د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

د احمدشاه بابا فتوحات!

تيمور
09.04.2013

احمدشاه بابا د پښتنو ديوالی په منظور وغوښتل ټولی هغه سيمې چې پښتانه پکښې اوسېږي د لويې پښتونخوا په نامه سره يو ځای کړی او هند دهغو مسلمانانو په مرسته ورسېږي چې د فرقه پرستي او ثقافتي خصومتو له کبله يې هر کله هلته ژوند د تهديد او ناآرامي سره مخامخ ؤ ده په کندهار کې خپل وراره لقمانخان ته د سلطنت و کالت ورکړ او سردار جانخان يې دکابل پرلوری ولېږي.

احمدشاه بابا په (۱۱۶۱) کې دغزني او کابل د نيولو دپاره حرکت وکړ په غزني کې ناصر خان نائب الحکومه ؤ چې دی د نادرشاه د حملی په وخت کې د مغولو له طرفه ددغی علاقې حاکمؤ او د نادرشاه د حملی پېښور ته تښتېدلی ؤ هغه وخت چې نادرشاه پيښور ونيوي دی يې دکابل غزني او پېښور حاکم په حيث مقرر کړو او نادرشاه د مړينی وروسته يې ځان هلته د مستقل حکمران په حيث حړ کړی ؤ په دغه وخت کې د کابل په بالحصار کې دوولس زړه قزلباش لښکر موجود ؤ ناصر خان چې پو هيدی چې د کابل، غزني، او پيښور او سيدونکی د احمدشاه سره د قامولی له کبله جنګ نه کوي نو د هزارؤ او ايماق لښکر يې هم راټول کړل غزني د ناصر خان دطرفدارنو دلږ مقاومت څخه وروسته داحمدشاه بابا په لاس ورغی هزارؤ او ايماقوهم په لومړی سر کې د مقابلی څخه نټه وکړه د احمدشاه بابا لښکر و ناصر خان تعقيب کړ د کابل او پيښور څخه يې ويوست او دپيښور څخه يې دوتلو دمخه د عبدالصمدخان ممن زی پر سيمه باندی چې د احمدشاه بابا دطرفرارانو څخه وؤ د ناصر خان له خوا د هغې سيمې د حاکم په حيث ټاکل شوي حمله وکړه خو هغه وخت چې د احمدشاه بابا سپاه سالار پيښور ته ورسيد ناصر خان د کلابندي له ويرې څخه هغه سيمه پرېښوده او د اټک څخه تېر شو او د راولپنډی چهچه سيمې ته ترشاه شو په دی وخت کې يې ماينه چې د زبردست خان لور او عليمردان لمسی وه هم داحمدشاه بابا د سپه سالار په لاس کې بندي ولوېده ناصرخان ددی ځای څخه لاهور ته د هند مغولي پاچا ته پناه يوړه د پنجاب نايب الحکومه يې داحمدشاه په مخالفت د ځان طرفدار کړ.

احمدشاه بابا پيښور د هغې سيمې دپښتنو د مرکز په حيث وپېژاند او دهغې سيمېټول پښتانه يې پر ځان را ټول کړه د عزيزګلوي او قام دوستي ښګيڼی يې ورته بيان کړی دخپل او قومي سلطنت خوندونه يې وروښودل د همدغه کبله ؤ چې د هند په فتوحاتو کې دغو پښتنو د احمدشاه بابا سره زياته مرسته وکړه ددغه سفر وروسته احمدشاه بابا بيرته کندهار ته راغی.

