د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

د پنجوايې ديني عالمانو او قومي مشرانو ځانمرګي بريدونه حرام وبلل

میرویس
06.06.2013

تاند، پخپله پرونۍ ګڼه کې دا مضمون چاب کړیدئ:
=====
نېټه: ٠١٤-٠٣-١٣٩٢
کندهار افغانستان- دکندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ ديني عالمانو او قومي مشرانو د سولي په نامه د جوړي سوي غونډي په ترڅ کي ځانمرګي برېدونه حرام وبلل.
د غه غونډه چي په پنجوايي ولسوالى کي جوړه سوې وه پکښي د ولايت مقام مرستيال عبدالقديم پتيال، د سولي د ولايتي شورا غړو، د ياد ولسوالي ولسوال، ديني عالمانو او قومي مشرانو ګډون درلود.
په ياده غونډه کي ټولو حاضرو ديني عالمانو ځانمرکي برېدونه حرام وبلل او وويل چي د اسلام په مبارک دين کي دا ډول برېدونه جواز نلري.
يادو عالمانو همدارنګه وويل چي دا مهال په هيواد کي روانه جګړه د بهرنيانو په نفع روانه ده خو پکښي بې ګناه افغانان د پاکستان هيواد له خوا د روزل سوو وسلوالو طالبانو په واسطه وژل کيږي.
د غونډي په ترڅ کي دغو عالمانو جنګيدونکي وسلوال د بهرنيانو لاس پوڅي وبلل او زياته يې کړه چي د ملا او طالب د نوم څخه په استفادي عام خلګ وژني او د ټولو ديني علمانو رنګ بدوي.
د ولايت مقام مرستيال عبدالقديم پتيال هم په هيواد کي روانه جګړه د بهرنيانو په ګټه وبلل.
ښاغلى پتيال د سولي په دغه غونډه کي پر ټولو افغاني طالبانو ږغ وکړ چي د خپل دولت سره مخالفت پرېږدي او د سولي د پروسې سره يو ځاي سي څو په ګډه سره په دغه هيواد کي د پرمختګ لپاره هلي ځلي وسي.
نوموړي زياته کړه چي ولايتي اداره د پنجوايي ولسوالۍ ته ډيره توجع کوي او دلته به يې پرمختيايي پلانونه او د حکومتداري لپاره هڅي جاري وي.
هغه همداراز وويل چي افغان ځواکونه ډېر پياوړي سوي او د دې وړتيا لري چي په يوازي سره وسلوالو مخالفينو ته ماته ورکړي.


pattang
07.06.2013

دغو د امريکې ځيرات خورو دامريکا يې درونو په هکله هم کومه فتوا
ورکړې! چې په لسګونو بې ګناه انسانان پکښې وژل کېږي !!

ددرونو دتيرور په هکله هم کومه فتوا شته !!
او که صليبيا نوته تيرور جائز دی ؟؟؟


میرویس
07.06.2013

پتنګ صاحب، اسلام علیکم
تاسې دخپل وطن بر حق دیني عالمان د خارجیانو تالي څټي بولئ، او هغه فتواوې چې دغه عالمان یې د تروریستو عربو د صادر شوي ځان مرګي میراث پر خلاف ورکوي، د اسلامي ارشاداتو په چوکاټ کې نشئ ردولئ، نو هغوی ته بد رد وایاسټ. ددې بد ګویئ په عوض د ځان مرګي حملو په برخه کې تحقیق وکړئ چې درته معلومه شي چې په کومه غلطه لار ګمراه شوي یاست.

هو، هغه خلک چې د پاکستاني طالبانو د مشر حکیم الله محسود د مرستیل ولی الرحمن، الیاس کشمیري او د القاعدې د ترورستو مشرانو د ظلم او استبداد نه بې پیلوټه الوتکو نجات ورکړیدئ، ددې الوتکو د حملو ملاتړ کوي.
تاسې د پنجوايي ددیني عالمانو فتوی، د نورو بې ربطه مسئلو سره مه ګډوئ، اصلې مسئلې ته ځواب واوایاست.
په درناوي.


هجران
07.06.2013

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
ميرويس وروره ! فدايي عمليات اثبات يانه اثبات وغټ اوزيات علم ته اړتيالري نوزمااوستا اونوروپه دې درياب کښي نشوغوټېدلائ ، اونه قناعت ورکولائ سو.
خويوجواب راکړه په لاندي ادرس کي رابرت بېلز ستاڅه دي داکازوی وراره ورور اوکه بل څه؟
اودي اودده هغه ملګری چي منافقینو رسنیوباندی پرده اچولي چاروزلي دي؟؟؟
د ١٦ افغانانو قاتل رابرت بېلزامريکايي خپل جرم ومانه
لودين

امريکايي سرتېري رابرت بېلز د ١٦ افغان ولسي وګړو د قصدي وژنې جرم، د اعدام له سزا څخه د خلاصون لپاره ومانه.

