د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

په افغانستان کې منختب اسلامي حکومت ارزښتونه

حمید هڅــاند
02.05.2012

له سلامونو وروسته؛
دا خونه یو داسي مهال کارنده شوې چې ستراتیژیک تړون عملا لاسلیک شوی دی. اوس بنسټیزه پوښتنه داده چې ترکومه چې دلته امریکایان شتون ولري، ایا موږ یو داسي حکومتې نظام درلودلی شو چې په ریښتینې توګه اسلامي ارزښتونو ته ژمن وي؟ ترکومه ځایه چې ماته پته لګېدلې نو ځواب نه دی......


Re: په افغانستان کې منختب اسلامي حکومت ارزښتونه

Musaferjan
02.05.2012

استرتژيک تړون چا امضاء کړ؟ او څه دي په کې؟؟

[quote:7a4779ba5e="حمید هڅــاند"]له سلامونو وروسته؛
دا خونه یو داسي مهال کارنده شوې چې ستراتیژیک تړون عملا لاسلیک شوی دی. اوس بنسټیزه پوښتنه داده چې ترکومه چې دلته امریکایان شتون ولري، ایا موږ یو داسي حکومتې نظام درلودلی شو چې په ریښتینې توګه اسلامي ارزښتونو ته ژمن وي؟ ترکومه ځایه چې ماته پته لګېدلې نو ځواب نه دی......[/quote:7a4779ba5e]


ياالـــــــــــــله،انصرالاسلام.

عبدالحميد/افغ
02.05.2013

محترمو!
ترڅوچي په ګران هيواد کښي خارجیان وجود لري ترهغو به په ګران هیواد کښي اسلامي دولت رانسي ، ولي چي دافغانستان هربچي بالخصوص هرمسلمان اومومن داهيڅ زغملائ نشي چي دي دي ارام ناست وي ، اودده په ملک کښي دده ددين دښمنان ګرځي .
نويابه جهاد وي ، اويابه انقیاد وي .
که جهادوي نومجاهدين به وي ، اوکه انقیادوی نو غلامان به وي .

اوداهم پرموږ اوپرتاسي باندي دالله جل جلاله له لوري يوه ابتلاده ، اوپه دې کي به داڅرګنده سي چي څوک دامریکاخلاف بیرغ پورته کوي اوکه دډار له وجي دهغوئ ترلاس لاندي ژوندکوي ، څوک به هجرت کوي اوڅوک به دکفارو په حضور کښي ژوندتيروي.
نن په افغانستان کښي په نامه دولت داسلامه خونه ودانه اوکه ورانه کړه ، ايادخپل اولس دفاع له خارجیان وحشیانو کولائ سي ، اوکه يا ... په کندهار/پنجوايي/کونړ/میدان وردګ/ارزګان وغیره کښي چي خارجیانو څه قساوتونه علانية ترسره کړل اياحکومت يې ددفاع توان درلود؟
همداوجه ده چي اسلامي حکومت نسي قائمېدلائ.
دالله جل جلاله احکام منل اودهغه عملي کول داسلامي نظام بهتريني نښي دي.
نن چي دالله جل جلاله دحکم پرخلاف دشیطان دحکم موافق له ښامارسره دوستي اوموالاة کيږي اياداداسلامي دولت راوستونکي عمل دئ ؟؟؟
ومسلمان ته تروریست اودهشت ويل اووکافرته همکارويل داسلامي نظام دراتګ زيري دئ؟؟؟؟
الله جل جلاله داسي فرمايي:
لَا يَتَّخِذِ الْمُؤْمِنُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ فَلَيْسَ مِنَ اللَّهِ فِي شَيْءٍ إِلَّا أَنْ تَتَّقُوا مِنْهُمْ تُقَاةً وَيُحَذِّرُكُمُ اللَّهُ نَفْسَهُ وَإِلَى اللَّهِ الْمَصِيرُ (28)

پښتوتفسيرله فضل الرحيم تفسيرڅخه:
(لَا)ندي(يَتَّخِذِ)نيسي(الْمُؤْمِنُونَ)مومنان (الْكَافِرِين)کافران (أَوْلِيَاء) دوستان (َ مِنْ دُونِ)بې له (الْمُؤْمِنِينَ)مومنانو،يعني مومنان بایدکافران په دوستي سره ونه نيسي ځکه چي لکه څنګه چي ایمان اوکفرسره ضداونقیض دي اوهیڅ مناسبت نه سره لري دغه ډول کافران هم دمسلمانانودښمنان دي اودوستان ئې نګرځي نوکه مسلمانان له دوئ سره دوستي وکړي نویوخوداله دښمن سره دوستي ده اوبل داکارودې ته مستلزم دئ چي یاخوبه دغه مسلمان له مسلمانۍ ووځي اویابې ایمان ناقص وګرزي اوددوي دوستي به له نورومومنانوسره له کافرانوسره ددوستانه تعلق ساتلوپه وجه ناقصه یاپرمخ ختم سي،
( وَ)او(مَنْ )هرڅوک (يَفْعَلْ)چي وکوي( ذَلِكَ ) هغه ،یعني هغه کار چي ذکرسوچي نيول دکافرانو دي په دوستانوسره(فَ)نو(لَيْسَ)ندۍ دَئ،یعني دغه څوک چي کافران په دوستانوسره ونيسي( مِنَ )له (اللَّهِ )خداي پاک څخه ،مراددادۍ چې له دین څخه دخداي پاک (فِي )په (شَيْءٍ)هیڅ شي کي یعني دغه څوک دکافرانوددوستۍ په وجه په هیڅ شي کي له دین څخه دخداي پاک نه پاته کېږي بلکه مکمل له دين څخه وُزي( إِلَّا)مګر( أَنْ)ددې يعني مګرپه وخت کي ددې ( تَتَّقُوا)چي ساتئ تاسي ځانونه( مِنْ)له (هُمْ)دوئ څخه ،یعني له کافرانوڅخه یعني له شرڅخه ددوئ (تُقَاةً)په ساتنه سره دځانو( وَ)او(يُحَذِّرُ)وېره وي (كُمُ )تاسي (اللَّهُ)خداي پاک( نَفْسَ)له ذاته (هُ)دده،یعني وېره وي الله پاک تاسي له عذاب څخه دنفس اوذات دالله پاک (وَ)او(إِلَى)خاص و( اللَّهِ)خداي ته ،یعني خاص وخداي ته دۍ دقیامت په ورځ( الْمَصِيرُ )ورتلل،یعني ستاسي اودټولوخلګو(28) دااته ویشتم آیت دۍ دآل عمران دسورت.
تفصیل اوعلمي خبري:
شان نزول:
له ابن عباس رضي الله عنهماڅخه روایت دۍ چي حجاج دعمرو، زوي اودابی الحقیق زوي اوقیس دزیدزوي ،چي درې سره یهودوه له ځينوانصاروصحابه ؤسره پټه انډیوالي اودوستي شروع کړه ددې لپاره چي ګوندي داسلام له دين څخه ئې واړه وي نوحضرت رفاعه دمنذرزوي اوحضرت عبدالله دجبَیْرزوي اوحضرت سعیددخیثمه زوي ودغوانصاروته وویل چي ددغویهودوله اختلاط اودوستي څخه اجتناب وکړۍ خدای ناخواسته له دینه به تاسي واړه وي خودغوانصاروددوي دغه خبره ونه منله نوپه دې وجه دغه لاندي آیاتونه الله پاک نازل کړل.