احمد شه بابا څه لښکری دپیښور څخه دډېره جاتو او سند په لوری واستولې او هغه سيمې يې دخپل سلطنت ضميمه کړی، احمدشاه بابا په (۱۱۶۱) کې ۳۰۰۰۰ لښکرو سره د اټک څخه پوريوت دجلم تير شو او د لاهور پر خوا رهي شو دده په مقابل کې دپنجاب نائب الحکومه شهنواز خان د ذکريا خان زوی د چناب په غاړه د مقابلی دپاره تياری ونيوی په دی وخت کې چې د چناب سيندډک بهيدی دواړه لښکری د سيندپر دې غاړه او هغې غاړه مخامخ پريوتی په يوه شنه سهار کې هغه وخت چې مغولي لښکرې را پاڅېدلی نه وي احمدشاه بابا د خپلو اتو زړو سپرو سره دچناب دسيند پريو پورتنی کذر پوريوت او د لاهور پ خوا يې لښکر سمی کړ شهنوازخان زيات و ډارېدی او د هلی ته يې په سلامي شو په دی وخت کې دهند مرکزي حکومت د احمدشاه بابا د مقابلی دپاره تياري نيوي احمدشاه بابا هم د هغه د تنبه کولو دپاره لښکرې سمې کړې. د هند يو لک لشکر د هند د شهزاده پ مشري چې ددغو لښکرو فوماندانان د هند صدر اعظم قمرالدين خان نواب ابو المنصور صفدرجنګ درواج پوت مهاراج اسيري سنګ د سرهند حکمران جماالدين خان تالپوري دپټيالی حکمران سنګ جيت او نوروه، دغه لښکر د ستليج په غاړه د (ماچی واره) پر ګدر باندی د احمدشاه دلښکر و دراتلو په انتظار کې وه په دې وخت کې د هند اردو خبر شو چې احمدشاه بابا خپله لاره ګرزولی ده د (لود- هيانی) په ترخه کې ترستليج پوری وتی دی او پر سر هند يې حمله کړی ده. کله چې جنګي نقشه واوښته د سرهند په څوملي کې د (مالو پور) په برخه کې دغه دوه لښکر سره مخامخ شول، دوی دواړه دوولس ورځی يو بربل د توپو په ډزومصروفه وه بيا د احمدشاه بابا لښکر د هند دلښکرو مواصلاتي خطونه پريکړه او پراوه لسمه ورځ يې د هند دلښکر و پر سنګرو مخامخ حمله وکړه.

دهند د لښکرو دښی خوا دتو پخنی قوماندان نواب ابوالمنصور خان صفدر جنګ او کيه خوايي مير منو دوزير الممالک ضفر الدين خان زوی اداره کوله وليعهد دخپل لاله صلابت خان سره د لښکرو ّپه منځ کې ځای نيولی ؤ.

د احمدشاه بابا د لښکرو ښی خوا جهانخان سپاه سالار او کيڼه خوا شاه پسند خان اداره کوله او خپله احمدشاه بابا د لښکرو په منځ کې ځای نيولی ؤ ددی سپکه توپخانه (زنبورک) چې په اوو سوو او ښانو وه د جنګ لومړی صحنی ته ړاوړه شوي وه درنه توپخانه يې چې او وه چنی جلوي توپونه ووه پر يوي حاکمی نعطی باندی مو جوده وه.

دښې خوا څخه پښتنو يرغل شروع کړ او ميرمنو شديد مقاومت کاؤ څرنګه چې پښتانه په تندی پرمخ تلل ميرمنو يې هم مخ نه شو ګرزولای په دی وخت کې راجپوت مهاراج اسيری سنګ په مرسته راورسيد لښکرو يې چې زعفراني کالي اغوستي وه او لمنی يې په ملا پوری تړلی وی پرپښتنو حمله وکړه پښتنو هغوی سخت مات کړه دوی د ويریڅخه د ميرمنو سنګرو ته ننوتل او څه يې دو ليعهد د لښکر يو ځای شول، په همدغه ان د مردکو په يوه ميخ زين اورولګېد تو پو او باروتو اور واخست د پښتن د لښکرو يوه مهمه برخه دغه اور لوټ او وسوځول دپښتنو دسخت اوربل له کبله دهند وزير الممالک هم ووژل شو هغه وخت لاچه و زير الممالک خپل هسانه وه ورکړی خپل زوی معين الملک (ميرمنو) ته يې داسې وويل:- زما زويه زما عمر ختم شوی دی خود شاهين شاه کار لانيمګړی دی دمخه تر دی چې هغه خبر شي ته پر اس سپور شه يرغل شروع کړه وروسته بيا زما په فکر کې شه.) ميرمنو د خپل پلار پر فيل جنګ ته دوام ورکړ پښتنو هغه د اسيری سنګ سره ښه و ځپه دی په پښه زخمی شو او ادينه بيګ دوه ځايه په ګولۍ ولګيد په دغه آن کې صفدر جنګ هم مرستی ته راو رسيد خو څرنګه چې دواړو ته زيات تاوانونه رسيدلی وه دهند وليعهد د سولی پېشنهاد وکړ او احمدشاه بابا هم دغه صلح نيکمرغه وبلله ځکه چې په کندهار کېدده دوراره لقمان څخه اداره بيخی ضعيفه شوی وه او غوښته يې کندهار ته ولاړ شي.

