د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

د پاړه چنار د پېښې د وژل او ټپيانو شمېره تر ۱۰۰ واوښته

میرویس
26.07.2013

اسلام علیکم
د پاکیستان د خیبر پښتونخوا، د کرمې د اجنسۍ د پاره چنار په علاقه کې په دوو پر له پسې چاوردنوکې د ۲۵ نه زیات خلک وژل شوي او تر اویا زیات ټپي شويدي.
دا د عبادت اوطاعت مبارکه میاشت، او دا هم د طالبانو اسلام او ولس ته خدمت.
طالبان په خپلو دغسې اعمالو د اسلامي ارشاداتو په مقابل کې قد علم کوي، او مسلمانان د خپل دین نه بیزاره کوي، او اسلام په نړۍ کېبد نام کوي.
دا خبر خبریال خپور کړيدئ:
===========
د پاړه چنار د پېښې د وژل او ټپيانو شمېره تر ۱۰۰ واوښته
4 اسد / زمری 1392, 8:12
لیک غټ کړئ / لیک کوچنی کړئ

نن جمعه د جولايي د مياشتې په شپږويشتمه نېټه د ماښام تر روژه ماتې څو لحظې وړاندې د پاكستان په قبايلي سيمه كرمه ايجنسۍ كې دوه بمي چاودنې وسوې چې د وروستيو مالوماتو په اساس تر سلو پوري كسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
دغه چاودنه چې د كرمې اينجسۍ په مركز پاړه چنار بازار كې ترسره سوې، د سيمې د روغتون د ډاكټرانو په وينا چې: وايي په كې پنځه ويشت تنه وژل سوي پاته نور يې ټپيان دي چې په هغوى كې هم د شلو تنو حالت مرګونى بلل كېږي، خو ځيني خپلواكې رسنۍ بيا دا شمېره لوړه ښيي او وايي په دغه پېښه كې پنځه دېرش تنه وژل سوي دي.
د پاړه جنار د دوو بمي چاودنو د قربانياو شمېره په داسي حال كې مخ په زياتېدو ده چې نن ورځ هم د قبايلي سيمې په تاريخ كې يوه خونړۍ ورځ ليكل كېږي،
د لمر د راختو سره سم مو خبر ترلاسه كړ چي: د پاكستان د مركزي دولت تر نظام لاندې قبايلي سيمه كې تر شلو د زياتو كسانو مړي موندل سوي دي، د خيبر ايجنسۍ د دولتي چارواكيو په حواله چې ويلي يې وو: د پنج شنبې او جمعې په منځنۍ شپه د دغې سيمې له باړې بازار څخه په څو كلومېټره واټن د اكاخېلو په سيمه كې د دوه ويشت تنه وژل سويو كسانو مړي يې په داسي حال كې موندلي دي چې بدنونه يې په ګوليو سوري سوري وو او په يو ځاى كې غورځول سوي وو.
خو له دې پېښې څخه څو ساعتونه وروسته د قبايلي سيمې د كرمې ايجنسۍ په منيګكه سيمه كې يوه بله چاودنه وسوه، چې د دولتي چارواكيو په وينا اته كسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې وه، چې په هغوى كې دوه تنه وژل سوي او پاته شپږ ته يې ژوبل ول، دغه چاودنه په يوه پك اپ موټر كې ترسره سوې وه، خو لامل يې مالوم نه دي چې چا كړې وه او موخه يې څه وه.
هېره دي نه وي چې تراوسه پوري د دريو پېښو له جملې څخه د يوې پېښې پړه يې چا پر غاړه نه ده اخيستې، خو په قبايلي سيمو كې د ځينو دا ډول پېښو پړه په دغه هيواد كې د طالبانو وسله واله ډله، تحريك طالبان پاكستان پر غاړه اخلي.

خپرونکی: سلطان بلوڅ سلطان بلوڅ@ددغه متن ټول حقوق دخبریال ډاټ کام دي ،دخبریال ویبپاڼې دبشپړ نوم دیادولو پرته څوک حق نه لري چې زموږ مواد کاپي کړي اسد / زمری 4, 1392.on July 26, 2013.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more