د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

کمونیستان هم دولس چېغې وهي!

pattang
06.04.2013

لیکوال: سید ولي حامد
ټولې نړۍ ته څرګنده ده چې د ګران افغانستان ننۍ غمیزه د غويي د کرغېړنې کودتاه زیږنده ده، کله چې کمونیستانو افغانستان پر روسانو وپلورلو، او هغوی له ټانکونو، توپونو او طیارو سره راغلل، د افغان مسلمان ولس پر مقدساتو، دود، دستور او کلتور یې لوبې پیل کړل، په مقابل کې غیرتي او مسلمان ولس تش لاس را پورته شو، سرو روسانو او کمونیستانو په پراخه پیمانه د افغان ولس وژلو، ځورولو، زنداني کولو، له وطن نه شړلو ته مخه کړه، یو نیم ملیون ( پنځه لس لکه ) یې شهیدان کړل، په لکهاوو یې معیوب کړل، په ملیونونو یې مهاجر کړل! کلي اوکورونه یې بمبار کړل، ښارونه، باغونه، مدرسې او جوماتونه یې له خاورو سره خاورې کړل! په لنډ ډول کمونیستانو د روسانو د خوشحالولو لپاره د افغان ولس وینې وڅښلې، د بمونو او ماینونو خوراک یې کړل،کوم جنایت یې چې له وسه وشو صرفه یې پرې ونه کړه.

کمونیستان دروسانو په مینه او دوستۍ کې دومره ژور تللي وو چې آن خپل دین او غیرت یې ورته پرېښودل، د اسلام پر مبارک دین یې ملنډې وهلې! د بد اخلاقۍ او فحاشۍ دروازې یې خلاصې کړې، په مکتبونو او پوهنتونونو کې یې د هلکانو اوجینکیو ، او په دفترونو کې د نارینه وو او ښځو تر منځ ګډه فضا رامنځ ته کړه، داسې چې هر نر او هرې ښځې چې څه رنګه غوښتي وای او څه رنګه یې خوښه وای خپله شهواني غریزه خړوبه کړي پرته له کوم شرم او حیا څخه یې په ویاړ سره کولی شوای، دهمدې لپاره تشویقېدل، د کمونیستي دولت وزیران په ښکاره له پردیو ښځو سره په تلویزینونو کې نڅېدل!

دا ځکه چې ټوله کفري نړۍ نن او پرون په دې ښه پوهېدله او پوهېږي چې تر څو له یو ولس نه غیرت او حیا ونه تروړي تر هغه یې پر غاړه د غلامۍ ژغ نه شي اېښودلی، ځکه خو دوی په هر ځای کې لومړۍ هڅه دا کوي چې د خلکو تر منځ فحاشي او بد اخلاقي رائجه کړي، کوم څه چې نن یې امریکان کوي او پرون روسانو کول.

په هر صورت، دوی چې څه رنګه خیال پلو وهلی و، هغسې ونه شول، افغان ولس هم پرون اوهم نن دواړو بشردښمنانو او ګوډاګیانو ته یې داسې تاریخي او غاښ ماتوونکې ماتې ور کړې چې تر نسلونو نسلونو پورې به یې له یاده ونه وزي.

خبره مې دا کوله چې هغه پروني کمونیستان چې ولس یې د روسانو د خوشحالولو لپاره دربدر کړ، په لکهاوو یې ووژل، په لکهاوو یې ګوډ او مات کړل، په میلونونو یې بې کوره کړل، په ملیونونو یې له کلي او کور نه وشړل،یوه ورځ یې هم پر افغان ولس زړه ونه خوږېد! یوه ورځ هم دا په فکر کې ور نغلل چې آخر دا خو زمونږ دخاورې، سیمې اوکلي بچیان دي!

نه، او بیا هم نه، ولس، خاوره، دین، اخلاق، شرم او حیا کمونیستانو په خپل قاموس کې نه پېژندل! دوی فکر کولو چې لینین یې خدای دی! همده پیدا کړي او همدی به يې وژني، روزي هم دی ورکوي او کور هم ده ورکړی، ځکه خو باید دده د خوشحالولو لپاره دخپلې خاورې بچیان چې څومره په بې رحمانه توګه کېدای شي ووژني! او همداسې یې وکړل!

روسان دړې وړې شول، د نړۍ له مخې یې نقشه ورکه شوه! سور ښامار په ملا مات شو، ټوټې ټوټې شو، او دا طبیعي خبره وه چې کمونیستان به هم ور سره ورکېدل، لکه ورک چې شول، داسې چې تر ننه پورې یې بیا چا نوم اونښان ونه لید!

دا دي نن بیا راغلل، پرون که د روسانو په غېږ کې راغلل، نن د امریکایانو په غېږ کې راغلل، پرون یې په امریکا لعنتونه ویل او نن بیا د امریکې په غېږ کې کېناستل، او دا هر څه د ځان مطرح کولو لپاره؛ ځکه دوی په ولس کې ځای نه لري، ولس یې ستر دښمن دی، ځکه چې د دوی د مشر لنین خان امپراطوري یې دړې وړې کړه، او دوی هم په دې ښه پوهېږي!

