د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

روحیات:یا د ټولني نفسیات

sheerinashna
04.04.2013

طبیعي پوهان انسان د رنګ پر اقسامو ویشي مګر اجتماعي فلاسفه ملتونه د روحیاتو پر اصولو سره بیلوي. دوی وایي چي هر ملت ځانته بیل فکري او عقلي او روحي ممیزات لري لکه د دوی جسماني خواص چي ګوښي-ګوښي دي، دغسي هم د دوی عقلي خصایص او روحي ممیزات سره بیل وي، دا خواص د دوی قومیت او ملیت جوړوي او هغه چي له دغو روحیات او ممیزات څخه بحث کوي پسیکولوژي(psychology)یې بولي چي د افرادو جذبات او روحي کیفیات بیل او د ټولنو او ځانته مشاعر او احساسات چي هر ملت یې بیل-بیل لري او هغه جذبات او ذهنیات او تصورات او اوهام او عقاید او نفسي چي یو ملت له بله بیلوي، دغو ته د ملت اجتماعي نفس یا ملي روح وایي د علم النفس او پسیکلولوژۍ په اصلاح خو ټولنه هغه بولي چي انفرادي مشاعر او احساسات یي په یوه مقصد پکښي غونډ او د فکري وحدت تر اصولو لاندي وي.
د ملتو دغه روحیات او اجتماعي نفسیات دي چي د دوی ټوله ښېګړې پوري تړلي او د هر ملت ثقافت او مدنیت هم له دغو څخه زیږي.
د هر ملت تاریخ د دوی د روحیاتو ښکاره کونکی او د نفسي خصایصو هنداره، هره لوړتیا او بری او هر کښته توب او پرزیده چي یو اولس ته ورپېښیږي دغه د دوی د روحیاتو اغیزه او نتیجه ده.
ګوستاولوبون وایي که انسان ناببره یو پردي هیواد ته ولاړ سي لومړی شی چي دی یي هلته ویني د هغه قوم خپل خصوصي اخلاق او روحیات اومشترک جنسي صفات دي چي په ټولو وګړو کي څرګندیږي او دا ښیي چي هغه اولس ځانته یو بیل روح لري او اجتماعي نفس یي هم ګوښی دی.
د دې علمي خبري مثال د دنیا په ټولو ملتونو کي چرګند لیدل کیږي په ټوله دنیا کي یهودیان کاغ، طماع، ګټه خوښوونکي او روپۍ ټولوونکي دي.
کورګاني توکمونه په تالا او یرغل او سخت ژوند ښه پوهیږي، کرنه او تجارت یي له لاسه نه راځي.
د انګلیسیانو په ملي روح کي متانت او کلکه اراده سته.
امریکایان عملي روح ډیر لري.
هندیان روحاني ژوند او تصوف افکار غوره کوي.
دغه خصایص بارزه یا اخلاقي او عقلي نوامیس چي د ملت اجتماعي نفس ځني جوړیږي حقیقتاً د ملتونو د ارتقا یا لویدو سبب ګرځي او خورا درنې-درنې اغیزې هم لري.

د عبدالحی حبیبي صاحب په ویاړ.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more