د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د طالبانو ضد پاڅون

اتل
11.06.2013

د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د طالبانو ضد پاڅون
باز محمد عابد
09.06.2013

جلال اباد - د افغانستان ننګرهاراچين ولسوالۍ عبدالخېلو سيمه کې په زرګونو تنو شينوارو د وسله والو طالبانو خلاف ولسي پاڅون وکړ او خپله سيمه يې له وسله والو څخه پاکه کړه.

د تيرې شبنې په ورځ د ننګرهار ولايت د اچين ولسوالۍ عبدالخېلو سيمه کې هم په زرګونو تنو ولسي وګړو د وسله والو طالبانو پر ضد پاڅون وکړ چې دخلکو په وينا خپله سيمه يې له وسله والو طالبانو څخه پاکه کړې ده.

قومي مشر ملک بهاندر مشال راډيو ته وويل چې ولس په سيمه کې د نا امنيو څخه تنګ شوي و نو ځکه يې ولسي پاڅون وکړ:

(( زموږ د عبدالخېلو قوم چې شمېر يې شاه و خوا ۱۰ یا ۱۲ زره تنو ته رسېږي، په دې کې ځينې خلک سره لتاړ شوي دي، نو موږ په خپل قوم کې بې امنيتي نه غواړو، خپل قوم کې ګډوډي نه غواړو، خپل قوم کې زور زياتی، ظلم نه غواړو.

د اچين ولسوالۍ د انکشافي شورا مشر ملک شيرخان وويل: له دې وروسته به هيچاته اجازه ورنه کړي چې په سيمه کې نا امني جوړه کړي:

((ګډوډي ډېره زياته موږ ټول عبدالخېل د خپلې درې امنيت په شريکه نيسو. بس نور په دې کې بيا بې عزتۍ ته ځان نه پرېږدو. او خاص د وطن د حفاظت له پاره دغه کار موږ شروع کړی دی.))


pattang
12.06.2013

شينواريو پخوا هم له دواړو خواؤ څخه وهله نو اوس به ولې داسې
پرېکړې نکوي په داسې حال کې چې صليبي دالر پرې اوري !!
دغه کار اوعمل ته نا موس پلورنه او دالر ساتنه وا يې !!!!


السلام عليکم .

عبدالحميد/افغ
12.06.2013

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته....
محترم ورور پتنک صاحب الله جل جلاله دي خير کوي چي دي ورور له مسلمانانو سره ولي دومره اخيستي هروخت دي په دغسي افواهو پسي بحث اوتفتيش کوي.
اوسره له دي چي ديرغلګرو له قساوت نه ډک عملونه ورځ په ورځ زياتيږي اوپه عامه توګه يې اداکوي ، ايا هغوي ته ددې روايښت راغلئ دئ ؟؟؟
وروره ! که تادانصاف لاره نيولي وي نو ضرور به تادهرچادظلم غندنه کولائ دهرچاظلم به تابيانولائ اوبيابه دي خپله تبصره باندي کولائ ، افسوس ، ته دامریکا پرظلمونو غنه کوې اوپه مسلمانانو پسي تړلي افواهاتوته شهرت ورکوې.

چاچي په ټولي نړئ کي دظلم ټغرغوړولئ دئ ، په ګوانتاناموکښي ستاپرمظلوم اولس باندي کوم قسم ظلمونه کوي ، ته هغو ته ظلم اوکه دظلم پرخلاف عمليات وايي. په دې اړه لاندي پاڼه وګوره !
بينوا ډات کام.
خونه الحمدلله ! ټول اولس له طالبانو سره دئ هيڅ کله به اولس له طالبانو لاس وانخلي ؛ ځکه اولس پوهيږي چي طالبان هغه کسان دي چي دغرب اودهغه له غلامانو يې بيزاري کړېده اوځان ته استقلالي نظام لري .

څومره خطاوتلي يې امریکا هره ورځ ستا ملکي کسان شهيدانوي اوته وايي چي وطن راجوړوي ، ليږ ننګ اوغيرت په ځان کښي پيداکړئ ،اسلاميت وپيږنئ ، افغانيت وپيږني انسانيت وپيږنئ ، وروڼو !!!!

...


اتل
13.06.2013

فرید وروه، اسلام علیکم
د یوه پښتون افغان په حیث درنه خوشحاله شوم چې د پت، عزت، افغانیت، غیرت، ننګ، استقلال، خپلو او پردیو خبرې مو وکړې.
هو! زه د خارجیانو ناوړه اعمال هم غندم، او هر هغه څوک چې پر افغان ظلم کوي او حق یې خوري او یایې دسیاست، اقتصاد، عنعنې، دین او مذهب نه د افغانانو په مقابل کې د وسلې په توګه کار اخلي، په ډیرو کلکو ټکو غندنه کوم.

