د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

د آذان، ډیرو، تیرو او ډزو مناظره

اتل
25.07.2013

د فورم محترمو ګډونوالو اسلام علیکم
ګهییځ شومه دم به په خواږه خوب بیده وې، چې د کلی د ملا صاحب د آذان انګازې دې غوږونه وتخڼوی، او دا بشارت درکوي چې ائ مؤمنانود ګناهونو نه دنجات او ابلیس دشرنه د خلاصون ځای ته راشئ، د الله فرائض اداکړئ. د ګناهونو نه د ځان دآزادولو او لعین شیطان د وسوسې نه دخلاصون خای ته راشئ.

نیک بختان بیلا درنګه راپاڅي او سمدستي په اوداسه پسې لاړ شي. ټمبلان د ډیروشیطان وسوسې ته تسلیم شي، چې ګواکي وخت خو ډیر دئ لږ صبر وکړه. لږ وروسته چې د فرض لمانځه د قضا کیدو ویره غلبه ورباندې وکړي، او د پاڅیدو اراده وکړي، نو تیرو شیطان دا وسوسه ورواچوي، ترځو چې اودس کوي لمونځ درنه قضا کیږي، اوس دلمانځه وخت هسې هم تیردئ، خوب دې پوره کړه.

خو نن سبا د مسلمانانو د لغزولو دپاره د ډیرو او تیرو شیطانانو ورور ډزو پیدا شویدئ.
ډزو له ډیرو او تیرو څخه ډیر زیات خطرناک دئ، ځکه چې دده وسوسه د آذان او مسجد نه د مسلمانانو د بیزاره کولو سبب دینی صبغه هم لري، او هغه دا چې د ځان ساتنه هم فرض ده. که سړئ مسجد ته لاړ شي، او په ډزو شیزان وربرابر شي، نوبیا وژل کیږي.
ددې دپاره چې هم فرض لمونځ ادا شي او هم د ځان ساتنه وشي، نو د فرض لمانځه اداکول خو د مسجد نه بهر په خپل کور کې ادا کیدای شي.
اوس نو چې ډیرو او تیرو په پیړیو پیړیو د مؤمنانو په لغزولو نه وو بریالي شوي، ډزو ورور یې د مسجد او آ‌ذان نه د مسلمامنانو په بیزاره کولو کې مؤثره او بریالۍ مرسته ورسره وکړه.

پرون په پکتیکا کې د تراویح لمانځه په وخت کې مسجد ته بمونه ور واچول شول، نهه تنه یې زخمي کړل. تیرکال د اختر په ورځ په میمنه کې په مسجد کې چاودنه وشوه په لسګونو عبادت کونکي یې مړه او زخمی کړل او کڼ شمیر داسې نورې حادٍې بیخي ډیرې دي. نن سبا د خدای کور او د ملا صاحب او طالب د زده کړې او یوې حلالې مړۍ د پیداکولو منبع یعنې مسجد د عبادت په عوض د مسلمانانو په قتل ګاه او د مسلمانانو د وژلو دپاره د بمونو د جوړولو په کارخانه بدل شویدئ. دا لاندې مضمون خبریال خپور کړیدي:

=====
په جومات کې چاودنې پنځه طالبان ووژل
03.05.1392
د غزني سيمه ييز چارواکي وايي، د دغه ولايت په اندړو ولسوالۍ کې يو ځل بيا په يوه جومات کې چاودنه شوې ده، چې له امله يې پنځه تنه طالبان وژل شوي دی، دوی وايي، طالبانو په جومات کې ماينونه جوړول چې خپل ماين پرې ور چاودېدلی دی.

چاودنه پرون ناوخته د اندړو ولسوالۍ په جوی چهار کلي کې په يوه جومات کې شوې ده.

چارواکي وايي، څو تنه طالب وسله وال په جومات کې د ماينونو په جوړولو اخته وو، چې په دغه وخت کې يو ماين چاودېدلی او پنځه تنه وسله وال يې وژلي دي.

د اندړو ولسوال قاسم خان دېسيوال وايي، په وژلو شويو کسانو کې درې تنه بهرنيانيان او دوه يې افغانان دي.

دی وايي، د چاودنې له امله جومات او ورڅېرمه کورونو ته هم زيان رسېدلی دی. خو وايي، عامو وګړو ته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې:

"طالبانو د جوی چهار په کلي کې په يوه جومات کې ماينونه جوړول چې په دغه وخت کې چاودنه شوې ده، په دغه پېښه کې د بهرنيانيو جنګيالايانو په ګډون پنځه طالبان وژل شوي دي. د چاودنې له امله جومات او کورونو ته زيان رسيدلي دی."

طالبان د پېښې په اړه ناخبري ښيي.

په تېره څه موده کې د اندړو ولسوالۍ په جوماتونو کې دا درېيمه چاودنه ده چې کېږي.

څو اوونۍ وړاندې د دغې ولسوالۍ په علي جان کې په يو جومات کې غبرګو چاودنو شلو تنو لمونځ کوونکو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

تر هغه وروسته د شيلګر په لغړو کلي کې يو جومات په بمونو الوځول شوی وو، چې پکې دوه سپين ږيري ټپيان شوي وو او خلکو يې په غبرګون کې د طالبانو پر ضد مظاهرې وکړې.

سيدشاه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more