د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

خدمتګار: طالبان په تعويذونو خلك جګړې ته استوي

میرویس
15.05.2013

قدر منو او عزتمنو خویندو وروڼو، اسلام علیکم
تاسې به د مضمون په عنوان پوهیدلي یاست چې موضوع د څه قراره ده.
داسې ښکاري چې دطالبانو پرالله جل جلاله باندې عقیده خامه شویده، اوس په تعویذونو اتکا کوي، او یا دا چې بې علمه او نا لوستي ځوانان دوکه کوي او تشې وعدې ورکوي چې جنت ته به لاړ شئ، دښمن به تاسې نه ویني، مرمۍ به یې تاسې نه در رسیږي او کار به نه در باندې کوي.

دديني او سیاسي چارو کار پوه محمد حسن حقیار وایي: د افغانستان په جګړه كې له بېلابېلو تكتيكونو كار اخستل كېږي چې نه له اسلامي او نه هم د بشري حقونو له منل شويو موازينو سره اړخ لګوي: (( په جګړه كې د اسلام د مقدس دين اصول او قوانين روښانه دي.))
========
خدمتګار: طالبان په تعويذونو خلك جګړې ته استوي
| چهارشنبه, 15.05.2013, 09:57 AM | (601 لیدل شوی)

خدمتګار ورځپاڼې پخپله نننۍ ګڼه کې دې موضوع تم شوې چې پاکستان د جګړې لپاره طالبان د تعویذونو په زور استوي.
خدمتګار لیکلي، د افغان ځواكونو له خوا ځينې نيول شوي طالبان وايي چې په پاكستان كې ورته داسې تعويذونه وركړل شوي چې ګويا د جګړې پر مهال افغان ځواكونه تاسې نه شي ليداى.
دوى زياته كړې، په پاكستان كې ورته ويل شوي چې دغه تعويذونه د جګړې پر مهال د ډال كار ور كوي او كه له ځانه سره يې وساتئ بريا مو خپله ده.
د چارو شنونكي وايي چې په پاكستان كې پر جنګېدونكو او ځانمرګو كسانو باندې ډېر كار كېږي او له بېلابېلو لارو هڅه كېږي چې دوى جګړې ته چمتو كړي.
د سياسي او ديني چارو كارپوه محمد حسن حقيار په دې اړه خدمتګار ته وويل چې په پاكستان او افغانستان كې جنګېدونكو كسانو باندې ډېر كار كېږي څو دوى جګړې ته تيار كړي: (( هغسې جګړې ته چې د جنګېدونكو مرګ په کې يقيني وي، له دغسې تكتيكونو كار اخستل كېږي چې ډېر ناكام دي او پخپله د وسله والو طالبانو په زيان دي.))
نوموړى زياتوي چې د افغانستان په جګړه كې له بېلابېلو تكتيكونو كار اخستل كېږي چې نه له اسلامي او نه هم د بشري حقونو له منل شويو موازينو سره اړخ لګوي: (( په جګړه كې د اسلام د مقدس دين اصول او قوانين روښانه دي.))
نوموړي د خپلو خبرو په دوام وويل چې د اسلام مبارك دين امر كوي چې په جګړه كې بې ګناه كسانو، بوډاګانو، ماشومانو او حتى نباتاتو او حيواناتو ته زيان مه رسوئ.
دا په داسې حال كې ده چې د كندهار په پنجوايي ولسوالۍ كې د وسله والو طالبانو يوه نيول شوې نهه كسيزه ډله وايي چې دوى ته په پاكستان كې د تعويذونو د وركړې پر مهال ويل شوي وو چې كه دركړل شوي تعويذونه له ځانه سره وساتئ، نو حتى د مقابل لوري مرمۍ هم تر تاسو نه شي در رسيداى.
د دغو طالبانو له ډلې يوه يې له دويچه ويله المان سره په مركه كې ويلي چې د پاكستان په كوټه، چمن او نورو سيمو كې ورته روزنه ور كړل شوې او بيا د جګړې لپاره افغانستان ته رالېږل شوي: ((په كوټه، چمن او نورو سيمو كې يې د جهاد درسونه راكړل او تعويذونه يې را تر غاړې كړل چې د دې په بركت مو نه څوك په جګړه كې ليداى او نه نيواى شي، له طالبانو سره همكاري وكړئ چې خداى جنتونه در كړي.))
دوى ويلي چې د تعويذونو ترڅنګ په پاكستان كې ورته دا هم ويل شوي وو چې كه بريالۍ جګړه وكړئ، نو موټر به هم دركړو، خو اوس پخپلو كړنو پښېمان يو.
د دغو نيول شوو کسانو په ډله کې محمد طاهر وايي چي ده ته د ماين جوړولو په برخه کې زده کړې ورکړل شوې دي او د ماين جوړولو ترڅنګ په ماين ښخولو کې هم پوره وړتيا لري: ((موږ ته به د تراکتور په واسطه چاودېدونکي مواد له پاکستان څخه راوړل کېدل او دوى به د سړک د غاړې ماينونه ترې جوړول.))
د پنجوايي ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيار سلطان محمد له رسنيو سره د خبرو پرمهال وويل، ياد کسان يې د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په پنجوايي ولسوالۍ کې له يو شمېر وسلو، مهماتو او تر سلو زياتو د سړک غاړې ماينونو سره يو ځاى نيولي چې پر خپلو کړنو يې اعتراف هم کړى دى.
د قوماندان په خبره، په دې برياليتوب کې د سيمې خلكو له دوى سره ډېره مرسته کړې ده: ((له دغو طالبانو سره مو يو تن په زخمي حالت کې هم نيولى دى چې اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې دى. دغه وسلې، چې تر سلو زيات ماينونه، راکټونه، کلاشنکوفونه او لسګونه کيلو ګرامه چاودېدونکي مواد دي زموږ د پوليسو لاس ته ورغلي دي.))
دغه کسان له وسلو او ماينونو سره په داسې حال کې نيول کيږي، چې په دې وروستيو کې د کندهار او جنوبي حوزې په بېلا بېلو برخو کې د سړک غاړې ماينونو يو شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د چارواکو په خبره، د پېښو په قربانيانو کې ښځې او کوچنيان هم شامل دي.


