د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

کامرون: اسلام اباد او نوی ډیلي په کابل کې له سولې سره مرسته کولی شي

اتل
19.07.2013

کامرون: اسلام اباد او نوی ډیلي په کابل کې له سولې سره مرسته کولی شي
• Thursday, 18 July 2013 16:37
• لیکنه: TAAND
• تبصره ولیکئ

• څانګې خبرونه
• اصلي لینک
• TAAND HABIL
تاند - د بریتانیا صدراعظم ډیویډ کامرون وویل چې هند او پاکستان په افغانستان کې د سولې په راوستو کې ډیر څه کولی شي. کامرون څرګنده کړه چې دا کار د اسلام اباد او نوي ډیلي تر منځ د خبرو له بیا پیلیدو سره کیدای شي.
کامرون د ( ایشن لایټ) په نوم بریتانوۍ ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، د پاکستان نوی منتخب صدراعظم نواز شریف سیاسي تجربه لري او په دې باور دی چې هند او پاکستان کولی شي چې ښه اړیکي ولري. کامرون زیاته کړه چې همداراز د هند صدراعظم من موهن سنګ د نوازشریف په څیر لیدلوری لري.
د بریتانیا صدراعظم د انګستان په ختیځ کې د یوې فابریکې د لیدنې پر مهال ( ایشین لایټ ) خپرونې ته دا هم وویل چې د هند او پاکستان مشران د خپلو ګټو او د نړۍ د ګټې لپاره ښو اړیکو ته اړتیا لري.
په وروستیو کې اسلام اباد او نوي ډیلي سره ومنله چې د دوه اړخیزو خبرو لپاره یو مهالویش وټاکي.
پاکستان هغه هیواد دی چې له څو کلونو راهیسې یې د حامد کرزي په مشرۍ حکومت تورنوي چې په افغانستان کې بې امنیو ته لمن وهي او هند ته کابل د دوست هیواد په سترګه ګوري. خو پاکستان هند تورنوي چې د افغانستان له لارې په بلوچستان کې له بلوچ یاغیانو سره مرسته کوي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more