د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

چو پړ ( خدمت)

رښتینی
07.11.2011

چو پړ ( خدمت)

السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته

نن سبا دپښتو دسوچه والي اونګه توب غورځنګ په ډیره مستې کې روان ده او مختلف لیکوالان
هڅي کوې څو نګه پښتو تورې پیدا او وکاروې په دې لړ کې یې ځینې کارونه دستاینې وړ او ځینې
یې بیخونده اوبې ګټي دې په هرصورت دا بیله موضوع ده زه دلته یواځې په یوه تورې خبرې لرم او
هغه د (چوپړ) توری دی تاسو به لیدلې وې چې نن سبا ډیرۍ لیکوالان داتوری د(خدمت )په ځای
کاروې او زه یې خپله هم کاروم . خو یوه ورځ مې له یوه ملګرې نه واوریدل چې داتوری دخدمت
هغه مترادف نشې کیدلی ځکه دچوپړ توری یوڅه سپک وزمه شانته ده او خدمت داسې نده .

زه وایم چې داخبره حقیقت ده زموږپه سیمه کې هم چوپړ او چوپړ وهل یوڅه ټیټه معنا افاده کوې
اوکه یوڅوک دکوم پانګوال یا خان په خدمت اوچوپړ لګیاوې نو خلک وایې هغه ټول عمر دفلاني
په چوپړ کې تیرکړ یعني په دې سره د هغه ټیټوالي اوسپکاوې ته نغوته کیږې . اوشاید هغه دمکتب
چپړاسي به هم له همدې مادې نه اخیستل شوی وې اوکه داسې وې نو بیاخو چپړاسیتوب د تملق او
اپرچونیږم مترادف شو چې دانو بیا یو ناسم انساني خوی اوبدعادت ده خوپه دې باره کې زه متیقن
نه یم چې چپړاسي دې له دې مادي نه وې .

او دچوپړ په باره کې دومره وایم چې داد خدمت په معنا کارول زماپه اند سم ده او لکه مخکې چې
مو کومه خبره وکړه دهغې ریښې او لاملونه نور دې او هغه زماپه اند دچاپیریال ځینې ځانګړیو
شرایطو دې توري ته دټیټوالي او سپکاوې تبۍ ورزیات کړی دی ځکه زموږ په ټولنه کې دخاني
او خانواکي سیسټم روان و او خانانو طبعا خوارانو ته په ټیټ نظر لیدل او خواران دخپل ژوند
سختو شرایطو او بدوحالاتواو دخانانو او شتمنو جبراو وحشت دې ته اړ کړې وو چې له چوپړ یاخدمت سره دتملق اوچاپلوسي رویه مله کړې که نه چوپړ یاخدمت خو په بل عبارت موږ مزدوري
هم بللی شو او مزدوري خو کوم بدکار نده مزدوري خو دهمت او میړاني نښه ده خو زموږ محیط
او دخانواکي سیسټم له مزدور نه دبدي ګټي اخیستني او مزدورته دپه سپک نظر لیدلو له کبله
خپل مزدوران اوچوپړیان غلامان ګرځولې وو نوزماپه اند له همدې کبله د (چوپړ ) توری
د عربي توري خدمت په وړاندې یوڅه ټیټ لیدل کیږې او اصلا دواړه په یوه معنا دې که
موږ نن دخدمت په ځای چوپړ وکاروو کوم مشکل به نه وې ستاسو څه نظر ده ؟

ستاسو د دلا زیاتو شننو او نظرونو په هیله


ډاکتر څپاند
08.11.2011

رښتنی صيب سلام،
دې چوپړ په هکله ستا ليکنه سمه برېښي،خو ستا سوپه ليکنه کې بيا هم د
ي ياګانو(ی،ې،ئ،ي،ۍ)استعمال نا سم دی٠


رښتینی
08.11.2011

مننه ډاکټر صاحب ستاسودنظرنه
اوزه به تاته له (ی) پرته کلمات کاږم
ته ګوره داټول څه پرته له (ی) درته
وکښل شووستاسودخاطرپه لحاظ :)


ډاکتر څپاند
08.11.2011

رښتنی صیبب مننه،اوتاته بری غواړم چې دې (ی) بغېر ليکنې وکړې :wink:


