د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

نیوزویک: طالبانو په خپل منځ کې د درز د مخنیوي لپاره له کرزي سره د سولې خبرې ومنلې

میرویس
16.07.2013

محترمو، اسلام علیکم
داسې ښکاری چې ټولې هغه آوازې رښتیا وې چې ګواګې په طالبانو کې بې اتفاقي راغلې ده. په اتفاق الله جل جلاله خوښ دئ. بې اتفاقي دیوې کورنۍ، تنظیم او ملت جرړې باسې او محو او نابود کیږي.
دا ښه ده چې طالبانو و ختې دا خبره درک کړه چې په خپلو لیکو کې د بې اتفاقۍ مخه ونیسي. که د طالبانو بې اتفاقي، رضایت او یا هم مجبوریت د افغان حکومت سره د خپرو اترو سبب کیږي او په نهایت کې په صلح او سلم منتج کیږي دا د افغانستان او د ولس په خیر ا وښیګڼه یو نیک اقدام دئ. الله دې دا نعمت زموږ پّ برخه کړي.
د نیوزویک دا لاندې مضمون تاند چاپ کړیدئ:
========
نیوزویک: طالبانو په خپل منځ کې د درز د مخنیوي لپاره له کرزي سره د سولې خبرې ومنلې
Monday, 15 July 2013
• اصلي لینک
• خپروونکی: تاند http://taand.com
تاند- نیوزویک مجلې په یوه راپور کې ویلي، د خبرواترو له لارې د افغانستان د نژدې دیارلس کلنې شخړې سوله ییز حل هیڅکله دومره پېچلی نه ښکارېده. د طالبانو مشران پر دې مسلې چې ایا له خپلو دښمنانو (امریکایانو او د کرزي حکومت) سره خبرې وکړي او که ونه کړي په خپل منځ کې خورا زیات وېشل شوي دي. یوه ډله یې ممکن له واشنګټن او کابل سره خبرې وکړي خو بلې، چې د جګړې د میدان سخت دریځي جنګیالي یې ملاتړ کوي، د جګړې د غځولو لار غوره کړې.
په پاکستان کې د نیوزویک او ډیلي بیسټ د خبریال سمیع یوسفزي په قلم په دې راپور کې ویل شوي: کله چې تېره میاشت یوه مثبت حرکت ولیدل شو نو د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په لوړ ږغ وویل چې د سولې د بهیر په اړه دی هم جدي ملاحظات لري.
خو عجیبه دا ده چې د داخلي اختلاف وېرې د طالبانو مشران وهڅول چې د سولې خبرو ته موقع ورکړي. د مې د میاشتې په وروستیو کې د کوټې د شورا په نوم د طالبانو سیاسي او پوځي شورا د طالبانو د جګپوړو وزیرانو، والیانو او قومندانانو ترمنځ د اختلاف په عکس العمل کې بیړنۍ غونډه وروبلله.
د غښتلي قومندان اختر محمد منصور په مشرۍ شورا اندېښنه لرله چې د طالبانو د مالیې پخوانی وزیر او د سولې خوله ور ملاتړی، مولوي اغا جان معتصم به له جګړې د لاس اخیستلو او د کرزي له حکومت سره د یوځای کېدو لپاره د خپلو پلویانو ملاتړ ترلاسه کړي.
د مولوي معتصم د هڅې د مخنیوي لپاره منصور له مجبوریته د معتصم واقع بینانه پالیسي خپله کړه او د طالبانو پلاوي ته یې شنه اشاره ورکړه چې په قطر کې سیاسي دفتر پرانیزي او نه یوازې له امریکا بلکې د افغانستان د حکومت له پلاوي سره هم خبرې پیل کړي.
په قطر کې د طالبانو استازي له نژدې یوه کال راهیسي منتظر ول.
د معاملې لپاره د طالبانو د دوحې د دفتر د پرانستو خبر، یو مهم انکشاف وبلل شو.
د افغانستان د حکومت یوه والي، چې له کرزي سره نژدې اړیکې لري، نیوزویک ته وویل:«منصور د دې لپاره چې د یوه جدي داخلي درز مخه ونیسي، پرېکړه وکړه چې د زهرو جام په سر واړوي او د خپلو پخوانیو خبرو خلاف، چې ویل به یې تر څو چې بهرني پوځیان په افغانستان کې وي، هیڅکله به خبرې ونه کړي، ومنله چې خبرې کوي.»
نیوزویک وايي، اکثره په جګړه بوخت طالبان له خپلو دښمنانو سره د خبرو مخالف دي. د طالبانو یوه سیاسي فعال ذبیح الله وویل:«له کرزي سره یو ناببره د خبرو مسلې د جګړې د میدان جنګیالي په غوسه کړل. له بده مرغه زموږ مشران خپلو جنګیالیو ته د دې مسلې په سپیناوي کې له ستونزو سره مخامخ دي چې ورته ووايي ولې اوس له دوولس کلونو وروسته له کرزي سره د خبرو وخت راغلی دی.»
یوه بریتانیايي دیپلومات وویل:«د جګړې د میدان جنګیالي کلیدي اهمیت لري. که دوی ته قناعت ورنه کړای شي چې سمه لار د خبرو ده، ګرانه ده چې سوله راشي.»


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more