحَدٍ(مستدرک حدیث نمبر: ۸۵۱)
روايت ضعيف دئ او موضوع نه ده ثابته بل روايت راوړه.
د نسائي سند دي دا دئ:
أَخْبَرَنَا مُحَمَّدُ بْنُ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ الْمُبَارَكِ، قَالَ: حَدَّثَنَا أَبُو هِشَامٍ، قَالَ: حَدَّثَنَا الْقَاسِمُ بْنُ الْفَضْلِ، قَالَ: حَدَّثَنَا النَّضْرُ بْنُ شَيْبَانَ، قَالَ: - قُلْتُ لِأَبِي سَلَمَةَ بْنِ عَبْدِ الرَّحْمَنِ، حَدِّثْنِي بِشَيْءٍ سَمِعْتَهُ مِنْ أَبِيكَ، سَمِعَهُ أَبُوكَ مِنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، لَيْسَ بَيْنَ أَبِيكَ وَبَيْنَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَحَدٌ فِي شَهْرِ رَمَضَانَ قَالَ: نَعَمْ - حَدَّثَنِي أَبِي.(نسائي حديث نمبر: ۲۲۱۰)
د نضر بن شيبان په نوم راوي دي ضعيف دئ، د محدثينو جرحې پرې ولوله:
قال أبو بكر بن أبى خيثمة ، عن يحيى بن معين : ليس حديثه بشىء .
و قال البخارى فى حديثه هذا عن أبى سلمة عن أبيه : لم يصح .
و قد جزم جماعة من الأئمة بأن أبا سلمة لم يصح سماعه من أبيه ، فتضعيف النضر على هذا متعين .
و قد قال ابن خراش : إنه لا يعرف بغير هذا الحديث .
و أعله الدارقطنى أيضا بحديث أبى سلمة عن أبى هريرة .
رتبته عند ابن حجر : لين الحديث
رتبته عند الذهبي : قال البخارى : لم يصح حديثه
له ابو هريره د ابو سلمه حدیث داسي دئ:
قال الدارقطني في العلل: رواه الزهري عن أبي سلمة، عن أبي هريرة: لكنه لم يذكر: وسننت لكم قيامه.
ته چي په کوم څه دليل نيسې هغه په حدیث کي صحت نه لري او خپله نسائي يې هم په اړه وايي:
قال النسائى : هذا خطأ ، و الصواب : حديث أبى سلمة عن أبى هريرة .
اوس به پوه سوی يې چي روايت دي بې کاره سو، د کتاب ليکوال يې خپله نه منې او وزيري ملګرې ته پرې استناد کوې، تعجب نه دئ؟
بخاري په تاريخ کبير کي ليکلي :
2287- النَّضر بْن شَيبان، الحُدّانِيُّ.
سَمِعَ أَبَا سَلَمة بْنَ عَبد الرَّحمَن، عَنْ أَبيه، عَنِ النَّبيِّ صَلى اللَّهُ عَلَيه وسَلم، قَالَ: مَن صامَ رَمَضانَ وقامَهُ، إِيمانًا واحتِسابًا ...
رَوَى عَنه نَصر بْن عليٍّ.
وقَالَ الزُّهرِيُّ، ويَحيى بْن أَبي كَثِير، ويَحيى بْن سَعِيد الأَنصارِيُّ: عَنْ أَبي سَلَمة، عَنْ أَبي هُرَيرَةَ، عَنِ النَّبيِّ صَلى اللَّهُ عَلَيه وسَلم.
وهو أصح.
د ابو داؤد دا روايت وګوره:
عَنْ أَبِي ذَرٍّ، قَالَ: صُمْنَا مَعَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ رَمَضَانَ، فَلَمْ يَقُمْ بِنَا شَيْئًا مِنَ الشَّهْرِ حَتَّى بَقِيَ سَبْعٌ، فَقَامَ بِنَا حَتَّى ذَهَبَ ثُلُثُ اللَّيْلِ، فَلَمَّا كَانَتِ السَّادِسَةُ لَمْ يَقُمْ بِنَا، فَلَمَّا كَانَتِ الْخَامِسَةُ قَامَ بِنَا حَتَّى ذَهَبَ شَطْرُ اللَّيْلِ، فَقُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، لَوْ نَفَّلْتَنَا قِيَامَ هَذِهِ اللَّيْلَةِ، قَالَ: فَقَالَ: «إِنَّ الرَّجُلَ إِذَا صَلَّى مَعَ الْإِمَامِ حَتَّى يَنْصَرِفَ حُسِبَ لَهُ قِيَامُ لَيْلَةٍ» ، قَالَ: فَلَمَّا كَانَتِ الرَّابِعَةُ لَمْ يَقُمْ، فَلَمَّا كَانَتِ الثَّالِثَةُ جَمَعَ أَهْلَهُ وَنِسَاءَهُ وَالنَّاسَ، فَقَامَ بِنَا حَتَّى خَشِينَا أَنْ يَفُوتَنَا الْفَلَاحُ، قَالَ: قُلْتُ: وَمَا الْفَلَاحُ؟ قَالَ: السُّحُورُ، ثُمَّ لَمْ يَقُمْ بِقِيَّةَ الشَّهْرِ(ابو داؤد ح: ۱۳۷۵)
په دې روايت کي وينې چي هم يې ورته قيام الليل الفاظ کارولي او هم يې د شپې په اخيره برخه کي کړې، اوس تهجد دئ که تراويح؟
په بخاري کي د عائشې روايت نوره هم خبره تشريح کوي:
عَنْ أَبِي سَلَمَةَ بْنِ عَبْدِ الرَّحْمَنِ، أَنَّهُ أَخْبَرَهُ: أَنَّهُ سَأَلَ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا، كَيْفَ كَانَتْ صَلاَةُ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي رَمَضَانَ؟ فَقَالَتْ: «مَا كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَزِيدُ فِي رَمَضَانَ وَلاَ فِي غَيْرِهِ عَلَى إِحْدَى عَشْرَةَ رَكْعَةً يُصَلِّي أَرْبَعًا.(بخاري ح: ۱۱۴۷)
