د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

ريچارډ ارميتاج: په دې ډاډه نه يم، چې ۲۵ کاله وروسته به پاکستان په همدې بڼه پاتې شي

اتل
24.06.2013

ريچارډ ارميتاج: په دې ډاډه نه يم، چې ۲۵ کاله وروسته به پاکستان په همدې بڼه پاتې شي

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت پخواني مرستيال ريچارډ ارميتاج ويلي، چې: (( په دې ډاډه يم، چې ۲۵ کاله وروسته به افغانستان په همدې اوسني جغرافیې سره موجود وي، خو د پاکستان په هکله دغه ډاډ نلرم.))
ريچارډ ارميتاج د امريکايي رسنۍ (( فورچنا کارنر)) سره په يوه مرکه کې ويلي، چې پاکستان په دې فکر کې دی، چې امريکا به یو ځل بيا افغانستان پریږدي او همدا لامل دی، چې له هرې لارې د طالبانو د ملاتړ په شمول، غواړي په افغانستان کې خپل شتون تامين کړي. د ده په وينا پاکستان هڅه کوي دا وښيي، چې طالبان د يوې معاملې له لارې بيرته واک ته راتللی شي.
له ريچارډ ارميتاج وپوښتل شول، که تاسې د افغانستان او پاکستان د وضعیت په هکله، جمهور رييس بارک اوباما ته په يوه جمله کې تشريح ورکړﺉ نو هغه به څه وي؟ نوموړي په ځواب کې وويل، چې زه به اوباما ته وایم: (( په دې ډاډه يم، چې ۲۵ کاله وروسته به افغانستان په همدې اوسني جغرافیې سره موجود وي، خو د پاکستان په هکله دغه ډاډ نلرم.))
ارميتاج د پاکستان د اټومي وسلو په هکله وويل: کچېرې په هند کې بيا داسې یو ترهګریز برید تر سره شي لکه په ممبي کې چې تر سره شوی و، د هند يوه قول اردو به پر پاکستان بريد وکړي په داسې حالت کې به پاکستان له خپلې تکتيکي اټومي وسلې نه کار واخلي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more