تاسې لږ دا خپل سر پر کریوان کړئ، آیا تاسې د محترمو طالبانو، چې زه یې تر بل هر چانه په کابل کې د مجاهدینودخپل منځي جنګونو د ختمولو او اسلامي امارت د ټینګولو مدیون او احسان بار وم،د دغو څو تیرو ورځو ظالمانه قتلونه، دملګرو ملتونو د مهاجرو د ادارې په دفترحمله، د سره صلیب په دفتر چې پخپله طالبانو هم د هغوی فعلیتونه د خیرخواهۍ فعالیتونه بللي وو، د شاه شهید حمله، د مکرویانو حمله، د فراه حمله او داسې نورنه بښونکې اعمال چې د مسلمه امت پر مقابل کې یې مرتکب شویدي غندلي؟
تاسې نه یوازې دا چې غندئ یې نه، بلکه دفاع یې هم کوئ. آیا په آخرت کې به هم د طالبانو سوال او ځواب تاسې ورکوئ؟ یو ځلې چې د خیر سره په افغانستان کې ثبات ټینګ شي دطالبانو په شمول ټول جنګي جنایت کاران او ظالمان به حتماًعدالت ته راکاږل شي، چې عدالت او مسلمان امت جاج ترې واخلي، هغه وخت خو اوږه نه خالي کوئ، بلکه د طالبانو اعمال به مؤجه کوئ او دفاع ته به یې وردانګئ؟

آیا طالبانو په افغانستان کې حکومت ندرلود؟ دوی هغه حکومت څه کړ؟
آیا طالبانو، د خولۍ په ګټلو سر بای نلود؟ آیا طالبانو، د مسلمه امت د خیر ښیګڼې د پاره څه وکړل؟ ته خو یوه ودانۍ را وښیه چې طالبانو آباده کړئ وي، خو ته پخپله ویني چې څومره یې ړنګې کړیدي.
فرید وروه، دا چې وايي چې ولس د طالبانو سره دئ، پخبله سوچ وکړه. آیا طالبانو ولس ته څه خدمت کړئ چې ملا تړ یې وکړي. طالبانو پر خلکو ظلمونه کړي، او کوي یې. پّ ترورستو عربو، د نورو ملکونو جنایت کارانو او پاکستاني طالبانو یې خپل عزیزان بې آبه کړي، سپک کړي، په زور او جبر د خلکو لوڼې پردیو بې مسؤلیته غلو ه ورو ودوي، ماشومان تښتوي، بیایې خود کش کوي، په عام محضر کې بمونه چوي، په زور او جبر د خلکو په کورونو ور ننوزي ډوډۍ تر غواړي او داسې نور.
د ننکرهار د اچین د ولسوالۍ غوندې د ګڼ شمیر ولسوالیو خلک چې د طالبانو د مظالمو نه تر پزې راغلي وو، باڅون یې وکړ چې خپل ننګ او ناموس خوندي کړي.

وايي [چې پتنګ شي، په جنګ شي].
الله جل جلاله دې موږ ته دا بصیرت را په برخه کړي چې د نیک او بد تر منځ توپیر وکړو. په مولا دې سپارم.


هجران
13.06.2013

السلام عليکم ،
اوس بايد لومړئ ددې پېښو کوم چي اتل صاحب تصريح په کړې ده اول سبب بيان کړو.
موږ ټول مسلمانان يواوافغانان يونن دادي زموږ په منځ کي اختلاف پيداسوئ دئ بايد چي داهرڅه له مينځه لري کړو ،اوديوه مسلمان اومومن افغان په حيث په ګران هيوادکي ژوندتيرکړو ، داچي ګران اولس ډېرکړېدلئ دئ بايد هرمسلمان ددې کوښښ وکړي ترڅو زموږ په منځ کي سوله جوړه ازادي او استقلال راسي.
لومړي دافغانانو په منځ کي داختلاف لويه منبع خارجیان دي ، اول بايد دخارجيانو تعریف وکړو اوداجوته کړو چي خارجیان څنګه افغانستان ته راغلل اوعلت دراتګ يې څه وو؟
(خارجيان) دالفظ دخارجي جمع ده ، خارجي معني منسوب وخار ج ته مراد هغه سړئ دئ چي له ګران دباندي وي ، يعني ددې هيواد نه وي .
د(خارجیان) لفظ چي کوم موږ اوس استعمالوو نو له هغه څخه مرادهغه قوتونه دي چي له دباندي وګران افغانستان ته راغلي دي دهر مطلب لپاره چي راغلي وي .
هغه خارجيان کوم چي زموږ وهیواد ته راغلي هغه نظامی فوجونه دي ، اوټول يې کافران دي . لکه امریکا،برتانیه ،فرانسه وغيره ، مطلب کوم افواج چي دناتوپه نامه ياديږي ټول کافران دي يعني داسلام دمذهب نه دي.

