د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

څمن که میرڅمن ؟

Ghairat
25.10.2009

۱ــ د پټې خزانې له مخې په زړه یا لرغونې پښتوکې میرڅمن دوښمن ته ویل کیدۀ!

۲ــ د پوهاند زیار صیب په وینا په یوه پرېکړه کې پښتوټولنې دا هم منلې چې په دنیولوزیزم ۲۵ سلمې (نه سلنې) به له له ورته
لرغونو پښتو ویونو څخه،چې اوس يې کارول هیر شوي دي ، ټاکل او بیا راژوندي کیږي!
  
۳ــ میرڅمن یو لرغونی پښتوویونی دی، خو له دوه برخو او ۳ سیبلابونو څخه راجوړ شوی نو ویل يې له دوښمن څخه یوڅه اوږود
او سخت دي ، له دې کبله د دوښمن پر ځای نه تعمیم اوترویج کیږي!

وړاندیز :
ددې له پآره چې همدغه لرغونی ویوني بیا راژوندی او ددوښمن پر ځای تعمیم او وساتل شي باید یوڅه بدلون ومومي ٠
مثلأ  د
ميرڅمن  لومړۍ برخه مير دی چې مشر ، لار ښودته واي  او ښاي ستر او  ته وايي غټ مهنی هم ولري،  که دغسې يې وانګيرو
 نو مير څمن بيا غټ دووښمن يا ستر دوښمن ته ويل  کېده ، له کوم څخه چې ياځې   څمن بيا د دوښمن  په معنی لاسته راځي چې
 هم لنډ  او هم  صاف او بي ستونزې استعمالېدای او تعميمېدای شي ، په تيره بيا په ترکيبي ويونو کې لکه انساندوښمنه ، اسلام دوښمنه  
اندتوګه يا دوښمن ځپونکي  او دوښمن وژونکي ګوزارونه  به انسانڅمنه ،اسلامڅمنه  اندتوګه او٠ څمن ځپونکي او څمن وژونکي
ګوزارونه بول ، چې د ميرپه ورزياتولو  يې تلفظ سخت او بيخونده ښکاري ٠ 

 


رښتینی
08.11.2009

ګومان کوم امیر کروړ به ډیر پخوانی پښتون شاعر
وی (۱۵۴ه یی دمړینی کال )چی دا حماسی بولـله یی
پټی خزانی راخیستی ده :

زه يـــــم زمری پـــــر دې نړۍ له ما اتل نـــــسته
پر هند و سيند و پر تخار و پر کابل نــــــسته
بل پر زابل نسته لــــه ما اتل نسته
غشی د من مي ځي برېښنا پر [color=red:d42f788b4c]مېرڅمنو[/color:d42f788b4c] باندي
پـــــــــــه ژوبله يونم يرغالم پر تښتېدونو باندي
په ماتېدونو باندي له مــــــــــا اتل نسته

اوبل دا توری خو یواځی میرّمن نه بلکی په څو ډوله راغلی لکه :

مرڅی، ميرڅمن، ميرڅن، ميرڅ، ميرڅی،

نو دی نورو تورو ته که وګورو بیا خو غیرت صیب د څمن
له اختصار نه مرڅۍ یا میرڅ ښه نه ده ؟
خو دا په داسی صورت کی چی
ایا موږ حق لرو یوه کلمه دووه ټوټی کړو او که داسی وی بیا به یی
په ټولو اشتقاقونو کی دا تغیرات منل کیږی نو یوځای ددی مړی
کلمی را ژوندی کول ګران کار ده او بیا چی هغه مړه له ژونده کیدلو
مخکی تر اپریشن لاندی شی او تقطیع پکی راشی نودا کار به
څنګه وی ؟؟

په مینه


پتوال
16.04.2013

سلامونه !

ماته خو داسې بریښي چې ډیرې کلمې اصلي او دیالیکت (لهجوي) بڼې لري، که ستاسړ دواړو جنابانو وړاندیزونه تر پام لاندې ونیسو نو په دې لاندې ټکو کې :
[quote:2a877110ae]مرڅی، ميرڅمن، ميرڅن، ميرڅ، ميرڅی،
[/quote:2a877110ae]
د ښاغلي غیرت موخه په میرڅن هم لاسته راځي چې هم د دوښمن سره برابر دوه سیلابه لری او هم په ترکیبونو لکه انساندوښمنه،
وطندوښمنه او ملت دوښمنه ځواکونو کې یې داسې :

[color=blue:2a877110ae]انسان میرڅنه، وطن میرڅنه او ملت میرڅنه ځواکونه.... ولیکو ! [/color:2a877110ae]


larghonay laraway
17.04.2013

السلام عليکم!
نه پوهېږم چې بيا به مې ملګري څومره ودګي خو باور وکړئ چې د دغې پټې خزانې همداسې پټ ساتل به غوره وي.
ياره که رښتيا درته ووايم د هر پښتو مشر ليکوا نه چې پوښتنه کوې نو وخاندي او ووايي د ملي مصلحت لپاره ښه کار شوی دی.
دوښمن په پښتو کې دومره استعمال شوی او دومره کاريدلی چې په دغې مجهول (څمن ممن) باندې يې هيڅ وخت د بدليدلو فکر مه کوئ


Samsor Afghan
17.04.2013

وروڼو دا ښه خبره ده
چی د پښتو ژبی په اړه هر څه را پیدا شی څومره چی زمونژ د ژبی پخوانی لغات را پیدا کیژی هومره به زمونژ ژبه لرغونی او بډایه ښکاری نو استعمال یی ډير ښه کار دی خو بل لغت پری له منځه وړل بیا کومه ګټه نه رسوی.

زه سر له ننه دواړه لغاتونه کاروم.

نوټ: په نورو ژبو کی د یو شی د پاره څو نومونه او لغاتونه وجود لری دا د دوی د ژبی ښه والی او بډایتوب ښیی.

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more