د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

د منتخب اسلامي جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

Musaferjan
17.07.2013

سلامونه او پاکې پېرزوينې

آيا د مصر، الجزائر، او فلسطين له پېښو وروسته چې لويديځوال په کې کاملا
دخيل وو، بيا به هم اسلامپاله افغانان په سيکولرانو، کمونستانو، او غربځپلو
باور وکړي.
زما په نظر دښمنانو مونږ ته يواځې د جنګ لار راپريښې ده، يا نصرت يا شهادت،
چې په آرامه او بېغيرتۍ مو وژني نو له هغې څخه د دښمن سره په مخامخ جګړه کې
ولې د شهادت مرګ ښه نه دی؟؟ مرګ خو هسې يو مرګ وي.
په درناوی


Re: د منتخب اسلامي جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

پتوال
18.07.2013

[quote:d9bf5f192e="Musaferjan"]سلامونه او پاکې پېرزوينې[/quote:d9bf5f192e]
وعليکم السلام و رحمة الله و برکاته !
روژه دې مبارک شه !
تاسو ليکلي چې
»زما په نظر دښمنانو مونږ ته يواځې د جنګ لار راپريښې ده، يا نصرت يا شهادت»
پوښتنه ټوله د »مونز« په ټکي کې ده ، مونږ يعنې ؟ څوک؟؟؟
که له مونز نه دا مريی حکومت او پلويان يې مو مطلب وي نو دوي کله غوښتي چې امريکايان دې په سوله ييز ډول ووځي؟ بلکې د تمکيدلو چغې وهي!

او که موخه دې له مونز نه طالب مقاومت وي، نو هغوي کله ويلي چې امريکايان دې له سوله ييزې لارې له دې هيواد څخه ووځي ؟؟؟؟
سوله خو نه د جنګ داخلي متخاصم آړخونه غواړي او نه خارجي اړخ .
دجنګداخلي او خارجي ټولو اړخونو د خپل خپل سياسي اهدافو له پاره
يواځې اولس چې سوله غواړي يرغمل کړي، وهلي ډبولي او وژلي دي.
د خواشينۍ ځاي دادي چې افغان اولس سوله غواړي او له جګړې کرکه هم کوي، خو تر اوسه يې دسولې غږ نه دي پورته کړي ، داځکه چې سوله غوښتل يوه سياسي لار ده او افغان ولس سياسي شعور نه لري، په دا ديرش څلويښت کاله جګړه کې يې هم سياسي شعور پيدا نکړ. دوي لا هم يو سياسي ټابولراز او بيړا ولس دي ، لا هم د سولې له پاره په خپلو کې سره مښوکې نه نږدې کوي نو نشي کولی چې د سولې غږ پورته کړي. په پښتنو کې د عدم تشدد د مبارزې لارې ته صرف لره پښتونخوا د خبلې هغې پر ځاي د هند دآزادۍ له پاره د سترګور په ځاي د سترپوزور غفاري په مشرۍ رسيدلې وه او تر ننه پورې په سوله ييزې لار روان دي خو بر پښتانه لا هم د سياسي خوداګاهۍ او ځان خودۍ پر ځاي په سياسي بيخودۍ او نا اګاهۍ کې روان دي.
لکه يو تيخور ماشوم چې له لومړي مور پيژني اود ځان تشخيص او موندنه ډير وروسته کوي، افغانان هم لا د مور مينه ځينې له شوروي سره، ځينې له امريکا سره او کله نه بلکې هرکله له پنجابيانو سره کوي او دغه پنجابئ، روسئ او امريکايي دايي ګانو ته چانس ورکوي چې د شيدو پرځاي ئې په خوږو خوږو
سياسي زهرونو نيشه کړي او د جګړو ډګر ته يې ورمرش کړي!

نو اوس پوښتنه دا نده چې مقامت دې جګړه ييز وي که سوله ييز، مقاومت بايد سرتاسري د جګړسسې مقاومت که سوله ييز، بلکې :

۱- مقاومت بايد شعوري او آګاهانه وي!

۲- مقاومت بايد له ضرورت سره سم هم جګړه ييز او هم سوله ييز وي او له دواړو لارو تر سره شي

۳- مقاومت بايد افغانشموله، سرتاسري ملي اسلامي مقاومت وي او د جهاد په توګه خاص د الله تعالي د رضا او ملي آزادۍ مقاومت وي!