خارجيان افغانستان ته څنګه راغلل؟اودراتګ موجب يې څه وو؟
کله چي په افغانستان کي دکورني شخړو پرخلاف دطالبانو تحريک راپورته سو نو په ګران هيواد کي ترډېره وخته اسلامي خلافت قائم وو ، په (۲۰۰۱)ميلادي کي په امریکا کي دګروف هار دغاړی لوئ تعمیر دطياري په انفجار سره ړنګ شو!
امریکا ددې پړه په اسامه واچول اواسامه وافغانستان ته پنايووړه ، امریکا افغانستان ته وويل چي اسامه موږته پلاس راکړئ .

طآلبانو ورته وويل : اسامه مسلمان دي موږ يې ويوه مسلمان ملک ته سپارو که چيرته پرثبوت سو خوصحيح دئ اوکه نه سو پرثبوت نو بیايې وتاسي ته پلاس درکول له مسلمان ميلمه سره ستره جفاده .

خوامریکا داداسامه موضوع دیوی بهانې په توګه ستعمال کړه اواستفاده يې ځني وکړه .
طالبانوپه دې موضوع کي دخبرو لپاره د هيواد ټول جيدعلماءراجمع کړل اوله هغوئ سره يې مشوره وکړله .

دټولو علماء کرامو دمشورې پخوړ داسو چي :

امریکاڅرنګه چي په تاریخ کي نه بخښونکي جنايات لري ، او غواړي دګران هيواد واشغال ته هسي يوه بيځايه بهانه پيداکړي ، نولهذا داسامه ورکول وامریکاته هيڅ ګټه دګران هيواد اودمسلمانانولپاره هیڅ ګټه نه کوي ، ولي که اسامه بالفرض ورکړو نو امریکا بله بهانه هم بياجوړوي .
اوسره له چي داپیغور به هم لاس ته راوړو چي مسلمان ميلمه ومسلمان ته پناه يووړه خوبيرته يې دوحشت په ګرداب کي واچاوه .
ددې مشورو دځينوعلماوو نومونه په دې ډول دي:
الشيخ عبدالله الذاکري ،الشيخ عبدالعلي الديوبندي ، الشيخ ابي الفضل محمدمعين الدين الافغاني ، الشيخ المعروف بـ غبرګي اخندزاده ، وغيره.

خوامریکاته بهانه جوړه سوه اودشمالی لخوایې دشمالیانواو دحامدکرزی وغیره په ملاتړ سره په ګران هيواد يرغل وکړ.

ددوي میاشتو په دوره کي يې ګران هيواد اشغال اوخپل ناپاک حضور یې وګران هيواد افغانستان ته راوست .

بيايې ناټوپه نامه ډېردخپل په شان داړه مار طاغوتی هیوادونه سره متحد کړل اوګران هيواد ته يې راستانه کړ. بیایی کرزی دافغانستان باچااوامیرکړ.

له دې صحنی نه يوکال وروسته طالبانو دامریکا اودناتو په مقابل کي خپلو عمليآتو ته دوام ورکړ ، چي ترننه يې يوولس کاله پوره سول .
طآلبانو دسخت حالاتوپه وجه وپاکستان ته پناه يوړه .

دافغانستان ملی اردو هم دناتو اوامریکاپرطرف ده .

خوطالب اوس هم خپلي مبارزې ته داسي دوام ورکړئ دئ ، لکه څنګه چي داسلامي تحريک داتللو په اولو دوروکي ورکړئ وو.

اوس امریکا،افغان دولت دسولي نعری وهي!
دافغانستان داولس دقتل اوځورېدني پړه ټوله پرطالبانو وراچوي!
طالبان دبل غلام بولي اوخپل ځان ازاد خپلواک اوداستقلال خاوندبولي!
طالبان دوطن سره خائنان اوخپل ځانونه وفاداران اوامينان بولي !

اوس نوتاسي خپلي تبصرې راته وړاندي کړئ........


pattang
13.06.2013

هجران صيب اتل او نور يې په دې خبرو ښه پوهيږي خو داسې
او هسې خبرې تکراروي ! دلته مهمه موضع شوکه او پيسې دي
چې صليبی اشغالګر يې ورکوي او دوی يې غلا کوي او ملت په
وږي نس ورته ګوري !

دې دوی د دا دولسو کلنو بيلانس يواځې رشوت ، اداري فساد ،
مافيائې مېتودونه ، غلا ، جعل کاري، وژنه ، لواطت ، بې خدايې
او نورفاسد اخلاق او کارونه دي .

دې غلامانو هېواد ته هيڅ کار ندی کړی !

