د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

امارت پر عدالت ولاړ وو؟

محمود سعيد
14.07.2013

د امارت پر مهال د کابينې ډېری غړي او لوړپوړي چارواکي يوازې او يوازې له کندهار څخه د مسجدونو ملايان غوره شوي وو او د نورو سيمو لوستو او وړ کسانو ته ډېر کم پام کېده. دلته د بېلګې په ډول د امارت پر مهال د طالبانو د څو لوړ پوړو چارواکو نومونه را اخلو:
اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد- کندهار
ملا محمد رباني د سرپرستې شورا رئيس – کندهار
ملا محمد حسن د وزيرانو شورا مرستيال – کندهار
ملا عبيدالله د دفاع وزير – کندهار
ملا عبدالرزاق د کورنيو چارو وزير – کندهار
ملا عبدالوکيل متوکل د بهرنيو چارو وزير – کندهار
ملا محمد غوث د بهرنيو چارو وزير – کندهار
ملا آغاجان معتصم د ماليې وزير – کندهار
ملا حاجي محمد د ماليې وزير – کندهار
ملا محمد یحیی د اوبو او برېښنا وزير – کندهار
ملا احمدجان اخند د اوبو اوبرېښنا وزيرــ کندهار
ملا محمد عيسی اخند د اوبو او برېښنا وزيرــ کندهار
ملا شهيد ورور د ټولګټو چارو وزير – کندهار
ملا عباس آخند د روغتيا وزير – کندهار
ملا حبيب الله د ترانسپورت وزير – کندهار
مولوي يارمحمد د مخابراتو وزير – کندهار
ملا احمدالله مطېع د مخابراتو وزير – کندهار
ملا نورالدين ترابي د عدليې وزير – کندهار
مولوي احسان الله احسان د مرکزي بانک رئيس – کندهار
ملا الله داد د مخابراتو وزارت مرستيال – کندهار
ملا سيد عبدالغفور د سرې مياشتې رئېس – کندهار
ملا محمد حسن د کندهار والي – کندهار
ملا يارمحمد د غزني والي – کندهار
ملا خاکسار د شمال لوېديځ زون رئيس – کندهار
ملا خیرمحمد خیرخواه د هرات او کابل والي او د داخله چارو وزير- کندهار
د ځمکنيو ځواکونو عمومي قوماندان ملا محمد فاضل- کندهار
ملا حاجي محمد د افغانستان بانک رئيس- کندهار
ملا عتيق الله اخند د زراعت وزارت مرستيال – کندهار
ملا حميدالله اخند د آريانا افغانستان هوايي شرکت رئيس- کندهار
ملا دوست محمد د لوګر والي ــ کندهار

هغه کسان چې د طالبانو واکمني د عدالت واکمني بولي؛ د قدرت دا ډول وېش څنګه توجېه کوي؟


حمید هڅــاند
14.07.2013

[color=darkblue:7dc89fff18]
یاره سعید صیب د امارت/تحریک ډېر کم کارونه توجیه کېدای شي. که د طالبانو اوسنی لید او سیاسی وېښتابه وڅېړله شي، هغه د کندهاریانو خبره، زه وایم چې شه به وي.

درنښت
[/color:7dc89fff18]


طالب ISI
14.07.2013

خبره په کندهاري کې نه ده، ځکه د کرزي صاحب به کورنی به اوس ډیر لږ کسان حکومت کې وي.

خبره داد چې ملا ته ډیر مشکله ده چې له نورو سره شراکت وکړي.
کندهار کې خو ډیر لوستي کسان هم و، هغوی ته یې هم د کار کولو حق نه ورکولو!


Re: امارت پر عدالت ولاړ وو؟

pattang
14.07.2013

دا لست خو د سيکولرانو او اسلام دوښمنه غرب پالو يو پرو پاګنده
ده ! د طالب په دولت کې د هيچا لاس ندۍ تړلی او تړلی نه وو!
خو دا ددوښمن يو فاسده بې مغزه پرو پاګنده ده لکه خپل بېکاره
پوچ مازغه يې چې عقل ډېرترې لرې دی !!
← د طالبانو حرکت له قندهاره څخه شروع شه او۹۰ ٪ افغانستان
يې قدرت پيداکه او په دغه وخت کې هرڅوک چې ددوی قطار ته
ورتلل او په اخلاص يې کار کاوو ،هغوی په دولت کې ونډه لرله !
او که ته وايې چې طالبانو هرچاته چې ددوی په حرکت کې هم نه
وو لوړ کار ونه ورکړي وی ! ايا ستا منطق دی په تاريخ کې
چا داسې کار کړۍ !!!!!!

