د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

طالبان: د کابل حمله به د قطر د سولې بهیر زیانمن نه کړي

میرویس
25.06.2013

ډیرو قدر منو اوریدونکو، اسلام علیکم
په چپ لاس کې یې قرآنکریم نیولئ، د الله جل جلاله د ارشاداتو، د تحکیم ډنډورې غږوي، او په ښي لاس کې یې ترقرآنکریم لاندې توره پټه کړې او مقابل لورئ پرې وهي، او بیا وایې نن مې چې په کابل کې د شریعت خلاف ځان مرګي حمله درباندې ومړه، خیر دئ خپه کیږه مه، او زه وایم چې زما دغه لړایي ددوحې د سولې په خبرو هیڅ اثر نه کوي.
د ې ته واي منطق:
============
طالبان: د کابل حمله به د قطر د سولې بهیر زیانمن نه کړي
• Tuesday, 25 June 2013 17:23
• خپروونکی: تاند http://taand.com
تاند- پاکستاني رسنیو په قطر کې د طالب مرکچیانو په قول وویل چې د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ته نژدې نننۍ حمله به د قطر د سولې بهیر ته زیان وانړوي.
نن سهار وختي د کابل په زړه کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه، د افغانستان دفاع وزارت او د ایساف مرکزي اډې ته نژدې وسله والو طالبانو برید وکړ.
د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې ته ویلي چې د دوی یوې اته کسیزې ډلې، چې په درنو وسلو سمبال وه، پر دفاع وزارت او اریانا هوټل برید وکړ چې بهرنیان پکې مېشت دي. ده ادعا وکړه چې بهرنیانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د طالبانو دې حملې د قطر د سولې د خبرو د بهیر د وړاندې تګ په اړه شکونه وپارول چې هسي هم د اسلامي امارت د لوحې پر سر له خنډ او ځنډ سره مخامخ ده.
ایکسپریس تریبیون ورځپاڼه وايي چې په قطر کې د طالبانو د دفتر یوه غړي وویل چې د کابل نننۍ حمله به د سولې دا پروسه زیانمنه نه کړي ځکه چې دا بهیر سیاسي دی او تراوسه پوري لا د طالبانو، امریکا او د کرزي د رژیم ترمنځ پر اوربند سلا نه ده شوې.
د طالبانو د دفتر دغه غړي، چې نوم یې نه دی ذکر شوی، د ټېلفون له لارې ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې ته همداراز ویلي:«د قطر د سولې بهیر په حقیقت کې د دې ډول حملو د درولو او د نورو وینو د بهېدو د مخنیوي لپاره ده.»
ده همداراز وویل چې باید له هیڅ حملې څخه د سولې د بهیر د درولو لپاره د پلمې په توګه کار وانخیستل شي.
د طالبانو دغه مقام خبرداری ورکړ چې هیځ لوری باید په قطر کې د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت له لاسه ورنه کړي ځکه چې دا بهیر له اوږدې مودې وروسته ممکن شوی دی.
ده دا هم وویل چې د طالبانو د پوځي عملیاتو مسله کاملاً جلا موضوع ده ، د کابل تر دې حملې مخکې هم طالبانو لویې حملې کړي دي.
Leave a Reply


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more