صليبيان هم وايې چې ښه لودګان مو پيداکړی او اسلام وژنه يې
له همدغه ځايه څخه شروع کړې ده .


اتل
11.07.2013

هجران وروره، اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
محترمه پښتنه مسلمانه افغانه وروره، ستاسې د تودو احساساتو او دومره اوږده دلیل او برهان د وړاندې کولو ډیره مننه کوم.
تاسې دګران افغانستان د اشغال علل او معلول غوشتی او بیا مو پخپله ځواب کړي. تاسې خود کوزه ګر، خود ګیل کوزه، خود عاشق بر کوزه کوزه فروس، و خود خریدارکوزه یاست.
ورورګله، تاسې اول ز موږ د ملک د اشغال تاریخجه مسخ کړې او بیامو د تاریخ دمسیر نه هغه مسخ کړي څه ذکر کړي چې ستاسې د هدف د مؤجه کیدو په درد خوري. اول مو خارجی اشغالګر ټول کفار بللې، پداسې حال کې چې د ترکیې غوندې ملکونه چې په افغانستان کې قواوې لري کفار نه، بلکه مسلمان دي. دویم مو، یوازې د هغو ملکونو اتباع خارجیان بللي چې عساکرو یې افغانستان اشغال کړيدئ. هو زه هم وایم چې دوی اشغالکر دي، خو هغه څوک چې دغه خارجیان یې زمو ږ د ملک اشغال ته راکاږل، ولې نه یادوئ، او ولئ یې خارجیان، نه خطاب کوې؟ د القاعدې او نور ترورستان چې زما او ستا ملک یې د خاور ایرو خمیره کړئ، آیا زما اوستا د مور زامن دي؟

اُسامه بن لادن چې زما اوستا امیرالمؤمنین ته یې بیعت کړئ ؤ، او د افغانستان د تابعت اخیستو په وخت کې یې ملا محمد عمر آخند ته وویل چې زه به ستاسې دامارت تابعت کوم، هیڅ کار به ستاسې د خوښې او اطلاع پرته نه کوم، زما وینه ستا وینه ده، او قبر مو هم یو دئ، ولې یې د اسلامي ارشاداتو او د آنحضرت محمد صلی الله علیه وصلم د کړنو [د حدیبې د میثاق]خلاف ملا محمد عمر آخند او ټول افغان ولس دوکه کړ، او زموږ د ملک نه یې بهر د ۹/۱۱ حملې وکړې، او زموږ ملک یې د روان بحران سره مخامخ کړ؟

دا چې تاسې وایاست او د علماوو نومونه کتار کوئ چې هغوی ملا محمد عمر آخند ته صلاح ورنکړه چې اُسامه امریکا ته ورکړې، خبره بر عکس دهغې وه.
طالبانو د امریکایي قواوو د راتګ نه مخکې اجماع امت وکړه، او اجماع امت دوې پریکړې ورکړي.
اول-موږ د امریکا سره جنجال نه غواړو.
دویم-دا نا بللئ میلمه یعنې اُسامه بن لادن دې د افغانستان څخه و ایستل شي.
نو بیا چې د طالبانو ځینې مشرانو د اجماع امت فیصله ونه منله، او امریکا د ټولې نړۍ په ملاتړ راغله، پدې کې خو د طالبانوهماغه مشران پړه دي، چې اجماع امت یې تر پښو لاندې کړه، او د امریکا په راتګ کې دوی هم ونډه لري.

کله چې د اُسامه مرستیال ډاکتر آیمن الظواهري د ۹/۱۱ مسؤلیت په غاړه واخیست، خالد شیخ محمد اعتراف وکړ چې د ۹/۱۱ په طراحۍ کې یې لاس لاره، د اُسامه زوم ابو غیث د ۹/۱۱ په دریمه ورځ وویل چې د ۹/۱۱ د حملې بندوبست اُسامه دومره پټ ساتلئ ؤ چې حتی زه هم نه وم ورباندې خبر او په افغنستان کې د القاعدې د وخت د تنظیم د چارو مسؤل مصطفی ابو الیزید د ۹/۱۱ نه وروسته وویل، موږ د ۹/۱۱ حمله ددې دپاره وکړه، چې امریکایان افغانستان ته را کاږو او دلته سبق ورکړو، ولې طالبانو ورته ونه ویل چې صبر وکړه، ته زما ملک د جنګ ډګر کرزوې، ځه زما دملک نه وزه، ته ځوک یې چې زما ملک په پردیوقواوو اشغال کوي؟ ولې طالبانو لاهم اُسامه وساته او د القاعدې نه یې ځان ګوښه نکړ، پداسئ حال کې ټولې نړۍ ورته ویل چې زموږ قواوې د ترورستانو د نابود کولو دپاره درغلې، د القاعدې نه ځان وشکوۍ. خو طالبان دومره انپړ خلک وو چې بیا هم القاعدې دا ځلې د بین المللي قواوو سره په جنګ کې استعمال کړل او د ځان سره په جنګ کې ور ګډکړل.
طالبانو ګټلئ حکومت په ترورستانو بایلود. اوس چې طالبان په دوو ډلو ویشل شوي، د افغان ملت د ارادې تابع ډله یې وایې چې موږ د القاعدې پیروي نه کوو، خو افراطي ډلې یې لاهم په ترورستانو پورې ځان نښلولئ دئ.
همدغه د طالبانو بې کفایتي او ظلم دئ چئ نن سبا خلک د هغوی په مقابل کې په پاځونونه کوي، او د خپلو علاقو نه یې شړي.
الله مو مل شه ورورجانه.


