د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

دوه مخونه

میرویس
12.06.2013

قدر منو لوستونکو، اسلام علیکم
پرورن یې وویل دیته لیوال دي چې د ملکي تلفاتو د کمولو په برخه کې د ملګرو ملتونو سره خبرې اترې وکړي. په کابل کې دملګرو ملتونو خاص نماینده یان کوبش ددې خبرې هرکلئ وکړ او زیاته یې کړه چې سږ د پروسږ کال د همدې مودې په نسبت په ولسي تلفاتو کې ۲۴ فیصده زیاتوالئ راغلئ دئ، او ددې تلفاتو په دریو کې د دوو برخو مسؤل طالبان دي.
طالبان چې د خپلو اعمالو د سپیناوي کوښښ کوي، ملګرو ملتونو ته د خپل مخ سپین پلو ور ښیي، خو بیا خپلو مسلمانو افغانانو ته د مخ تور پلو ور اړوي، او په کامله بې رحمۍ ولسي بې ګناه خلک قتلوي.
دا چې طالبانو د ملګرو ملتونو سره د ولسي خلکو د تلفاتو د کمولو پر سر پرون د خبرو اترو غوښتنه وکړه، آیا په همدې ورځ یې څوک قتل عام کړل؟ آیا، د عدليې د وزارت په مخکې یې چې ځان مرګي چاودنه وکړه، هدف یې ملکیان نه وو؟
=========
د کابل په ځانمرګي بريد کې ٥٢ تنو ته مرګ ژوبله واوښته
11 Jun 2013, 6:15
د کابل د نهمي امنيتي حوزي اړونده د ستري محکمي مخي ته موټر بم چاودنه سوي او پر مهال يې څوارلس تنه وژل سوي او اته دېرش تنه نور ژوبل سوي دي.
د پېښي په ځاى کې امنيتي مسولينو ويلي دي پېښه هله رامنځته سول کله چې د ستري محکمي کارمندان په دريو کاسټرونو کې د محکمي له دروازي څخه وتلي ول.
د کابل د امنيي قومندانې د جنايې جرمونو په وړاندي د مبارزي مشر جنرال ظاهر وايې چې په دي پېښه کې څوارلس تنه د ستري محکمي کارمندان او نورو ولسي وګړي وژل سوي او همدا راز اته دېرش تنه نور ژوبل سوي دي.
هغه وايې چې د پېښي ژوبل سوي کسان روغتونونو ته ليږدول سوي دي کوم چې د ډېرو حالت يې نازک دى.
دا بريد هوايې ډګر پر عمومي سړک سوى دى او په داسې وخت کې چې د ستري محکمي د کارمندانو د وتلو وخت وو.
عيني شاهدان وايې چې لومړى درنه چاودنه وسول او وروسته چې يې وليدل په سيمه کې خورا ډېر کسان مړه او ژوبل پراته ول.
د خبريال ډاټ کام همکار وايې چې په سيمه کې حالت خورا خراب او امنيتي ځواکونو په ډېره بيړه وژل سوي او ژوبل سوي کسان د پېـښي له ځاى څخه وليږدول.
دى وايې چې د پېښي په ځاى کې د ستري محکمي دري کاسټرونه هم تخريب سوي دي او هم شاوخوا مالي زيانونه اوښتي دي.
وسله والو طالبانو ددي بريد مسوليت پر غاړه اخيستى دى او د طالب وياند ذبيح الله مجاهد له ادرسه پهه خپره سوي خبرپاڼه کې راغلي چې تر پنځوس تنه زيات قاضيان او نور کارمندان وژلي او ګڼ شمېر نور يې ژوبل کړي دي.
په دي خبرپاڼه کې ويل سوي دي چې څلور کاسټرونه او يو شمېر نور دولتي وسايط يې هم په دي بريد کې له منځه وړي دي.


خپرونکی: عبدالمنان ارغند@ددغه متن ټول حقوق دخبریال ډاټ کام دي ،دخبریال ویبپاڼې دبشپړ نوم دیادولو پرته څوک حق نه لري چې زموږ مواد کاپي کړي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more