اوس بیا د ولس چېغې وهي! ولس ته وايي راپورته شه! ولس ویده بولي! ولس بې غیرته بولي! زه وایم کوم ولس؟ هغه ولس چې پرون دې په سرو روسانو ټوکر ټوکر کړ؟ هغه ولس چې پرون دې په خورا بې رحمۍ سره ووژلو؟ هغه ولس چې پرون دې د روسانو لپاره ګوډ او مات کړ؟ هغه ولس چې پرون دې یې دې کلی او کور ور وران کړ؟ هغه ولس چې پرون دې له کور او کلي نه وشړلو؟ هغه ولس چې ګاونډیانو ته دې اړ او محتاج کړ؟ هغه ولس چې غیرتي میندې او پاک لمنې پېغلې یې دې د پردیو دروازو ته ودرولې؟ د هغه چا د ملنډو او مسخرو دې کړې چې پرون یې پلرونه او نیکونه د همدغه ولس تر لاس لاندې وو؟ هو دا هر څه دې په دغه غیرتي ولس وکړل، مګر ایل دې نه کړ، غلام دې نه کړ! بلکې ته یې نیست او نابود کړلې! نوم او نښان دې ورک شو! پرون دې په ویاړ سره ویل چې کمونیست یم، خلقی او پرچمی یم، نن له شرمه د کمونیست نوم په خوله نشې راوړلی! همدا ذلت او رسوايي دې بس ده، که دې دا په یاد وي بیا به مسلمان ولس ته د ضرر رسولو خوب ونه وینې!

ولس په تا کمونیست باندې څه رنګه باور وکړي؟ پرون خو دې دکور، کالي ډوډۍ شعار ورته وړاندې وړاندې کولو، نن چې خپله د کور، کالي ډوډۍ لپاره د امریکې غلامي کوې! کوم شعار ورته وړاندې کولی شې؟ پرون دې که یوه مړۍ په وینو لړلې ډوډۍ ورکوله! هغه خو د سره لنین له خوا وه! نن ولس ته څه ور کولی شې؟

کمونیسته! سر خلاص کړه! ولس تا د خپل قاتل په نامه پېژني، ستا پرونۍ تورې او کرغېړنې کړنې يې نه دې هېرې شوې! د پلچرخي په بدنام زندان کې پرونۍ مظلومې وینې لا تر اوسه نه دې وچې شوې! پرونۍ کونډې، بورې، ورارې لا ژوندۍ دي، ځينې یې لا تر اوسه د خپلو خاوندانو، زامنو او وروڼو د راتګ په هیله شېبې شمېري؟ پروني یتیمان چې د پلرونو له خوږې مینې نه دې محروم کړل هغوی نن ځوانان شوي، هغوی له تا سره حساب لري! د خپلو پلرونو دوینو درنه غواړي!
دا خو نه شوه چې نن راغلې د امریکا له ترخ نه دې سر را ایستلی او ګومان کوې چې بس سپین باز شوې!

سید ولي حامد


پتوال
07.04.2013

ډیره ښه لیکنه ده رحمت دې په قلم شه!
څه چې يې له چا سره شریک دي م پرې راسم شه!

ټول ظالم ، اسلام ضد او ملت ضد ګروپونه د بهرنیو استخباراتو او پوځي مرستو سره قدرت ته رسیدلي او په هیواد يې ناورین
او اشغال تپلی دی!
کمونستي ګوندیان د KGB زامن و، نو هیواد يې د هغوی له باره په سرو وینو ولمباوه ، جهادي تنظیمونه د ISI پچیان و نو له بری وروسته یې افغانستان د هغې په دستور وران کړ، دکابل واکمنان کرزی او شمالي ټلواله د CIA بچي دي ، نو ځکه يې ملت او هیواد
د هوايي بمباریو لاندې برې اشغال کړ،
طالبان ورونه باید دا خبره دې غم لیدلي او غمځپلي ولس ته نور روښانه کړي چې دوی له افغان او افغانستان پرته د بل هیڅ چا
بچي نه دي ، نه د ISI بچي دي ، نه يې د مسلم لیګ زامن او نه يې
د کوم بل پنجاپي سټابیلشمنټ غلامان دي !
او که دومره هم نشي کولای لکه څنګه چې پرې دا کلک تور لګیدلی رښتیا د ISI بچي وي نو بیا دې ټول افغان ملت
نه يواځې ترې لاس واخلي بلکې پرضد دې ټول راپورته شي!!!


pattang
07.04.2013

پتوال صيب !
کوم خلک ، خپل خلک او خپلوان چې زه يې
پېژنم خبرې اوترې مې ورسره کړې او له کوچنيوالې مې
پېژندل له ما او تا کم ندي هغوی به دهيچا غلامي قبوله
نکړي ، هو دوستي خو د متقابله احترام او درناوي په
اساس هره مرسته به وي خو هغه به دغلامي او ټيټو سترګو
په لومه کې نوي تړلې !
اوس به راشم ستا اساسي خبرې ته !
که طالبان قران شريف په سرهم وګرڅوي او قسم وخوري
ددالرو مذدوران او دوښمن به يې درواغ بولي او تکراري
سپينول به يې ناندرۍ او دوخت ضايع کول وګرزي !
راځۍ چې طالبان په عملي ميدان کې مطالعه او ددوی په
کړنه بيا هلته خبرې وکړو چې واکداره شي !
پټه د نوي پاتې چې طالبا تر ډېرو ډېرو سختو شرائطو
لاندې ژوند کوي ، هم داددوی عقيدوي مظبوتوالی دی چې
دګردې نړۍ دصليبي عساکرو سره جنګ کوي او کلکې
ضربې ورکوې !
طالبا ن زخميان چېرې يوسي دمه چېرې جوړه کړي !
يوځای خوبايد دمځکې په سر ولري? که طالبان اسمان ته
وخيڅي نو دوښمن به د شيطانانو نومونه پرې ږدي !
زمونږ دځای طالبان په ګڼو باغچو کې خوبونه کوي او هغه
هم په مختلفو څايو نوکې او دشپي په تياره کې هلته ورڅي!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more