pattang
15.05.2013

حقيارخو پخوانی طالب اوس دالر خور شه ! هلته يې هم ماته
خوند نه را کاوو ځکه چې مادي فرست وو !
خو خبره يې ريښتيا ده !!
طالبان ټول مذخرفات په ديني احکامو ردوي !
خو تعويذ او دم او دوعا دافغانستان په کلچر کې ژورې ريښې
لري نو کوم ملا دا کار کړی وي دطالب يې پرې څه !!

د خبر يال جريده که داسې شيان ونه ليکي نو بيا دالر له کومه
کړي ، خامخا به يوڅه دروغ او رښتيا ليکي !


میرویس
21.05.2013

پتنګ وروره، د سلام او احترام نه ورسته، ږیره به دې قربان شم
متل دئ چئ د ملامت په ننګه شړئ شرمیږي.دلته دی چې تاسې امتحان ورکوئ، چې ښه ته ښه او بد ته بد ووایاست ولو که د هر چا له لوري وي.
دا د کوم ملا صاحب خبره نده، طالبان صاحبان په منظم ډول نو ی جذبیان په تعویذونو غولوي. ستاسې محترم د فریایلو سره سم طالبان له یوې خوا ټول مذخرفات په دیني احکامو ردوي، خو له بلې خوا د الله جل جلاله د ملاتړ نه مایوسه کیږي، او مذخرفاتو ته پنا وړي.
دوی پدې کار سره یو نا لوستي ساده او پاک زړي مسلمانان غولوي او دمرګ خولې ته یې ور ټیل وهي، او له بلې خوا د الله د نصرت نه مرور کیږي او د اسلامي احکاوم نه سر غړونه کوي.
که موږ او تاسې حقایق راونه سپړو او حق بین نه اوسو، تل به مو دا حال او دا احوال وي.په الله دې سپارم.


pattang
23.05.2013

که په عنعناتي ډول دازادي تاريخ ته وګورو نو راته واضح به شي
چې ددغه طبعي نعمت لپاره هر هغه کار چې اشغالګر دوشمن ماتې
پرې خوري روا دۍ ! په ازادي کې عقيدوي مسلمانان او نور ټول
خپله ونده فرض بولي او جنګي مېتود ونه يي هم فرق کوي !
د تعويذو خبرې د سي ای اې او لاسپوخي رژيم چټله پروپاګنده ده
زمونږ دکلي ، کام ، او منطقې خلق د وطن د ازادي لپار جنګيږي
اودسر دخوږو تعويذونو ته ضرورت نلري !

