د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

اولسواکي ښه ده که استبداد/فرعونیت (امارت)

طالب ISI
30.06.2013

که ډیموکراسي د فردي، او طبقاتي استبداد پر خلاف سیسټم وي، نو بیا خو ډیموکراسي د شرک پر خلاف، او د اسلام د توحید د اصل د بشپړولو سیسټم دی. ځکه چې هر استبدادي سیسټم فرعوني سیسټم دی، که هغه امارتي سیسټم دی، چې خلک د خپلو ږیرو واک له لاسه ورکوي، او قمچین واکي وي، که هغه شاهي سیسټم دی، چې د جوماتونو امامانو ته خطبې دولت لیکي، که پوځي واکمني ده، چې پوځ د سرحدونو د دفاع پر ځای کوڅه ډب شي، او په کوڅو او لارو خلک ازاروي. شرک یواځې د بت عبادت ته نه وایي، بلکې بدترین شرک بنده ته نامهار شوي صلاحیتونه قایلېدل، او د خپلې ارادې واګې بل چا ته ورکول دي.
نن سبا په ځای ځای لیکنو او ویناوو کې اسلام او ډیموکراسي یو د بل په مقابل کې یادېږي. اسلام یو دین دی، او ډیموکراسي دین نه، یو سیاسي چوکاټ دی. د دوو کاملاً مختلفو شیانو مقایسه کول او یو د بل په مقابل کې راوستل منطقي کار نه دی.
دا چاره د دین ارزښت را ټیټوي. اسلام یو ستر خدایي دین دی چې د ژوند د مادي، او معنوي هر اړخونو لپاره اخلاقي ضوابط لري، او ډیموکراسي د همدې دین په څېر ارزښتونو او ضوابطو د عملي کولو لپاره یو انساني چوکاټ دی.
کله چې خلک په خپله لمانځه ته لاړ شي، دا ډیموکراسي ده. کله چې خلک په قمچینو لمانځه ته بوتلل شي، دا امارت دی.
خلک لګیا دي، همدغه اسلام په ډیموکراسۍ عملي کوي. ترکیه خپل شانداره ماضي ته د ډیموکراسۍ پر عربه ستنېږي.
په تېره یوه پېړۍ کې د اسلامي حرکتونو اکثرو مشرانو د خپلو هېوادونو له استبدادي واکمنو څخه د همدې ډیموکراسیو لمنو ته پنا وړې ده، او هلته یې د ارام سا اخیستې ده. زموږ سید جمال الدین افغاني ټولې اسلامي نړۍ ونه زغملای شو، له فرانسې څخه یې عروة الوثقى خپره کړه. تر هغه را وروسته، اکثره هغه اسلامي مفکرین، شاعران، لیکوال چې د خپلو مستبدو واکمنانو له تېغه تښتېدلي، د همدې ډیموکراسیو له فضا څخه یې د خپلو مبارزې د سنګر په توګه کار اخیستی.

د افغانستان د ډیموکراسۍ د تر ټولو غندونکې ډلې جمعیت الاصلاح د جوړېدلو لومړنی ملاتړی کمال هلباوی، له دغو شخصیتونو څخه یو شخصیت دی، چې لا هم په لندن کې اوسي، او له هغه ځایه خپلې سیاسي کړۍ اداره کوي.
بالعکس، موږ افغانان ډیموکراسي او دین یو د بل پر خلاف درولي، او جنګوو یې؟ ولې خپل لوی دین، چې غایه ده، په لوی لاس له وسایلو سره په ترازو کې غورځوو، په داسې حال کې چې د غایې ارزښت هر وخت تر وسیلې زیات وي؟ مو ولې هرڅه له دین سره جنګوو؟

یوه ورځ یو چا لیکنه کړې وه چې آیا موږ پښتو غواړو، که اسلام؟ ما وېل ته دې ساده ته ګوره، دین زما له خلقت او فطرت سره په جنګ اچوي.