او بيا :
- ملا ترابی دلوګر نه وو ؟
- شېر محمد ستانکزی د لوګر نه وو ؟
- نظامي صيب دکنړ څخه نه وو ؟
- امير خان متقي د وزيرانو د شورا رئيس او وزيرمعارف
د پکتيا نه وو ؟
- هوتک صيب د پغمان نه وو ؟
- جلا ل الدين حقاني ځدراڼ پکتيا وال نه وو ؟
ـ دطلبانو ټول مطبعات د ننګرهارايانو په لاس کې نه وو ؟
- مولوي نورالدين د سرحداتو او حج وزير دبدخشان نه وو ؟
….
ته نو ولې داسې ناروا پروپاګنده کوې ؟ جنګ د کنداريان وکړي
اوچوکۍ د احمد او محمود ته ورکړي ! دخپل نظام د سياسي ساتنې
لپاره به داسې کار لودګي په توان دڅلورو وي !!!!!

➲ : نو که په سترګو ړوند نه يې او س په قطر کې د طالبانو
استازي څوک دي ؟؟؟

➲ : شهيد ملا دادالله قنداری چې صليبيان په واشنګټن کې او هزاره
اواوزبک دپښتنو قاتلان په شمال کې اوس هم وروسته له مرګه ځخه
يې ترې ډارېږي .

[quote:e4880764ec="محمود سعيد"]د امارت پر مهال د کابينې ډېری غړي او لوړپوړي چارواکي يوازې او يوازې له کندهار څخه د مسجدونو ملايان غوره شوي وو او د نورو سيمو لوستو او وړ کسانو ته ډېر کم پام کېده. دلته د بېلګې په ډول د امارت پر مهال د طالبانو د څو لوړ پوړو چارواکو نومونه را اخلو:
اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد- کندهار
ملا محمد رباني د سرپرستې شورا رئيس – کندهار
ملا محمد حسن د وزيرانو شورا مرستيال – کندهار
ملا عبيدالله د دفاع وزير – کندهار
ملا عبدالرزاق د کورنيو چارو وزير – کندهار
ملا عبدالوکيل متوکل د بهرنيو چارو وزير – کندهار
ملا محمد غوث د بهرنيو چارو وزير – کندهار
ملا آغاجان معتصم د ماليې وزير – کندهار
ملا حاجي محمد د ماليې وزير – کندهار
ملا محمد یحیی د اوبو او برېښنا وزير – کندهار
ملا احمدجان اخند د اوبو اوبرېښنا وزيرــ کندهار
ملا محمد عيسی اخند د اوبو او برېښنا وزيرــ کندهار
ملا شهيد ورور د ټولګټو چارو وزير – کندهار
ملا عباس آخند د روغتيا وزير – کندهار
ملا حبيب الله د ترانسپورت وزير – کندهار
مولوي يارمحمد د مخابراتو وزير – کندهار
ملا احمدالله مطېع د مخابراتو وزير – کندهار
ملا نورالدين ترابي د عدليې وزير – کندهار
مولوي احسان الله احسان د مرکزي بانک رئيس – کندهار
ملا الله داد د مخابراتو وزارت مرستيال – کندهار
ملا سيد عبدالغفور د سرې مياشتې رئېس – کندهار
ملا محمد حسن د کندهار والي – کندهار
ملا يارمحمد د غزني والي – کندهار
ملا خاکسار د شمال لوېديځ زون رئيس – کندهار
ملا خیرمحمد خیرخواه د هرات او کابل والي او د داخله چارو وزير- کندهار
د ځمکنيو ځواکونو عمومي قوماندان ملا محمد فاضل- کندهار
ملا حاجي محمد د افغانستان بانک رئيس- کندهار
ملا عتيق الله اخند د زراعت وزارت مرستيال – کندهار
ملا حميدالله اخند د آريانا افغانستان هوايي شرکت رئيس- کندهار
ملا دوست محمد د لوګر والي ــ کندهار

هغه کسان چې د طالبانو واکمني د عدالت واکمني بولي؛ د قدرت دا ډول وېش څنګه توجېه کوي؟[/quote:e4880764ec]


