د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

بې پیلوټه الوتکو،خپل هدفونه رسا ويشتلئ دئ

میرویس
22.03.2013

د فورم ګرانو ګډون کونکو، اسلام علیکم
یو ځل بیا د بې پیلوټه الوتکو د ګذارونو انګازې خورې شویدې. رپوټونه وايي، په شمالي وزیرستان کې د افغانستان د طالبانو د حقاني شبکې مشرتابه او د القاعدې ځینې وسله وال مېشت دي
پر شمالي وزيرستان د یوې بې پيلوټه الوتکې په بريد کې څلور کسان وژل شوي او یو کس ټپي شوی دی
د شمالي وزيرستان په مرکز ميرانشاه کې يوې دولتي سرچينې رسنیو ته ويلي چې د دته خېلو سيمې ته نژدې د بې پیلوټه الوتکې برید شوى دى
دغه سرچینه ادعا کوي چې امريکايي بې پيلوټه الوتکې پر يوه کور دوه توغندي توغولي چې څلور کسه يې وژلي او يو یې ټپي کړی دى
تر برید وروسته ځايي خلکو مړي له نړېدلي کور له پاتې شونو ایستلي دي
===
د بې پیلوټه الوتکو په بمباریو کې تر اوسه پورې د القاعدې ګڼ شمیر عرب غړي وژل شویدي
بې پیلوټه اولتکې هدف رسا ولي، نورو ودانیواود تیرورستانو نه پرته بل چا ته تاوان نه اړوي
دغه الوتکې تیرورستان او د هغوی مرکزونه تباه کوي
ځایي مشران د عربی تیرورستانو پر خلاف تر مځکنیو پوځي عملیاتو نه د بې پیلوټه الوتکو عملیات بهتره بولي
تیرورستان چې د سیمو نه وتښتي، د عام ولس په ژوند کې هم بهتري راځي
آلقاعده او تیرورست شریکباڼي یې د پاکستان دښمنان دي
پاکستان د خبلې خاورې نه دعربي او نورو جګړه مارانو د وتلو ملاتړ کوي
هغه شل پنځه ویشت تیرورست عرب چې تر اوسه پورې د بې پیلوټه الوتکو په ګذارونو کې وژل شوي، که هغوی لا هم ژوندې واي، خدای خبر چې څومره نورې ځان مرګېچاودنې او په عام ولس به یې حملې کړې وای، او څومره ماشومان به يې بتیمان کړي او میندې به یې کونډې کړې وای؟


pattang
09.04.2013

داسې خبرې د cia لاسپوڅي په دالرو خرڅ شوي او غربي عشق المشربه
انسانان کوي ، داسې انسانان په داسې جنايت کې د خپل ژوند ناکامي په
بر ياليتوب اړوي او چانسونه لټوي اويوو داسې موازي تحليل ته اشاره کوي
لکه پخوا چې په خلقيانو کې ډېر بيکاره پليدالعمله انسانان ورکډ شول او
ورسته يې بيا د اولس پر عنعناتو ملنډې وهلې او په ډله ئيزو قبرو کې يې
اولسي وګړي خاوروته وسپارل !


میرویس
09.04.2013

پتنګ صاحب، اسلام علیکم و رحمت الله وبرکاته
سترګې دې جار سم پتنګه، تاسې خپلو خبرو ته فکر کړئ چې څه وایاست؟ آخر خو موخپل سر پر ګریبان کړې چې څه وایاست؟ د یوه مسلمان دپاره دا نه ښايې چې سنت سلام ترک کړي، او خولې ته واک ورکړي، بې مسؤلیته هرې اپلتې یې چې خولې ته ورشي، سر یې کړي. ستاسې دا څرګندونې د اسلامي ارشاداتو د دایرې نه بهر دي. د تور لګول ګناه ده. څوک چې تور ولګوي او ثابت یې نګړي، جزا ورکول کیږي
تاسې ایمان په ګمان بایلئ. بد رد ویل خو آسانه دي، خو دلیل، برهان، منطق، عقل، درائت، نیک او بد توپیر کول، دحق او باطل پیژندل د یوه چندې او عاقل انسان کار دئ.
تاسې ولې پر طرح شوې مسئله بحث نه کوئ؟ تاسې د بي پیلوټه الوتکو د ګذارونو په تاوان اوګټه وغږیږئ، او خپل نظر ووایاست. دا فورم د افکارو د تبادلې ځای دې، نه د کنځلو، الزاماتو او د چا د شحصیت د تباه کول ځاي.
تاسې د سمې لارې نه اوښتي یاست، او د کورتو په منډيي تللي یاست.
تاسې د افراطیت، عنعناتو او قومي عقدو د اوهامو په لومه کې ښکیل یاست، الله جل جلاله دې شفا ستاسې په برخه کړي، آمین.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more