دوی وایي موږ ډیموکراسۍ نه غواړو، بلکې د اسلام نظام غواړو. ډیموکراسي خو نظام نه دی، بلکې د نظام د پلې کولو طرز دی. همدغه اسلام هم په ډیموکراتیکه طریقه تطبقېدای شي او هم د اموي، عباسي، عثماني خلافت او مغولي امارت په طریقه له صحنې ایستل کېدای شي. د ډیموکراسي په مقابل کې اسلام مه دروئ، د ډیموکراسۍ په مقابل کې مطلق العنانیت، ارستوکراسي، طبقاتیت، نخبه واکي، قبیله واکي، قوم واکي، او فردیت ودروئ، چې اسلام د دې ټولو خلاف دی.

ډیموکراسي قانون هم نه دی، بلکې هغه چوکاټ دی چې د ژوند لپاره پکې قوانین جوړېېږي. دا په ډیموکراسي پورې نه، بلکې په ډیموکراسۍ عملي کوونکیو ولسونو پورې اړه لري چې زنا او لواطت ته څه احکام وضع کوي. مثلا، په مصر کې اخوان حاکم دی، هلته باید همدغه ډیموکراسي د زنا او لواطت د مخنیوي لپاره استعمال شي، او امریکا نامسلمان هېواد دی، د هغوی په اخلاقیاتو کې به زنا عادي کار وي، هغوی به د ډیموکراسۍ چوکاټ د خپلو غوښتنو د عملي کولو لپاره استعمالوي. یعنې ډیموکراسي خپله قانون نه دی، بلکې د قانون رامنځته کولو او نظام راوستلو یوه ځانګړې طریقه ده. زموږ ږیرور ماشومان لا په دې خبره هم نه پوهېږي، چې ډیموکراسي په خپله قانون نه دی. دا د سیاست په باب کې دومره ابتدایي مسأله ده، لکه په دیني درسونو کې قاعده بغدادیه. څوک چې په دې خبره هم لا نه پوهېږي، د سیاست ماشوم دی، که څه هم د پوهنتون استاد وي.
شریعت، دین، ډیموکراسي، نظام، او د نظام جوړولو چوکاټ هر یو بیل مفهوم دی او د هر یوه مقصد معلوم دی. دین له اخلاقي لحاظه د کارونو ترسره کولو طرز او طریقه در ته ښیي، ډیموکراسي د کارونو کولو یا نه کولو انتخاب درکوي. همدغه انتخاب چې خدای پاک انسان ته ورکړی دی، همدغه انتخاب ډیموکراسۍ ورکړی دی.
د انسان اراده، هماغه څه ده چې خدای پاک د بل انسان له جبر څخه څه، چې له خپل جبره هم ازاده کړې ده. انسان آزاد دی، خو د انسان د دغې آزادي د مهارېدلو لپاره چوکاټونو ته ضرورت دی. انسان د قدرت ترلاسه کولو په سیالۍ کې هم آزاد دی، خو د قدرت غوښتلو د غریزې د مهار لپاره شورا او ډیموکراسۍ ته ضرورت دی.

یو ځل بیا یې وایم: کله چې خلک په خپله لمانځه ته لاړ شي، دا ډیموکراسي ده. کله چې خلک په قمچینو لمانځه ته بوتلل شي، دا امارت دی.

دلته د ظرف او مظروف یا محتوا توپیر مهم دی.

دین منځپانګه، او محتوا ده. ډیموکراتیک نظام د دې منځپانګې د ځای ته رسولو لپاره لوښی او ظرف دی. لکه په لوښي کې یو سړی د خنځیر غوښه خوري، او یو شیدې پکې څښي. په لوښي حکم مه کوئ. پر منځپانګه یې فکر وکړئ. پارلمان ښه شی دی، خو څوک ور استوې؟ ټولټاکنې ښې دي، خو څوک انتخابوې؟ قانونمدي، د امیر په ټاکلو او قوانینو په رغولو کې د خلکو رضائیت اسلامي اصل دی، خو ته څوک امیر ټاکې، او کوم رنګ قانون انسانان مو لارې ته سم کړئ، بیا اعتماد پرې وکړئ.