پتوال
30.12.2011

چوپړ پښتو دی او خدمت نه بلکې خذمت عربي دی چې وروسته په دري کې ترې خدمت جوړ شوی ، همدغسې استاد هم په عربي کې استاذ دی ، خو خدمت سره له دې بيا هم د چوپړ څخه ښه آهنګ لري او مانوس ښکاري خو چوپړ نامانوس معلوميږي . مشتقات يې لکه چوپړی لا سپک ښکاري او تحقيري لهجه لري . نو کمه چور ترې تير شو او حذف يې کړو څنګه به وي ، په سيمه ييزه لهجه کې دې شفاهي پاتې وي خو که له ليکنې څخه حذف کړو ښه به نه وي؟؟؟


رښتینی
31.12.2011

پتوال صاحب ګومان کوم څو میاشتي وروسته مو ایله
زما دعنوان دلوستلو زحمت کړی دی نه ده لیکني په هرصورت
خدمت عربي دی نه خذمت ,اوخذمت پښتواوفارسي دی
اوخذمت په عربي کې خذمة لیکل کیږې اوپرېکولوته وایې
قاموس عربي عربي لیکي :
خَذَّمَهُ:
خَذَّمَهُ : قَطَّعَهُ.
يقال: خَذَّمَ أُذنَهُ.


پتوال
05.01.2012

رښتينی صيب سلامونه او مننه ، چې د حدمت او خذمت په اړه مو زما تيروتنه سمه کړې ده . داچې د استاد او استاذ ورته مثال مو نه
دی تنقيد کړی اعنی داچې هلته دعربي [color=red:f26004bb3e] ذ[/color:f26004bb3e] د فارسي په [color=blue:f26004bb3e] د[/color:f26004bb3e] بېځايه اړول شوی او په پښتو کې په خپله سمه بڼه ( استاذ) پاتې دی .

ولې د چوپړ نامانوس توب ته د ټولو لوستونکو پام راګرځول غواړم ، د پښتو په ادبي ځانګړنې او خوږوالي باندې د ټينګار له پاره به ددغې کلمې حذفول
د يو شمير نورو نا مانوسو کلمو په څېر اړين نه وي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

والسلام


اتل
26.03.2013

ډیرو قدر منو پښتنو، اسلام علیکم
زه خو وایم چې ولې پخې اېښودل شوي تیږي بې ځایه کوو؟ که موږ د خذمت پر ځای چوپړ استعمال کړو، بیا به د چوپړ پر ځای څشئ استعمالوو؟
نور داسې کلمات هم شته چې زما په عقیده مسخ شویدي. مثلاً ننګ. د پښتون په ننګ مې وتړله توره.ننګ او ناموس او داسې نور.
ننګیل:
مثلاً د ښخې چې اولاد نه کیږي، پیر صاحب ننګیي. لکه یو ښپون چې د پیر صاحب مرید ؤ او پیر یي وننګیه. پیر صاحب قربان دې شم، هغه بله ورځ مې چې په رمه لېوه ګډ شو نو ته مې وننګیلې، سمدسې د خړ سپي په جامه کې را ښکاره شوې، لیوه دې پسې و دنګاوه او زما میږي دې بچ کړې.
ومې ننګیلې، یعنې ومې ویل چې پیر صاحبه مدد ته مې رارسیږه.
وروڼو، نن سبا په مطبوعاتو مروجه ده چې پدې کار کې ډیرې ننګونې پرتې دي. دو یننګونې د مشکلاتو پر ځای استعمالوي. زه نه پوهیږم چې ننګونې ځه شئ دي، او د کومه شویدي.
زه دا هم وایم هغه کلمات چې موږ د نورو ژبو په اول کې په عاریت اخیست وو، اوس زموږ د ژبې جز ګرزیدلي او هماغه زموږ ژبه ده.
په نورو ژبو کې هم دغسئ مثالونه ډیر دي او ځوک خبلې ژبې نه پریمینځي. که موږ دا کار وکړو د عظیمو مشکلاتو سره به مخامخ شو.
اوس دوی حقوقو ته حقونه وایې. فقط جمع کول یې پښتو کړیدي، نه پخپله حق یا حقوق. که د بشر حقونه وایې، نو بیا د حقوقوفاکولتې ته څه وايي؟ دغسې نو آوري یا بدعت، مفهومونه بدلوي، عین معني نه رسوي او ژبه د خپلې پوختګې نه باسي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more