فضل الرحيم.....


پتوال
15.05.2013

.........................................[color=red:731732344a]مشاعره [/color:731732344a]

[color=blue:731732344a]
پردي خو نه راځي پښتونه آزادۍ له پاره
............................. ستا د ژغورنې ، خپلواکۍ او آبادۍ له پاره

که پنجابي ته د وطن لمنه نه ورکوې
....................................که cia او isi ته ک... نه ورکوې

نو بیا په کوم منطق حضور د لوېدیځوالو منې
.............................. په مور وطن باندې تیری د نړیوالو منې؟

غواړو یو موټی په دوښمن د افغانانو ګوزار
............................... د لر او بر شمال جنوب د اتلانو ګوزار!

چې د کابل موزي حوکمت وطن ګټلی نشي
...................................... په افغانانو حکومت هډو کولی نشي

نو بیا دې پریږدي د طالب مشرتابه ته کنه
.................................. پاک شریعت او د الله پاک کتابه ته کنه!

چې د اټک له پله يې تیر کړي پنجابیان وځغلئ
................................ د اتلانتیک آ خواته هم امریکایان وځغلئ

طالب افغان دی په نړۍ له ده اتل نشته

په واشنګټن اسلام اباد او په کابل نشته!

آ ن په زابل نشته!! له ده اتل نشته!!!

[/color:731732344a]

درنو ګډونوالو!
د فریدخان دپورتنۍ لیکنې په ویاړدلته د اشغالګرو په سرونوباندې، که هغه امریکایان وي او که پنجابیان غلامان یې ، تاسې پرې اقلا خپل شعري ګوزارونه پیل کړئ !


هجران
17.05.2013

دادئ علامه ابوالفضل افغانی دنصیحت شعر:
راسه لاسونه سره ورکړو يومو نګار يومورويباره
دواړه غليم زېراوزبرکړو رقیبان هم کړو تارپتاره
(۱):په اتفاق کي سعادت دئ ..... په اختلاف کي شقاوت دئ
يوبه عمل يوبه خبر کړو ځان ته به نه پرېږدو اغیاره.
(۲):چي ته پريوه يې زه پربله ..... دابه زموږ حال وي تل ترتله
دواړه ګذار په يوه خنجرکړوراسه پردې وکړو اقراره.
(۳):که ته زما سې زه به ستاسم .....ترتابه جار ترتابه زار سم.
يوبه تدبيريوبه هنرکړو سو به يوبل ته وفاداره.
(۴):چي عاشقان په يوه خوله نه وي .....جانان ناراضه وي خفه وي.
سرائ ته راځه چي يو ور ورکړو ځواوراځوپريوه لاره.
(۵):زه ابوالفضل ستاوزر يم ..... دلاس خنجريم ستاسپريم
پردښمنانوجوړ محشر کړوسويودبل دزړه قراره.


pattang
17.05.2013

پتوال صيب په قلم ، فکر او احساساتو د برکت شه !
ډېر خوندور له ملغلرو ډک شعر دې ليکلی دی خدای پاک
د تل روغ او ژوندی لره !


ماپه خبرکه

هجران
17.05.2013

ماپه خبرکه
اوس باداريې که غلام ما په خبرکه
سوې نېکنامه که بدنام ماپه خبرکه
(۱)پس له مرګه به مرحوم که به ملعون يې
يې کاميابه که ناکام ماپه خبرکه
(۲)باداران دي اوس پرشاځي که پرمخ ځي
ستااذلال کړي که اکرام ماپه خبرکه
(۳)کوردي لوټ کړ په اغيار وکه دي جوړ که
سوې پتمن که بدانجام ماپه خبر که
(۴)ته بائع سوې داولس که رانيونکۍ
پرتاورځ د ه که ماښام ماپه خبرکه
ناموننګ د ين اوناموس خودی بربادکړل
سته که نسته بل مرام ماپه خبرکړه
ابوالفضله رودِنيل ته برابرسو
چي قبول نکړي اسلام ماپه خبرکه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more