نن سبا یوه ډله خلک دا دلیل نیسي، چې ډیمو کراسي، لکه ډیمو یعنې خلکو، او کراسي، یعنې واکمني څخه جوړه ده، چې معنا یې د خلکو واکمني ده. دوی وایي چې دا اصطلاح د خدای د واکمنۍ پر خلاف ده. یعنې اساساً باید خلک پر خلکو نه، بلکې خدای پر خلکو حکومت وکړي.

که له دوی څخه پوښتنه وکړې چې آیا ستاسې په نظام، یا امارت کې به د کابیني شورا نعوذبالله خدای رهبري کوي؟

نه. هلته هم بشر ناست دی. حکومت اداره کوي، خو تر دې چې یو فرد دا کار وکړي، بهتره دا ده چې د کابینې نظارت شورا وکړي. دغه ډول نظارت د ډیموکراسۍ اصل دی. د ډیموکراتیک سیسټم هدف د قدرت د سرکشۍ مهارول دي.
که ډیموکراسي یعنې د خلکو پر خلکو حکومت نه غواړئ، نو ملا کراسي، یعنې د ملا پر خلکو حکومت غواړئ؟ خلک دې رمه وي، او ملا به یې شپون وي. په قمچینو به یې وهي، سرونه به یې ور خرېیي، که دې یو چڼی په کور کې درلود، نو بویه زغروال ټانګ لرې، او کنه، بیا هیڅ کاره یې.

ته وایې ډیموکراسي حرامه ده، ځکه چې پر خلکو باید خدای حکومت وکړي، نه خلک. (حاکمیت د خدای دی)، نو ستا په نظام کې خو هم پر خلکو ملایان حکومت کوي. هلته څنګه پر خلکو خدای حکومت کوي؟ که تا ته ځان نعوذبالله د خدای استاځی ښکارېږي؟ آیا د خدای استاځی دغسې غل، بدنامه، د استخباراتو نوکر، اختطافچي، او د خدای پر بندګانو غضب وي؟ د خدای پر ځمکه د خدای خلیفه انسان دی. د ټولنې هر فرد د خدای پر ځمکه د خدای خلیفه دی. یواځې ملا صاحب نه دی.

د ډیموکراټیک نظام په مقابل کې نظام اسلامي نه دی، بلکې دا به هرومرو، یا فردي وي، یا به طبقاتي وي، چې دواړه د شریعت له لحاظه مردود دي، ځکه چې “وامرهم شوری بینهم” یعنې د مسلمانانو د چارو د سمبالښت طریقه شورا ده. د مسلمانانو یې ویلي، د ملایانو، یا د اخوانیانو، د کوم ځانګړي خاندان یا قوم یې نه دي ویلي، بلکې د مسلمانانو یې ویلي دي. په اوسنیو سیاسي سیسټمونو کې اسلام ته تر ټولو نیږدې نظام همدغه ډیموکراسي ده.