دلته وينو چي پوښتنه د روژې د لمانځه سوې ده او عائشه ورته وايي چي نه يې په روژه کي زیات لمونځ کاوی او نه غیر له روژې، اوس تهجد سو که تراويح؟
وزيري صیب! دا يوه پوښتنه دي ناحله ايله کړې:
«مَا زَالَ بِكُمْ صَنِيعُكُمْ حَتَّى ظَنَنْتُ أَنَّهُ سَيُكْتَبُ عَلَيْكُمْ، فَعَلَيْكُمْ بِالصَّلاَةِ فِي بُيُوتِكُمْ، فَإِنَّ خَيْرَ صَلاَةِ المَرْءِ فِي بَيْتِهِ إِلَّا الصَّلاَةَ المَكْتُوبَةَ»(بخاري ح: ۶۱۱۳)
دلته د کور په لمانځه امر کوي او بيا په روايت کي داسي هم دي :
فَتُوُفِّيَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَالأَمْرُ عَلَى ذَلِكَ، ثُمَّ كَانَ الأَمْرُ عَلَى ذَلِكَ فِي خِلاَفَةِ أَبِي بَكْرٍ، وَصَدْرًا مِنْ خِلاَفَةِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا.
دلته وايي رسول الله وفات سو او خبره همدا د کور پر لمانځه وه د ابو بکر په خلافت کي هم او د عمر د خلافت په اول وهلت کي هم، نو ايا رسول الله کور ته امر نه دئ کړی، خلګ يې ولي په مسجد کي کوي؟
امر د وجوب لپاره نه دئ نو خلګ دلته ولي سترګې پرې پټوي؟
دا د رسول الله وروستی عمل نه سو، نو خلګ ولي مخکيني ته ترجيح ور کوي؟
او د کور لمانځه ته رسول الله بل ځای هم امر کړی:
عَنِ ابْنِ عُمَرَ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «اجْعَلُوا فِي بُيُوتِكُمْ مِنْ صَلاَتِكُمْ وَلاَ تَتَّخِذُوهَا قُبُورًا»(بخاري ح: ۴۳۲)
امر سوی دئ او مخکي يې عامه قاعده هم ذکر کړې وه چي له فرضي لمنځونو پرته نور نوافل په کور کي افضل دي، نو ولي افضل نه کوئ چي غیر افضل ته مو ملاتړلې؟
د مسلم په دې روايت کي دي چي رسول الله د روژې همدغه لمونځ هم په نيمه شپه کي کړی :
عَنِ ابْنِ شِهَابٍ، قَالَ: أَخْبَرَنِي عُرْوَةُ بْنُ الزُّبَيْرِ، أَنَّ عَائِشَةَ، أَخْبَرَتْهُ أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، خَرَجَ مِنْ جَوْفِ اللَّيْلِ فَصَلَّى فِي الْمَسْجِدِ، فَصَلَّى رِجَالٌ بِصَلَاتِهِ، فَأَصْبَحَ النَّاسُ يَتَحَدَّثُونَ بِذَلِكَ، فَاجْتَمَعَ أَكْثَرُ مِنْهُمْ، فَخَرَجَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي اللَّيْلَةِ الثَّانِيَةِ، فَصَلَّوْا بِصَلَاتِهِ، فَأَصْبَحَ النَّاسُ يَذْكُرُونَ ذَلِكَ، فَكَثُرَ أَهْلُ الْمَسْجِدِ مِنَ اللَّيْلَةِ الثَّالِثَةِ، فَخَرَجَ فَصَلَّوْا بِصَلَاتِهِ، فَلَمَّا كَانَتِ اللَّيْلَةُ الرَّابِعَةُ عَجَزَ الْمَسْجِدُ عَنْ أَهْلِهِ، فَلَمْ يَخْرُجْ إِلَيْهِمْ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَطَفِقَ رِجَالٌ مِنْهُمْ يَقُولُونَ: الصَّلَاةَ، فَلَمْ يَخْرُجْ إِلَيْهِمْ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ حَتَّى خَرَجَ لِصَلَاةِ الْفَجْرِ، فَلَمَّا قَضَى الْفَجْرَ أَقْبَلَ عَلَى النَّاسِ، ثُمَّ تَشَهَّدَ، فَقَالَ: «أَمَّا بَعْدُ، فَإِنَّهُ لَمْ يَخْفَ عَلَيَّ شَأْنُكُمُ اللَّيْلَةَ، وَلَكِنِّي خَشِيتُ أَنْ تُفْرَضَ عَلَيْكُمْ صَلَاةُ اللَّيْلِ فَتَعْجِزُوا عَنْهَا»(مسلم ح: ۷۶۱)
په دې کي وينو چي عائشه وايي رسول الله د شپې په نيمه برخه کي ووتی(خرج من جوف اللیل) بيا وايي په دويمه شپه يې هم داسي کړي او په درېيمه هم، نو تاسو يې په اول د شپې کي ولي کوئ؟ اوس تهجد سو که تراويح؟
او يوه خبره چي ارزښت لري دا هم ده چي په دې ټولو احادیثو کي خو دا نه دي ويل سوي چي څو رکعته يې وکړل نو تاسو شل ولي کوئ؟ او دا نور دي اته ولي کوي؟ د عائشې په حدیث که عمل کوي نو هلته خو ويل سوي چي رسول الله له روژې پرته هم کاوی، نو تاسو يې ولي له روژې پرته نه کوئ؟