هغه وخت چې احمدشاه بابا د سرهند څخه بيرته وطن ته راتلی دملتان کورګاني حاکم زاهد خان ابدالي دخپل زوی شجاع خان سره د احمدشاه بابا حضور ته راغی خپل ځان يې د اسانو او اوښانو او نورو سوغاتونو سره ورتسليم کړ او احمدشاه هغه دو باره دخپلی خوا دوباره د ملتان حاکم مقرر کړ احمدشاه بابا د پېښور د لاری کابل او کندهار ته راغی او خپل وراره لقمان خان يې بندي کړ او هغه هلته په محبس کې مړ شو.

مغولي شهنشاه د ميرمنو د هغو خدمتو به مقابل کې چې مغولي سلطنت ته يې کړی وه دی نيې د پنجاب د نائب الحکومه په حيث مقرر کړ.

احمد شاه بابا په ۱۱۶۲ کې د کابل او پيښور د لاری د پنجاب د نيولو عزم وکړ د سيند څخه پوری وتی او دچناب دسيند د کنڼی غاړی د کوپری په برخه کې ديره شو د پنجاب نائب الحکومه معين الملک ميرمنو ته د لاهور څخه دده مقابلی ته رارهي شو دوزير اباد د ښار په څلور ميلي که هدره کلی په شاؤ خوا کې يې واړول، دهغه ځای څخه احمدشاه بابا ميرمنو ته وليکل که چېرې د څلورو ځايونو ماليه راکول دتل دپاره قبوله کړی او هغه باقيات چې د نادرشاه افشار دو ختو څخه پاته دی تحصيل او راتسليم کړی زه به بيرته ولاړسم ميرمنو چې په دغه وخت کې ضعيفه ؤ ددهلی د پاچا په خوښه يې صلح و غو ښتله او د اشرف کړ او سيالکوټ او رنګ اباد، ګجرات او سرور ماليه يې چې (۱۴۰۰۰۰) لکه روپۍ کيدلی پر ځان قبوله کړه په دغه وخت کې چې د احمد شاه بابا د پاچاهي دوه کاله لانه وه تير شوی په کندهار کی مکمله ارامي نه شکاره کيدله ان نور محمد خان سليمانخيل چې د نادرشاه په وخت کې د ۱۶ زرو لښکرو مشرؤ او د شير سرخ په جرګه کې يې دتندمزاجي او کبر ؤ غرور له کبله نورو قومي مشرانو دپ پّ پاچا هي ونه مانه، پرده باندې ځني خانان اوعسکري مشران راټول شوی وه او غوښته يې چې په پاچاهي يې وټاکي په دغو کې کدو خان، محبت خان پلزی، او توپخانی قوماندان عثمان خان هم شامل ؤ او احمدشاه بابا چې کندهار ته راورسيد د غه توطئه يې شنډه کړه او ګډون کونکي يې ووژل.
نوربیا....


pattang
10.04.2013

پتنګ يې داټول په بلاوهي ، ټول کارونه يې کيفې او غېرې شعوري کړي دي
اوس يې پښتانه تقسيم دي ، پاس يې تاجک ټکوي او کوزيې پنجابی ټکوې ،نه
خپلواکه ژبه لري ، نه سياست او نه اقتصاد ، دواړو خواوته غلا مان دي
دې ٠ د احمد شاه يو لوی خيانت څخه داوو چې پاړسو يې درباري ژبه
کړه او پښتو يې له درباره وئيسته او ابدي يې دمرګ ټاپه پرې ولګوله !
ا حمد شا دملي وحدت لپاره کوم کار ندی کړی ، ځکه ده داکسريت کلتور
يې زېندی ، زينداني کړی او داقليت کلتور يې په غيږ کې نيولی وو !
الله د نه بخشي داسې کار يې ندی کړی چې پښتنو ته اوس په ګټه
تمام شي
دده په وخت کې دافغانستان نوم هم افغانستان نه وو !
ګوړه ګوړه يادوه خوله به دې خو ږه وي خو ګوره چې د پنجابی
او ديګان چونجی دې تېر نشي !