په اموي، عباسي، غزنوي، مغولي، او نورو استبدادي حکومتونو کې حاکمیت د فرد او یا د کورنۍ په لاس و. د قومونو د وژنې، او غلامونې، مسلمانونې، او تکفیر او لوټ کولو پرېکړې به استبدادي افرادو کولې چې د مسلمانانو واک او اختیار به لکه د موروثي جایداد، له پلاره ورته پاتې کېده، او ډېر کله به دغه مطلق العنانه افراد په ناحقه خلیفه ګان ګڼل کېدل. د خلیفه خلف زوی که به لېونی، کم عقل، عیاش او لوده هم و، خو خلیفه به شو. خلیفه ګانو به له وینځو ډک دربارونه درلودل، او د سلګونو عجمو کلیو جزبه به یې د یوې مدحیې قصیدې په مقابل کې د یوه شاعر په جیب کې ور خالي کول. اوس په ډیموکراتیکه ټولنه کې پرېکړې پارلمانونه کوي، چې په اصل کې شوراګانې دي. آیا د “وامرهم شوری بینهم” مطابق د شورا پرېکړې بهتره دي، او که د نه مهار شویو خپل سریو، مطلق العنانه، متعصبو او عیاشو شهزادګانو؟ ولې د ابوالعباس السفاح (السفاح یعنې وینې تویوونکي) حکومت خلافت، او د کرزي یا مصر حکومت کفري نظام ګڼل کېږي؟
ممکن ځینې یې ووایي چې نه، په ډیموکراسۍ کې حکم د خلکو د نظریاتو پر اساس کېږي، نه د خدای د شریعت پر اساس. هو، په ډیموکراسۍ کې تقنین د فرد پر ځای شورا کوي، خو تشریع نه کوي. د قانون او شریعت ترمنځ توپیر دی.
قوانین وضعي وي، شریعت آسماني وي. د تقنین سرچینه آسماني شریعت، انساني اجتهاد (اجماع او قیاس)، او عرف دي. د شریعت سرچینه وحی ده.
شريعت په جغرافیه کې نه را ایسارېږي، قانون په جغرافیه کې را ایسار وي. شریعت د هرې زمانې لپاره یو خېل دی، قانون له هرې زمانې سره د نوي کېدلو قابلیت لرلای شي. شریعت پراخ دی، هرڅه، یعنې معنویات، عبادات، اخلاقیات، او هرڅه را نغاړي. قانون یواځې معاملاتي مسایل، او هغه چې د ټولنې د غړیو اړیکې تنظیموي، را نغاړي. مثلا، یو کس به دروغ وایي، خو قانون به ستونزه نه ورسره لري، خو دغه کس په شرع نه دی برابر.

قانون او شریعت عموم او خصوص لري. شریعت تر قانون عام دی. قانون له شریعت څخه سرچینه اخلي، خو ډېر داسې مسایل شته چې شریعت کار نه ور لري، خو قوانین ورته په کار دي. مثلاً، د ترافیکو مسایل، د زراعت د حفظ الصحې قوانین، د انټرنیټ د تنظیم قوانین، او داسې نور…

لنډه دا چې قانون او شریعت دوه کاملاً مختلف مفاهیم دي.

ځینې خلک په کابل کې د ګناه موجودیت پر ډیموکراسۍ او اوسني نظام ور تپي او د جګړې مبرر ورڅخه جوړوي. کومه انساني ټولنه وه چې ګناه پکې نه کېده؟ آیا د بابا آدم ع زوی پر خپل ورور ور ولاړ نشو او د ښځې پر سر یې قتل یې نکړ؟ آیا پر صحابه وو حدود جاري نشول؟ که هلته هم ډیموکراسي وه؟ آیا د خیرالقرون نه را وروسته قرن د امویانو، له “تابعینو” څخه جوړ پوځ کعبه په منجانیقو و نه ویشتله؟ آیا قتل، بې ناموسۍ، جبري ودونه، غلاګانې، پاټکونه، او … چې د مجاهدین صاحبانو په زمانه کې کېدلې، هم د ډیموکراسۍ برکت و، که د جهاد برکت و؟ آیا پر دې ټولو ګناهونو سربېره، د کابل د ټول ښار ګناهونه د لاهور په یوه یوه کوڅه کې نه کېږي؟ ولې مو خپله لمن خپله پورته کوئ؟
سوال دا دی چې که د مصر، تونس، سوریې، او نورو هېوادونو مسلمانان د ډیموکراسۍ په ارمان لسګونه کاله مبارزه کوي، که د پاکستان ملایان د خپل هېواد د جمهوریت پاسداران او تر ټولو فعال برخوال دي، نو ولې موږ د ډیموکراسۍ له توري دومره بد وړو؟
زما په نظر، د دې خبرې یواځېنی دلیل دا دی چې موږ ته انساني ارزښتونه منحیث انساني ارزښتونه معنا نه لري.
موږ د انسانانو ذهني تجاربو، علمي تجاربو، او ذهني میراث ته اهمیت نه ورکوو.
زما په نظر، که موږ له لوېدیځ څخه د خېټې د درد د درملو فارمول کاپي کولای شو، انجنیري، هندسه، طب یې کارولای، ادبي هنري ژانرونه یې تقلیدولای شو نو یوې ټولنیزې سیاسي تجربې ته ارزښت ورکول یې ولې مشکل ولري؟
که موږ هره انساني تجربه د دین، یا شرق او غرب په نامه له ځانه بېګانه کوو، نو زموږ په ژوند کې به څه پاتې شي؟ آیا موږ د خپلو جنګیالیو نیکونو په کنډواله کنډواله، مرګ مرګ، او استبداد استبداد میراث کې دومره څه لرو چې له انسانیته مو مستغني کړي؟
فکر کوم، بهتره ده مفلس خوشال قوم را ته وویل شي
مجيد قرار