اکرم
31.07.2013

السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته

هلکه حذیفه ته خو به شیعه نه یي ؟
دا په دې وایم چې ته دستروکرامو صحابو رضی الله عنهم نومونه داسې لیکي له ستا ملګری چې وي .

دا لاندی لینک وګورئ داشویه ملا په عین خبرو لګیا دی چې حذیفه پرې لګیا دی.

http://www.youtube.com/watch?v=5R7oof37FOs


حذيفه
31.07.2013

اكرم جانه!
ته پوهېږې چي د رضی الله عنه یا عنهم اصطلاح د شريعت له لوري امر نه دئ، بلکي که يې وکړي نو ښه دي که نه نو لازمي نه دي.
ته ګوره محدثينو هم داسي څه ډېر ليکلي که زه په دې شيعه يم نو بيا محدثين ولي نه دي:
حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ سِنَانٍ، قَالَ: حَدَّثَنَا فُلَيْحٌ، قَالَ: حَدَّثَنَا أَبُو النَّضْرِ، عَنْ عُبَيْدِ بْنِ حُنَيْنٍ، عَنْ بُسْرِ بْنِ سَعِيدٍ، عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الخُدْرِيِّ، قَالَ: خَطَبَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بخاری
دلته وينې چي ابو سعيد الخدري يې همداسي یاد کړی.
عَنِ ابْنِ شِهَابٍ، قَالَ: أَخْبَرَنِي عُرْوَةُ بْنُ الزُّبَيْرِ، أَنَّ عَائِشَةَ زَوْجَ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَتْ.بخاری
په دې ځای کي وينې چي عائشه يې همداسي ياده کړې
وَفِي القَوْمِ أَبُو بَكْرٍ وَعُمَرُ، فَهَابَا أَنْ يُكَلِّمَاهُ،بخاري
په دې روايت کي ابو هريره د ابو بکر او عمر نومونه همداسي یاد کړي.
عَنْ سُلَيْمَانَ، قَالَ: صَالِحُ بْنُ كَيْسَانَ، حَدَّثَنَا الأَعْرَجُ عَبْدُ الرَّحْمَنِ، وَغَيْرُهُ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، وَنَافِعٌ مَوْلَى عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عُمَرَ، عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عُمَرَ: أَنَّهُمَا حَدَّثَاهُ عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ(بخاري)
په دې روايت کي د ابو هريره نوم او ابن عمر نوم همداسي یاد سوي لکه چي ما هم یاد کړي.
اوس څوک شيعه دئ؟
له ځانه پر خلګو هغه څه مه تحميلوه چي الله او رسو الله صلی الله علیه وسلم نه وي لازمي کړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more