د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

طالبانو د مسعود ریکارډ مات کړ

طالب ISI
05.08.2013

خلک: طالبانو د کابل-ګردېز لارې د پلونو ويجاړولو ته مخه کړې
By عبدالمقصود عزيزي Aug 5, 2013 - 11:55

پل علم (پژواک ١٤ زمرى ٩٢): د کابل-ګردېز لارې موټر چلوونکي او مسافر شکايت کوي، چې وسله والو طالبانو د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د يوې مياشتې په موده کې لس پلونه الوځولي دي.

د خوست د صبريو اوسېدونکى نسيم ګل، چې دغه وران شوي پلونه يې په خپلو سترګو ليدلي وايي، چې دغه پلونه په لوى لاس الوځول شوي دي.

د نوموړي په وينا، د کابل-ګردېز پر لويه لار په يوه مياشت کې تر لسو زيات پلونه الوځول شوي، چې له امله يې مسافرو او موټر چلوونکو ته زياتې ستونزې پيدا شوې دي.

هغه زياتوي، چې سړکونه ملي سرمايه ده او له شرعي پلوه د لارو خرابول ناروا او له ولس سره ستره جفا ده.

دغه راز د محمداغې د سفيد سنګ اوسېدونکى ٣٠ کلن عبدالروف وايي، چې د دې لارې څو پلونه پخوا هم الوځول شوي وو، خو بيا بېرته ورغول شول.

هغه زياتوي، چې اوس د ګردېز-کابل د لارې يو پول هم روغ نه دى پاتې.

د ده په خبره، په تېره يوه مياشت کې وسله والو تر لسو ډېر پلونه والوځول.

دى وايي، طالبان په دې پلمه، چې د بهرنيو ځواکونو کتارونه هدف ګرځوي، خو د ده په خبره چې داسې نه ده، بلکې طالبانو ځيني پلونه په لوى لاس الوځولي او پر دې لاره يې د موټرو تګ راتګ ستونزمن کړى دى.

د پل علم د کلنګار اوسېدونکی سيد فواد وايي، طالبان په لوى لاس د لويو لارو تخريب او پلونو الوځولو لړۍ پيل کړې ده.

د ده په خبره، پاکستان دا نه شي زغلمى، چې دلته دې يوه لوېشت سړک هم پوخ وي او افغانان دې ارام او سوکاله ژوند ولري.

دى له امنيتي ادارو غواړي، چې د لارو او پلونو د تخريب مخه دې ونيسي که ژر اقدام ونه کړي نو پاخه سړکونه به بېرته په ورانو لارو بدل شي او خلک به د دقيقو مزل په ساعتونو کې تر سره کوي.

د لوګر د فوايد عامې رييس عبدالباقي ستانګزی هم دا مني، چې وسله وال طالبان د شپې په تياره کې ويجاړۍ په موخه تر پلونو لاندې ماينونه ږدي او د ورځې له مخې بيا چاودنه ورکوي.

د ده په وينا، ورانو پلونو د لارې موټر چلوونکي او مسافر له سختو ستونزو سره مخ کړي دي، خو د فوايد عامې وزارت په پام کې لري، چې وران شوي دغه پلونه بېرته له سره ورغوي.

د فوايد عامې رييس هم له امنيتي ادارو غوښتنه وکړه، چې د دې لويې او مهمې لارې امنيت خوندي کړي او په نا امنه سيمو کې امنيتي پوستې جوړې کړي.

د امنيه قومندانۍ د امنيت امر سمونوال رييس خان صادق پژواک اژانس ته وويل، چې د هېواد دښمنان ملي بنسټونه له منځه وړي او په دې سره غواړي له خپلو بادارنو امتياز ترلاسه کړي.

هغه زياتوي، دوى هڅه کوي، چې د دې لويې لارې ساتنه وکړي، خو د هېواد دښمنان د شپې په تياره کې ورانکاره کړنې ترسره کوي او لارې خبرابوي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چې دوی لارې او پلونه نه ورانوي، بلکې په دې کار سره غواړي خپل دښمن ته زيان واړوي.

مجاهد زياتوي، چې د ملګرو له خوا يې د سړک په هر پله کې د ماين اېښودلو هدف دا دى، چې بهرنيو او کورنيو ځواکونو ته د سر او مال زيان واړوي او تر دې مهاله يې د ماين په هره چاودنه کې د ده په وينا دښمن ته دروند زيان اړولى دى.

دا په داسې حال کې ده، چې يواځې د کابل-ګردېز لارې پلونه نه، بلکې ولسواليو ته يې د غځېدلو لارو پلونه هم ډېرى الوځول شوي او دغه کار د هېواد په نورو برخو کې هم په شدت جريان لري


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more