pattang
01.07.2013

ډېر دځان په تکليف کړی !
که اقتصاد نوي نو دېموکراسي بر منډه فاحشه ګيري ده !
که اقتصاد وي بيا پټه !
ته يې اوس زدکوې چې پرې پوه شې بيا دې خواته راشه !


اتل
09.07.2013

شهیر او پتنګ ورورڼو، اسلام علیکم
شهیر وروره، ستاسې ددموکراسۍ تعبیر بالکل د کنځ د منځ ټکي دي. ستاسې ددموکراسۍ تعبیر د اسلامي ارشاداتو سره په ټکر کې ندئ، بلکه مکمل یې دئ.
ستاسې دا خبره صحیح ده چې الله په خلکوحاکیمت نه کوي، بلکه انسنان حاکمیت کوي. الله انسان ته بې حده زیات اختیارات ورکړیدي، خو تنګ نظره او نیمګړي دیني عالمان هرڅه پخپله تنګ نظره زاویه کې لټوي.
فقه، فقهاوو جوړه کړیده، او دوی فتواوې ورکړیدي او پدې ترتیب فقي واکمني پخپله د انسانانوواکمني ده.
تاسې رښتیا وایاست چې د الله جل جلاله لخوا د اسلام پنځه یا پنجګانه بناوې امر شوئ او فرض دي، خو په عملې کولو یې حکومت مکلف ندئ، ځکه چې دا د افرادو او د هغوی د پروردګار تر منځ مسئله ده، ځکه چې دا فرض عین احکام دي، نه فرض کفایي.

خو قوانین چې د ټولنې د نظم او نسق دپاره وضع شوي، حکومت یې پر عملي کولو مکلف دئ او د هغو نه د افرادو سرغړونه مجازات لري.
خو د طالبانو حکومت، نه یوازې په فرض عین، بلکه سنتو باندې خلک مجازات کول.

پتنګ صاحب ته باید ووایم، چې که باجوړ نه خورې بد مه ور باندې وایه. که یې د ماتولو منطق نلرې، او یا یې دیني او مذهبي پوه نلرې، خیر دئ، موږ او تاسې دیني عالمان نه یو، خو جوټه کوه یې هم مه وروره.
په درناوي.


طالب ISI
12.07.2013

اتل صاحب د مسلمانانو د وروسته والې علت دین خرڅونکې ملان او خلک خرڅونکې حاکمان دې.

نیک عالمان او نیک حاکمان تل د خلکو د سوکالی لپاره ژاړي او د زړه نه اوښکې تویوې.
که نیک عالمان نه وی، نو ننی ساینس به نه و، په اروپا کې به هم د دین خرڅونکو عیسوې راهبانو تیاره پاچاهې تر اوسه حاکمه وه. همدا اسلامې تمدن و چې اروپا ته لاړ او د خلکو سترګې خلاصې شوې.
نن ورځ اروپایانو د دین پلورنکو راهبانو کیسه ور ختمه کړې، کلیسا ته خلک نه ځې، اکثره کلیساء ګانې په کتابتون، سالون یا جومات باندې بدلې شوې.