[quote:f84ecd21e9="میرویس"]پتنګ وروره، د سلام او احترام نه ورسته، ږیره به دې قربان شم
متل دئ چئ د ملامت په ننګه شړئ شرمیږي.دلته دی چې تاسې امتحان ورکوئ، چې ښه ته ښه او بد ته بد ووایاست ولو که د هر چا له لوري وي.
دا د کوم ملا صاحب خبره نده، طالبان صاحبان په منظم ډول نو ی جذبیان په تعویذونو غولوي. ستاسې محترم د فریایلو سره سم طالبان له یوې خوا ټول مذخرفات په دیني احکامو ردوي، خو له بلې خوا د الله جل جلاله د ملاتړ نه مایوسه کیږي، او مذخرفاتو ته پنا وړي.
دوی پدې کار سره یو نا لوستي ساده او پاک زړي مسلمانان غولوي او دمرګ خولې ته یې ور ټیل وهي، او له بلې خوا د الله د نصرت نه مرور کیږي او د اسلامي احکاوم نه سر غړونه کوي.
که موږ او تاسې حقایق راونه سپړو او حق بین نه اوسو، تل به مو دا حال او دا احوال وي.په الله دې سپارم.[/quote:f84ecd21e9]


pattang
23.05.2013

www


میرویس
24.05.2013

پتنګ وروره، اسلام علیکم
دلته نه د وطن د آزادۍ جنګ مطرح دئ، نه عنعنه او نه هم د آزادۍ تارخ. که دا د آزادۍ جنګ وای، نو ټول افغان ملت به برخه پکې اخیستې وه. دا پرطالبانو باندې د خارجي ډلو ټپلو تپل شوئ نیابتي جنګ دئ، چې له دواړو خواوو څخه افغانان پکې تباه کیږي.
اصلي سوال دادئ چې طالبان تشه ادعا کوي چې دوی د الله په لاره کې جهاد کوي. خو دا په هیڅ صورت جهاد ندئ.
اوتاسې چې یاست، د طالبانو خپل ساخته، بافته جهاد ته چې د آزادۍ جنګ وایاست، اصلاً طالبانو او ددوی جهاد ته سپکاوئ کوئ. طالبان حهاد ته د آزادۍ د جنک د نامه ورکول ناروا بولي. د جنګ نوم جهاد ناولئ او پلید کوي.
ورور جانه له یوې خوا وايې چې طالبان پخپله تعویذونه خرافات ګڼي او په اسلامي احکامو یې ردوي، او له بلې خوا وایاست چې د سر خوږي د پاره خلک ضرورت ورته لري.
د طالبانو د تعویذونو کمپاین او پر هغو د خلکو غولول د چا پروپاګنده نده، دا د طالبانو کار دئ.
په الله دې سپارم.


عبدالحميد/افغ
12.06.2013

السلام ...
زه حاضر يم ، داشاهدي به اداکوم دقيامت په ورځ چي ترکومه حده چي ماته معلومات سوئ دئ اوماليدلي دي نو هرڅوک چي دیرغلګرو پرخلاف جهادکول غواړي پخپله لاس په توره وميدان ته رادانګي دلته نه ده کوم تعویذ مجال سته اونه دکوم نارواتبليغاتو ، ځکه دادطالب اويوی ډلي ترمنځ جنګ نه بلکي داسلام اوکفرجنګ دئ په دې جنګ کي هرڅوک په خپله خوښه برخه اوحصه اخلي ، ترڅود شهادت ولوړ مقام ته ځان ورسوي.
ته په څه ږغيږي ، اياته به ملت ته ددې خبري جواب ووايي چي تاافغانستان ته ددې دومره کفارو راستل ده څه دپاره وکړل اوته دهغوئ ملاند اوکومک دڅه لپاره کوې؟؟؟؟
ايادشريعت له لوري کوم اړخ لګوي ، اوکه دعقل له لوري .

اوتاسي واياست چي دطالبانو په جهاد کښي زياتره افغاني ملکيان شهيدانيږي ، ايادامریکااودهغه دغلامانو په جګړه کي صرف طالبان شهيدانيږي ؟؟؟؟؟
دابه له حقيقت څخه سپيني سترګي پټول وي !!!....

ته اوس طالبان اوپاکستان سره پرېږده ترطالبانو تاسي ډېرکارخراب کړئ دئ .

خودا دانصاف پرېکړه به څوک وکړي .