له لومړۍ مادې شعوري څخه مطلب اګاهانه سياسي هدف ولري او په سياسي هدف بايد ملي توافق موجود اوسي او خودسرانه نه وي څو د پرديو استخباراتو لاس ته ونه لويزئ، بلکې برعکس که څوک دبهرنيو کړيو په منګول کې ښکيل وي په سراسري مقاتومت کې بايد هغه هم ترې وژغورل شي او که نه تجريد او ګوښي شي! مقاومت بايد يوه واحده رهبري ولري که په سوله ييزه خوا کې وي او که په جګړه ييزه خوا کې! په دغه شرطونو بايد ټول افغانان د روشنفکرانو په شمول د طالبانو سره ودريږي! والسلام


Musaferjan
18.07.2013

پتوال صيب:
زه هم د ولس بچۍ يم، د سولې وږۍ تږۍ يم، خو د سولې تصور په اوسني حالت کې
نشي کېدلی، زما خبرې د هغه چا لپاره وې، چې په مقاومت اعتراض کوې، چې
ولې د مسلحانه مبارزې څخه لاس په سر کيږي نه؟ او ولې حکومت ته تسليميږي نه؟
هغه حکومت چې د سولې د پروسې د پيلېدو لپاره يې دومره ونشو زغملی، چې د طالبانو سياسي دفتر دې يو بيرغ او يو لوحه ولري۰

زه د سولې او سولييزې لارې په هغه صورت کې ملاتړ کوم، چې په اردو، پوليس،
قضاء، او نورو ارګانونو کې ژور تغيير راشي، او د سولې پروسه د يو واضح
ميکانېزم له مخې پلې شي. چې ټول اړخونه ډاډه وي.

اما موجوده دولتي ارګانونو په شتون کې د سولې خبره مطرح کول د ځان سره دوکه کول دي۰ بلکه د اوسني حکومت سره سوله کول، او ورته تسليميدل به يو لوی
نه جبرانيدونکی خيانت وي۰

ستاسې په سوچ د کوم ميکانېزم له مخې د سولې پروسه پلې کېدلی شي؟

په درنښت


پتوال
19.07.2013

زما په اند خو سوله او سوله ييزه مبارزه سره فرق لري، مبارزه که جګړه ييزه وي او که سوله ييزه هدف يې يو دي، چې دوښمن ته سياسي ماته ورکول دي.

اولس بايد د ګوډاګي حکومت پر ضد مبارزې ته راپورته کړل شي، که دڅوک ټوپک ته لاس نه اچوي نو لاريونونه خو کولاي شي او د وسلوال مقاومت سره
ملاتړ ښودلي شي. په دې توګه کوډاګي حکومت او امريکايان
ژر دېته اړوځي چې د لانجې حل ته تن کيږدي، يعنې هيواد ترک کړي او حکومت هم له مقاومت سره خبرو ته کښيني!

که د سياسي حل لار يعنې سوله ييزه لار موجوده نه وي او يواځې په جګړه ډډه ولګول شي دا به د هغه اړخ له پاره ښه وي چې د جګړييز حل له پاره د هيواد وېش هم مني يعنې د يو خارجي قدرت له شتراتيژي نه کار اخلي ،
خودا چې يو ملي مقاومت د هيواد تجزيه نشي منلاي نو ځکه يوه جګړييزه حل لاره هم نشي مطلقولاي، حال داچې د اولس د لوړ سياسي شعور په تلسټ له تشدد پرته د سوله ييزې مبارزې لار مطلقېدلاي هم شي لکه پخوا د ګاندهي او وروسته بيا د نيلسن مندېلا په مشرۍ سياسي مقاومتونه چې بري ته ورسيدل.
نو جګړه ييز او سوله ييز مقاومت تر هدف ځايه پورې د يوه بار دوه انډي بللې شو، خو متاسفانه چې زمونږ مرکب يواځې دجګړه ييز مقاومت
په انډي بار دي او د سياسي حل لارې انډي هډو شته هم نه ! نو ځکه زمونږ
ملي پاڅون تر اوسه پورې په يوه پښه او يوه سترګه ړوند او ګوډ پاتې دي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more