کلیساء واله نور خلکو ته د روغتیا او جنت په نامه بازي نه شي ورکولای. خلک ددې په ځای خپل حکومت ته بیمه ورکوې، حکومت ورته هر ډول روغتیاې خدمات وړاندې کوې.
د راهب د دروغو د جنت په ځای خپله ځانته ښکلی کور، ژوند جوړوي، خپل عاید زیاتوې، دخلکو څخه غلاء نه کوي، د خلکو حق نه خوري، د خیریه ټولنو سره مرسته کوي، پخوا همدا مرسته کلیساء ترې وهله!

کیدای شې الله پاک یې په همدغه نیکو کارو وبښي، خپل بنده یې دی چې بښي یې مونږ څه پکې ویلی شو!

زمونږ اسلام خو حق دین دی، مونږ لپاره ضرور نه ده چې بې دینه شو، ځکه خپل دین مو هم ساینس دی، هم د دنیا جنت دی، هم د آخرت. ښه عالم مو د ساینس تهداب ایښودنکی دی.
مونږ ته پکار ده چې د دین په نامه بازی ورکونکې، د دین په نامه زمونږ د دنیا او اخرت تباه کونکې ، ملا څخه ځان او خپله ټولنه پاکه کړو!!!
د افغانستان له جهاد مخکې مو که فکر و، ملا د کلې خلکو ډیر کم اسلامې معلومات ورښودل، نور یې له ځان سره ساتل، ځکه عوام یې بې خبره ساتل، تر څو د ملا پاچاهې حاکمه وي!
کله چې ښونځې او لیسې جوړې شوې د عامو خلکو اسلامي علم تر ملا زیات شو، همدا علت دی چې دملا د محصل او ښونځې سره کینه شو!

زه د خپل ملا او عیسوې راهب تر منځ هیڅ فرق نه وینم. عیسویت هم ښه دین و، عیسی علیه سلام حق پیغمر و، خو وروسته همدغه راهبانو عیسویت ته دومره تغیر ورکړ چې د ملا ګټې او ژوند پکې خوندي وي، او خلک له علم څخه لرې وساتي. ځکه به یې ساینس دانانان سوځول!

نن ملان هم اسلام ته دومره تغیر ورکړی چې د ملا ګټه همیش ګرنټي وي، سرسایه، خیران، ذکات...ښه ډوډی ټوله د ملا وي!
ښونځې نه پریږدي، ښځو ته وایې کورو کې کینی!
ځکه ملا پوهیږي چې اولس پوه شو بیا خو دی دین نه شي خرڅولای!


pattang
12.07.2013

[quote:7553e069eb="shaheer"]اتل صاحب …..

[color=red:7553e069eb]زه د خپل ملا او عیسوې راهب تر منځ هیڅ فرق نه وینم… [/color:7553e069eb]
[/quote:7553e069eb]
پر دې خبره کفر ته لاړې د مسلماني دعوه د غلته ده !!!!


طالب ISI
14.07.2013

د خپلو شخصي ګټو لپاره دین وسیله ګرځولو کې د عیسوي راهب او زمونږ ملا تر منځ توپیر نه وینم.


pattang
14.07.2013

[quote:b78caa4224="shaheer"]د خپلو شخصي ګټو لپاره دین وسیله ګرځولو کې د عیسوي راهب او زمونږ ملا تر منځ توپیر نه وینم.[/quote:b78caa4224]

څوک چې دين د دينوي »دنيايې » شخصي ګټو لپاره وسيله
ګرزوې هغه اسلامي ايمان نلري ! دا کارونه به هغو کول او کوي يې
چې له بروسېل څخه به افريقا ته د استعمار لپاره په کشتويو کې
روان وو !!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more