pattang
11.07.2013

[quote:e1a555bd9a].........طالبانو ګټلئ حکومت په ترورستانو بایلود. اوس چې طالبان په دوو ډلو ویشل شوي، د افغان ملت د ارادې تابع ډله یې وایې چې موږ د القاعدې پیروي نه کوو، خو افراطي ډلې یې لاهم په ترورستانو پورې ځان نښلولئ دئ.
همدغه د طالبانو بې کفایتي او ظلم دئ چئ نن سبا خلک د هغوی په مقابل کې په پاځونونه کوي، او د خپلو علاقو نه یې شړي.
الله مو مل شه ورورجانه.[/quote:e1a555bd9a]

دا دې cia خبرې دي چې ته خبر يې او زه نه ! اول بايد زه خبر وی! ستاسو په نوي شيطانت څوک نه غوليږي !!!!


اتل
17.07.2013

پتنګ صاجب، اسلام علیکم
دا د افغان ځوریدلې ملت خبرې دي، نه د کوم اجنبي. ته چې نه یې پرې خبر، تالره په خبرونو او مسائلو، ځان پوهول پکاردي. دا نه نوئ او نه هم زوړ شیطنت دئ، بلکه دا رحمانیت، پوهه، درائت او د حقایقو د پلتنې مثبت نتائج دي.

وروګله، بحث مدلل کوه، که نه لاس تر ومینځه.
اول زده کړه، بیا کوزده کړه.


pattang
17.07.2013

دملت څورونکي صليبي اشغالګر او دکرزي فاسد رژيم ذي !!!

[quote:23e7557db3="اتل"]پتنګ صاجب، اسلام علیکم
دا د افغان ځوریدلې ملت خبرې دي، نه د کوم اجنبي. ته چې نه یې پرې خبر، تالره په خبرونو او مسائلو، ځان پوهول پکاردي. دا نه نوئ او نه هم زوړ شیطنت دئ، بلکه دا رحمانیت، پوهه، درائت او د حقایقو د پلتنې مثبت نتائج دي.

وروګله، بحث مدلل کوه، که نه لاس تر ومینځه.
اول زده کړه، بیا کوزده کړه.[/quote:23e7557db3]


اتل
18.07.2013

اسلام علیکم
پتنګ وروره، ستا چرګ یوه پښه لری. الله بلابرسرملا. تاسې ځان ته یو لاس پاکئ پیدا کړیدئ. هره ملامتي د کرزي په حکومت او ستاسې په خبره په صلیبیانو اچوئ.
که ستا خبره رښتیا وي، چې صلیبي اشغالګراو دکرزي حکومت د ملت ځورونکي وي، نو بیا ولې ملت د هغوی پر ځای د طالبانو پر خلاف راولاړیږي؟

زه نه وايم چې د کرزي حکومت پاک دئ، زه نه وایم چې په ملک کې د صلیبیانو دحضور دوام د چا خوښ دئ، خو که طالبان ترورستان وشړي، صلیبیان چې ترورستانو مجبور کړي چې د هغوی د ټکولو د ياره دلته راشي، دوی به هم ووزي. کله چې جنګ ودریږي، نو بیا به طالب ته هم ددې حاجت پیدا نشي چي ولسي خلک تر پزې راولي، نو په هغه صورت کې به، ولس ملا او طالب ته خپل عنعنوي احترام بیرته را ژوندئ کړي، او خیر خیرت به شی. ملک به یو موټئ شي او د افغانستان نږدې او لیرې دښمن به پر افغانستان د تیري همت ونلري. پدې ترتیب به د افغانستان پت، عزت او حیثیت خوندي شي، او د اقتصادي او انکشافي ودې دروازې به پرانستل شي، دا ځکه چې د الله تعالا رضامندي به مو حاصله کړې وي.
په لوی څۍتن دې سپارم، پتنګه.