میرویس
14.06.2013

فریده وروره، اسلام علیکم ور حمت الله وبرکاته
ستاسې د پاکو افغانی پښتنې احساساتو قدر او عزت کوم.
ورورجانه، ددې خاص بحث اصلي ټکي ته تاسې د رحمن ببا د کلام په صراحت اشاره کړیده چې [دلته نه ده کوم تعویذ مجال سته اونه دکوم نارواتبليغاتو]. زه ستاسې سره سل په سلو کې مافق یم. د بحث ټکې هم دغه دئ. زموږ محترم وروڼه طالبان چې اوس یې د اسلام له لارې د تبلیغاتو ګوډئ تش شویدئ، د خپلې عقیدې او اسلامي ارشاداتو خلاف وسایل په کار اچوي، چې زما او ستا نالوستي، ساده پاک او خوش باوره ځوان مسلمان پښتانه دهغه چا په نیابتي جګړه کې ووژني چې طالبان یې یرغمل کړي، او د خپلو نا مشروع مقاصدو تر لاسه کولو د پاره یې د افغان ولس پښو ته ور اچولي دي.

سوال دادئ چې د تعویذونو ورکول او د ځوانانو غولول چې ګواکي دا تعویذونه تاسې ددښمن د مرمۍ نه بچ کوی او حتی نا مرئي کیږئ او دښمن تاسې بیا نه ویني، نه دا چې حرام دي، بلکه بالکل یوه مسخره خبره ده او د اسلام او مسلمان سپکوئ دئ، او د کفارو طبر ته د لاستي ور اچول دي.

څه شو په الله باندې د طالبنو تکیه او توکل؟ اوس طالبان صاحبان د الله جل جلاله د نصرت پر عوض، تعویذو خدعې او ددروغو ته پناه وړې او که څنګه؟

فریده وروره، ستاسې ځوابیه لیکنه یو څو نور د پام وړ ټکي هم لري.
که غواړئ، زه په ډیره پښتنې مینه او د انسانسیت او سجیه اخلاقو په چوکاټ کې حاضر یم چې پر هر یوه جلا درسره وغږیږم.
وروری به کوو، حساب ترمنځ.
په خالق لایزال دې سپارم.


pattang
15.06.2013

چرګ چې نوی ځوان شي نو پربام ورو ورو ځې چې بام ونلوېږي !
میرويس خانه ته هم اوس د چرګ کارونه کوې ، که اجازه راکوې
دوه خبرې درته ليکم :
ته يې يو په دريو کې وهې لکه اتل او دا نوردې !
خو زما په اند دغه سياست غلط دی چې هم يې په ميخ وهۍ
او هم په نال !

يوو پلو ته ودرېږۍ خو کلک اوکه نه کرار کور کښېنۍ !
که هدف مالوم او رسېدوته يې فرض وي نو له هر ې ضربې
څخه بايد ه کار واخيستل شي که په تعويذ وي او که په
کوډو روډو !
زمونږ وطن اشغال دی نو پر باد ينو او بېدينو
تولو افغانانو باندې د ازا دي جنګ فرض دی او دا چې سړی
څرنګه او په کوم شي سره خلک را پاروي او جنګي فسيخولوګي
يې تازه کوي او عملي اقدام ته يې چمتو کوي بې تفاوته ده !!!

زه چې تاسو ته ګورم تاسو يو خيګلني اخلاق لرۍ يانې په خوله
داسلام نارې وهۍ او په زړو کې د صليبيانو د تخت او تاز او حملې
کلکه پلوي کوۍ !!!!


میرویس
03.07.2013

قدرمنه پتنګه، اسلام علیکم
تاسې همدې یوې غلطې فرضیې ته سر تمبه کړیدئ، چې هدف معلوم کړه او بیا یې درسیدو په لاره کې د هرې وسیلې نه کار واخله. ستاسې خبرې پخپله پر تاسې باندې ددې شک د پیدا کولو ګواه دي، چې ګواکي د اسلام ددایرې نه بهر شوي ياست.
اسلام هرګز دا نه وایي چې د خپل روا مقصد تر لاسه کولو دپاره د هرې حربې نه کار واخله، بالخصوص د جهاد په لاره کې. تاسې پخپله طالبان هم مسخره کوئ او ددوې په اصطلاح جهاد هم مسخ کوئ. تاسې ولې د طالبانو سره دومره لویه دښمنې او جفا کوئ؟

رابه شو دیته چې ستاسې په قول، زه باید یو لورئ ونیسم او ټینګ ورباندې ودریږم، باید ووایم چې زه خپله ځانګړي عقیده او ایمان لرم، لکه تاسې غوندې نه یم چې د چا چوپړ وګړم، یا نا حقه د چا ملاتړ او یا د چاخلاف عمل وکړم. زه هغه څه وایم چې حقیقت دئ، ټول ملت هماغه وایي او د الله جل جلاله د احکامو او ارشاداتو په چوکاټ کې د مسلمه امت په خیر دي. ته پوهیږي چې د طالبانو د تعویذ مسئله غیر اسلامي کار دئ.

په درنښټ.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more