د موضوعګانو سرپاڼه

بیا رغونه او پرمختګ

د پوهې او هنر ځانګړتیا!

تيمور
28.05.2013

هنر مطلوبو پايلو ته د رسېدو پۀ موخه، د پوهې او وړتياوو د کارونې پۀ مفهوم دى. هنر کولاى شو غوره ښايېدونکو\ممکنو پايلو ته د رسېدو پۀ موخه، د ټوليزو نظري اصولو د ځاني کارونې پۀ توګه تعريف کړو. هنر لاندينۍ ځانګړتياوې لري.

1. عملي پوهه: هر هنر بايد عملي پوهه ولري، يوازې نظري زده کړه بسيا نۀ ده. د نظري اصولو پۀ کارونې باندې پوهېدل ډېر اړين دي. د بېلګې پۀ توګه، کۀ وغواړو يو ښۀ انځور ګر شو، يوازې پۀ بېلابېلو رنګونو او بورسونو باندې پوهېدل بسيا نۀ دي، بلکه پۀ وړ ډول د کارونې پۀ موخه يې – پۀ بېلابېلو ډيزاينونو، اړخونو\ابعادو، حالاتو او داسې نورو باندې هم پوهېدل اړين دي. يو مدير هېڅکله د مديريت پۀ څانګه کې يوازې د لېسانس يا ډيپلوم پۀ ترلاسه کولو سره نشي کولاى، بريالى وي بلکه پۀ واقعي حالاتو کې د بېلابېلو اصولو پۀ کارونې باندې هم بايد پوه وي.

2. شخصي وړتياوې: کۀ څۀ هم نظري اصول ښايي د هر هنرکار لپاره يو ډول وي، خو د خپلې دندې پۀ اړه هر يو له خپل ډول او رودې څخه کار اخلي. پۀ همدې سوب\سبب د بېلابېلو کسانو د اجراآتو د څرنګوالي او بري کچه توپير لري. د بېلګې پۀ توګه، بېلابېل جوګه انځورګران شتون لري، خو اېم. اېف. حسين (M.F. Hussain) د خپل سبک له مخې د انځورګرۍ پۀ برخه کې پېژندل شوې څېره ده. پۀ ورته ډول، د هنر پۀ توګه مديريت هم پۀ شخص پورې اړند (ځاني) دى. هر مدير د سرچينو د مديريت پۀ موخه د خپلې پوهې، تجربې او شخصيت له مخې – خپلې لارې چارې کاروي. له همدې امله ځينې مديران د ښو او ځينې نور بيا د بدو مديرانو پۀ توګه يادېږي.

3. پنځونه: هر هنرکار د پنځونې د يوې ځانګړتيا لرونکى دى. پۀ همدې سوب\سبب، هڅه کوي داسې يو څيز وپنځوي چې مخکې يې هيڅکله شتون نۀ وي لرلى چې دا چاره د لياقت او خيال يوځاى والي ته اړتيا لري. مديريت هم پۀ ذات کې د نورو هنرونو پۀ شان پنځوونکى دى. مديريت، د دې لپاره چې مطلوبې پايلې تر لاسه کړي، پۀ ګټور ډول بشري او غير بشري سرچينې سره يو ځاى کوي. هڅه کوي پۀ اغېزناک ډول د تارونو پۀ يو ځاى کولو سره خوږه موسيقي رامنځ ته کړي.

4. د تمرين له لارې بشپړوالى\بې عيبتوب: تمرين يو کس ته بشپړتيا بښي. هر هنرکار پۀ پر له پسې تمرينونو سره لا ډېر مهارت ترلاسه کوي. پۀ ورته توګه مديران هم پۀ لومړيو کې د آزمېيښت او تېروتنې له هنر څخه زده کړه اخلي خو د مديريتي اصولو کارَونه ، د کلونو پۀ تېرېدو سره هغوى ته د مديريت پۀ دنده کې بشپړتيا بښي.

5. موخه څارونکى: هر هنر پايله څارونکى دى او هڅه کوي ټاکلې پايلې ترلاسه کړي. پۀ ورته توګه، مديريت هم له مخکې څخه د ټاکل شوو موخو پۀ لور لارښوونه کوي. مديريت د يوۀ سازمان د پرمختګ پۀ موخه بېلابېلې سرچينې – لکه: بشر، پيسې، توکي، ماشينري او رودې کاروي.

نو پۀ دې توګه موږ ويلاى شو چې مديريت يو هنر دى او د بېلابېلو اصولو پۀ کارونې ټينګار کوي. پۀ بل عبارت مديريت د لوړې کچې نظم هنر دى ځکه چې مطلوبو پايلو ته د رسېدو پۀ موخه پۀ کار کې د خلکو انګېرنې او چلند چوکاټوي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more