صبور
18.07.2013

برادر گرامی اتل صاحب امیدوارم که سلامهایم را بپذیرید، از نوشته های خالصانه و سراپا حقیقت شما یک عالم ممنون. ضمن صحبت های خوب شما باید عرض نمایم که برای مردم ما دیگر مانند روز روشن شده که گروهی بنام طالبان از کجا و برای کی ها و روی چه اهدافی کار میکنند.
واقعهء چند هفته پیش که در دوهه، قطر همه شاهد آن بودیم و دیدیم که چند نفر با لنگی های سیاه و شکم های کلان (چاق و چله) در صفحات اخبار جهان ظاهر شدند، هر یک ما باید از خود این را بپرسیم که این افراد از کدام مملکت، با کدام پاسپورتها، و به دستور چه کسانی آمدند، و باز در آخر بکجا رفتند؟

ملت ما دیگر همه چیز ها را درک نموده اند و بخوبی فهمیده اند که این باند جنایتکار که یگانه هدف شان تنها و تنها قتل و کشتار مردم بیچارهء ما و ویرانی خانه و کاشانهء ما میباشد، کی ها اند، و از کجا آب میخورند.

دیگر ضرورت به تشریحات زیاد ندارد، یک مثل مشهور ما داریم که میگویند:
مردم ما دیگر پوست آنها را در چرمگری میشناسند.

اگر یک تعداد افراد بیخبر مانند پتنگ و ... از روی جهالت و سرزوری های بیجا بخواهند که با دروغ های شاخدار شان، زیر نام دین و مذهب آنها را بپوشانند، باید ازین خواب غفلت بیدار شوند، و بدانند که دیگر مردم مسلمان ما فریب حرفهای شیرین و ملایم (سراپا کذب و دروغ) آنها را نخواهد خورد. مردم ما دیگر بیدار شده اند، و دوست و دشمن شانرا بخوبی دانسته اند.

بااحترام،


pattang
18.07.2013

[quote:16fcd8a7c8="اتل"]اسلام علیکم
پتنګ وروره، ستا چرګ یوه پښه لری.
[/quote:16fcd8a7c8]

له داسې پښو څخه چې يوه يې سي آی اې او بله يې لاسپوڅی فاسد
بيکاره رژيم وي يو پاکه پښه ډېره شرف لري خدای مې دمړ کړي خو
نه غل او بې نا موسه !!

[quote:16fcd8a7c8="اتل"]
الله بلابرسرملا. تاسې ځان ته یو لاس پاکئ پیدا کړیدئ. هره ملامتي د کرزي په حکومت او ستاسې په خبره په صلیبیانو اچوئ.
که ستا خبره رښتیا وي، چې صلیبي اشغالګراو دکرزي حکومت د ملت ځورونکي وي، نو بیا ولې ملت د هغوی پر ځای د طالبانو پر خلاف راولاړیږي؟
[/quote:16fcd8a7c8]

کوم پاڅون ؟؟ هغه څو اربکيان چې cia يې تهداب کېښود او دشمال
غلو او نورو ضعيف لاخلاقو لکه اسداله او جنرال عليشا احمدزي
ورته نورې هلې څلې وکړې او cia ورته معاشونه ورکوي !
ماخو فکر کاو چې ته به لږ څه په سر کې ولرې خو چې خوابدی
نشې خبرې دې د ديجتلي دي ! ته دومر فکر نشې کولی چې اولسي
پاڅون په پيسو سره نه بلکې په ملي ګټو ولاړوي !!

[quote:16fcd8a7c8="اتل"]
زه نه وايم چې د کرزي حکومت پاک دئ، زه نه وایم چې په ملک کې د صلیبیانو دحضور دوام د چا خوښ دئ، خو که طالبان ترورستان وشړي، صلیبیان چې ترورستانو مجبور کړي چې د هغوی د ټکولو د ياره دلته راشي، دوی به هم ووزي.
[/quote:16fcd8a7c8]

ته چې نه وايې داښه ده خو تر وېيلو دې دا نور فساد او خبرې ډېرې
موزرې او دفاسد رژيم په ګټه دي !!
په دوهمه خبره کې دې دروغ په ډاګ مالوميږي ! ايا زما دکور ،
کلي،کام او ولايت خلک ترورستان دي ؟
چې صليبيان ورک شي اشغال ورک شي جنګ ختمېږي او پای ته
رسيږي خو معکوس يې لودګي په طاقت د څلورو ده !
دا دروغ او پلمه ده ! :⇐ تروستان صليبيانو نشي ورکولی !
او هغوی چې ترور کوي په صليبي ممالکو کې هم ډېر شته !
: ⇐ هلته چې دمسلمانانو تحقير او وژنه او دولتي ترور وي نو
داطبعي دی چې وار او غچ به يې دظالم په کور او ملک کې به
انفرادي ترور هم وي !