دغه سرتېري تېره ورځ په واشنګټن کې په يوه پوځي محکمه کې اعتراف وکړ، چې ١٦ تنه افغانان يې پرته له کوم دليله، د کندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې وژلي او بيا يې اور وراچولی دی.

د نوموړي سرتېري وکيل جان هنري براون تېره اوونۍ ويلي وو، چې د امريکا له اردو سره موافقې ته رسېدلي، چې که موکل يې جرم ومني، نو څارنوالان به د نوموړي د مرګ پر سزا له محکومولو څخه لاس واخلي.

د ١٣٩٠ لمريز کال په کب مياشت کې د کندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې د شپې له خوا په دوو کليو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٦ تنه بې ګناه وګړي په ډېر وحشيانه ډول ووژل شول او ګڼ نور ټپيان شول او بيا يې مړو ته اور واچول شو.

که څه هم په لومړي سر کې افغان چارواکو هڅه کوله، چې وژل شوي کسان طالبان وښيي؛ خو د جرم له رسوا کېدلو وروسته، په دغه پېښه کې يوازې يو امريکايي سرتېری (رابرت بېلز) ګرم وبلل شو.

خو هغه مهال دغې سيمې ته د ولسي جرګې له خوا د استول شوي پلاوي په څېړنو کې څرګنده شوه، چې دغه ټولوژنه د ١٥ امريکايي سرتېرو له خوا ترسره شوې ده.

که څه هم هغه ستر جنايت د يوه سرتېري له خوا ترسره کېدل ناشوني وو؛ خو پر يوه سرتېري يې تر ورتپلو وروسته، د قربانيانو کورنيو د نوموړي د اعدام غوښتنه وکړه.

د دغې زړه بوږنوونکې پېښې قربانيان وايي، چې دا پېښه د امريکايانو د ورځنيو جنايتونو د پټولو لپاره پر يوه سرتېري ورتپل شوې او دغه سرتېري ته هېڅکله سزا هم نه ورکول کېږي.

خو د قربانيانو د کورنۍ يوه غړي عبدالرازق، چې د کورنۍ ډېری غړي له لاسه ورکړي دي، وايي چې که دغه سرتېری اعدام نه شي، د خپلو شهيدانو غچ به خامخا واخلي.

هېره دې نه وي، چې د دغه سرتېري د محکمې پرېکړه به د روان زېږدي کال په سپټمبر مياشت کې اعلان شي.

© http://benawa.com/details.php?id=55455#ixzz2Pqtud9sC


میرویس
30.07.2013

اسلام علیکم، هجران وروره.
دلته نه دې علم ددریاب خبره شته، او نه هم د آخند، نیمچه ملا او یا مولوي. خبره لمر غمندې روښانه ده. اشتهادي جهاد هغه دئ چئ پخپله مجاهد ځان نه وژني، بلکه پردښمن باندې دحمله کوي، چې کیدای شي ددښمن لخوا ووژل شي، اویا هم ژوندئ راووزي، لکه البراء ابن ملک چې په د الیمامه په غزا کې پر کفرو حمله وکړه، پښه یې ماته شوه، خوژوندئ ترې راو ووت.
ځو د طالبانو په حمله کې اول پدې نیت حمله نه کیږي چې کیدای شي خود کش ژوندئ پاتې شي. بل دا چې ددښمن لخوا نه وژل کیږي، بلکه پخپله ځان وژونکې پخپله سوی[ وهي، اول خپل ځان وژني او دا هم ورته معلومه نده چې دښمن به ووژل شي او که نه؟ او بله خبره داده چې د مرګ وخت فقط الله ته معلوم دئ او هغه یې ټاکي، خو په ځان مرګي کې ځود کش د الله نه د ا حق هم اخلي، او پخپله د مرګ وخت ټاکي.
دا چې طالبان یې کوي، اشتهادي مرګ نه، بلکه ځان وژنه ده چې په اسلام کې حرامه ده.
خدای دې وکړي چې ستاسې شکونه مې رفع کړي وي.
موږاو تاسې د الله په ارشاداتو کې تصرف نشو کولاي، خو که یې وکړو کیدای شي د شرک تر حده ورسیږي، او هغه بیا بله عظیمه ګناه څه چې کفر ته وزو.
آلله مو مل شه.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more