محمود سعيد
15.07.2013

ښاغلی پتنګ!
د دې تر څنګ د نورو ګڼو ولايتونو واليان او چارواکي هم يوازې له کندهار ولايت څخه غوره شوي وو. دا کار نه يوازې په لوړه کچه د انډيوالۍ او ملګرتوب يوه سلسله وه، بلکې له دوی رالاندې نظام هم ورته شکل درلود. ښايي د ډېرو کسانو په ياد وي چې طالبانو د امارت پر مهال په خپلو موټرونو، دولتي ادارو او آن الوتکو هم د ملا ... د انډيوالانو اطاق، د ملا... انډيوالانو موټر او ورته ليکنې کارولې او په هيڅ ډول ئې سياسي، ټولنيزو او مدني جوړښتونو ته پام نه کاوه.
طالبانو اسلام ته د جبر او کړاو بڼه ورکړه او په دې توګه ئې په عامه اذهانو کې له طالب او ملا سره نفرت پیاوړی کړ. دې کړنو تر هغه دوام وکړ؛ تر څو چې افغانستان د پرديو د ناولو ګامونو د اېښودلو لپاره تيار کړای شو او خلک له بې وزلۍ، جګړو او د طالبانو له ربړو د تېښتې لپاره بل هر نظام ته د غاړه اېښودلو لپاره تيار شول.


مومن مهاجر
05.08.2013

طالبان چي ما څومره مطالعه کړي نو په تاریخ کي بېخي په یادولو نه ارزي. دوئ منطق، عقل، علم او پوه بېخي نه پېژني. نظام، اداره، ټولنیز جوړښت، عدالت، ګډ واک او له دوئ ها خوا نورو ته اسلامي، انساني او بشري حق ورکول بېخي کفر ورته ښکاري چي د دوئ لومړنۍ او اوسنۍ کړنې یې ښې بېلګې دي.


pattang
05.08.2013

داخو درواغ په طاقت دڅلورو دي ! هغه ما له نږدې ليدلي سپين
اطراپي د يوې خبرې خلک وو او په دوی کې په سياست پوهه خلک
هم وو او شته ! يواځنی پاک قشر طالب دی خو دوی صليبي نړۍ
نغو ښتل نو له هرې خوايې فشارونه پرې راوړل !
مصر ته ګوره انتخاب شوی دولت يې ړنګ ټول يې بنديان او ډېر يې
مړه کړل !! که مسلمانان شيطان لعنتي وشړي بيابه حکومت هم
وکړي!

[quote:64cfcdce53="مومن مهاجر"]طالبان چي ما څومره مطالعه کړي نو په تاریخ کي بېخي په یادولو نه ارزي. دوئ منطق، عقل، علم او پوه بېخي نه پېژني. نظام، اداره، ټولنیز جوړښت، عدالت، ګډ واک او له دوئ ها خوا نورو ته اسلامي، انساني او بشري حق ورکول بېخي کفر ورته ښکاري چي د دوئ لومړنۍ او اوسنۍ کړنې یې ښې بېلګې دي.[/quote:64cfcdce53]اتت


تخاري
07.08.2013

مهاجر صیب ته چی کوم مکتب ته منسوب یی هغه د مسلمانانو پر ضد له لیبرالانو سره ایتلاف ته حاضر دي - تازه مثال یی په عربي مصر کی حزب النور السلفي دی چی ته هم د هغوی له ابخور څخه اوبه خوری

په دې اساس له تا څخه ددی تمه ښه ډیره شته چی ورته چټیات ولیکی.


مومن مهاجر
07.08.2013

تخاري صیب! نیکمرغه اختر مو مبارک! که له اته نوې درجې غوسې او ړانده تعصبه راکښته شې، نو پوه به شې چي طالبانو د افغانستان، اسلام او اسلامي امت لپاره د یوې ذرې په اندازه د خیر کار هم نه دئ کړی. زه الحمد لله مسلمان افغان یم، نه سلفي یم، نه وهابي، نه اهل حدیث، نه شعیه یم، نه حنفي، نه مالکي، نه شافعي، نه حنبلي،نه دیوبندي، نه بریلوي او نه پنچ پیری یم. تاسو کله په دیوبند پسي ځان تړی او کله د برېلوي او یا پنچ پیري غاړي کوئ.
زموږ لویه بدمرغي همداده چي د تعصب او شخصیت پالنې په ناولي دود کي هیڅکله حقایق نه منو، کوم څوک یا ډله چي مو خوښه وي د هغې بد هم ښه راته ښکاري، د الله لپاره نور پر افغان اولس رحم وکړئ. پرېږدئ چي ویجاړ هیواد مو ورغېږي، د پردیو له هرډول مذهبي، سیاسي، کولتوري، اقتصادي، پوځي او تعليمي احتیاجه خلاص شو او د خپل علم، عقل، مټو او خولو په زور په خپل هیواد کي یو اسلامي، افغان شموله، عادل او ترقي غوښتونکی نظام جوړ کړو. په همدي هیله!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more