چې ژوندی مسالونه يې د بوستن ښار په امريکا کې او دفرانکفورت
هوايې ميدان وو چې ترور پکشې وشه ، دا فدايان له افغانستان څخه
ندي راغلي اونه يې له هغوی سره اړيکي لرل خو دا صليبي ترور
په عراق ، افغانستان … کې دې عمل ته مجبور کړل !!!

[quote:16fcd8a7c8="اتل"]
کله چې جنګ ودریږي، نو بیا به طالب ته هم ددې حاجت پیدا نشي چي ولسي خلک تر پزې راولي، نو په هغه صورت کې به، ولس ملا او طالب ته خپل عنعنوي احترام بیرته را ژوندئ کړي، او خیر خیرت به شی. ملک به یو موټئ شي او د افغانستان نږدې او لیرې دښمن به پر افغانستان د تیري همت ونلري. پدې ترتیب به د افغانستان پت، عزت او حیثیت خوندي شي، او د اقتصادي او انکشافي ودې دروازې به پرانستل شي، دا ځکه چې د الله تعالا رضامندي به مو حاصله کړې وي.
په لوی څۍتن دې سپارم، پتنګه.[/quote:16fcd8a7c8]

اتل جانه ته په ديلېمه Dilemma کې بند پاته يې اوپه مانا يې نه
پوهيږې ! په فزيک او رياضي کې دا سې پروڅيس ته لا يتناهي
پروڅيس وايې او کومه کټه نلري ، مصروفيت پکښې لودګي وي !!

خو يو شی ستاسو په ديلېمه کې شته او هغه د حق تلف د فساد او
غلا دوا م ، داولس معنوي او کلتوري بربادي ، دبېکارو او جنايتکارو
ژوند ، دصليبيانو باداري ، دانسانانو خرڅونه … دي !
ترڅو چې دا دلېمه وي ورسره به دليلی د بنګړو شرنګ هم وي !!


اتل
19.07.2013

پتنګ صاحبه، اسلام علیکم
په پردیو پیسو نه پاڅون کیږي او نه هم څوک ځان ته مرګ په بیه اخلي. ټول خلک پوهیږي چې په هیڅ ملک کې پولیس د هر کلي پیره نشي کولای. که څوک د طالبانو پر خلاف وسله اخلې، عواقب یې هم سنجوي، چې طالبان به حملې ورباندې کوي او وژني به یې. طالبان خو ددوو پښو سړي دي، خپله لړايي کوی او تښتي.

ترهغې چې ولس د طالب نه تر ستوني رانشي، د هغوی په مقابل کې قیام نه کوي. نه دا قیامونه،یوې خائ علاقې ته محدود دي، او نه هم د طالب مظالم. همدا علت دئ چې د ملک په لسګونو ولسوالیو کې خلکو د مجبوریت له مخې لاس وسلې ته کړ، نه د هوس او پیسو او یا نورو ملحوظاتو په وجه.
پتنګ صاحب، الله دې سالم قضاوت، او انصاف در په برخه کړي.


اتل
19.07.2013

صبور وروره، اسلام علیکم
ستاسې خبری د کاڼې کرښه ده. حقیقتاً چې اوس افغان ولس دا واقعیت درک کړیدئ چئ طالبان د افغان ملت دخیر اوښیګڼې په لټه کې ندي، بلکه دوی د القاعدې غوندې ترورستانو نه لاس نه اخلي، د بیګانه ګانو دګټو خوندیتوب، د خپل ملک او خپل عزیز په نابودۍ کې لتوي.

همدا علت دئ چې ولس دخپل دې درک پر بنیا يو پر بل پسې د طالبانو پر خلاف راولاړیږي، اود خپل دسر او کورنیو د ښیګڼې د پاره طالبان د خپل چم ګاونډ نه شړي.
آلله مو مل شه.


pattang
19.07.2013

که داسې خبرې ونه ليکې او جنګ تود نکړۍ نو بيا خو دالر درېږي
او د ملي اردو سربازان خو بيا نو تښتي !!

[quote:9aca7a0348="اتل"]صبور وروره، اسلام علیکم
ستاسې خبری د کاڼې کرښه ده. حقیقتاً چې اوس افغان ولس دا واقعیت درک کړیدئ چئ طالبان د افغان ملت دخیر اوښیګڼې په لټه کې ندي، بلکه دوی د القاعدې غوندې ترورستانو نه لاس نه اخلي، د بیګانه ګانو دګټو خوندیتوب، د خپل ملک او خپل عزیز په نابودۍ کې لتوي.