په څنګ کې کږه يادونه!
زه يوه ورځ له طالب وزير سره ناست وم ، په دې حال کې د پروان
د سنګر ځخه يو جنګي قومندان اجازه واخيسته اوراننوت ،له جوړ تازګي
څخه يې وروسته غوښتل چې دجنګ دسنګر او دمنطقې دڅرنګوالي راپور
ورکړي ،خو ماته يې کتل نو مولوي صيب ... ورته ووېل وايه ! داخپل سړی
دی . دجنګ له راپور ا ود منطقې له حالاتووروسته څخه دغه قومندان ووېل
چې دوی يو ځوانکی هلک د احمد شاه مسعود له پلويانو څخه ګيرکړی وو
داچې سن يې خام وو نصيحت يې ورته وکه نو بيا يې خوشی که دا درې
شپې وړاندې بيا په جنګ کې په ګير راغی او ورته په قهر شوو چې مونږ
نه وودرته ويلي .. او څو څپېړې مو ګرم که نو داهلک په ډېره هياجاني
لهجه راته ووېل :
" دافغانستان تهداب احمد شاه ابدالي ايښی دی
خو اميرصيب احمد شاه مسعود به يې بيرته ورانوي ... "
طالب قومندان ووېل چې وزير صيب دا يواځې ددولت او واک خبرې ندي
بلکې قومي او سمتي خبرې دي او الله دخير کړي ...."
که احمد شا ابدالي او دانورو مردار خورو يې زهري مار په خپل لستوڼي
کې نوی لوی کړی او نازولی نو نن به داسې حال نوو !


پتوال
17.06.2013

پتنګ خانه خیر دی هر څه مفت مه غواړه، احمد شاه له تاریخ نه لوړ ګام پورته کړ د مملکت په توګه يې افغانستان رامنځته کړ، څه مثبت
چې یې له وسه پوره و له وطن څخه یې ونه سپمول، هغه څه ته يې چې وخت نه درلود باید ځامنو او لمسیو يې سرته رسولي وای، خو هغوی نا اهلو په خپلمنځي جګړو هر څه برباد کړل، نو قصوريې ټو ل په زامنو کې دی .
تیمور شاه باید دپلار غوندې ټول پښتانه پر ځان راټول کړي وای ، خو هغه د هیواد د سهیل ختیز پښتنو قومونو ، په تیره غلځیو او هوتکو له ویرې کابل ته پناه وېوړه او خپله پادشاهي یې وژغورله . کابل شاهي بیا هیڅکله
د کندهارغلځیو او هوتکوته د باور په سترګو نه کتل او هغوی یې خپل حاکمیت ته په کمین کې ناست خطر ګاڼه آن تر دې چې کله اما ن الله خان
کابل له لاسه ورکړ او د ملاتړ میندلو له پاره کندهار ته ولاړ هلته د دورانیو سره د غلځیو سختو جګړو د ملاتړموندنې څخه مایوس کړ
او بهر ته وتښتېده!، که نه سقاو څوک و چې کابل د پښتنو په وړاندې ټینګ کړي؟
ولې احمدشاه که ضرورت راغلی وای نو قدرت به يې غلځیو ته تسلیم کړی وای خو د تیمورشاه بی غیرته غوندې به يې کندهارنه وای پریښودی، ځکه چې احمد شاه ته د پښتنو وحدت ترخپل قدرت مهم و او د واکمنۍ حق يې غلځیو ته بیرته ورسپارلی شو، خو هغه د همدې وحدت د تامین له پاره ټولواک ټاکونکې لويه جرګه راوغوښتله چې دی يې وټاکه او د ژوند تر پایه يې د افغانانو کوټلی قامي، ملي او اسلامي وحدت وساته او د همدې وحدت په زور يې یوه لویه امپراتوري جوړه کړه ، روح دې ښاد وي !

په پای کې د هغه نظر په وړاندې چې د شیر سرخ د لويي جرګې له تاریخي واقعیت څخه د لاروي صیب غوندژ انکار کوي دا لاندې سرچينه خورا ښه سند دی :
[quote:76f6d218e4]په دغه وخت کې چې د احمد شاه بابا د پاچاهي دوه کاله لانه وه تير شوی په کندهار کی مکمله ارامي نه شکاره کيدله ان [color=red:76f6d218e4]نور محمد خان سليمانخيل چې د نادرشاه په وخت کې د ۱۶ زرو لښکرو مشرؤ او د شير سرخ په جرګه کې يې دتندمزاجي او کبر ؤ غرور له کبله نورو قومي مشرانو دي پّه پاچا هي ونه مانه، [/color:76f6d218e4][color=blue:76f6d218e4]پرده باندې ځني خانان اوعسکري مشران راټول شوی وه او غوښته يې چې په پاچاهي يې وټاکي په دغو کې کدو خان، محبت خان پلزی، او توپخانی قوماندان عثمان خان هم شامل ؤ او احمدشاه بابا چې کندهار ته راورسيد د غه توطئه يې شنډه کړه او ګډون کونکي يې ووژل. [/color:76f6d218e4] [/quote:76f6d218e4]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more