همدا علت دئ چې ولس دخپل دې درک پر بنیا يو پر بل پسې د طالبانو پر خلاف راولاړیږي، اود خپل دسر او کورنیو د ښیګڼې د پاره طالبان د خپل چم ګاونډ نه شړي.
آلله مو مل شه.[/quote:9aca7a0348]


اتل
24.07.2013

ډیر محترم ورورپتنګ صاحب، اسلام علیکم.

قدرمنه، که د بحث دپاره په حقایقو ولاړ،قانع کونکي دلایل نلرئ، نو دبل چا له خوا دوړاندې شوو ثابتو حقایقو منلو ته غاړه کیږده، او د هسې اوتو بوتو نه پرهیز وکړه.
د حقابقو منل هم اخلاقي جرئت غواړي او داکار د ستانه انسان خاصه ده.
پدرناوي.


pattang
25.07.2013

اتل خانه داسې شيان وايې لکه دپرچميانو د سر دچوک تيوريسن چې
غټ غټ برېتونه به پرې ئيښې او پيکداره خولۍ به يې په سر وه
اودچرګ او دهګۍ خبرې به يې کولې ! چې کوم اول اوکوم يې
دوهم دی …
ستا دحقائق پالنې مېوه دالر دي او زما هېواد ژغورنه او پالنه ده !

[quote:d176569e3d="اتل"]ډیر محترم ورورپتنګ صاحب، اسلام علیکم.

قدرمنه، که د بحث دپاره په حقایقو ولاړ،قانع کونکي دلایل نلرئ، نو دبل چا له خوا دوړاندې شوو ثابتو حقایقو منلو ته غاړه کیږده، او د هسې اوتو بوتو نه پرهیز وکړه.
د حقابقو منل هم اخلاقي جرئت غواړي او داکار د ستانه انسان خاصه ده.
پدرناوي.[/quote:d176569e3d]


اتل
25.07.2013

پتنګ صاحب، اسلام علیکم
زموږ د خبرو د بحث موضوع دا وه چې، د طالبانو نه تر پزې پورې راغلې، زما او ستا وروڼه دېته مجبور شوي چې د طالبانو پر خلاف لاس وسلې ته کړي، او د خپل سر، مال تعلیم او آزادۍ د حق ساتنه وکړي.

پدې هم خبر شه چې د نورستان د وایګل خلک هم چې طالبانو سخت ظلمونه ورباندې کړي، را پاڅیدل، دوه طالبان یې ووژل، یو څو یې زخمی کړل او یو څو نور یې ونیول.
د عبث خبرو نه تیر شه.
اله دې په صراط مستقیم روان کړه.


pattang
25.07.2013

وروره چېټي لګيايې ! دا ټوله پروپاګنده د فاسد دولت ده چې په
تلوېزيونو کې يې خپروي او ملي اردو ته پرو پاګنده کوې !
تر څټه يې داسې اوازونه خېځي لکه د شوتلې خر !
زه هره اونۍ هېواد ته تلفون کوم ! او لس نه له طالبه بلکې له
فاسد دولته په تنګ راغلی چې مخکې يې غصبوي اوله ناموس سره
په زور زناکوي !!!!!

څه چې اولس غواړي هغه ازادي ، ملي ابتکار او اولسي ابتکار دی
چې په خپله يې مخته بوزي !

[quote:02f17e3748="اتل"]پتنګ صاحب، اسلام علیکم
زموږ د خبرو د بحث موضوع دا وه چې، د طالبانو نه تر پزې پورې راغلې، زما او ستا وروڼه دېته مجبور شوي چې د طالبانو پر خلاف لاس وسلې ته کړي، او د خپل سر، مال تعلیم او آزادۍ د حق ساتنه وکړي.

پدې هم خبر شه چې د نورستان د وایګل خلک هم چې طالبانو سخت ظلمونه ورباندې کړي، را پاڅیدل، دوه طالبان یې ووژل، یو څو یې زخمی کړل او یو څو نور یې ونیول.
د عبث خبرو نه تیر شه.
اله دې په صراط مستقیم روان کړه.[/quote:02f17e3748]


اتل
01.08.2013

پتنګ صاحب، بیا اسلام علیکم
وروره د حقایقو نه ستا انکار، نه د طالبانو جنایتونه پټولئ شي، او نه هم د هغوی پر خلاف د ولسونو پاڅونونه بندولئ شي. هسې درمسال ته خټې کوې. تر اوسه څومره ولسونو پاڅونونه کړي، طالبانو څوموره خلک وژلي، طالبانو په څومره جنايې اعمالو اعترافونه کړي، او د ځومره حملو او قتلونومسؤلیتونه یې په افتخار منلي؟

ته چې وايې په داخل کې د خلکو سره غږیږي، آیا تاسې د وایګل دکومو افرادو سره خبرې کړيدي، او ددې خای د ولس پاځون یې دروغ بللئ دئ؟
الله دې مل شه.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more